• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چين استازي پاکستان ته له سفر وروسته له مولوی کبير او ملا یعقوب سره وکتل

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۰تازه شوی: ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۱ GMT+۰

طالبان وايي د افغانستان لپاره د چين استازي د پاکستان له سفر وروسته له ملا کبير او ملا یعقوب سره ليدنه کې د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ د اړيکو پر ښه کولو خبرې کړې.

د یو شایو یونګ سفر پسې پاکستاني رسنیو وویل، پاکستان له چین سره افغانستان کې د ترهګرو په اړه «قناعت وړ شواهد» شریک کړي.

هغه مهال د ایکسپرېس ټرېبیون لیکلي و، پاکستاني چارواکو یو شایو یونګ ته د تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلو ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه معلومات ور کړي دي.

په هغه سفر پسې د چین ځانګړی استازی کابل ته ستون شو او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.

طالبانو ويلي، په دې لیدونو کې نوموړي د پاکستان د سفر مالومات له دوی سره شریک کړي او پر اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د سرحدونو پر ساتلو خبرې شوې دي.

د طالبانو د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر نن خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د یوشيایونګ له قوله ليکلي: «چین په نړیوالو ناستو کې د افغانستان له دريځ ملاتړ کوي او لېوال دی، چې له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې او دوامداره کړي.»

د دې خبرپاڼې له مخې، نوموړي د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو پر ښه کولو او تفاهم ټينګار کړی او زياته کړې یې ده: «چين له افغانستان سره د اقتصادي پياوړتيا، د اړیکو د پراخولو او همکاریو د زیاتېدو هڅې کوي.»

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې مولوي کبير په دې ليدنه کې يو ځل بيا ګاونديو او نړيوالو ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستان څخه به هيڅ ګواښ پېښ نه شي.

هغه ويلي: « له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نه شي او په تېرو دریو کلونو کې یې خپله ژمنه په عمل کې هم ثابته کړې ده.»

100%

د طالبانو د فاع وزارت هم په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د افغانستان لپاره د چين د ځانګړي استازي ترڅنګ چنايي سفير د ملایعقوب سره د دوه اړخيزو اړیکو پر پياوړتيا، د سرحداتو د ساتلو او پانګونې اړوند خبرې کړې دي.

ملا یعقوب چین د افغانستان یو شریک ګانډی او مهم همکار بللی دی.

دغه چينایی استازی په داسي مهال له پاکستان څخه تر سفر وروسته له طالبانو سره د درېيو هېوادو د همکاريو د پياوړتيا اړوند ليدنې کوي، چې د پاکستان په ډېرو برخو کې ناامنيو زور اخيستی.

پاکستاني چارواکو ډېره ځله ويلي، چې د دغه هېواد په ناامنۍ کې افغان طالبان لاس لري او په خپله خاوره کې يې ترهګرو ډلو ته ځای ورکړی.

د پاکستان دا ډول څرګندونې بیا طالبانو رد کړې او له پاکستانه یې غوښتي، چې خپله ملامتيا دي پر دوی نه اچوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د امر په معروف وزیر: هغوی ډارن دي چې د نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سم عمل غواړي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د امر په معروف او نهې له منکر وزیر په هرات کې يوې غونډ ته ويلي، ځینې خلک فکر کوي، چې که طالبان د نړیوالې ټولنې «فرمایشونه» ونه مني نو کمزوري، یوازې او انزوا کې به پاته شي. محمد خالد حنفي ويلي، هغه کسان، چې دا ډول فکرونه لري « غلط او ډارن» دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خيبر د جمعې په ورځ (د ليندۍ ۲ مه) پر خپله اېکس پاڼه د خالد حنفي د وينا یوه ږغيزه برخه نشر کړې او ورسره یې لیکلي، چې د دوی وزير په هرات کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې وویل، چې دا ډول فکر غلط دی.

سیف الاسلام خيبر لیکلي،د امربالمعروف وزیر ویلي، چې ځینې خلک فکر کوي که طالبان د دین ټول احکام پلي کړي او له نړیوالې ټولنې سره لکه څنګه، چې دوی یې غواړي تعامل ونه لري، دوی به ضعيف، یوازې او منزوي پاتې شي.

د خالد حنفي ویاند د هغه له قوله ليکلي، چې دا ډول خلک «ډارن»، له «مجازي ډار» اغیزمن او د «حقیقي ځواک» يې له پامه غورځیدلی دی.

خالد حنفي ټینګار کړی، چې طالبان به تر هغو بریالي نه شي، چې «د خدای د رضا لپاره د مخلوقاتو (خلکو) خوښي له پامه ونه غورځوي.»

د امربالمعروف وزیر ویلي چې طالبان به «د خدای له رضا پرته ځواکمن، متمدن او مطرح نه شي.»

د دغه طالب وزير په خبره، په دې برخه کې د هیچا د تهمتونو، بد ویلو او ملامتيو پروا نه لري.

خالد حنفي دا هم ويلي، که «الله ج، د دوی شهیدانو او ملت» ته وفاداره پاته شي نو «نظام به دایم او قایم» وي.

نوموړي زياته کړې: «که دوی د اغيارو په وجه په اسلامي نظامي کې سستي راوستل الله مو بیا دغو خلکو ته پرېږدي او نظام به له منځه ځي.»

د امربالمعروف وزارت د ویاند په خپاره شوي متن کې د کوم مشخص کس یادونه نه ده شوې؛ خو راپورونه ښیي، چې طالب مشران له نړیوالې ټولنې سره د تعامل د څرنګوالی او د دې ډلې د «اسلامي شریعت» د پلي کولو په برخو کې اختلاف لري.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په کابل کې یو شمېر طالب چارواکي په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره اختلاف لري.

د ۱۹ کلنو درې اړخیزه لوبلړۍ؛ عزیز الله میاخېل د زنګون د ټپ له کبله له سیالیو بهر شو

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې توپوهونکی عزيز الله مياخېل د زنګون د ټپ له کبله له لوبو بهر او پر ځای يې له احتیاطي لوبغاړو روح الله عرب لوبډلې ته شامل شوی.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان، پاکستان او کوربه متحده عربي امارتو ترمنځ درې اړخيزه لوبلړۍ شروع ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د شنبې په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې د ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی عزيز الله میاخېل تر ټپي کېدو وروسته د ښې درملنې په موخه هېواد ستون شوی.

بورډ ويلي، چې عزيز الله مياخېل به د راتلونکو درې اونيو لپاره د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د درملنې په مرکز کې تداوي کېږي.

افغانستان کرېکت بورډ د لړم په ۲۴ مه د دغه یو ورځنۍ درې اړخيزه لوبلړۍ لپاره ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې درې په کې احتیاطي لوبغاړي هم شامل دي.

افغان لوبډلې تر دا مهال په دې سياليو کې درې لوبې کړې، چې دوه یې ګټلې او په يوه کې يې ماتې خوړلې.

د افغان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخي، چې له دې درې اړخيزو سياليو وروسته به د افغانستان د کرېکټ د ځوانانو دغه لوبډله د ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام سياليو کې برخه واخلي.

د ملا هبت الله حکم: د «بشري سرچینو ریاست» پر ځای د کارکوونکو د چارو ریاست کلمه وکاروئ

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۱ GMT+۰

د طالبانو مشر ملاهبت الله په خپله یو تازه حکم کې د خپلې ډلې حکومت ته ویلي، چې ادارو کې د بشري سرچینو ریاست پرځای د کارکوونکو د چارو ریاست کلمه وکاروي.

د طالبانو د مشر په حکم کې ویل شوي باید له دې وروسته د یاد ریاست اړوند ټول مراسلات »د کارکوونکو د چارو ریاست» په نوم ولیکل شي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس نن شنبه «د لیندۍ ۳مه» لیکلي چې دغه خکم د ۳۰/۴/۱۴۴۶ نېټې د (۲۶۸/۲۱۵) ګڼه حکم کې لیکل شوي.

په دغه حکم کې راغلي:« چې په اینده کې دې د بشري سرچینو ریاستونه، مدیریتونه او امریتونه د کارکوونکو د چارو ریاست، مدیریت او امریت په نامه یادېږي.»

واک ته رسېدو سره طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د نوم اېښودنې کمېسیون جوړ کړ.
نوم اېښودنې کمېسیون ویلي و، د ټولو هغو سړکونو نومونه چې د قومي او شخصي سلیقو له مخې اېښودل شوي، په تاریخي او یا به په خپلو تېرو پخوانیو نومونو واړول شي.
طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیله تر اوسه د ډېرو عامه سیمو نومونه بدل کړي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له هټیو، هستوګنځیو، سوداګریزو مرکزونو، بنسټونو او موسسو غوښتي ول، چې په خپلو نښو،لیکدړو او لوحو باندې د "ناقانونه انځورونو" لګولو او د بهرنیو ژبو له لیکولو ډډه وکړي.

دغه وزارت ویلي، چې دغه لوحې باید په ملي او محلي ژبو ولیکل شي.

خو د دوی نوي نومونه په تېره تخنیکي برخه کې د مروجو هغو بدیل یا ورته مناسب نه بلل کېږي.

روسیې یوه خبریاله د طالبانو د فعالیتونو د «توجیه کولو» په تور بندي‌ کړې ده

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۰ GMT+۰

روسي رسنیو خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو د نادژدا کورکووا په نوم یوه خبریاله د طالبانو د فعالیتونو د «توجیه کولو» په تور نیولې ده. ریانووستي لیکلي چې کورکووا د ۲۰۲۴ له مې میاشتي راهیسې په موقتي توقیف کې وه او د مسکو محکمې د جمعې په ورځ د هغې د بند موده ډېره کړه.

د روسیې دې دولتي رسنۍ د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲ مه) نېټه خبر ورکړ، چې دغه خبرياله په دې تورنه وه، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د ټيليګرام په چينل کې د طالبانو د فعالیتونو د توجیه کولو اړوند یو متن خپور کړی و.

پر هغې یو بل تور دا هم و، چې په مرکزي افريقا کې د روسي پوځي خبريال اورخان جمال د وژنې اړوند یوه مقاله یې په ټيليګرام کې يې نشره کړې وه.

طالبان د روسیې د ترهګريزو ډلو په لیست کې دي.

ریانووستي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د مسکو د محکمې د حکم له مخې، نادژدا کورکووا به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر پنځمې پورې په موقتي توګه په توقیف کې وي.

تر هغه وخته پورې به د هغې پر ضد د تورونو په اړه پلټنې وشي.

نادژدا کورکووا تر دا مهاله د روسیې د یو شمیر مشهورو رسنیو لکه نوایاګازتا او نیزاویسیمایاګازتا سره همکاري کړې.

هغې په ​​سوریه، ایران، عراق او غزه تړانګه کې هم د خبریالې په توګه کار کړی دی.

د راپورونو له مخې دغې خبریالې دا تورونه رد کړي دي.

رینا امیري وايي، د ژولیا پارسي او نیلا ابراهیمي جایزې د افغان مېرمنو هوډ پیاوړی کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، نیلا ابراهیمي ته د ماشومانو د سولې د نړۍوالې جایزې او ژولیا پارسي ته د مارتین انالز د بشري حقونو د جایزې د ګټلو مبارکي وویله. هغې ټینګار وکړ، چې دا جایزې د افغان ښځو او نجونو هوډ پیاوړی کوي.

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي د جمعې په ورځ ( د لېندۍ دویمه) پر اېکس ټولنیزې شبکې یو پیغام کې لیکلي: « کومه زړورتیا چې دواړو ښودلې، د افغان نجونو او مېرمنو هوډ پیاوړی کوي.»

رینا امیري ټینګار وکړ، چې د هغو میلیونونو افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړه ده چې د خپلو حقونو د درناوي غوښتنه کوي او اجازه نه ورکوي چې د دوی خوبونه له منځه ولاړ شي.

د ماشومانو د حقونو بنسټ ۱۷ کلنه افغانه نجلۍ نیلا ابراهیمي د "افغان نجونو د حقونو د دفاع" په خاطر د ماشومانو د سولې د نړۍوالې جایزې ګټونکې اعلان کړه. نیلا دا جایزه د ۴۷ هېوادونو څخه د ۱۶۵ نوماندانو په منځ کې وګټله.

ژولیا پارسي، د ښځو د حقونو فعاله او متعرضه مېرمن هم په تاجکستان کې د بشري حقونو له وکیل منوچهر خالق نظروف سره په ګډه د مارتین انالز د بشري حقونو جایزه وګټله.