حکمت کرزی: لوېدیځوالو سره مو له افغانستان سره د تعاملاتو پر لارو چارو خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی وایي، چې د څو لوېدیځو هېوادونو له استازو سره یې په کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی وایي، چې د څو لوېدیځو هېوادونو له استازو سره یې په کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړي.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې په دې کتنه کې یې په افغانستان کې د تعاملاتو پر لارو چارو هم بحث کړی دی.
دغه ناسته چې په دوحه کې د برېتانیا د سفیر په کوربتوب شوې، په کې د یاد هېواد، امریکا، المان، ایټالیا، هالنډ او فنلنډ استازو حضور درلود.دغه ناسته په داسې حال کې کېږي، چې د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه د طالبانو پر حکومتولۍ نیوکې کوي او د افغانستان په روان وضعیت اندېښمن دي.د ښځو په کار او زده کړو بندیز، پر رسنیو د محدودیتونو زیاتېدل، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د مېشېتېدو په اړه راپورونه، د طالبانو ترمنځ اختلافات، وزګاري او ناوړه اقتصادي وضعیت هغه څه دي، چې نړۍوال پرې اندېښنه لري.د یادولو ده، چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي له چینایي او روسي چارواکو سره هم په کابل کې پر اقتصادي همکاريو، پانګونې، ټرانزيټ او د دوه اړخيزو اړيکو پر زياتېدو خبرې کړې دي.سره له دې چې د طالبانو حکومت د سیمې په ګډون د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره ښې اړیکي لري، خو بیا هم تر اوسه هېڅ یوه هېواد یاده ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.


د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، چې د دارالامان د سناتوریم په سیمه کې ۲۳،۷۹۸ جریبه ځمکه اماراتي پېژندل شوې ده. د دغه وزارت ویاند برکت الله رسولي په خپل اېکس کې لیکلي، چې یاده اندازه ځمکه د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي له خوا امارتي ثابته شوې ده.
د نوموړي په وینا، د دې ځمکې په اړه تر هغه وروسته څېړنې پیل شوې، چې غصب کوونکو ادعا کړې وه، چې دا ځمکه شخصي ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د لړم په ۲۷مه د طالبانو د عدلیې وزارت د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د کابل په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۶ زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځولې ده.
د دغه وزارت ویاند مخکې هم ویلي و، چې دغه ډله هڅه کوي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو بېرته را وګرځوي او دا بهیر د هېواد په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره روان دی.
له دې سره، ګارډین ورځپاڼې بیا څو ورځې وړاندې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي و، چې د طالبانو لهخوا د کابل د عصري کولو په پلمه زرګونه کسان زیانمن شوي دي.
دغې ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، چې د طالبانو لهخوا د زرګونو کورونو ویجاړول «توکمیزه انګېزه» لري.
د راپور له مخې، د استوګنې د ملکیتونو د ویجاړولو په دغه بهیر کې تر ټوله زیانمنه شوې سیمه ۱۳ ناحیه ده او په دغه سیمه کې اکثریت هزاره ټبري اوسېږي.
طالبانو د تېرې میاشتې په ۱۹مه نېټه هم د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۳۷ زره او ۴۲۹ جریبه ځمکې د بېرته را ګرځولو خبر ورکړی و.
که څه هم له تېرو څو لسیزو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ډېره اندازه ځمکې د زورواکو، جهادي مشرانو، د ولسي جرګې د پخوانیو غړو او د لسګونو نورو چارواکو له خوا غصب شوې وې، خو اوس طالب چارواکي هم د ځمکو په غصب تورن شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دغه کمېسیون د چارو له پیل راهیسې تر اوسه ۲۶ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکې تثبیت شوي، چې له دغې اندازې بیا دوه میلیونه او ۷۲۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې ده.
د عدلیې وزارت ویاند وايي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د ځمکو د څېړلو لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي پلاوی لري، چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي.

د مقاومت جبهه وایي، چې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې یې درېیو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده. یادې جبهې پر اېکس خپرې کړې اعلامیه کې لیکلي، چې د دوی جنګیالیو په کابل کې یو طالب وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د مقاومت د جبهې په خبره، دا برید یې د طالبانو د مرکزي قول اردو د لومړۍ لوا پر ځواکونو کړی دی.
یاده جبهه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د دوی جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
سره له دې چې د کابل په ګډون له ځینو ولایتونو څخه عیني شاهدان او دغه راز د طالبانو ځیني مخالفې ډلې د یو شمېر بریدونو خبر ورکوي، خو طالبانو بیا د مقاومت جبهې د دغو عملیاتو په وړاندې هېڅ کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې د خپلو غړو مرګژوبله منلې ده.
د مقاومت جبهې ترڅنګ د ازادۍ جبهه هم تل پر طالبانو بریدونه کوي او لسګونو غړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د لیندۍ په دویمه لانګ وار ژورنال مجلې په خپلې یوې مقاله کې لیکلي، چې د ازادۍ جبهې سږ کال په ۷۸ عملیاتو کې د طالبانو د څلورو قوماندانانو په ګډون د دې ډلې ۲۳۹ غړي وژلي او ۱۴۷ نور یې ټپیان کړي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې په لسو ولایتونو کې خپل عملیات پراخ کړي او د طالبانو پر وړاندې د لا وژونکو بریدونو په لټه کې ده.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د یادو جبهو دغه ادعاوې تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو بریدونو کې زیاتوالی راغلی او د دغو بریدونو پړه ډېری وخت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

له اروزګان څخه سرچينې وايي، چې طالبانو په دغه ولایت کې تر زرو ډېر هغه سیمه ییز ټولګي بند کړي، چې د یونېسف له خوا په کلیو او ښارونو کې جوړ شوي وو. د طالبانو په دغه کار سره زرګونه ماشومان له لومړنیو زده کړو بې برخې شوي دي.
له اروزګان څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د دوشنبې په ورځ وويل، چې د دغه ولایت طالب چارواکو په یو ږغيز پيغام کې له مرسته کوونکو ادارو غوښتي، چې محلي ټولګي په مطلق ډول بندي دي او د فعالیت اجازه نه لري.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچينو دغه ږغيز پيغام هم لېږلي، چې په کې د پوهنې چارواکو د دغه ټولګيو بندول د خپلو مشرانو امر بللی.
په پیغام کې د دغه ولایت د بهرنيو موسیسو کارکوونکو ته ویل شوي: «د یونسیف او د موسیساتو همکارانو ته چي د ټولګيو قراردادونه لري، ورته ته وایو، چې د مشرانو د امر له مخي نور هر ډول صنفونه چي د هر چا مربوط دي په مطلق ډول بند دي.»
یونسيف په هغو سيمو کې دغه ټولګي فعاله کړي وو، چې ماشومانو د جنګونو یا نورو ستونزو له امله زده کړو ته لاس رسۍ نه درلود.
په دې پروګرام کې د لومړي ټولګي څخه تر پنځم ټولګۍ پوري د افغانستان د تعليمي نصاب اړوند مضامين تدريسېدل.

دغه ټولګي، چې د اروزګان په ښارونو او ولسواليو کې فعاله وو تر ۵ زره زياتو ماشومانو په کې لومړنۍ زده کړې کولې.
طالبانو تر دې وړاندي په کندهار او هلمند ولایتونو کې هم د یونیسف ادارې له لوري جوړ شوي سلګونه ټولګي بند کړي وو.
طالبان د دغو ټولګيو د تړولو لامل «ارزونه او د اختلافي موضوعاتو حلول» یادوي.
سرچينې وايي، چې طالبانو ځکه په سویلي ولایتونو کې دغه ټولګي بند کړې، چې ماشومانو د مدرسو پر ځای دغو ټولګيو ته د درس لپاره تلل.

د سرچينې په خبره، چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د طالبانو د پوهنې مسولينو د مرسته کوونکو ادارو څخه غوښتي، چې د دغه ټولګيو امکانات دې د دوی ديني مدرسو ته ورکړي که نه د فعاليت اجازه نه ورکوي.
د ترلاسه شوو مالوماتو له مخي، دا مهال د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې نژدې اتلس زره محلي ټولګي شته چې په کې څه باندې ۵۶۶ زره ماشومان چې ډېری یې نجوني دي، لومړنۍ زدکړې کوي.


د شمالي وزیرستان د دته خېل تحصیل په منظرخېل سیمه کې پاکستاني طالبانو پرون هغه امنیتي پوستې وسوځولې، چې تازه د پاکستان امنیتي ځواکونه ترې وتلي دي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دغه پوستې پرون د حافظ ګل بهادر ډلې جنګیالیو سوځولې دي.
سرچینه وايي، چې یادې ډلې دغه پوستې ځکه سوځولې دي، چې پوځ او امنیتي ځواکونه یې بیا ونه کارولای شي.
سرچینې د پوستو د شمېر په اړه څه ونه ویل خو په انځور کې یوازې له یوې پوستې لوګي پورته کیږي.
د منظرخېل غرنۍ سیمه کې دغه پوستې له دې امله مهمې وې چې په درو او شاوخوا سیمو کې ترې په اسانه د جنګیالیو د تګ او راتګ څار کېده.
د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو تراوسه ددې پوستو د سوځولو په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانوغوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره ګامونه واخلي.
یوناما ویلي، طالبان باید د ښځو د حقونو او بنسټیزو ازادیو د کمزوري کولو سیستماتیک بهیر ودروي.
د دوشنبې په ورځ (د ليندۍ ۵ مه ) ددې استازولۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې «افغانستان د ښځو پر وړاندې په لوړه کچه له تاوتریخوالي سره مخ دی او دا وضعیت په ټولو برخو کې له ښځو سره د شته تبعیض له امله خراب شوی دی.»
یوناما ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د جنسيتي برابرۍ اړوند جوړښتونو د له منځه تلو له امله، له تاوتریخوالي څخه د پاتې کسانو لپاره هراړخیز او باکیفیته خدمتونو ته لاسرسی خورا محدود شوی.
د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وویل، «موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو له اړخه په یوه حساس پړاو کې یو. موږ د عدالت د تامین او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لرو.»
په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د نړیوالو هڅو پر زیاتولو ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر په داسې حال کې په هېواد کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، چې افغان معترضو مېرمنو د دغه سازمان پر بې غورۍ نیوکه کړې او وايي، چې نړیوالې ټولنې او یوناما تر اوسه د طالبانو د «بشريت ضد جنايتونو» پر وړاندې کوم جدي او اغېزناک اقدام نه دی کړی.