• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو استازی وايي طالبانو ته باید قناعت ورکړل شي چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ هیوادونو ته په یوه پیغام کې ویلي، چې دوی باید داسې یوه لاره ولټوي چې طالبان قانع کړي چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

هغه زیاته کړه، چې هیوادونه باید یوه هر اړخیزه ستراتیژي غوره کړي چې جرمي عدالت په کې شامل وي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین له پیل سره سم، ریچارډ بینیټ د دوشنبې په ورځ په یو ویډیويي پیغام کې وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون «یو ظالمانه اخلاقي قانون دی چې پر ښځو او نجونو ظلمونه تقویه کوي».

په دغه قانون کې پر ښځو د پراخو بندیزونو سربېره د هغوی غږ هم د «عورت» په توګه تعریف شوی دی. همدارنګه له محرم پرته د ښځو ګرځیدل او په عمومي ټرانسپورټ کې له نارینه وو سره د ښځو یو ځای سفر کول هم منع دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، له دې قانون سره په عملي توګه ښځې له عمومي فضا څخه لرې کړل شوې دي.

طالبان ادعا کوي، چې دغه قانون د شریعت پر بنسټ جوړ شوی او نور هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

ریچارډ بینیټ وايي، چې طالبان پر ښځو سربېره د ټولنې پر ټولو برخو ظلم کوي، چې په کې لږکي، بېلابېل کلتوري سابقه لرونکي خلک او ان نارینه هم شامل دي.

هغه د افغانستان د راتلونکي لپاره د سولې او پخلاینې اړتیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د طالبانو په مقابل کې "یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ ته اړتیا ده چې جرمي عدالت پکې شامل وي".

د بینیټ په وینا، دا ستراتیژي باید د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په مشوره تنظیم شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په اروزګان کې تر زرو ډېر سیمه ییز ټولګي چې د یونېسف له خوا جوړ شوي وو، بند کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۶ GMT+۰

له اروزګان څخه سرچينې وايي، چې طالبانو په دغه ولایت کې تر زرو ډېر هغه سیمه ییز ټولګي بند کړي، چې د یونېسف له خوا په کلیو او ښارونو کې جوړ شوي وو. د طالبانو په دغه کار سره زرګونه ماشومان له لومړنیو زده کړو بې برخې شوي دي.

له اروزګان څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د دوشنبې په ورځ وويل، چې د دغه ولایت طالب چارواکو په یو ږغيز پيغام کې له مرسته کوونکو ادارو غوښتي، چې محلي ټولګي په مطلق ډول بندي دي او د فعالیت اجازه نه لري.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچينو دغه ږغيز پيغام هم لېږلي، چې په کې د پوهنې چارواکو د دغه ټولګيو بندول د خپلو مشرانو امر بللی.

په پیغام کې د دغه ولایت د بهرنيو موسیسو کارکوونکو ته ویل شوي: «د یونسیف او د موسیساتو همکارانو ته چي د ټولګيو قراردادونه لري، ورته ته وایو، چې د مشرانو د امر له مخي نور هر ډول صنفونه چي د هر چا مربوط دي په مطلق ډول بند دي.»

یونسيف په هغو سيمو کې دغه ټولګي فعاله کړي وو، چې ماشومانو د جنګونو یا نورو ستونزو له امله زده کړو ته لاس رسۍ نه درلود.

په دې پروګرام کې د لومړي ټولګي څخه تر پنځم ټولګۍ پوري د افغانستان د تعليمي نصاب اړوند مضامين تدريسېدل.

په سويل کې د نجونو یو محلي ټولګی
100%
په سويل کې د نجونو یو محلي ټولګی

دغه ټولګي، چې د اروزګان په ښارونو او ولسواليو کې فعاله وو تر ۵ زره زياتو ماشومانو په کې لومړنۍ زده کړې کولې.

طالبانو تر دې وړاندي په کندهار او هلمند ولایتونو کې هم د یونیسف ادارې له لوري جوړ شوي سلګونه ټولګي بند کړي وو.

طالبان د دغو ټولګيو د تړولو لامل «ارزونه او د اختلافي موضوعاتو حلول» یادوي.

سرچينې وايي، چې طالبانو ځکه په سویلي ولایتونو کې دغه ټولګي بند کړې، چې ماشومانو د مدرسو پر ځای دغو ټولګيو ته د درس لپاره تلل.

په سويل کې د هلکانو یو محلي ټولګی
100%
په سويل کې د هلکانو یو محلي ټولګی

د سرچينې په خبره، چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د طالبانو د پوهنې مسولينو د مرسته کوونکو ادارو څخه غوښتي، چې د دغه ټولګيو امکانات دې د دوی ديني مدرسو ته ورکړي که نه د فعاليت اجازه نه ورکوي.

د ترلاسه شوو مالوماتو له مخي، دا مهال د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې نژدې اتلس زره محلي ټولګي شته چې په کې څه باندې ۵۶۶ زره ماشومان چې ډېری یې نجوني دي، لومړنۍ زدکړې کوي.

په سويل کې د نجونو یو محلي تولګی
100%
په سويل کې د نجونو یو محلي تولګی

یوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی زر پای ته ورسوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانوغوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره ګامونه واخلي.

یوناما ویلي، طالبان باید د ښځو د حقونو او بنسټیزو ازادیو د کمزوري کولو سیستماتیک بهیر ودروي.

د دوشنبې په ورځ (د ليندۍ ۵ مه ) ددې استازولۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې «افغانستان د ښځو پر وړاندې په لوړه کچه له تاوتریخوالي سره مخ دی او دا وضعیت په ټولو برخو کې له ښځو سره د شته تبعیض له امله خراب شوی دی.»

یوناما ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د جنسيتي برابرۍ اړوند جوړښتونو د له منځه تلو له امله، له تاوتریخوالي څخه د پاتې کسانو لپاره هراړخیز او باکیفیته خدمتونو ته لاسرسی خورا محدود شوی.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وویل، «موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو له اړخه په یوه حساس پړاو کې یو. موږ د عدالت د تامین او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لرو.»

په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر ځانګړې استازې الیسون ډیویډیان هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د نړیوالو هڅو پر زیاتولو ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر په داسې حال کې په هېواد کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، چې افغان معترضو مېرمنو د دغه سازمان پر بې غورۍ نیوکه کړې او وايي، چې نړیوالې ټولنې او یوناما تر اوسه د طالبانو د «بشريت ضد جنايتونو» پر وړاندې کوم جدي او اغېزناک اقدام نه دی کړی.

مولوي یعقوب له روسي پلاوي غوښتي چې طالبان له تور نوملړه وباسي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۸ GMT+۰

د طالبانو ددفاع وزارت وايي، چې د یاد وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې له جګپوړي پلاوي سره لیدنه کې له تور نوملړه د طالبانو د نوم پر اېستلو خبرې کړې دي. دغه روسي پلاوي نن کابل ته سفر کړی دی.

د طالبانو دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د لیندۍ پر پنځمه وویل چې مولوي یعقوب روسي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له یاد پلاوي غوښتنه کړې، چې د «اسلامي امارت» نوم له تور نوملړه وباسي.

ددغه پلاوي په ترکیب کې، چې مشري یې د روسیې د امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو کوي، د ياد هېواد د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، په افغانستان کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف او نور روسي چارواکي شامل دي.


د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې مولوي یعقوب د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت په برخه کې د روسیې د هڅو ستاینه کړې ده.

طالبان وايي، روسي پلاوي هم د افغانستان د امنیت او ثبات ټینګښت په برخه کې د دې ډلې د دفاع وزارت هڅې ستایلې دي.

یاد پلاوي په ورته وخت کې د طالبانو له نورو جګپوړو چارواکو سره هم لیدنې کتنې کړې دي.


دا لومړی ځل دی چې د روسیې یو جګپوړی دولتي پلاوی له طالبانو سره په کابل کې ګوري.
یاد پلاوي یادونه کړې چې دوی هڅه کوي په شانګهای سازمان کې د افغانستان د څارونکي غړي رول بېرته فعال کړي.

کرن ډیکر: طالبان له دې امله ځان ته موقته اداره وايي چې پوهیږي د خلکو استازي نه دي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنۍ تګلارې مسوولې کرن ډیکر له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو د کابل د خلکو ملاتړ نه دی ترلاسه کړی. مېرمن ډیکر وویل چې طالبان هم په دې خبره پوهېږي او د همدې لپاره خپل حکومت یوه لنډمهالې اداره بولي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنۍ تګلارې مسووله چې د افغانستان چارې له لرې څاري، وايي، "موږ دې ته انتظار یو چې طالبان له افغانانو سره خبرو ته کښېني او له خلکو نه مشروعیت واخلي."

مېرمن ډیکر ټینګار وکړ هر څوک چې پر افغانستان واکمن وي باید د دغه هېواد د ټولو خلکو ملاتړ ولري.

په افغانستان کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ مسوولې وویل « دا د امریکا دنده نه ده چې افغانستان ته ووایي چې څه ډول حکومت ولري او څه وکړي».

دغې امریکايۍ ډېپلوماتې د افغانستان په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تګلارو په اړه ویلي، چې دې ته باید د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې په تمه پاتې شي.

هغې زياته کړه، چې د افغانستان لپاره د امريکا د حکومت اوسنۍ پاليسۍ ته دوام ورکوي، څو د نويو چارواکو له راتګ وروسته په راتلونکو څو مياشتو کې نوې تګلارې وضع شي.

ډیکر وویل چې له نویو چارواکو سره به کار کوي او خپلې تجربې به ورسره شریکوي.

دغې امريکايۍ ډېپلوماتې د دوحې پروسې په اړه وويل: "د پردې تر شا ډېر څه روان دي، خو موږ تر اوسه داسې يوې مرحلې ته نه يو رسېدلي، چې رسمي غونډه جوړه شي، چې د ملګرو ملتونو تر څنګ نور خلک پکې ګډون ولري."

کرن ډیکر زیاته کړه، چې د دوحې له درېیمې غونډې راهیسې د اقتصاد او نشه یي توکو په برخو کې د کاري ډلو جوړول زیات وخت ونیوه. دې وويل چې د دغو کاري ډلو د جوړولو لپاره په کابل، نيويارک او نورو ښارونو کې ګڼې غونډې شوې دي.

له دغو ډلو څخه یوه به د روان کال تر پایه جوړه شي او بله کاري ډله به د راتلونکي کال په لومړیو کې د دوحې څلورمې غونډې ته د چمتووالي لپاره جوړه شي.

د امریکا د بهرنۍ تګلارې مسوولې په دوحه کې په راتلونکې غونډه کې د مدني بنسټونو او د طالبانو ضد څېرو د حضور په اړه وویل: "موږ لا هم ژمن یو داسې غونډه ترسره نه کړو چې د افغانستان د مدني ټولنې استازي پکې حضور ونه لري."

هغې هیله څرګنده کړه، چې د فعالیتونو کچه به په ۲۰۲۵ کې لوړه شي.

مېرمن ډیکر وویل چې هغې له خپلو روسي او ایراني سیالانو سره د دوحې د پروسې په اړه خبرې نه دي کړې، خو په دې اړه یې له خپل چینايي سیال سره کتلي دي.

په افغانستان کې د امریکا د بهرنۍ تګلارې مسوولې زیاته کړه، چې د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ ډېر ورته والی شته او ټول په دې موافق دي چې افغانستان باید د ترهګریزو فعالیتونو د ودې ځای نه وي.

هغې زیاته کړه: "دا هېواد د نړۍ له هېوادونو سره ډیرې ګډې سرچینې لري، "موږ نه غواړو چې بشري ناورین نور هم پراخ شي، اقتصاد کمزوری شي، کډوالي پراخه شي، اقتصاد ته ټکانونه ورکړل شي او ترهګري خپره شي."

د افغانستان د پایښت لپاره د زده کړو ارزښت

په افغانستان کې د امریکا د بهرنۍ تګلارې مسوولې د افغان نجونو د زده کړو په اړه ویلي چې له "کارپوهانو" سره خبرې کوي چې له زده کړو د بې برخې نجونو د زده کړو ستونزه څنګه حل شي.

کرن ډیکر وویل، د نوې ټېکنالوژۍ په مرسته، د موبایلونو او سټلایټ تلوېزیونونو په ګډون، د افغان نجونو لپاره به انلاین ټولګي جوړ شي او هغه نجونې چې له دې ټولګیو فارغې شي، په مختلفو څانګو کې به د فراغت رسمي سندونه ورکړل شي.

مېرمن ډیکر وویل: "اوس دا د افغانستان خلک دي چې دا روښانه کوي چې زده کړې یو حق دی او د دوی راتلونکی تعلیم پورې تړلی دی."

هغې ټینګار وکړ چې "افغان پلرونه غواړي ماشومان یې زده کړې وکړي او په ټولنیز ژوند کې برخه واخلي."

د امریکا د بهرنۍ تګلارې دې چارواکې له افغان مېرمنو سره د طالبانو د چلند په اړه زیاته کړه، چې افغان میرمنې باید په دې پوهې وي چې د طالبانو د جبر پالیسۍ پر وړاندې د دوی غږ اورېدل کېږي.

کرن ډیکر زیاته کړه: "که طالبان ښې اړیکې غواړي، باید د افغانستان له ښځو او نارینه وو سره ښې اړیکې ولري."

هغې دا هم وویل: "هر ډول مشروعیت چې طالبان له نړۍ غواړي، لومړی باید د افغانستان په داخل کې د خلکو له زړونو راووځي."

کندهار کې طالبانو د ځانبسياينې نړيوال کنفرانس کې خبريالانو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۴ GMT+۰

طالبانو په کندهار کې د ځانبسياينې زرغون انقلاب نړيوال کنفرانس کې خبريالانو ته د ګډون اجازه نه ورکوله او د کنفرانس له سیمې ایستل شوي دي. طالبانو سيمه ييزو خبريالانو ته ويلي، چې په غونډه کې د مولوي هبت الله د ګډون له کبله دوی اجازه نه لري، چې غږ او انځورونه واخلي.

په کندهار کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ځانبسياينې زرغون انقلاب نړيوال کنفرانس د طالب جګپوړو چارواکو په ګډون نن پیل شو او درې ورځې به دوام وکړي.

په دغه کنفرانس کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندامحمد نديم، د اوبولګونې او مالدارۍ وزير عطاء الله عمري، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، کندهار والي ملاشيرين، د اوبو او انرژۍ وزارت تخنيکي سلاکار فاروق اعظم، کورنیو او بهرنيو متخصصانو او نورو طالب چارواکو ګډون کړی.

تر اوسه مالومه نه ده، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده به د کنفرانس په لومړۍ او که په وروستۍ ورځ ګډون وکړي.

دغه کنفرانس د کندهار د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (انسټو) د غونډو په تالار کې جوړ شوی.

په سيمه کې زيات امنيتي تدابير نیول شوي دي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د کنفرانس له ساحې څخه خبريالان ايستلي او هلته يې د انځور، مرکو او غږ اخستلو اجازه نه ورکوله او په توند ډول يې ورته ویلي، چې پر دې هر څه بنديز دی.

کندهار کې د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ساحه
100%
کندهار کې د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ساحه

د غونډې يو ګډونوال افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ته وویل، چې فاروق اعظم د خپلو خبرو پرمهال ټينګار کړی، چې د کنفرانس د ښه انعکاس لپاره باید رسنيو ته اجازه ورکول شوې وای.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په يوه اعلاميه کې د همدې کنفرانس د لومړيو برخه والو د ويناوو ځينې برخې خپرې کړې دي.

په اعلاميه کې د دې ډلې د لوړو زده کړو د وزير ندامحمد نديم له قوله ويل شوي، چې د تېرو جګړو له امله د هېواد کرنیزه برخه هم زیانمنه شوې او هڅه کوي دغه برخه په پښو ودروي.

د طالبانو د مالوماتو له مخې، د دغه کنفرانس پر مهال به د داخلي او بهرنیو استادانو له لوري شاوخوا ۸۵څېړنیزې مقالې وړاندې شي.

د کنفرانس تر جوړېدو وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ويلي و، چې په دغه کنفرانس کې به د کرنې سکټور اړوند د کانا‌ډا، نایجریا، تایلنډ، هند، پاکستان، قطر، بنګله دېش، مصر، ترکیې او ایران هېوادونو متخصصان، پالیسي جوړوونکي او صنعت کاران ګډون کوي.

کندهار کې د ځانبسیاینې زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس تر پيلېدو وړاندې ګډونوال او اداره کوونکي
100%
کندهار کې د ځانبسیاینې زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس تر پيلېدو وړاندې ګډونوال او اداره کوونکي