طالبان وايي د افغانستان لپاره د چين استازي د پاکستان له سفر وروسته له ملا کبير او ملا یعقوب سره ليدنه کې د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ د اړيکو پر ښه کولو خبرې کړې.
د یو شایو یونګ سفر پسې پاکستاني رسنیو وویل، پاکستان له چین سره افغانستان کې د ترهګرو په اړه «قناعت وړ شواهد» شریک کړي.
هغه مهال د ایکسپرېس ټرېبیون لیکلي و، پاکستاني چارواکو یو شایو یونګ ته د تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلو ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه معلومات ور کړي دي.
په هغه سفر پسې د چین ځانګړی استازی کابل ته ستون شو او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.
طالبانو ويلي، په دې لیدونو کې نوموړي د پاکستان د سفر مالومات له دوی سره شریک کړي او پر اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د سرحدونو پر ساتلو خبرې شوې دي.
د طالبانو د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر نن خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د یوشيایونګ له قوله ليکلي: «چین په نړیوالو ناستو کې د افغانستان له دريځ ملاتړ کوي او لېوال دی، چې له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې او دوامداره کړي.»
د دې خبرپاڼې له مخې، نوموړي د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو پر ښه کولو او تفاهم ټينګار کړی او زياته کړې یې ده: «چين له افغانستان سره د اقتصادي پياوړتيا، د اړیکو د پراخولو او همکاریو د زیاتېدو هڅې کوي.»
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې مولوي کبير په دې ليدنه کې يو ځل بيا ګاونديو او نړيوالو ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستان څخه به هيڅ ګواښ پېښ نه شي.
هغه ويلي: « له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نه شي او په تېرو دریو کلونو کې یې خپله ژمنه په عمل کې هم ثابته کړې ده.»
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې توپوهونکی عزيز الله مياخېل د زنګون د ټپ له کبله له لوبو بهر او پر ځای يې له احتیاطي لوبغاړو روح الله عرب لوبډلې ته شامل شوی.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان، پاکستان او کوربه متحده عربي امارتو ترمنځ درې اړخيزه لوبلړۍ شروع ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ د شنبې په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې د ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکی عزيز الله میاخېل تر ټپي کېدو وروسته د ښې درملنې په موخه هېواد ستون شوی.
بورډ ويلي، چې عزيز الله مياخېل به د راتلونکو درې اونيو لپاره د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د درملنې په مرکز کې تداوي کېږي.