• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: د اسلام اباد په لاریونونو کې د احتمالي بریدونو د ګواښ خبرداری ورکړل شوی

۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۱ GMT+۰

پاکستاني رسنۍ جنګ ورځپاڼې د دغه هیواد د ترهګرۍ ضد ملي ادارې له قوله ویلي، چې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند په لاریونونو کې چې نن یکشنبه پیل کیږي د احتمالي بریدونو ګواښ ډیر دی.

دغې رسنۍ د پاکستان ترهګرۍ ضد ادارې له قوله راپور ورکړی، چې وسله وال کسان له افغانستانه را اوښتي او د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ګډون به په لویو ښارونو کې بریدونه وکړي.

دا هغه دعوه ده چې تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو کړې وه او طالبانو په کلکه رد کړې وه.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوندپلویان نن یکشنبه (د نومبر ۲۴مه) له ټول پاکستانه راغونډ شوي او غواړي په اسلام اباد کې د دغه ګوند د مشر عمران د راخوشې کیدو په غرض اعتراضي لاریون وکړي.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي و، چې د نومبر په ۲۴مه به په اسلام اباد کې ټولې لارې بندې او مخابراتي شبکې هم غیرفعاله شي.

د دغه احتجاج له امله لويې لارې او اسلام اباد ته ورغلې ټولې لارې د کانټینرونو په اېښودلو سره تړل شوې دي.

په اسلام اباد کې امنیتي مسوولانودرې ورځې مخکې د پلازمینې د ټولو مټرو بسونو فعالیت هم ځنډولی.

پولیس وایي، چې قهرجن اعتراض کوونکي د امن او نظم د ګډوډولو او شخصي او حکومتي ودانیو ته د زيان رسولو پلان لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، چې تحریک انصاف ګوند ته یې د احتجاج او پرلت اجازه نه ده ورکړې.

هغه ويلي، چې د اسلام اباد سترې محکمې د حکم له مخې په پلازمينه کې د احتجاج او پرلت اجازه نه شته.

هغه وړاندې ویلي و: « موږ د قانون له مخې د قانون د پلي کولو پابند يو او د سترې محکمې له حکم وروسته به د محکمې حکم سل په سلو کې عملي کړو.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

خلیلزاد: د نومبر په ۲۴ مه باید د ټولې نړۍ سترګې پاکستان ته وي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی وایي، چې د نومبر په ۲۴مه باید د نړۍ سترګې پاکستان ته وي او هیله یې څرګنده کړې چې د نومبر د ۲۴مې لاریونونه د عمران خان د خوشې کولو لپاره بريالي شي.

زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ (د لېندۍ درېیمه) پاکستان کې د نومبر ۲۴مې لاریون ته په اشاره سره پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي: «هيله لرم چې د ازادۍ، عدالت او د عمران خان د خلاصون لپاره لاريونونه سوله ييز او بريالي وي.»

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هیواد پخواني لومړي وزیر عمران خان، له خلکو غوښتي چې د نومبر د ۲۴مې لاریون کې دې ونډه واخلي او تر هغې یې چې غوښتنې نه وي منل شوې، لاریونونه دې روان وساتي او بیرته دې کورونو ته نه ستنیږي.

عمران خان ویلي، چې له دغه لاریون یې موخه، د پاکستان د اساسي قانون د ۲۶مې مادې پلي کول، ډیموکراسي او قانون بیرته ژوندي کول، واک بیرته خلکو ته سپارل او ټول بیګناه سیاسي بندیان له زندانونو خوشې کول دي.

خلیلزاد وایي، چې د پاکستان حکومت باید د خلکو حق ته درناوی وکړي تر څو هغوی په سوله ییز ډول لاریون وکړي.

کانګو کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي چې ډېری یې ماشومان دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۳ GMT+۰

ځایي چارواکي وايي، چې د کانګو په ختیځ ډیموکراټیک جمهوریت کې د یوې کورنۍ د اوو ماشومانو په ګډون لږترلږه نهه کسان وروسته له هغه مړه شول چې د جمعې په ورځ ناوخته د سختو بارانونو له امله ځمکه وښویده او څو کورنه یې لاندې کړل.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د سیمې یو چارواکي توماس بیکینګا د شنبې په ورځ د ټلیفون له لارې وویل، چې د کانګو د سویلي کیوو ولایت د کابلو کلي یو اوسیدونکي د ځمکې ښویدنې له امله خپله میرمن او اوه ماشومان له لاسه ورکړي دي.

بیکینګا وویل، چې یو ماشوم هم په بلې سیمې کې مړ شوی دی. هغه زیاته کړه، چې ښایې د مړو شمېر زیات شي ځکه چې د ورکو کسانو لټون پیل شوی دی.

د مدني ټولنې یوې ځايي ډلې ویلي، چې ځمکې ښویدنې ۷ کورونه لاندې کړي او ۳۱ نور یې زیانمن کړي، چې له امله یې د مړو شمېر لس تنو ته رسیدلی دی.

زېلېنسکي وايي د روسیې بریدونو د اوکراین د بندرونو ۳۲۱ تاسیسات زیانمن کړي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۰ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ وویل، چې د تیر کال د جولای میاشت راهیسې د روسیې بې پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو د اوکراین د بندرونو ۳۲۱ تاسیسات زیانمن کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د روسيې په بريدونو کې په اوکراین کې میشتې د نورو هېوادونو شل سوداګريزې بېړۍ هم زيانمنې شوې دي.

زېلېنسکي وویل: «د اوکراین د خوړو ماهرین د نړۍ سلو هېوادونو ته د ۴۰۰ میلیونه خلکو لپاره خواړه چمتو کوي. په مصر، لیبیا، نایجیریا او د افریقا په نورو هېوادونو کې د خوراکي توکو بیې په مستقیمه توګه په اوکراین کې د کروندګرو او کرنیزو شرکتونو په کار پورې اړه لري، چې ایا دوی په نورمال ډوله کار کولې شي که نه.»

مسکو په وار وار دا رد کړې چې ګواکې پر ملکي اهدافو بریدونه کوي.

اوکراین د نړۍ د غنمو او جوارو یو لوی تولیدوونکی هېواد دی او د روسیې تر برید وړاندې یې هره میاشت شاوخوا شپږ میلیونه ټنه غله د تور سمندرګي له لارې صادرول.

کله چې روسیې د ۲۰۲۲ په فبروري پر اوکراین برید وکړ، نو د اوکراین د تور سمندر بندرونه یې بند کړل. د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې د تور سمندر له لارې د صادریدونکو غلو په اړه، د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب یو ټړون لاسلیک شو. خو یو کال وروسته روسیه له دغه تړون څخه ووتله.

له هغه وخت راهیسې، اوکراین د یو دهلیز په کارولو سره غله او نور خوراکي محصولات صادر کړي، چې د رومانیا، بلغاریا او ترکیې د ځمکنیو لارو څخه تیریږي.

د حکومت او سوداګرو د معلوماتو له مخې، د اوکراین د غلو صادرات د ۲۰۲۴ کال د جون-جولای له فصله د نومبر تر نیمایي پورې شاوخوا ۱۶ میلیون میټریک ټُنه او تېر کال یې صادرات شاوخوا ۱۱میلیون ټنه و.

فلسطيني چارواکي: په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل په بريدونو کې ۱۲۰ کسان وژل شوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۱ GMT+۰

فلسطیني ډاکټرانو د شنبې په ورځ (د لېندۍ درېیمه) وویل، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي پوځ په بریدونو کې په تېرو ۴۸ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۲۰ فلسطینیان وژل شوي. د دوی په وینا، د غزې په شمالي څنډه کې پر یو روغتون برید کې، طبي کارکوونکي ټپیان شوي او تجهیزات یې زیانمن شوي دي.

د روغتیایي چارواکو په وینا، په وژل شویو کې د یوې کورنۍ اوه غړي شامل دي چې د غزې ښار په زیتون ښارګوټي کې د شپې په اوږدو کې یې کور په نښه شوی دی. پاتې نور د غزې په مرکزي او سویلي سیمو کې د اسراییل په جلا جلا بریدونو کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې، اسراییلي ځواکونو د غزې په شمالي برخه کې خپل بریدونو او بمبارۍ ته زور ورکړی، چې د تېرې میاشتې له پیل راهیسې د دوی د عملیاتو اصلي موخه بلل کیږي.

د حماس د وسله والې څانګې یو ویاند وویل، چې یوه یرغمل شوې اسراییلۍ مېرمن د اسراییلي ځواکونو په برید کې وژل شوې ده.

دغه میرمن د اسراییلي ځواکونو تر برید لاندې په شمالي سیمه کې د حماس په توقیف کې وه.

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، چې د حماس د راپور په اړه څېړنه کوي. هغه وویل:‌«موږ نه شو کولی چې دا خبر تایید یا رد کړو.»

د پاکستان پوځ د افغانستان پر پوله د یو وسله وال د وژل کیدو خبر ورکړی

۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، چې امنیتي ځواکونو په سویلي وزیرستان کې له هغو وسله والو سره نښته کړې چې غوښتل یې د افغانستان له پولې دغې هېواد ته ننوځي.

په دې جګړه کې يو وسله وال وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي. پاکستان له طالبانو غوښتي چې وسله والو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر ضد وکاروي.

د دغه هېواد د پوځ مطبوعاتي څانګې وویل، چې په تېرو دوو ورځو کې په خيبر پښتونخوا کې له امنيتي ځواکونو سره په دوو جلا نښتو کې درې وسله وال وژل شوي دي.

پاکستان تل له افغان طالبانو غوښتي، چې د افغانستان د پولو امنیت تامین کړي او ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د دغه هېواد خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هم ویلي و، چې ترهګرو ډلو په افغانستان کې پناه اخیستې او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.