طالبان: له دوو ګاونډیو هېوادونو ۱۴۱ کورنۍ راستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۱۴۱ کورنۍ د ایران او پاکستانه راستنې شوې.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۱۴۱ کورنۍ د ایران او پاکستانه راستنې شوې.
دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کورنۍ د سپین بولدک، تورخم، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې راستنې شوې دي.
په دغې خپرې شوې لکینه کې راغلي، چې د دغو ۱۴۱ کورنیو له ډلې د تورخم له لارې ۲۱، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۴، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۹ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۷ کورنۍ راستنې شوې دي.
د چهارشنبې په ورځ (د لړم په ۳۰مه) د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو ادارې مشر ویلي و، چې ناقانونه افغانان خپل هېواد ته له ستنېدو پرته بله لاره نه لري.
له بل پلوه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، روان کال له ایران څخه د افغان کډوالو په راستنېدو کې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس بیا (د لړم په ۳۰مه نېټه) خبر ورکړی و، چې د روانې لړم میاشتې له لومړۍ نېټې تر دې دمه ۷۲۷ کورنۍ یوازې د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د میمنې_شبرغان پر لویه لاره په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې پنځه تنه مړه شوي او نهه نور ټپیان دي.
دغه اژانس پر اېکس پاڼه په فاریاب ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس الدین محمدي له خولې لیکلي، چې دغه پېښې تېره ورځ ناوخته شوې دي.
د هغه په وینا، په دواړو پېښو کې موټرونه بې واکه شوي او له امله یې دغه پېښې رامنځته شوې دي.
طالبانو په وار، وار د دغه ډول پېښو لوی لاملونه د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي یاده کړې ده.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې ټرافیکي پېښې ورځ تر بلې د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.
له بل پلوه د طالبانو د ټرافیکو ریاست په کابل کې سیمهییزو رسنیو ته (د وږي په ۲۰مه) ويلي و، چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په ټرافیکي پېښو کې ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډېر ټپیان شوي دي؛ خو د نویو پېښو په اړه بیا تازه مالومات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وایي، چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱ تنه کوډګر نیولي دي.
د دغه وزارت لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه شمېر کوډګر یې په غزني، دایکنډي، بلخ او هلمند ولایتونو کې نیولي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت تر دې وړاندې هم د کابل او غزني په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې ځیني کوډګر نیولي وو.
په افغانستان کې د کوډګرو د نیونې لړۍ له هغه وروسته پیل شوه، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې یې د تعویذ لیکنې او کوډګرۍ پر کاروبار بندیز لګولی دی.
د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف ویلي و: «په شریعت کې د کوډګرو او ساحرانو وژلو ته جواز ورکړل شوی دی.»
که څه هم چې یو شمېر خلک د طالبانو لهخوا د کوډګرو د نیولو ستاینه کوي؛ خو دغې ډلې تر ډېره د خلکو پر ځینو نورو مذهبي او کلتوري دودونو هم بندیزونه لګولي، چې ځیني خلک ترینه ناراضه دي.
دا رنګه په ودونو کې په ټنګ ټکور لګېدلي بندیزونه او یا پر دودیزو مېلو وضع شوي محدودیتونه هغه څه دي، چې پر دغې ډلې یې د خلکو نېوکې زیاتې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وایي، د بغلان ولایت په یوه زیارت کې د بې ګناه خلکو وژل هېښوونکې پېښه ده.
نوموړي د دغې پېښې په غندنې سره پر اېکس پاڼه لیکلي: «د رسېدلیو راپورونو له مخې، د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې د ناپېژاندو وسلهوالو په وحشیانه برید کې چې له امله یې یوشمېر بې ګناه هېوادوال وژل شوي؛ هېښوونکې او د غندنې وړ پېښه ده.»
هغه په خپلې لیکنه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د دغې پېښې د نړۍوالې بې پرې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
هغه زیاته کړې، دغې پېښې یوځلې بیا د جنایتکاره دوښمن نیت او د امنیت په ټینګښت کې د اوسنيو تپل شويو واکمنانو بې وسي په ډاګه کړه.
له بل پلوه په بغلان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ منلې، چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د «سید پادشاه اغا» پر زیارت د وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه برید په تړاو څو شکمن کسان نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.
تر دې وړاندې سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی و، چې ناپېژاندو وسلهوالو وړمه شپه ۱۱ کسان د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه زیارت کې په ډزو وژلي دي.
د سرچینو په وینا، دغه کسان د نهرین په شهر کهنه کې د سیدپادشاه په زیارت کې چې «په ذکر بوخت وو، وژل شوي دي.»

د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، نیلا ابراهیمي ته د ماشومانو د سولې د نړۍوالې جایزې او ژولیا پارسي ته د مارتین انالز د بشري حقونو د جایزې د ګټلو مبارکي وویله. هغې ټینګار وکړ، چې دا جایزې د افغان ښځو او نجونو هوډ پیاوړی کوي.
د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي د جمعې په ورځ ( د لېندۍ دویمه) پر اېکس ټولنیزې شبکې یو پیغام کې لیکلي: « کومه زړورتیا چې دواړو ښودلې، د افغان نجونو او مېرمنو هوډ پیاوړی کوي.»
رینا امیري ټینګار وکړ، چې د هغو میلیونونو افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړه ده چې د خپلو حقونو د درناوي غوښتنه کوي او اجازه نه ورکوي چې د دوی خوبونه له منځه ولاړ شي.
د ماشومانو د حقونو بنسټ ۱۷ کلنه افغانه نجلۍ نیلا ابراهیمي د "افغان نجونو د حقونو د دفاع" په خاطر د ماشومانو د سولې د نړۍوالې جایزې ګټونکې اعلان کړه. نیلا دا جایزه د ۴۷ هېوادونو څخه د ۱۶۵ نوماندانو په منځ کې وګټله.
ژولیا پارسي، د ښځو د حقونو فعاله او متعرضه مېرمن هم په تاجکستان کې د بشري حقونو له وکیل منوچهر خالق نظروف سره په ګډه د مارتین انالز د بشري حقونو جایزه وګټله.

لانګ وار ژورنال مجلې په خپلې یوې مقاله کې لیکلي، چې د ازادۍ جبهې سږ کال په ۷۸ عملیاتو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون د طالبانو ۲۳۹غړي وژلي او ۱۴۷ نور یې ټپیان کړي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې خپل عملیات پراخ کړي او د طالبانو پر وړاندې د لا وژونکو بریدونو په لټه کې ده.
دې مجلې لیکلي، په داسې حال کې چې نړۍ په اوکراین، اسراییل او چین متمرکزه ده، په افغانستان کې «د طالبانو پر وړاندې جګړه مخ په ګرمیدو ده.»
لانګ وار ژورنال ویلي دي، چې د مقاومت جبهه لا تر اوسه د «طالبانو اسپنیز» رژیم لپاره ګواښ نه ده، خو د دوی د واکمنۍ په درېیم کال کې د دغې ډلې پر ضد د بریدونو اندازه او مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
د دې مقالې لیکوال ویل سلبر ویلي دي، چې ډیری رسنیو د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې باندې تمرکز کړی دی، مګر د یاسین ضیاء په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې د طالبانو پر وړاندې په مقاومت کې زیات رول لوبولی دی.
لانګ وار ژورنال مجله په واشنګټن کې د ډیموکراسۍ څخه د دفاع بنسټ یوه برخه ده.
د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا دې مجلې ته ویلي، چې دغه جبهه به په ۲۰۲۵کال کې د طالبانو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي.
ویل سیلبر لیکلي، چې د افغانستان د ازادۍ او ملي مقاومت جبهې تر اوسه د کومې سیمې په نیولو بریالي شوي نه دي، خو د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې د خپلو عملیاتو ساحه پراخه کړې ده. د راپور له مخې، د ازادۍ جبهې د بریدونو تمرکز ډېر پر کابل کې دی.
