شتمن هېوادونه به هر کال ۳۰۰ میلیارد ډالره بېوزلو هېوادونو ته د اقلیم د بدلون لپاره ورکوي

د اذربایجان په باکو کې د ملګرو ملتونو د ۲۹مې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وشوه، چې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې به د نړۍ شتمن هېوادونه تر ۲۰۳۵ کاله پورې هر کال له بېوزلو هېوادونو سره د ۳۰۰ میلیارډو ډالرو مرسته کوي.