• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاړه چنار او چمن کې په دوو جلا پېښو کې دوه خبریالان وژل شوي دي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۰ GMT+۰

سیمه ییزې سرچیني وايي، په پاړه چنار کې د مساپرو پر موټر د ناڅرګندو وسله والو په برېد کې د جانان حسین په نوم یو خبریال هم وژل شوی. همدارنګه د یو بل خبر له مخې، تېره ورځ د سوېلي پښتوخوا په چمن ښار کې د صلاح الدین په نوم یو ځايي خبریال په ډزو وژل شوی.

له پاړه چنار څخه ځايي سرچیني وايي، د پنجشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت په پاړه چنار سیمه کې د مساپرو پر یوه کاروان د ناڅرګند وسله والو په برید کې د جانان حسین په نوم یو ځايي خبریال هم وژل شوی.

په دغه پېښه کې د اتو ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون ۴۵ کسان وژل شوي.

د راپورنو له مخې، جانان حسین ۲۸ کلن و او د یوه خصوصي خبري چینل سره د خبریالی تر څنګ د پریس کلب د مرستیالۍ دنده یې هم په غاړه لرله.

د معلوماتو له مخې ښاغلی حسین تازه له مالیزیا څخه پيښور ته راستون شوی و او له پیښور څخه پاړه چنار ته پر لاره د مندوري چارخیل په سیمه کې د نامعلومو وسله والو له لوري د مساپرو پر موټریز کارران په برید کې ووژل شو.

د خېبرپښتونخوا د ایالتي حکومت وياند محمد علي سيف پاړه چنار ته د سفر په مهال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د خبريال جانان حسين د کورنۍ له غړو سره به مالي مرسته وکړي او د پاليسۍ له مخې به د نوموړي کورنۍ ته د شهید امتیازات ورکول کیږي.

د یو بل خبر له مخې، تېره ورځ د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د صلاح الدین اڅکزي په نوم یو ځايي خبریال هم د ناپيژاندو وسله والو په ډوز وژل شوی.

ځايي امنیتي چارواکو ویلي، چې د یادې پيښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په پاړه چنار کې د عامو مساپرو پر موټریز کاروان د ناپيژاندو وسله والو په برید کې ۴۵ کسان ووژل شول.

د راپورونو له مخې، له یادې پيښې وروسته د سني او شیعه مذهبو تر منځ د پاړه چنار په بېلابېلو سیمو کې ډلیزې وسله والې نښتې رامنځته شوې او د ورستیو معلوماتو له مخې د پن شنبې ورځې راهیسي تردې مهاله په پاړه چنار کې ۷۵ کسان وژل شوي او ۸۰ کسان ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

روسیه وايي فرانسه به د اوکراین د له منځه وړلو لامل شي

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۴ GMT+۰

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، فرانسې اوکراین ته پر روسیې د برید کولو اجازه ورکړې چې دا به د اوکراین د له منځه وړلو لامل شي. د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو ویلي، اوکراین کولای شي پر روسیې د برید لپاره فرانسوي اوږد واټنه توغندي وکاروي.

د شنبې په ورځ، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې اوکراین کولی شي د ځان د دفاع لپاره د روسیې په لور د فرانسوي اوږد واټن توغندي ور وتوغوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د اوکراین متحدان هڅه کوي چې خپل دریځونه یو بل ته نږدې کړي.

د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس ویلي، چې میرمن زاخارووا خبرداری ورکړی چې د فرانسې جواز «د اوکراین ملاتړ نه دی، بلکې د ویجاړولو لپاره دی.»

پاکستاني رسنۍ: د اسلام اباد په لاریونونو کې د احتمالي بریدونو د ګواښ خبرداری ورکړل شوی

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۱ GMT+۰

پاکستاني رسنۍ جنګ ورځپاڼې د دغه هیواد د ترهګرۍ ضد ملي ادارې له قوله ویلي، چې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند په لاریونونو کې چې نن یکشنبه پیل کیږي د احتمالي بریدونو ګواښ ډیر دی.

دغې رسنۍ د پاکستان ترهګرۍ ضد ادارې له قوله راپور ورکړی، چې وسله وال کسان له افغانستانه را اوښتي او د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ګډون به په لویو ښارونو کې بریدونه وکړي.

دا هغه دعوه ده چې تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو کړې وه او طالبانو په کلکه رد کړې وه.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوندپلویان نن یکشنبه (د نومبر ۲۴مه) له ټول پاکستانه راغونډ شوي او غواړي په اسلام اباد کې د دغه ګوند د مشر عمران د راخوشې کیدو په غرض اعتراضي لاریون وکړي.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي و، چې د نومبر په ۲۴مه به په اسلام اباد کې ټولې لارې بندې او مخابراتي شبکې هم غیرفعاله شي.

د دغه احتجاج له امله لويې لارې او اسلام اباد ته ورغلې ټولې لارې د کانټینرونو په اېښودلو سره تړل شوې دي.

په اسلام اباد کې امنیتي مسوولانودرې ورځې مخکې د پلازمینې د ټولو مټرو بسونو فعالیت هم ځنډولی.

پولیس وایي، چې قهرجن اعتراض کوونکي د امن او نظم د ګډوډولو او شخصي او حکومتي ودانیو ته د زيان رسولو پلان لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، چې تحریک انصاف ګوند ته یې د احتجاج او پرلت اجازه نه ده ورکړې.

هغه ويلي، چې د اسلام اباد سترې محکمې د حکم له مخې په پلازمينه کې د احتجاج او پرلت اجازه نه شته.

هغه وړاندې ویلي و: « موږ د قانون له مخې د قانون د پلي کولو پابند يو او د سترې محکمې له حکم وروسته به د محکمې حکم سل په سلو کې عملي کړو.»

خلیلزاد: د نومبر په ۲۴ مه باید د ټولې نړۍ سترګې پاکستان ته وي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی وایي، چې د نومبر په ۲۴مه باید د نړۍ سترګې پاکستان ته وي او هیله یې څرګنده کړې چې د نومبر د ۲۴مې لاریونونه د عمران خان د خوشې کولو لپاره بريالي شي.

زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ (د لېندۍ درېیمه) پاکستان کې د نومبر ۲۴مې لاریون ته په اشاره سره پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي: «هيله لرم چې د ازادۍ، عدالت او د عمران خان د خلاصون لپاره لاريونونه سوله ييز او بريالي وي.»

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هیواد پخواني لومړي وزیر عمران خان، له خلکو غوښتي چې د نومبر د ۲۴مې لاریون کې دې ونډه واخلي او تر هغې یې چې غوښتنې نه وي منل شوې، لاریونونه دې روان وساتي او بیرته دې کورونو ته نه ستنیږي.

عمران خان ویلي، چې له دغه لاریون یې موخه، د پاکستان د اساسي قانون د ۲۶مې مادې پلي کول، ډیموکراسي او قانون بیرته ژوندي کول، واک بیرته خلکو ته سپارل او ټول بیګناه سیاسي بندیان له زندانونو خوشې کول دي.

خلیلزاد وایي، چې د پاکستان حکومت باید د خلکو حق ته درناوی وکړي تر څو هغوی په سوله ییز ډول لاریون وکړي.

کانګو کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي چې ډېری یې ماشومان دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۳ GMT+۰

ځایي چارواکي وايي، چې د کانګو په ختیځ ډیموکراټیک جمهوریت کې د یوې کورنۍ د اوو ماشومانو په ګډون لږترلږه نهه کسان وروسته له هغه مړه شول چې د جمعې په ورځ ناوخته د سختو بارانونو له امله ځمکه وښویده او څو کورنه یې لاندې کړل.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د سیمې یو چارواکي توماس بیکینګا د شنبې په ورځ د ټلیفون له لارې وویل، چې د کانګو د سویلي کیوو ولایت د کابلو کلي یو اوسیدونکي د ځمکې ښویدنې له امله خپله میرمن او اوه ماشومان له لاسه ورکړي دي.

بیکینګا وویل، چې یو ماشوم هم په بلې سیمې کې مړ شوی دی. هغه زیاته کړه، چې ښایې د مړو شمېر زیات شي ځکه چې د ورکو کسانو لټون پیل شوی دی.

د مدني ټولنې یوې ځايي ډلې ویلي، چې ځمکې ښویدنې ۷ کورونه لاندې کړي او ۳۱ نور یې زیانمن کړي، چې له امله یې د مړو شمېر لس تنو ته رسیدلی دی.

زېلېنسکي وايي د روسیې بریدونو د اوکراین د بندرونو ۳۲۱ تاسیسات زیانمن کړي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۰ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ وویل، چې د تیر کال د جولای میاشت راهیسې د روسیې بې پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو د اوکراین د بندرونو ۳۲۱ تاسیسات زیانمن کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د روسيې په بريدونو کې په اوکراین کې میشتې د نورو هېوادونو شل سوداګريزې بېړۍ هم زيانمنې شوې دي.

زېلېنسکي وویل: «د اوکراین د خوړو ماهرین د نړۍ سلو هېوادونو ته د ۴۰۰ میلیونه خلکو لپاره خواړه چمتو کوي. په مصر، لیبیا، نایجیریا او د افریقا په نورو هېوادونو کې د خوراکي توکو بیې په مستقیمه توګه په اوکراین کې د کروندګرو او کرنیزو شرکتونو په کار پورې اړه لري، چې ایا دوی په نورمال ډوله کار کولې شي که نه.»

مسکو په وار وار دا رد کړې چې ګواکې پر ملکي اهدافو بریدونه کوي.

اوکراین د نړۍ د غنمو او جوارو یو لوی تولیدوونکی هېواد دی او د روسیې تر برید وړاندې یې هره میاشت شاوخوا شپږ میلیونه ټنه غله د تور سمندرګي له لارې صادرول.

کله چې روسیې د ۲۰۲۲ په فبروري پر اوکراین برید وکړ، نو د اوکراین د تور سمندر بندرونه یې بند کړل. د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې د تور سمندر له لارې د صادریدونکو غلو په اړه، د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب یو ټړون لاسلیک شو. خو یو کال وروسته روسیه له دغه تړون څخه ووتله.

له هغه وخت راهیسې، اوکراین د یو دهلیز په کارولو سره غله او نور خوراکي محصولات صادر کړي، چې د رومانیا، بلغاریا او ترکیې د ځمکنیو لارو څخه تیریږي.

د حکومت او سوداګرو د معلوماتو له مخې، د اوکراین د غلو صادرات د ۲۰۲۴ کال د جون-جولای له فصله د نومبر تر نیمایي پورې شاوخوا ۱۶ میلیون میټریک ټُنه او تېر کال یې صادرات شاوخوا ۱۱میلیون ټنه و.