• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د زعفرانو اتحادیه: په هرات کې ۵۰ زره ښځې د زعفرانو د پروسس په برخه کې کار کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۵ GMT+۰

د افغانستان د زعفرانو اتحادیې مرستیال سید عبدالواحد سادات وايي په هېواد کې د زعفرانو ۸۵ سلنه پروسس د ښځو له خوا کېږي. سادات وویل چې اوسمهال په هرات ولایت کې د زعفرانو د پروسس په برخه کې له ۵۰ زرو تر ۶۰ زرو پورې ښځې په کار بوختې دي.

باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ د افغانستان د زعفرانو د اتحادیې په حواله راپور ورکړ، چې څه دپاسه پنځوس زره ښځې د هېواد د زعفرانو په صنعت کې په کار بوختې دي.

طالبانو تر دې مخکې اعلان کړی و چې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د زعفرانو کښت زیات شوی دی.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د غويي په لومړیو کې اعلان وکړ چې تېر کال د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران نهو هېوادونو ته صادر شوي دي.

تر دې مخکې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې اعلان کړی و چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس په نندارتون کې یې د ۶۰۰ کیلوګرامو افغان زعفرانو سفارش ثبت شوی دی.

د ادارې په وینا، ددې سفارش کلنۍ پلور ارزښت ۱ میلیون او ۷۰ زره ډالرو ته رسیږي.

په بلجیم کې د خوند نړیوال انستیتوت هم اعلان وکړ چې د هرات زعفران د لابراتوار له ازموینو وروسته د خوند له پلوه لومړی مقام ګټلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

رینا امیري وايي، د ژولیا پارسي او نیلا ابراهیمي جایزې د افغان مېرمنو هوډ پیاوړی کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، نیلا ابراهیمي ته د ماشومانو د سولې د نړۍوالې جایزې او ژولیا پارسي ته د مارتین انالز د بشري حقونو د جایزې د ګټلو مبارکي وویله. هغې ټینګار وکړ، چې دا جایزې د افغان ښځو او نجونو هوډ پیاوړی کوي.

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي د جمعې په ورځ ( د لېندۍ دویمه) پر اېکس ټولنیزې شبکې یو پیغام کې لیکلي: « کومه زړورتیا چې دواړو ښودلې، د افغان نجونو او مېرمنو هوډ پیاوړی کوي.»

رینا امیري ټینګار وکړ، چې د هغو میلیونونو افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړه ده چې د خپلو حقونو د درناوي غوښتنه کوي او اجازه نه ورکوي چې د دوی خوبونه له منځه ولاړ شي.

د ماشومانو د حقونو بنسټ ۱۷ کلنه افغانه نجلۍ نیلا ابراهیمي د "افغان نجونو د حقونو د دفاع" په خاطر د ماشومانو د سولې د نړۍوالې جایزې ګټونکې اعلان کړه. نیلا دا جایزه د ۴۷ هېوادونو څخه د ۱۶۵ نوماندانو په منځ کې وګټله.

ژولیا پارسي، د ښځو د حقونو فعاله او متعرضه مېرمن هم په تاجکستان کې د بشري حقونو له وکیل منوچهر خالق نظروف سره په ګډه د مارتین انالز د بشري حقونو جایزه وګټله.

د پاچا د ناوې مېلمستیا؛ مګان مارکل په کلیفورنیا کې د افغان کډوالو مېرمنو کوربنه وه

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۸ GMT+۰

د بریتانیا د پاچا ناوې مګان مارکل په کالیفورنیا کې په پرله پسې د دویم کال لپاره د یو شمېر افغان مېرمنو کوربه توب وکړ. په دې پروګرام کې ماښامنۍ او د شعرونو لوستل شامل وو او د «ښه راغلاست» پروژې د یوې برخې په توګه په امریکا کې مېشتو افغان مېرمنو سره د مرستې لپاره تنظیم شوی و.

مګان مارکل د شنبې په شپه د کالفرونیا د ونیس سواخلو سیمې په څنډه له هغو مېرمنو سره کاته او خبرې کړي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته متحده ایالاتو ته تللې دي.

په دې پروګرام کې د بریتانیا د پاچا ناوې او افغان مېرمنو خپلې تجربې سره شریکې کړې او د بېلابېلو کولتورونو او دودونو په اړه یې خبرې وکړې.

د دې غونډې موخه کولتوري تبادله او د ګډونوالو ترمنځ پیوستون رامنځته کول دي.

په دې پروګرام کې مېلمنو شعرونه ولوستل او په امریکا کې یې د کډوالۍ او نوي ژوند په اړه خپلې تجربې شریکې کړې. په دې غونډه کې افغان مېرمنو ته د منځني ختیځ خواړه هم ورکړل شول.

د ارچول بنست چې د دې ناستې کوربه وو په یې خبرپاڼه کې یې لیکلي: "موږ د ګډو تجربو له لارې د ښځو هڅولو او د ټولنې پیاوړتیا ته دوام ورکوو او په سختو وختونو کې د یووالي او ملاتړ په اهمیت ټینګار کوو."

د دې ناستې انځورونه ښیي چې د پادشاه ناوې او افغان مېرمنې په پخلنځي کې پخلی کوي.

100%

د بریتانیې د پاچا ناوې مګان مارکل تر دې مخکې په ۱۴۰۲کال د دلوې په میاشت کې په سویلي کلیفورنیا کې له افغان مېرمنو سره کتلي وو او په هغه وخت کې یې له ۱۵ افغان مېرمنو سره په ګډه منتو او اشک پوخ کړی و.

دا پروګرام د ارچل ډلې او "د مینا سرلیک" سازمان له خوا جوړ شوی و. ""د مینا سرلیک" سازمان له ۲۰۱۴کال راهیسې په افغانستان کې له فعالانو او ښځینه سیاسي مشرانو سره د جنسیتي برابرۍ د ودې لپاره کار کوي او په ۲۰۲۱کال کې یې له دوو زرو څخه د زیاتو افغان ښځو او کورنیو په اېستلو او بیا میشته کیدو کې مرسته کړې ده.

د رواداري راپور: د ديني علومو یوه استاد وویل چې که ښځې جومات ته لاړې شي نو جومات چټليږي

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان څېړنیز راپور ښيي، چې طالبانو د پوهنې په سیستم کې جنسیتي تعصب، تاوتریخوالی او تبعیض ته ځای ورکړی. یوه مرکه کوونکي رواداري ته ويلي، چې په نيمروز کې د ديني علومو يوه استاد محصلانو ته وويل چې «که ښځې جومات ته لاړې شي، جومات چټليږي.»

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو سازمان د پنجشنبې په ورځ (د ليندۍ لومړۍ) د «محروميت او تبعيض: په افغانستان کې زده کړو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي وضعیت» په نامه يو نوی څېړنيز راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو له خوا ګومارل شويو استادانو محصلانو ته ویلي چې «د ښځو او نارینه وو د مساوي حقوقو غوښتنه د اسلام د دښمنانو کار دی او که ښځې د کورنۍ او ټولنې د تصميم مسوولې وي، نو په ټولنه کې به د اخلاقي فساد او بربادۍ لامل شي.»

په راپور کې دا هم ویل شوي چې په بغلان ولایت کې د ښوونځیو او پوهنتونونو په درسي ټولګیو کې "ډېر توهينوونکي" موضوعات دود کېږي.

په بدخشان کې یوه مرکه کوونکي رواداري سازمان ته وویل، چې طالبانو زده کوونکو ته ویلي، چې له کوره د ښځو وتل به ټولنه له بربادۍ سره مخ کړي.

ډېکر : د افغان ښځو پر زده کړو بندیزونه دوی د هېواد په راتلونکي کې له ونډې بې برخې کوي

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره وایي، چې د ښځو پر زده کړو اوسني محدودیتونه نجونې او ښځې د افغانستان په راتلونکي کې له ونډې اخیستو بې برخې کوي. کرن ډېکر دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) د زده کړو د نړۍوالې اونۍ په درشل کی کړي دي.

مېرمن ډکر وویل: « زه زده کړو ته د مساوي لاسرسي لپاره د متحده ایالاتو ژمنتیا بیا تکراروم. په افغانستان کې، د ښځو پر زده کړو اوسني محدودیتونه نجونې او ښځې د افغانستان په راتلونکي کې د ونډې اخیستو له وړتیا څخه بې برخې کوي.»

مېرمن ډېکر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي او د افغان ښځو د محدودولو په موخه یې لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.

هغې زیاته کړه: « افغانستان د ټول ولس له ونډې پرته پرمختګ او بریا ته نه شې رسېدلې.»

تر دې مخکې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې استازي سټيفن روډریکوز پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان ښځو او نجونو هيلې له لاسه ور نه کړي او هغوی بېړني ملاتړ ته اړتيا لري.

هغه د افغان نجونو او ښځو په وړاندي د طالبانو د محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې.

طالبانو د روان کال په اګسټ مياشت کې د خپل نوي قانون له مخې له مېرمنو غوښتي، چې په عامه ځایونو کې خپل بدن او مخ پټ کړي.

که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.

د زده کړو نړۍواله اونۍ هر کال د نومبر په دویمه یا دریمه اونۍ کې لمانځل کیږي.

دا نوښت د امریکا د بهرنیو چارو او زده کړو وزارتونو له خوا پیل شوی دی.

موخه یې د نړۍوالو زده کړو ارزښت، کلتوري وده او زده کوونکو ته له نړۍوالو فرصتونو سره بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو چارواکی: افغان مېرمنې دامهال زيات ملاتړ او مرستې ته اړتيا لري

۳۰ لړم ۱۴۰۳ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۱ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې استازي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان ښځو او نجونو هيلې له لاسه ور نه کړي او هغوی بېړني ملاتړ ته اړتيا لري. سټيفن روډریکوز د افغان نجونو او ښځو په وړاندي د طالبانو د محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې استازي سټیفن روډريکوز د سې شنبې په ورځ په ټوکيو کې له اين ایچ کې ټلویزيون سره په مرکه کې ويلي، چې د افغان مېرمنو په وړاندې د طالبانو سخت دريځ حالت نور پېچلی کوي.

هغه زياته کړې: « خلک د طالبانو له لوري د ميرمنو په وړاندې سخت دريځ له ټولنې څخه د ښځو د مخ او غږ له منځه وړل بولي او دا وضعت نور هم سختوي.»

طالبانو د همدغه کال په اګسټ مياشت کې د خپل نوي قانون له مخې له ميرمنو غوښتي، چې په عامه ځایونو کې خپل بدن او مخ پټ کړي.

سټيفن په دې مرکه کې اندېښنه ښکاره کړې، چې د طالبانو دغه کړنه به د ښځو وضعیت نور هم ترینګلی کړي.

نوموړي ويلي، چې د نړېوالې ټولنې پاملرنه اوکراين او منځني ختيځ ته ډېره شوې، له ۲۰۲۱ کال راهيسي له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې کمي شوې او سږ کال د افغان ښځو لپاره د کار او د هغوی د ژوند ملاتړ لپاره د تمويل کچه هم نيمايي ته را ټيټه شوې ده.

د هغه په خبره، دا مهال افغان مېرمنې زيات ملاتړ او مرستې ته اړتيا لري.

سټيفن ويلي: « موږ د غزې، اوکراین، لبنان او داسې نورو په اهميت پوهيږو، خو دا هم غواړو، چې په افغانستان کې څه روان دي که یې په همداسې نازک او ناسم حالت کې پرېږدو هر څه به له لاسه ورکوو او په پنځو کلونو کې به بيا هغه ځای ته ورسيږو ، له کومه خایه مو چې پیل کړی و.»

په افغانستان کې د ميرمنو پر ناسم وضعت افغان سیاسیونو، مدني فعالانو او نړيوالو اندېښنې ښودلې او په پرله پسې توګه يې له طالبانو غوښتي، چې د ميرمنو په برخه کې په خپلو پاليسیو کې تغیير راولي.

په افغانستان کې واکمن طالبان د ښځو د زده کړو او کار مسالې خپل داخلي موضوعات يادوي او وايي، چې هر څه د «شریعت» په چوکاټ کې تر سره کوي.