حزب الله ډلې پر اسراییل ۲۵۰ توغندي وتوغول

د اوربند د هڅو په درشل کې د لبنان حزب الله ډلې د یکشنبې په ورځ په اسراییل شاوخوا ۲۵۰ توغندي وتوغول. دا چې په وروستیو میاشتو کې د یادې ډلې تر ټولو لوی برید بلل کېږي، اوه کسان په کې ټپيان شوي دي.