• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې یوه خبریاله د طالبانو د فعالیتونو د «توجیه کولو» په تور بندي‌ کړې ده

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۰ GMT+۰

روسي رسنیو خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو د نادژدا کورکووا په نوم یوه خبریاله د طالبانو د فعالیتونو د «توجیه کولو» په تور نیولې ده. ریانووستي لیکلي چې کورکووا د ۲۰۲۴ له مې میاشتي راهیسې په موقتي توقیف کې وه او د مسکو محکمې د جمعې په ورځ د هغې د بند موده ډېره کړه.

د روسیې دې دولتي رسنۍ د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲ مه) نېټه خبر ورکړ، چې دغه خبرياله په دې تورنه وه، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د ټيليګرام په چينل کې د طالبانو د فعالیتونو د توجیه کولو اړوند یو متن خپور کړی و.

پر هغې یو بل تور دا هم و، چې په مرکزي افريقا کې د روسي پوځي خبريال اورخان جمال د وژنې اړوند یوه مقاله یې په ټيليګرام کې يې نشره کړې وه.

طالبان د روسیې د ترهګريزو ډلو په لیست کې دي.

ریانووستي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د مسکو د محکمې د حکم له مخې، نادژدا کورکووا به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر پنځمې پورې په موقتي توګه په توقیف کې وي.

تر هغه وخته پورې به د هغې پر ضد د تورونو په اړه پلټنې وشي.

نادژدا کورکووا تر دا مهاله د روسیې د یو شمیر مشهورو رسنیو لکه نوایاګازتا او نیزاویسیمایاګازتا سره همکاري کړې.

هغې په ​​سوریه، ایران، عراق او غزه تړانګه کې هم د خبریالې په توګه کار کړی دی.

د راپورونو له مخې دغې خبریالې دا تورونه رد کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په کورمه کې د روانو نښتو له امله تر دې دمه ۴۳ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۴ GMT+۰

د پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ کمېشنر جاوید الله مسعود ځايي خبریالاتو ته منلې ده، چې د کورمې په روانو نښتو کې تر دې دمه ۴۳ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي. دغه نښتې د پنجشنبې د ورځې له وسلوال برید وروسته پیل شوه، چې د ښځو او ماشومانو په کډون ۴۵ کسان په کې وژل شوي وو.

د پښتونخوا کورمې ولسوالۍ د باړه چېنار سیمو ځینو اوسېدونکو نن شنبې « د لیندۍ ۳مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کورمې بګن بازار، شلوزان او علیزی سیمو کې د ځايي اوسېدونکو کورونه او مارکېټونه په مکمل ډول سوځول شوي دي.

د راپورنو پر بنسټ د کورمې ولسوالۍ د علیزیو او باغان قومونو تر منځ درنه جګړه روانه ده او دواړه خواوې د یو بل پر ضد له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخلي.

د کورمې په زیاترو سیمو کې ټلفونونو شبکې بندې شوي دي.

یوه دولتي سرچینه وايي چې د خیبرپښتونخوا حکومت له اخوا یوه دولتي جرګه باړه چینار ته رسېدلې ده.

په دې جرګه کې د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی ساحد حسین توری د خیبرښتونخوا چیف سکیرټري ندیم اسلم، د پولیسو مشر اختر محمد ګنډاپور، ایالتي وزیران محمد علي سیف او افتاب عالم اپریدی شامل دي.

دغه جرګه غواړي روانه جګړه پای ته ورسوي او دواړو طرفه به خبرې پیلوي.

دغه جګړه له هغه وروسته پیل شوې، چې تېره پنجشنبه د اهل تشیع موټرو په کاروان په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان ووژل شول.

تېره میاشت هم په ورته برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۵ سنیان وژل شوي وو.

رینا امیري وايي، د ژولیا پارسي او نیلا ابراهیمي جایزې د افغان مېرمنو هوډ پیاوړی کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۰۶ GMT+۰

د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، نیلا ابراهیمي ته د ماشومانو د سولې د نړۍوالې جایزې او ژولیا پارسي ته د مارتین انالز د بشري حقونو د جایزې د ګټلو مبارکي وویله. هغې ټینګار وکړ، چې دا جایزې د افغان ښځو او نجونو هوډ پیاوړی کوي.

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي د جمعې په ورځ ( د لېندۍ دویمه) پر اېکس ټولنیزې شبکې یو پیغام کې لیکلي: « کومه زړورتیا چې دواړو ښودلې، د افغان نجونو او مېرمنو هوډ پیاوړی کوي.»

رینا امیري ټینګار وکړ، چې د هغو میلیونونو افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړه ده چې د خپلو حقونو د درناوي غوښتنه کوي او اجازه نه ورکوي چې د دوی خوبونه له منځه ولاړ شي.

د ماشومانو د حقونو بنسټ ۱۷ کلنه افغانه نجلۍ نیلا ابراهیمي د "افغان نجونو د حقونو د دفاع" په خاطر د ماشومانو د سولې د نړۍوالې جایزې ګټونکې اعلان کړه. نیلا دا جایزه د ۴۷ هېوادونو څخه د ۱۶۵ نوماندانو په منځ کې وګټله.

ژولیا پارسي، د ښځو د حقونو فعاله او متعرضه مېرمن هم په تاجکستان کې د بشري حقونو له وکیل منوچهر خالق نظروف سره په ګډه د مارتین انالز د بشري حقونو جایزه وګټله.

د مالي په برید کې لږ تر لږه اوه روسي قراردادي جنګیالي وژل شوي دي

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۲۴ GMT+۰

د سایټ استخباراتو ډلې د جمعې په ورځ وویل، چې د روسیې د واګنر شخصي پوځي قراردادي کمپنۍ لږترلږه اوه جنګیالي په مرکزي مالي کې په یو برید کې وژل شوي دي. د دغه برید مسوولیت په شمالي افریقا کې د القاعدې سره د یوې تړلې ډلې له خوا پر غاړه اخیستل شوی دی.

له دې مخکې، واګنر د جولای په میاشت کې د الجزایر سره د مالي پولې ته نږدې د تواریګ وسله والو او اسلامپالو سره په جګړه کې درانه زیانونه لیدلي وو.

مالي او د هغې ګاونډیان بورکینا فاسو او نایجر د بېلتون غوښتونکو او د اسلامي دولت او القاعدې ځواکمنې څانګې د کنټرول د مخنیوي لپاره مبارزه کوي، کوم چې په تېرو ۱۲ کلونو کې یې په دغه منطقه کې پراخې سیمې نیولي دي.

سایټ استخباراتي ډله، چې په سیمه کې د افراطي فعالیتونو څارنه کوي، په یوه اعلامیه کې وایی، چې د القاعدې سره تړلې JNIM ډلې د هغه برید مسولیت په غاړه اخیستی چې د پنجشنبې په ورځ ترسره شو.

د مالیې د پوځ ویاند د رویټرز سره خبرو ته نه دی حاضر شوی.

د مالي د پوځ یوې سرچینې ویلي، چې هغه د روسي جنګیالیو په ګډون اوه مړي لیدلي، په داسې حال کې چې دوو سیمه ییزو مدیرانو برید تایید کړی. یوه یې وویل، چې پنځه د واګنر جنګیالي وژل شوي.

په سیمه یو امنیتي سلاکار وویل، چې برید د کاتیبا ماکینا په نوم د JNIM یوې څانګې له خوا ترسره شوی او لږترلږه شپږ روسان پکې وژل شوي دي.

له ۱۷ کلونو وروسته اسراییل د ایران په ملاتړ پر امریکايي ځواکونو د برید طراح وواژه

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۰ GMT+۰

د امریکا د دفاع وزارت د یو جګپوړي چارواکي په وینا، په سوریه کې د اسراییل په وروستي هوايي برید کې د حزب الله یو جګپوړی قوماندان علي موسی دقدوق ووژل شو چې د عراق د جګړې پر مهال یې پر امریکايي ځواکونو د یو خورا پیچلي برید په پلانولو کې لاس درلود.

علي موسی دقدوق په ۲۰۰۷کال کې له هغه برید وروسته چې پنځه امریکايي پوځیان یې ووژل، د امریکايي ځواکونو له خوا ونیول شو، خو وروسته د عراقي چارواکو له خوا خوشې شو.

د امریکا دغه لوړپوړي دفاعي چارواکي ان بي سي نیوز ته ویلي، چې تر اوسه څرګنده نه ده چې برید کله، د سوریې په کوم ځای کې شوی یا هم موخه یې په خاص ډول دقدوق و که نه.

امریکايي ځواکونو د ۲۰۰۷کال په مارچ میاشت کې دقدوق نیولی و او د پوښتنو پر مهال یې ویلي و، چې د امریکايي ځواکونو پر ضد عملیات د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د مستقیم ملاتړ او روزنې پایله وه.

دقدوق د ۲۰۰۷کال د جنورۍ په ۲۰مه په کربلا کې د امریکا او عراق پر پوځي مرکز برید کړی و.

دقدوق څو کاله په عراق کې د امریکا له پوځ سره و، خو د ۲۰۱۱کال په ډسمبر کې د امریکا د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته عراقي چارواکو ته وسپارل شو.

عراقیانو امریکايي چارواکو ته ډاډ ورکړ و، چې دقدوق به محاکمه کړي، خو په څو میاشتو کې هغه خوشې شو، چې دې کار امریکايي چارواکي او سیاستوال په قهر کړي وو.

لانګ وار ژورنال: د ازادۍ جبهې سږ کال د څلورو قوماندانانو په ګډون د طالبانو ۲۳۹ غړي وژلي

۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۰ GMT+۰

لانګ وار ژورنال مجلې په خپلې یوې مقاله کې لیکلي، چې د ازادۍ جبهې سږ کال په ۷۸ عملیاتو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون د طالبانو ۲۳۹غړي وژلي او ۱۴۷ نور یې ټپیان کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې خپل عملیات پراخ کړي او د طالبانو پر وړاندې د لا وژونکو بریدونو په لټه کې ده.

دې مجلې لیکلي، په داسې حال کې چې نړۍ په اوکراین، اسراییل او چین متمرکزه ده، په افغانستان کې «د طالبانو پر وړاندې جګړه مخ په ګرمیدو ده.»

لانګ وار ژورنال ویلي دي، چې د مقاومت جبهه لا تر اوسه د «طالبانو اسپنیز» رژیم لپاره ګواښ نه ده، خو د دوی د واکمنۍ په درېیم کال کې د دغې ډلې پر ضد د بریدونو اندازه او مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د دې مقالې لیکوال ویل سلبر ویلي دي، چې ډیری رسنیو د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې باندې تمرکز کړی دی، مګر د یاسین ضیاء په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې د طالبانو پر وړاندې په مقاومت کې زیات رول لوبولی دی.

لانګ وار ژورنال مجله په واشنګټن کې د ډیموکراسۍ څخه د دفاع بنسټ یوه برخه ده.

د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا دې مجلې ته ویلي، چې دغه جبهه به په ۲۰۲۵کال کې د طالبانو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي.

ویل سیلبر لیکلي، چې د افغانستان د ازادۍ او ملي مقاومت جبهې تر اوسه د کومې سیمې په نیولو بریالي شوي نه دي، خو د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې د خپلو عملیاتو ساحه پراخه کړې ده. د راپور له مخې، د ازادۍ جبهې د بریدونو تمرکز ډېر پر کابل کې دی.