عربي متحده اماراتو د یو یهودي مذهبي لارښود د وژنې په تور درې کسان نیولي دي

د عربي متحده اماراتو د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ماښام د یو یهودي مذهبي لارښود تسوي کوګان د وژنې د عاملانو د نیولو خبر ورکړ. کوګان اسراییلي - مولداویایي وګړی و، خو د عربي متحده اماراتو د کورنیو چارو وزارت په بیانیه کې نوموړی یوازې د مولداوي وګړی بلل شوی دی.