• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په متحده عربي اماراتو کې د یوه یهودي مذهبي لارښود جسد موندل شوی

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۶ GMT+۰

د متحده عربي اماراتو چارواکو او د اسراییل د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ، چې د یو یهودي مذهبه لارښود زوی کوګان مړی موندل شوی. اسراییل دا پیښه د "یهودو ضد ترهګریز عمل" بللی او د عاملانو د تعقیب او محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

د یوه یهودي د ورکېدو له خبر دوه ورځې وروسته، د اسراييل د لومړي وزير دفتر او ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه ګډه اعلاميه کې اعلان وکړ، چې د زوي کوګان مړی په متحده عربي اماراتو کې موندل شوی دی.

د نتنیاهو دفتر ویلي، "اسراییل ژمن دی چې عدالت ته د دغه جنایت د عاملانو د راوستلو لپاره له ټولو موجودو لارو کار واخلي."

د اسراییل ولسمشر، اسحاق هرتزوګ، دا عمل "کرکه" او "له یهودانو سره د دښمنۍ یادونه" بللې ده.

هرتزوک په خواله رسنۍ اېکس کې لیکلي: "دا جرم نشي کولی موږ په متحده اماراتو یا د نړۍ په نورو برخو کې د سوکاله ټولنو له رامنځته کولو را وګرځوي بلکې دا مسیر به همداسې ادامه لري."

د اسراییل استخباراتي ادارې (موساد) اعلان وکړ، چې داسې شواهد لري چې ثابتوي دا برید یو تروریستي عمل و.

ځینو اسراییلي رسنیو د دغه برید پړه د ایران پر اسلامي جمهوریت اچولې ده.

له دې مخکې ویلا نیوز خبری وېبپاڼې خبر ورکړی و چې اسراییل داسې معلومات لري چې ښیي دغه اسراییلی د ایران د استخباراتي ځواکونو تر څارنې لاندې و.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کوګان، دوه ګونی تابعیت درلود؛ په متحده عربي اماراتو کې د یهودي خیریه غورځنګ "حباد" استازی او د ابوظبي اوسیدونکی و.

هغه د پنجشنبې په ورځ ورک شو او دوه ورځې وروسته یې جسد په متحده عربي اماراتو کې وموندل شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د عمران خان د پلویانو کاروانونه اسلام اباد ته نږدې شوي، خو پولیس یې مخه نیسي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۹ GMT+۰

د تحریک انصاف ګوند وايي، چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو یې لوی کاروانونه د اسلام اباد په لور د لاریون په موخه روان شوي. خو د اسلام اباد د پولیسو مشر وايي، چې په پلازمېنه کې د ګډوډیو جوړونکي به نیسي او قانوني چلند به ورسره وکړي.

عمران خان خپلو پلویانو ته ویلي، چې د نوموړي د راخوشي کېدو په موخه دې لاریونونه وکړي.

د دغه لاریون لپاره نن یکشنبې د نومبر ۲۴مه ورځ ټاکل شوې ده.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له لوري پر ټولنیزو رسنیو د لویو موټریزو کاروانونو انځورونه او ویډیوګانې خپریږي، چې د پاکستان د بېلابېلو سیمو څخه د اسلام اباد په لور روان دي.

بل خوا د پاکستان جیونیوز د اسلام اباد د پولیسو د مشر علي ناصر رضوي له قوله راپور ورکړی، او نوموړي ویلي، چې د پلازمېنې د امنیت له ګډوډونکو سره هیڅ ډول جوړجاړی نه کوي او د هغو کسانو په وړاندې به سختې قضیې ثبت کړي، چې قانون تر پښو لاندې کوي.

نوموړي زياته کړې، چې د خلکو د ژوند او مال د خونديتوب په موخه په ښار کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي، د اوس لپاره د تګ راتګ په وړاندې خنډونه شته، خو ډير ژر به د خلکو تګ راتګ په ښار کې ډاډمن شي.

همدارنګه مرکزي حکومت د خیبرپښتونخوا، کشمیر او پنجاب له لوري اسلام اباد ته غځېدلې ټولې لارې د کانټینرونو او ځینې لارې یې په کندو کېندلو بندي کړې دي.

د راپورونو له مخې، پولیسو تردې مهاله په راولپنډۍ کې د عمران خان شاوخوا لس پلویان نیولي دي.

د اسلام اباد پولیس وايي، هره هغه څوک به زندان ته واچوي، چې په ښار کې کډوډي جوړوي او یا هم د تحریک انصاف په لاریون کې برخه اخلي.

په پاکستان کې د پولیو مثبتو پېښو شمېر ۵۵ ته لوړ شو

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۱ GMT+۰

د پاکستان په خیرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د پولیو د درېیو تازه مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په روان کال کې په دغه هېواد په د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۵ ته لوړ شو.

پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د پولیو تازه درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

پاکستاني رسنیو د پاکستان د پولیو د له منځه وړلو پروګرام له قوله راپور ورکړی، چې د پولیو تازه دوه مثبې پېښې په خیبرپښتونخوا او یوه په بلوچستان ایالت کې ثبت شوې ده.

له دې سره په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۵ ته ورسیده.

د پولیو په تازه مثبتو پېښو کې دوه یې د بلوچستان ایالت د ژوب او جعفر اباد ولسوالیو څخه او یوه مثبته پېښه د خیبرپښتونخوا یالت د دېره اسماعیل خان څخه راپور شوې ده.

د راپورونو له مخې، په روان کال کې تردې مهاله د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ۲۵، په خیبرپښتونخوا ایالت کې ۱۵، په سند ایالت کې ۱۳ او په پنجاب او اسلام کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

پاکستان او افغانستان په نړۍ د پولیو په وایرس ککړ وروستي هېوادونه دي.

که څه هم په دغو دوو هېوادونو کې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته په دوامداره توګه د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي، خو لا هم یاد هېوادوونه د پولیو وایرس په مخنیوي کې پاتې راغلي.

د پاکستان د روغتیا وزارت چارواکو له کورنیو څخه غوښتي، د پولیو ضد واکسین کمپاین پر مهال خپل ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړي.

روغتايي چارواکو ویلي، چې د پولیو ضد واکسین په وروستۍ دوره کې پنځه لکه ماشومان د کورنیو له لوري له واکسین کولو څخه منعه شوي دي.

علي امین ګنډاپور وايي د عمران خان تر خوشې کېدو پورې به په اسلام اباد کې پاتې وي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۶ GMT+۰

د خيبرپښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور ويلي، چې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان تر خوشې کېدو او د دغه ګوند د غوښتنو تر منلو پورې به په اسلام اباد کې پاتې وي. په پام کې ده چې د تحریک انصاف ګوند پلویان په اسلام اباد کې اعتراضي لاریون پیل کړي.

هغه د پاکستان له ټلویزیون سره په خبرو كې ویلي دي چې د پي ټي ای د بنسټګر عمران خان له خوشې كېدو وروسته به له حكومت سره خبرې پيل کړي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړي او پلویان نن یکشنبه (د نومبر ۲۴مه) له ټول پاکستانه راغونډ شوي او غواړي په اسلام اباد کې د دغه ګوند د مشر عمران د راخوشې کیدو په غرض اعتراضي لاریون وکړي.

ښاغلي ګنډاپور ویلي، چې دی به په هر حال کې د تحريک انصاف د مشر په خبرو عمل کوي: «زما اختيار د پي ټي ای د بنسټګر عمران سره دی، چې هغه كومه خبره كوي زه به هغه څه کوم، زه او د پي ټي ای ټول غړي او پلویان به په هر حال کې د اسلام اباد ډي چوک ته ځانونه رسوو.»

نوموړي ویلي، چې د عمران خان او نورو بندیانو تر خوشې کېدو او د دوی د غوښتنو تر منلو پورې به په اسلام اباد کې پاتې وي، او د تېر ځل په څېر د لارو بندېدو سربیره هم اسلام اباد ته ځي.

هغه وويل چې د دوی لاريون سوله ييز دى او حکومت د موټرو او لويو لارو په بندولو سره خلکو ته ستونزې پيدا کړې دي.

د جمعې په ورځ د اسلام اباد پولیسو ویلي، چې قهرجن اعتراض کوونکي د امن او نظم د ګډوډولو او شخصي او حکومتي ودانیو ته د زيان رسولو پلان لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا هم ویلي و، چې تحریک انصاف ګوند ته یې د احتجاج او پرلت اجازه نه ده ورکړې او دوی به پرېنږدي چې دغه ښار ننوځي او لاریون وکړي.

پاکستاني رسنۍ: حکومت له پښتونخوا او کشمیر څخه اسلام اباد ته غځېدلو لارو کې کندې اېستلې

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۶ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هیواد حکومت له خیبرپښتونخوا، مري او کشمیر څخه اسلام اباد ته غځېدولو لارو کې په ماشینونو ژورې کندې اېستلې او لویې لارې یې تړلې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د تحریک انصاف ګوند د لاریون په لړ کې له تېرې شپې راهیسي حکومت اسلام اباد ته تلوونکې ټولې لارې په کانټینرونو هم بندې کړې دي.

د راپورونو له مخې، حکومت د کشمير او خيبرپښتونخوا څخه اسلام اباد ته تلوونکو سړکونو کې کندې کېندلې دي او په ګهوړا ګلۍ سیمه کې پر عمومي سړک یې خاورې انبار کړې او سړک یې بند کړی.

همدارنګه د پاکستان جیونیوز راپور ورکړی، چې حکومت په چمن کې هم عمومي سړک د ټرافیکو پرمخ تړلی دی.

حکومت ویلي، چې یادې لارې یې د امنیتي ګډوډیو د مخنیوي په موخه تړلې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان تحريک انصاف د احتمالي لاریون په لړ کې راولپنډۍ او اسلام اباد ته په ۳۳ ځايونه کې او له لاهور او فيصل اباد څخه پلازمينې ته تلوونکې ټولې لارې تړل شوې دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د ننني لاریون د مخنیوي په موخه اسلام اباد ته د تلوونکو لارو د بندیو په لړ کې د فيض اباد په ګډون شپږ ځايونه د کانټينرو په ایښودو بند کړل شوي دي، په بند کړل شویو سړکونو کې د فيض اباد، ای جي پي سړک، روات ټي چوک، کيريج فيکټري، مندره او ټيکسلا سړکونه شامل دي.

د راپورونو له مخې، د تحریک انصاف دلاریون له امله د پاکستان په ډیرو سیمو کې ټیلفوني او انټرنیټي خدمتونه هم کمزوري شوي او یا یو مخ تړل شوي دي.

پاړه چنار او چمن کې په دوو جلا پېښو کې دوه خبریالان وژل شوي دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۰ GMT+۰

سیمه ییزې سرچیني وايي، په پاړه چنار کې د مساپرو پر موټر د ناڅرګندو وسله والو په برېد کې د جانان حسین په نوم یو خبریال هم وژل شوی. همدارنګه د یو بل خبر له مخې، تېره ورځ د سوېلي پښتوخوا په چمن ښار کې د صلاح الدین په نوم یو ځايي خبریال په ډزو وژل شوی.

له پاړه چنار څخه ځايي سرچیني وايي، د پنجشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت په پاړه چنار سیمه کې د مساپرو پر یوه کاروان د ناڅرګند وسله والو په برید کې د جانان حسین په نوم یو ځايي خبریال هم وژل شوی.

په دغه پېښه کې د اتو ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان وژل شوي.

د راپورنو له مخې، جانان حسین ۲۸ کلن و او د یوه خصوصي خبري چینل سره د خبریالی تر څنګ د پریس کلب د مرستیالۍ دنده یې هم په غاړه لرله.

د معلوماتو له مخې ښاغلی حسین تازه له مالیزیا څخه پيښور ته راستون شوی و او له پیښور څخه پاړه چنار ته پر لاره د مندوري چارخیل په سیمه کې د نامعلومو وسله والو له لوري د مساپرو پر موټریز کارران په برید کې ووژل شو.

د خېبرپښتونخوا د ایالتي حکومت وياند محمد علي سيف پاړه چنار ته د سفر په مهال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د خبريال جانان حسين د کورنۍ له غړو سره به مالي مرسته وکړي او د پاليسۍ له مخې به د نوموړي کورنۍ ته د شهید امتیازات ورکول کیږي.

د یو بل خبر له مخې، تېره ورځ د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د صلاح الدین اڅکزي په نوم یو ځايي خبریال هم د ناپيژاندو وسله والو په ډوز وژل شوی.

ځايي امنیتي چارواکو ویلي، چې د یادې پيښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په پاړه چنار کې د عامو مساپرو پر موټریز کاروان د ناپيژاندو وسله والو په برید کې ۴۵ کسان ووژل شول.

د راپورونو له مخې، له یادې پيښې وروسته د سني او شیعه مذهبو تر منځ د پاړه چنار په بېلابېلو سیمو کې ډلیزې وسله والې نښتې رامنځته شوې او د ورستیو معلوماتو له مخې د پن شنبې ورځې راهیسي تردې مهاله په پاړه چنار کې ۷۵ کسان وژل شوي او ۸۰ کسان ټپیان شوي دي.