د اسلامي همکاریو سازمان او د برېتانیا ځانګړو استازو له طالبانو سره پر تعامل ټینګار وکړ

د افغانستان په چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له خپل برېتانیایي سیال سره په کتنه کې د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړې.

د افغانستان په چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له خپل برېتانیایي سیال سره په کتنه کې د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړې.
د دوی په خبره، په افغانستان کې له اقتصادي ننګونو، بشري او د بشري حقونو له وضعیت سره د مقابلې لپاره جدي اړتیا ده، چې له طالبانو سره د تعامل کچه زیاته شي.د اسلامي همکاریو سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې د دې سازمان مرستیال او ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په چارو کې د برېتانیا له ځانګړي استازي انډي مکوبري سره د دوشنبې په ورځ په جده کې د یاد سازمان په مقر کې سره ولیدل.دواړو چارواکو د افغانستان د روان وضعیت او همداراز د دوحې د وروستۍ ناستې د مهمو موضوعګانو په اړه خبرې وکړې.د دوحې درېیمه ناسته چې د روان کال د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د سیمې او نړۍ د هېوادونو د استازو او همدارنګه د طالبانو د یوه پلاوي په ګډون په قطر کې ترسره شوه، په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ملاتړ او د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې په برخه کې د نړۍ د لا زیاتې همکارۍ په اړه خبرې وشوې.دواړو لورو په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ستونزو د پایته رسېدو په برخه کې له طالبانو سره تعامل جدي اړتیا وبلله.


یوه ورځ وروسته له هغه چې طالبانو د ایران د نوي سفیر هرکلی وکړ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې علي رضا بېکدلي په کابل کې د ایران د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
بېکدلي د کاظمي قُمي ځای ناستی دی، چې په کابل کې "د ولسمشر ځانګړی استازی او د ایران د سیاسي نمایندګۍ مشر" دی.
ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د کاظمي قُمي له بدلولو سره یې د ولسمشر ځانګړي استازي پوست هم حذف کړی دی.
ښاغلي قُمي چې په پیل کې یې ځان په کابل کې د ایران د سفارت د مشر په توګه معرفي کړ، د وخت په تېریدو سره یې دغه لقب د سفارت سرپرست یا شارژدافیر د مشر په توګه بدل کړ، چې د سفیر په نسبت ټیټ مقام دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ښاغلي کاظمي قُمي او بېکدلي ته په کابل کې د ایران د سفیر په توګه خطاب کاوه.
متقي له قُمی سره د خدای پامانۍ په لیدنه کې وویل: «چمتو دی چې د ایران له نوي سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د سې شنبه په ورځ د ایران د نوي استازي د ټاکلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې بېکدلي په کابل کې زموږ د هېواد د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
له دې وړاندې بېکدلي د ترکیې په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د سفارت تجربه لري.
نوموړی کابل ته تر لېږلو مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ او پارلماني چارو پخوانی مرستیال و.
د پاکستان او امریکا په څېر ایران هم د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي پوسټ حذف کړ، چې د کتونکو په وینا د ایران او طالبانو ترمنځ د رسمي اړیکو د کچې د کمېدو په معنا دی.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک کابل ته په یوه سفر کې طالب چارواکو ته ویلي، چې مسکو غواړي افغان - ټرانس د اورګاډي پټلۍ پروژه کې برخه واخلي.
دغه روسي چارواکي له طالب چارواکو سره تر لیدنې وروسته په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې په دې پروژه کې به یو د لوېدیځ د اورګاډي پټلۍ او یو د ختیځ د اورګاډي پټلۍ جوړول شامل وي.
هغه زیاته کړه، چې دا پروژه د شمال - سویل د نړۍوال ټرانسپورټي دهلېز یوه برخه ده، چې په پام کې ده د شمالي اوراسیا هېوادونه د سویلي اسیا له هېوادونو سره ونښلوي.
ښاغلي اورچوک ویلي دي، چې دا پروژه د روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ټرانسپورټ وزارت په همکارۍ تر څېړنې لاندې ده.
د شمال - سویل د نړۍوال ټرانسپورټ دهلېز پروژه هڅه کوي، چې د توکو او سوداګرۍ د لېږد لپاره یوه اغېزمنه لاره جوړه کړي.
دا لار به د روسیې په څېر شمالي هېوادونه د منځنۍ اسیا له هېوادونو لکه ایران، هند او د سویلي اسیا له نورو هېوادونو سره ونښلوي.
روسي چارواکي هیله من دي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د یورو اسیا د هیوادونو او سویلي سیمو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
روسي چارواکي هیله من دي، چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به افغانستان د اوراسیا د هېوادونو او سویلي سیمو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان اعلان وکړ، چې د دې سازمان د بشري مرستو درېیمه الوتکه چې درمل پکې شامل دي، افغانستان ته رسېدلې ده.
دغه سازمان په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو زیاتېدو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې دا درمل به د زرګونو ماشومانو په درملنه کې مرسته وکړي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۶مه) په خپل اېکس کې لیکلي: «په داسې حال کې چې تودوخه کمه شوې او تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي، د ناروغۍ ۶۰ سلنه موارد له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې لیدل شوي دي.»
یاد سازمان ټینګار کړی، چې په افغانستان کې باید ماشومان د هغو ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورنکړي، چې د درملنې وړ دی.
د ماشومانو د ساتنې سازمان په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د خپلو ژمنیو مرستو لپاره ۴،۲ میلیونه ډالرو کمښت سره مخ دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان څه موده مخکې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې په ورځ کې ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د هغو ناروغیو له امله د زېږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي، چې د درملنې وړ وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړۍوال سازمان د ۱۳۹۳ کال د وري په میاشت کې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه وګړي طبي مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان دا هم ویلي و، چې با کیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه لویه ننګونه ده.
له هغه وروسته د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې د روغتیا نړۍوال سازمان بیا اعلان وکړ، چې د افغانستان ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو ته یې د ۱،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۱۴ ټنه درمل او روغتیايي کیټونه ورکړي دي.
اخوا، د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال بیا څو ورځې وړاندې د روغتیا د نړۍوال سازمان له پلاوي سره په کتنه کې د نړۍوالو ادارو له خوا په افغانستان کې د تاریخ تېرو درملو په وېشلو اندېښنه څرګنده کړه.
عبدالسلام حنفي وویل، چې د دغو درملو وېشل د نړۍوالو ادارو اعتبار ته زیان رسوي.
له دې سره د روغتیا د نړۍوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې مشر ویلي، چې په افغانستان کې به د تاریخ تېر درملو د وېشلو موضوع وڅېړي.

رویټرز د اسراییل چینل ۱۲ نومې رسنۍ د راپور له مخې خبر ورکړی، چې د اسراییل امنیتي کابینې له لبنان سره د اوربند تړون تصویب کړ.
دا اوربند د اسراییل او د لبنان د حزب الله ترمنځ د جګړې د پای ته رسول لپاره لاره هواروي، کوم چې له تېرو ۱۴ میاشتو د غزې د جګړې له پیل راهیسې زرګونه کسان وژلي دي.
نتنیاهو وايي، چمتو دی چې په لبنان کې اوربند پلي کړي.
خو نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی، چې که حزب الله دغه تړون مات کړي، اسراییل به پرې برید وکړي.
دا خوشبیني د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بو حبیب له خوا شریکه شوې وه، چې په ایټالیا کې د جي ۷ غونډه کې دا هیله څرګنده کړې وه، چې د سې شنبه په شپه به اوربند وشي.
د لبنان څلورو لوړ پوړو سرچینو د دوشنبې په ورځ رویټرز ته وویل، چې دا به د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون له خوا د اوربند اعلامیې ته لاره هواره کړي.
تر دې مخکې، د متحده ایالاتو د ملي امنیت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورخ وویل: «موږ نږدې یو، خو تر هغې چې هر څه ترسره شوي نه وي، هېڅ هم نه شته.»
د فرانسې ولسمشرۍ مانۍ ویلي، چې د اسراییل او ایران په ملاتړ د حزب الله ترمنځ د اوربند خبرو کې د پاو وړ پرمختګ شوی دی.
چارواکي وایي، دغه هوکړه لیک له اسراییل څخه غواړي چې د ۶۰ ورځو په موده کې له سویلي لبنان څخه خپل ځواکونه وباسي او د لبنان پوځ په سیمه کې ځای پر ځای کړي.
حزب الله به د لیتاني سیند په سویل کې د پولې په اوږدو کې خپل وسله وال شتون پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، چې په افغانستان کې د محدودیتونو زیاتېدو ښځې او نجونې زیانمنې کړي دي.
دغې ادارې د سې شنبه په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وویل، چې په افغانستان کې د ښځو غږ خاموشه شوی دی.
اوچا زیاتوي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو حقونه له پامه غورځول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره دغه راز له نړۍوالو غواړي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشپړو انساني حقونو ملاتړ وکړي.
یادې ادارې په خپل اېکس کې لیکلي: «په افغانستان کې ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو سره مخ دي. غږ یې خاموشه شوی دی او حقونه یې له پامه غورځول کېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو ادارې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په ۱۶ ورځیني کمپاین کې په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د عدالت غوښتنې پر ارزښت ټينګار کوي.
دغه کمپاین چې د دوشنبې په ورځ پیل شوی، ټاکل شوې چې د همدې میاشتې تر شلمې نېټې دوام وکړي.
طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ښځو د زده کړو په ګډون په لسګونو نورو لومړنیو حقونو بندیزونه لګولي، چې له پراخو غبرګونونو سره مخ دی.
که څه هم د بندیزونو په پیل کې طالبانو ویلي و، چې د اصلاحاتو او بدلونونو په راوستلو سره به د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بیا پرانېستل شي، خو له څه باندې درېیو کلونو راهیسې په دې برخه کې د طالبانو د اقدام کوم څرک نه لیدلی کېږي.
د طالبانو دا پرېکړه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو او اعتراضونو سره هم مخ ده، خو دغې ډلې بیا په وار - وار سره ویلي، چې دا مسایل د افغانستان کورنۍ موضوعګانې دي او هېچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
منځنۍ او لوړې زده کړې، په دولتي ادارو کې کار کول، له محرم پرته سفر، ورزش، سیاسي مشارکت او په ډېریو ولایتونو کې په رسنیو کې د ښځو د کار کولو مخنیوی هغه بندیزونه دي، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې پر افغان ښځو وضع کړي دي.