• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي ټي پي: پاکستانۍ استخباراتي ادارې خلک په کورمه کې په خپلو کې سره جنګوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د خپلې ماتې پټولو لپاره غواړي په کورمه کې ځايي اوسېدونکي په خپلو کې سره وجنګوي. ټي ټي پي د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وايي، چې ډېر ژر به یې له دې خاورې وباسي او پاکستان به د سولې ټاټوبی وګرځوي.

تحریک طالبان پاکستان نن دوشنبه «د لیندۍ۵مه» په یوه اعلامیه کې د کورمې پر روان کړکېچ خواشيني څرګنده کړې ده.

یادې ډلې د شیعه وو له خوا د سني مسلمانانو د ښځو نیول او وژل غندلي او دا یې د اسلامي او پښتني دودونو خلاف کار بللی دی.
دغه ډله چې د کورمې له جګړې نه یې د تېر اپوټه فاصله اخستې، وايي، « دا د پاکستان د پټو ادارو کار دی او د خپلې ماتې پټولو لپاره یې د خلکو او طبقو د جنګولو تاکتیک خپل کړی دی».

ټي ټي پي په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې دوی د پاکستانیانو د سر او مال دفاع لپاره جګړه کوي او خپلې موخې ته تر رسېدو پورې به جګړې ته ادامه ورکوي.

دې ډلې یوځل بیا خپله جګړه « دفاعي جهاد» ګڼلی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس په خیبر پښتونخوا کې د یوه ځايي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د کورمې په درې ورځنیو شخړو کې لږ تر لږه ۸۲ کسان وژل شوي او ۱۵۶ نور ټپیان دي.

د دغه سیمه ییز چارواکي په وینا، په وژل شویو کې ۱۶ سني او ۶۶ یې شیعه وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

محمود خان اڅکزی: پښتانه قتل عام کېږي او د ترهګرو په نوم بدنامیږي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۴ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي چې پښتانه قتل عام کېږي او د ترهګرو په نوم بدنامیږي. اڅکزي پر خواله رسنۍ اېکس لیکلي چې د پښتنو په یو شمېر سیمو کې ترهګري روانه ده او په کورمه کې د فرقه پالنې په نوم د اور او وینې لوبه روانه ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي نن دوشنبه «د لیندۍ ۵مه» پر خواله رسنۍ اېکس په کورمه کې د روانو مذهبي جګړو او په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند لاریون پر وړاندې د خنډونو په اړه غبرګون ښودلی.

محمود خان اڅکزی وايي، له سیاسي پلوه د ځواکمنو او خپلواکو ولسونو لپاره د دوی طبیعي زیرمې د ابادۍ او هوساینې سرچینه ده، خو د پښتنو ولسونو لپاره د دوی خپلې طبیعي سرچینې یو عذاب ګرځېدلی دی.

اڅکزی وايي، په تېرو پنځو لسیزو کې د نړۍ قدرتونو او د هغوی سیمه ییزو نیابتي ډلو افغانستان د خپلو نړیوالو سیاسي، ستراتیژیکو او اقتصادي ګټو لپاره د جګړې ډګر ګرځولی.

نوموړی زیاتوي، چې «دا د افغانستان د بربادۍ مسوول وحشیان نه دي، بلکې له بده مرغه د نړۍ د متمدنو ولسونو دولتونه او د هغوی اشرافیان دي.»

اڅکزي په یوه بل یادښت کې د تحریک انصاف د لاریون د مخنیوي لپاره د اسلام اباد د ځمکنیو لارو د تړلو پرېکړه په کلکه غندلې ده. هغه وايي، «دا ډول کړنې د ډېموکراتیکو اصولو خلاف دي.»

د تحریک انصاف ګوند غړو تر دې وړاندې ویلي و، چې د نومبر په ۲۴مه به په اسلام اباد کې د عمران خان د خوشې کېدو په موخه اعتراضي لاریون کوي او تر هغه به بیرته نه ګرځي چې حکومت عمران خان نه وي خوشې کړی.

دا مهال د پاکستان په ډیرو سیمو کې اسلام اباد ته غځېدلې لارې او بازارونه تړلي او په دغه ښار کې بیړنی حالت اعلان شوی.

د پاکستان ملي شورا کې د کورمې استازي په «شیعه- سني» شخړو کې امنیتي ادارې ښکیلې وګڼلې

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۳ GMT+۰

د پاکستان په ملي شورا کې د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ استازي انجنیر حمید حسین په یوه لاریون کې وویل چې په دې ولسوالۍ کې روانې شخړې د شیعه او سني ترمنځ نه دي، بلکې په دې شخړو کې د پاکستان امنیتي ادارې ښکیلې دي.

حمید حسین وايي چې د پنجشنبې پر ورځ پر یوه موټریز کاروان د برید پرمهال ۳۱ شیعه وګړو ته د سیمې سنيانو په خپلو کورونو کې ځای ور کړی و او د برید له پای ته رسېدو وروسته یې روغ رمټ علیزیو ته ورسول. حمید حسین وویل: « ماته له هر کور نه زنګ وهل کېده، چې له موږ سره پنځه تنه دي، بل ویل زما کور کې لس تنه دي، فکر مه کوئ روغ او خوندي دي، ویل یې موږ ویرېږو چې بهر امنیتي ځواکونه دا هم ونه وژني».

حمید حسین چې یوې اعتراضیه غونډې ته یې خبرې کولې وویل چې ده د پېښور قول اردو له قوماندان او نورو جګپوو چارواکو سره خبرې کړې او د موټریز کاروان په بڼه یې د شیعه وګړو د لېږد مخالفت کړی و، خو له دې سره سره حکومت هغوی د کاروان په بڼه ولېږل چې دغه پېښه رامنځته شوه.

هغه دا «حکومتي ترهګري» وبلله او ویې ویل چې خلک هرڅه ویني او یوازې ننداره نه کوي.

نوموړی وايي، چې امنیتي پوستو ته خپله امنیتي ځواکونو اور اچولی او عامو خلکو ته د اور وژنې اجازه هم نه ور کول کېده.

حسین غوښتنه وکړه چې پوځ دې سرحدونو ته لاړ شي او په کورمه کې دې د سرحدي ځواکونو پرځای پخوانۍ د کورمې ملیشه ځای پرځای شي.

د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو د نوموړي د څرګندونو په اړه لا تراوسه څه نه دي ویلي.

خامنه یي: د نتنیاهو د نیولو حکم بسنه نه کوي باید د اعدام حکم یې صادر شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۰ GMT+۰

د ایران اسلامي جمهوریت مذهبي مشر علي خامنه يي د “بسیجیانو” یوې ډلې ته په خپله وینا کې پر غزه او لبنان د اسراییل بریدونو ته په اشاره وویل، چې د نتنیاهو د نیولو حکم صادرول بسنه نه کوي، باید د هغه د اعدام حکم صادر شي.

علي خامنه يي د دوشنبې په ورځ د بسیجیانو یوې لویې ډلې ته د وینا پر مهال وویل، چې د اسراییل له لوري په غزه او لبنان کې د خلکو پر کورونو بمباري کومه بریا نه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم صادرول کفایت نه کوي، باید د هغه د اعدام حکم صادر شي.

نوموړي وویل:« د دغو جنایتکارانو د اعدام حکم باید صادر شي.»

خامنه يي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د جرمونو نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې د جنګي جرمونو په تور د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو امر صادر کړی.

خامنه یي د فلسطین او لنبان ځوانانو ته په خطاب کې وویل، چې که په مبارزه کې اوسي هم په خطر کې دي او که له مبارزې لاس واخلي هم په خطر کې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د فلسطین او لبنان د ځوانانو لپاره له مبارزې او جګړې پرته بله لاره نشته.

د عمران خان مېرمن: تر څو مو چې عمران خان له زندانه نه وي راخوشې کړی لاریونونه به روان وي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۳۶ GMT+۰

د عمران خان مېرمن بشرا بي بي د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو ته په وینا کې وویل، چې لاریونونه به تر هغه وخته روان وي، چې عمران خان له زندانه نه وي راخوشې شوی. هغې په لاریونونو کې د ګډون لپاره له خلکو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند غړي او پلویان په سختو امنیتي تدابیرو سربېره د اسلام اباد «ډي چوک» ته د رسېدو په هڅه کې دي.

اسلام اباد ته د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه د زرګونو لاریونیو د کاروانونو د مخنیوي په موخه ټولې لارې او سړکونه د پولیسو له لوري تړل شوي دي.

د دغو لاریونیو سره د عمران خان مېرمن بشرا بي بي هم ملتیا کوي.

بشرا بي بي اسلام اباد ته نږدي پر موټروې د هزاره انټرچینج په سیمه کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو ته په وینا کې وویل، چې «تر څو چې عمران خان له موږ سره نه وي یو ځای شوی، تر هغو به لاریونونه روان ولري.»

نوموړې زیاته کړه: «زما بچیانو او زما وروڼو، تر څو چې خان له موږ سره نه وي یو ځای شوی، موږ به تر هغو پورې دغه لاریونونه نه ختموو، زه خپله تر وروستیو سګلیو په لاریون کې دریږم.»

د ښاغلي خان مېرمن وايي، زما د خاوند لپاره نه بلکي د هېواد د مشر لپاره دې د نوموړي ملاتړ وکړي.

بشرا بي بي وویل: «تاسو زما ملاتړ وکړئ، که څوک ملاتړ هم نه کوي بیا هم زه مبارزه کوم. دا یوازي زما د خاوند مسله نه ده، بلکې د دغه هېواد د رهبر مسله ده. او زه دا باور لرم چې پښتانه غیرتي قوم دی او تر اخیره موږ یوازې نه پریږدي.»

بل خوا نن سهار د اسلام اباد اړوند د ټېسکلا د پولیسو په مرکز کې د د عمران خان، د نوموړي د مېرمنې بشرا بي بي، د هغې د خور علیمه خان او د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر علي امین ګنډاپور او د ګوند پر یو شمیر نورو غړو د ترهګرۍ ضد قصیې ثبتې شوې دي.

له زندان څخه د عمران خان د راخوشې کېدو په موخه د تحریک انصاف ګوند پلویانو د تېرې ورځې راهیسې لاریونونه پیل کړي دي.

حکومت اسلام اباد ته د لاریونوالو د ننوتلو د مخنیوي په موخه ټولې لارې او سړکونه بند کړي او په اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې یې د عمران خان لسګونه پلویان نیولي او بندیان کړي دي.

خواجه اصف وايي، له عمران خان سره اوس هیڅ ډول خبرې اترې نه کوو

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۴ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې له تحریک انصاف سره به نور مذاکرات نه کوي. دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې اسلام اباد ته د تحریک انصاف ګوند د کاروانونو په راتګ کې کومه ستونزه نه لري خو د امن ګډوډونکو مخه به نیسي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند لکونه غړي او پلویان د دغه هیواد له بیلابیلو سیمو څخه تیره ورځ یکشنبه د اسلام اباد په لور د اعتراضي لاریون کولو په موخه خوځېدلي او نن دوشنبه د اسلام اباد څنډو ته رسیدلي دي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف اسلام اباد کې له رسنیو سره په کې ويلي، چې د ټوپک په زور له هيچا سره خبرې اترې نه کوي.

هغه وايي، له دې وروسته د عمران خان له ګوند سره هیڅ ډول خبرې اترې نه کوي.

خواجه اصف وویل چې د اسلام اباد په لور د کاروانونو په راتګ کې کومه ستونزه نه لري. او وايي چې، علي امين ګنډاپور مخکې هم راغلى و او اوس بیا اسلام اباد ته پر لاره دی.

ښاغلي اصف په کورمه کې د وروستیو ناکراریو له امله د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور ته په اشارې وويل «څوک چې د صوبې خلکو ته انصاف نه شي ورکولی هغه به مذاکرات څنګه وکړای شي؟ د قانون او نظم رامنځته کول د صوبايي حکومت دنده ده.»

خواجه اصف وویل چې د علي امین ګنډاپور په څیر خلک هیڅ د اعتبار وړ نه دي.

د تحریک انصاف ګوند غړو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د نومبر په ۲۴م به په اسلام اباد کې د عمران خان د خوشې کېدو په موخه اعتراضي لاریون کوي او تر هغه به بیرته نه ګرځي چې حکومت عمران خان نه وي خوشې کړی.

دا مهال د پاکستان په ډیرو سیمو کې اسلام اباد ته غځېدلې لارې او بازارونه تړلي دي او په اسلام اباد کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.