په افغانستان کې د ایران نوی سفیر څوک دی؟

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حسن کاظمي قمي پر ځای د دې هېواد با تجربه ډیپلوماټ علي رضا بېکدلي د افغانستان د نوي سفیر په توګه وټاکه. بېکدلي د هغه کس ځای ناستی کېږي، چې سپاه پاسدارانو ته نږدې و، هغه د ترکیې په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د سفارت تجربه لري.





