د خیبر پښتونخوا د کورمې په تازه نښتو کې تر دې دمه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي

د خیبر پښتونخوا له کورمې څخه خبریالان وایي، د تېرې ورځې له لاریون وروسته د دوو مذهبي ډلو تر منځ په روان اخ و ډب کې تر دې مهاله ۱۸ کسه وژل شوي او د ۳۰ په شاوخوا کې کسان ټپیان شوي دي.