مسکو د افغان - ټرانس د اورګاډي پټلۍ پروژه کې د ګډون لپاره چمتووالی اعلان کړ

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک کابل ته په یوه سفر کې طالب چارواکو ته ویلي، چې مسکو غواړي افغان - ټرانس د اورګاډي پټلۍ پروژه کې برخه واخلي.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک کابل ته په یوه سفر کې طالب چارواکو ته ویلي، چې مسکو غواړي افغان - ټرانس د اورګاډي پټلۍ پروژه کې برخه واخلي.
دغه روسي چارواکي له طالب چارواکو سره تر لیدنې وروسته په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې په دې پروژه کې به یو د لوېدیځ د اورګاډي پټلۍ او یو د ختیځ د اورګاډي پټلۍ جوړول شامل وي.هغه زیاته کړه، چې دا پروژه د شمال - سویل د نړۍوال ټرانسپورټي دهلېز یوه برخه ده، چې په پام کې ده د شمالي اوراسیا هېوادونه د سویلي اسیا له هېوادونو سره ونښلوي.ښاغلي اورچوک ویلي دي، چې دا پروژه د روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ټرانسپورټ وزارت په همکارۍ تر څېړنې لاندې ده.د شمال - سویل د نړۍوال ټرانسپورټ دهلېز پروژه هڅه کوي، چې د توکو او سوداګرۍ د لېږد لپاره یوه اغېزمنه لاره جوړه کړي.دا لار به د روسیې په څېر شمالي هېوادونه د منځنۍ اسیا له هېوادونو لکه ایران، هند او د سویلي اسیا له نورو هېوادونو سره ونښلوي.روسي چارواکي هیله من دي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د یورو اسیا د هیوادونو او سویلي سیمو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو په برخه کې مهم رول ولوبوي.روسي چارواکي هیله من دي، چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به افغانستان د اوراسیا د هېوادونو او سویلي سیمو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو په برخه کې مهم رول ولوبوي.


د ماشومانو د ساتنې سازمان اعلان وکړ، چې د دې سازمان د بشري مرستو درېیمه الوتکه چې درمل پکې شامل دي، افغانستان ته رسېدلې ده.
دغه سازمان په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو زیاتېدو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې دا درمل به د زرګونو ماشومانو په درملنه کې مرسته وکړي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۶مه) په خپل اېکس کې لیکلي: «په داسې حال کې چې تودوخه کمه شوې او تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي، د ناروغۍ ۶۰ سلنه موارد له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې لیدل شوي دي.»
یاد سازمان ټینګار کړی، چې په افغانستان کې باید ماشومان د هغو ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورنکړي، چې د درملنې وړ دی.
د ماشومانو د ساتنې سازمان په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د خپلو ژمنیو مرستو لپاره ۴،۲ میلیونه ډالرو کمښت سره مخ دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان څه موده مخکې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې په ورځ کې ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د هغو ناروغیو له امله د زېږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي، چې د درملنې وړ وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د ۱۳۹۳ کال د وري په میاشت کې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه وګړي طبي مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان دا هم ویلي و، چې با کیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه لویه ننګونه ده.
له هغه وروسته د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې د روغتیا نړۍوال سازمان بیا اعلان وکړ، چې د افغانستان ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو ته یې د ۱،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱۴ ټنه درمل او روغتیايي کیټونه ورکړي دي.
اخوا، د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال بیا څو ورځې وړاندې د روغتیا د نړۍوال سازمان له پلاوي سره په کتنه کې د نړۍوالو ادارو له خوا په افغانستان کې د تاریخ تېرو درملو په وېشلو اندېښنه څرګنده کړه.
عبدالسلام حنفي وویل، چې د دغو درملو وېشل د نړۍوالو ادارو اعتبار ته زیان رسوي.
له دې سره د روغتیا د نړۍوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې مشر ویلي، چې په افغانستان کې به د تاریخ تېر درملو د وېشلو موضوع وڅېړي.

رویټرز د اسراییل چینل ۱۲ نومې رسنۍ د راپور له مخې خبر ورکړی، چې د اسراییل امنیتي کابینې له لبنان سره د اوربند تړون تصویب کړ.
دا اوربند د اسراییل او د لبنان د حزب الله ترمنځ د جګړې د پای ته رسول لپاره لاره هواروي، کوم چې له تېرو ۱۴ میاشتو د غزې د جګړې له پیل راهیسې زرګونه کسان وژلي دي.
نتنیاهو وايي، چمتو دی چې په لبنان کې اوربند پلي کړي.
خو نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی، چې که حزب الله دغه تړون مات کړي، اسراییل به پرې برید وکړي.
دا خوشبیني د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بو حبیب له خوا شریکه شوې وه، چې په ایټالیا کې د جي ۷ غونډه کې دا هیله څرګنده کړې وه، چې د سې شنبه په شپه به اوربند وشي.
د لبنان څلورو لوړ پوړو سرچینو د دوشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې دا به د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون له خوا د اوربند اعلامیې ته لاره هواره کړي.
تر دې مخکې، د متحده ایالاتو د ملي امنیت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورخ وویل: «موږ نږدې یو، خو تر هغې چې هر څه ترسره شوي نه وي، هېڅ هم نه شته.»
د فرانسې ولسمشرۍ مانۍ ویلي، چې د اسراییل او ایران په ملاتړ د حزب الله ترمنځ د اوربند خبرو کې د پاو وړ پرمختګ شوی دی.
چارواکي وایي، دغه هوکړه لیک له اسراییل څخه غواړي چې د ۶۰ ورځو په موده کې له سویلي لبنان څخه خپل ځواکونه وباسي او د لبنان پوځ په سیمه کې ځای پر ځای کړي.
حزب الله به د لیتاني سیند په سویل کې د پولې په اوږدو کې خپل وسله وال شتون پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، چې په افغانستان کې د محدودیتونو زیاتېدو ښځې او نجونې زیانمنې کړي دي.
دغې ادارې د سې شنبه په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وویل، چې په افغانستان کې د ښځو غږ خاموشه شوی دی.
اوچا زیاتوي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو حقونه له پامه غورځول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره دغه راز له نړۍوالو غواړي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشپړو انساني حقونو ملاتړ وکړي.
یادې ادارې په خپل اېکس کې لیکلي: «په افغانستان کې ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ دي. غږ یې خاموشه شوی دی او حقونه یې له پامه غورځول کېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو ادارې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په ۱۶ ورځیني کمپاین کې په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د عدالت غوښتنې پر ارزښت ټينګار کوي.
دغه کمپاین چې د دوشنبې په ورځ پیل شوی، ټاکل شوې چې د همدې میاشتې تر شلمې نېټې دوام وکړي.
طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ښځو د زده کړو په ګډون په لسګونو نورو لومړنیو حقونو بندیزونه لګولي، چې له پراخو غبرګونونو سره مخ دی.
که څه هم د بندیزونو په پیل کې طالبانو ویلي و، چې د اصلاحاتو او بدلونونو په راوستلو سره به د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بیا پرانېستل شي، خو له څه باندې درېیو کلونو راهیسې په دې برخه کې د طالبانو د اقدام کوم څرک نه لیدلی کېږي.
د طالبانو دا پرېکړه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو او اعتراضونو سره هم مخ ده، خو دغې ډلې بیا په وار - وار سره ویلي، چې دا مسایل د افغانستان کورنۍ موضوعګانې دي او هېچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
منځنۍ او لوړې زده کړې، په دولتي ادارو کې کار کول، له محرم پرته سفر، ورزش، سیاسي مشارکت او په ډېریو ولایتونو کې په رسنیو کې د ښځو د کار کولو مخنیوی هغه بندیزونه دي، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې پر افغان ښځو وضع کړي دي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر وایي، چې کابل ته د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو سفر ډېر با ارزښته دی.
عبدالکریم خُرم د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۶مه) پر اېکس پاڼې کاږلي: «که د دې مذاکراتو له محتوا چې زه ورته لاسرسی نه لرم تېر شو، کابل ته د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو سفر ډېر با ارښته دی.»
ښاغلي خُرم په اوسنۍ نړۍ کې چې له ناورین او جګړې ډکه ده، افغانستان ته د روسیې لېوالتیا مهم ګڼلی.
خُرم زیاته کړه: «په نننۍ نړۍ کې چې له جګړې او کړکېچ څخه ډکه او څو قطبې کېدو پر لور روانه ده، له افغانستان سره په دې کچه د روسیې لېوالتیا مهمه ده.»
عبدالکریم خُرم دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو په مشرۍ یو پلاوی کابل کې دی او له طالب چارواکو سره لیدنې کوي.
هغه وایي: «افغانستان د ختيځ او لوېديځ تر منځ د سختې مقابلې ډګر ګرځېدلی شي، که څه هم له دې ځایه کولی شي ترمنځ یې همکاري رامنځ ته شي، دا په دې پورې اړه لري، چې د روسانو د ارو-اسیایي بدلون ريښه تر کومه ځايه نيولې ده!؟»
خُرم زیاتوي، چې د نړۍوال سازمانونو او یو شمېر لوېدیځو ډیپلوماتانو د وینا برخلاف د افغانستان جیوستراتیژیک اهمیت دومره ډېر دی، چې هېڅکله هم له پامه نه دی غورځول شوی.
ښاغلي شویګو تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې هم وویل، چې په افغانستان کې امن او ټیکاو د سیمې د هوساینې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.

د تېر حکومت د سولې د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، چې اوسمهال د نړۍ اسلامي او غیر اسلامي هېوادونه پر هغو لارو چارو بحث کوي، چې د ښځو پرواړندې تاوتریخوالي څنګه بند شي.
نوموړي دغه څرګندونې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت کړي او زیاته کړې یې ده، چې طالبان باید له افغان مېرمنو سره توپیري او د جهالت د وخت چلند بند کړي.
د ستانکزي په خبره: «د اسلام له ظهور سره د ښځو پر وړاندې جاهلانه چلند بند شوی و او طالبان هم باید د افغان ښځو پروړاندې ناوړه چلند پایته ورسوي.»
د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځ په مناسبت د بښنې نړۍوال سازمان یو ۱۶ ورځینی کمپاین هم په لاره اچولی، چې د نومبر له ۲۵مې پیل او د ډسمبر تر ۱۰ مې به چې د بشري حقونو ورځ ده، دوام وکړي.
یاد سازمان ويلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نجونې او مېرمنې له تبعیض او ناوړه چلند سره مخ دي.
دغه سازمان په خپل ۱۶ ورځینی کمپاین سره له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې طالبان ځواب ویلو ته اړباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت هم له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړۍوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره ګامونه واخلي.
یوناما زیاته کړې، چې طالبان باید د ښځو د حقونو او بنسټیزو ازادیو د کمزوري کولو سیستماتیک بهیر ودروي.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغانې معترضې ښځې په هېواد کې د ښځو د کړکېچن وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه کوي او وایي، چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو پروړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.
له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې له تېرو څه باندې درېیو کلونو راهیسې طالبانو د ښځو او نجونو پر زده کړو او کارونو بندیزونه لګولي دي او له ټولو لومړنیو حقونو یې بې برخې کړي دي.
یادې ډلې په دې موده کې د افغان ښځو د محدودولو په موخه لسګونه فرمانونه صادر کړي دي او ان د ښځو غږ عورت ګڼي.
که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ دی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.