• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ومنله چې د افغانستان انټرنشنل پر سپوږمکۍ خپرونو یې پارازیټ خپور کړی

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۹ GMT+۰

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې نه د روان کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ قضیې چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې اغیزمن کړي، مستند کړې دي. رپوټ کې د افغانستان انټرنشنل د سپوږمکیزو خپرونو پر اخلال د طالبانو اعتراف ته هم اشاره شوې.

په دغه رپوټ کې چې نن د سه شنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې خبریالان تر سانسور اومعلوماتو ته پر لاسرسي سختو بندیزونو لاندې چاپیریال کې خپلې چارې پر مخ وړي.

رپوټ وايي، چې طالبان په جلاوطنۍ کې د افغان رسنیو فعالیتونه "غیر قانوني" ګڼي، چې له امله یې په افغانستان کې د رسنیو پر داخلي کارکوونکو سخت بندیزونه لګولي دي.

یوناما د افغانستان انټرنشنل پر سټلایټ خپرونو د طالبانو پرازیټ خپرولو ته په اشارې سره ویلي چې دې ډلې په افغانستان کې پر نورو بهرنیو رسنیو هم بندیزونه لګولي دي.

د یوناما د رپوټ له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترڅنګ، د دې ډلې امر بالمعروف وزارت هم د رسنیو په کارونو کې لاسوهنه کوي. یوناما تایید کړه چې د رسنیو قانون او معلوماتو ته د لاسرسي قانون له "شریعت سره سم" بیاکتنې لاندې دی.
دغه رپوټ دا هم په ډاګه کوي، چې د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمیسیون غړي ډېری د دې ډلې د استخباراتو ریاست او امر بالمعروف کسانو په ګډون د طالبانو غړي دي او په کمیسیون کې هیڅ ښځه نشته.

یوناما د خپل رپوټ په ملپاڼه کې د طالبانو غبرګون هم خپور کړی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له بهره د رسنیو خپرونې باید د افغانستان د خلکو لپاره قانوني وي. دغه ډله وايي، چې اوسمهال ډېری رسنۍ له بهره فعالې رسنۍ د دې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اجازه نه لري. طالبانو ویلي چې دا رسنۍ "غیرقانوني او فعالیتونه یې ممنوع دي."

رپوټ وايي، خبریالان او په ځانګړې توګه د رسنیو ښځینه کارکوونکې له ګڼو بندیزونو او تبعیضي چلند سره مخ دي چې د دوی د مسلکي کار وړتیا اغیزمنوي.

«په افغانستان کې د رسنیو ازادي» تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو استازولي او د یاد سازمان د بشرحقونو دفتر په دغه رپوټ کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې نه د روان کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د بشري حقونو د سرغړونو ۳۳۶ قضیې چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یې اغیزمن کړي، مستند شوې دي.

په دې کې ۲۵۶ د خپلسرو نیونو،۱۳۰ د ربړولو او ناوړه چلند او ۷۵ د ګواښونو او وېرونې پېښې شاملې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وايي، " د هر هیواد لپاره ازادې رسنۍ یو انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده. په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په سختو شرایطو کې کار کوي. دوی ډیری وخت په دې برخه کې له نا څرګندو مقرراتو سره مخ کیږي، چې دوی د کومو مواردو په اړه راپور ورکولی شي او د کومو مواردو په اړه راپور نه شي ورکولای او همداراز د ځینو نیوکو له امله له ویرې او د توقیف له ګواښ سره مخ وي".

نوموړې زیاته کړې، " موږ له حاکمو چارواکو غواړو چې د دندو د سرته رسولو په وخت کې د ټولو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو امنیت او خوندیتوب ډاډمن کړي او د رسنیو په سکټور کې د ښځو د کار کولو ارزښت په بشپړه توګه درک کړي".

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنر ولکر تُرک ددغه رپوټ موندنې د اندیښنې وړ بللې دي او له طالبانویې غوښتي چې خپلې کړنې د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان له تعهداتوسره سمې، همغږې کړي.

نوموړی وايي، " د ښځو په ګډون، د ټولو خبریالانو او رسنیو د کارکونکو د درناوي او خوندیتوب لپاره باید ټولې هڅې تر سره شي. ازادې او فعالې رسنۍ د هرې ټولنې د سلامتیا او هوساینې لپاره کلیدي رول ادا کوي."

دغه رپوټ وايي، چې د رسنیو له سکټور سره د تخنیکي او مالي مرستو کموالي د رسنیو سکټور نور هم کمزوری کړی او هغو معلوماتو ته یې د خلکو مستقیم لاسرسی اغیزمن کړی، چې د دوی پر ژوند اغېز لري.

دغه رپوټ داسې مهال خپریږي چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف د نوي قانون له مخې پر رسنیو ګڼ بندیزونه لګولي او په یوه مورد کې یې د افغانستان انټرنشنل د خپرونو د اخلال هڅه کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د شلو هېوادونو د پارلمانونو ښځينه رییسانې وايي چې افغان مېرمنې به يوازې نه پرېږدي

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د پارلمانونو ۲۰ ښځینه رییسانو په یوه ګډه مقاله کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو له حق نه د ملاتړ په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار کړی. ۱۵۸ فرانسوي سناتورانو هم په یوه پرانېستي لیک کې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

د اروپا له پارلمان څخه روبرتا مټسولا او د فرانسې له پارلمان نه ییل برون پیوه، نانسي پلوسي، د متحده ایالاتو د استازو جرګې پخوانۍ رییسه، له هسپانیا څخه فرنچینا ارمینګول او له انګولا نه کارولینا سیریکیرا پر افغان ښځو د لومونډ ورځپاڼې د مقالې لیکوالانې دي.

د دې مقالې په یوه برخه کې راغلي، «افغانستان نن یوازینی هېواد دی چې له ۱۲ کلنۍ څخه د کم عمره نجونو او ښځو پر زده کړو یې بندیز لګولی. ځوانې افغانې نجونې باید له خپل نړیوال او اساسي حق څخه بې برخې نه شي.»

دغو مېرمنو د ښځو پر غږ د طالبانو له خوا بندیز لګول «د ښځو د ازادۍ پر تابوت وروستی میخ» ګڼلی دی.

په مقاله کې راغلي چې د دغه فرمان له مخې له نارينه پرته له کوره د ښځو وتل، په عامه ځايونو کې د ښځو غږ اورېدل او حتا د ښځو له خوا د شعرونو زمزمه کول منع دي.

په دې لیکنه کې له ښځینه سیاستوالو پوښتنه شوې چې د دوی جرم څه دی؟ ښځه کیدل د دوی ګناه ده؟ "

د شلو هېوادونو د پارلمانونو ریيسانو په خپله مقاله کې ژمنه کړې چې افغان مېرمنې به يوازې نه پرېږدي.

په همدې حال کې د نومبر پر ۲۵ مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت، د دوشنبې په ورځ ۱۵۸ فرانسوي سناتورانو هم په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه وښوده او د هغوی پر وړاندې یې «جنسي توپیر» وغنده.

په یوه پرانیستي لیک کې چې د فرانسې د مشرانو جرګې د ښځو د حقونو پلاوي د رییس ډومینیک وریان په نوښت خپور شوی، لیکل شوي چې افغان ښځې د «ظالم رژیم» تر واکمنۍ لاندې له خپلو ټولو حقونو بې برخې دي.

دغو سناتورانو په خپل لیک کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې «د جنسیت پر بنسټ د بشریت ضد جنایت» بللی او غندلی یې دی.

دغو ۱۵۸ سناتورانو نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته په خپل لیک کې لیکلي چې "طالبانو زموږ د سترګو پر وړاندې په عصري بشري تاریخ کې لومړی جنسیتي توپیر پلی کړ."

د دغه لیک په یوه بله برخه کې راغلي چې "افغانې ښځې له خپل غږه هم بې برخې دي او څوک حق نه لري چې غږ یې څوک واوري."
دغو سناتورانو د فرانسې په پارلمان او ملګرو ملتونو کې پر ټولو سیاسي ډلو غږ کړی چې "په هیڅ صورت د سیستماتیک ظلم هغه سیستم ته مشروعیت ورنه کړي چې د ښځو د انزوا لامل ګرځي."

دوی پر نورو اروپايي هېوادونو هم غږ کړی چې د ښځو پر وړاندې ځورونه د "جندر پر بنسټ د بشریت پر ضد جرم" په توګه وپېژني.

د بشري حقونو فعالانې وايي، طالبانو په افغانستان کې د پراخو محدودیتونو په لګولو سره د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لګولی .

د بشري حقونو سازمانونو د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د جنسیتي تبعیض ښکاره بېلګه ګڼلې ده.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې حق نه لري چې پارکونو، ورزشي کلپونو او د ښکلا سالونونو ته لاړې شي او له سړي پرته له کوره د وتلو اجازه هم نه ورکول کېږي.

د چین یو ۶ کسیز جګپوړی پلاوی "د پاکستان له پیغام" سره کندهار ته تللی

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۷ GMT+۰

د چین یو جگپوړی پلاوی کندهار ته تللی چې د طالبانو له مشرتابه سره د پاکستاني طالبانو په تړاو د اسلام اباد اندېښنې شریکې کړي. په دغه پلاوي کې د چین شپږ تنه ډپلوماټان شامل دي او ټاکل شوې نن د کندهار لپاره د طالبانو له والي ملا شیرین اخوند سره وګوري.

یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دغه پلاوی د دوشنبې په ورځ "د لیندۍ پر پنځمه" مازیګر کندهار ته ورسېد او په مقدماتي ډول یې د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره وکتل.

سرچینه وایي، " دغه پلاوی نن سه شنبه د کندهار له والي حاجي ملاصاحب [مولوي شیرین اخوند] سره ګوري، چې اصلي موضوع ټي ټي پي ده، خو اسلامي امارت به یې سیاسي تړونونه بولي".

د سرچینې په وینا، چینایی پلاوی غواړي د طالبانو له مشر مولوي هبت الله اخوندزاده سره هم وګوري او د پاکستاني طالبانو په تړاو د اسلام اباد او بیجنګ اندېښنې ورسره مخامخ شریکې کړي، خو طالب مشر له پلاوي سره نه ګوري.

د پاکستان د ملي عمل پلان کمیټې تېره اونۍ اعلان وکړ چې په بلوچستان کې د بلوڅ جنګیالیو خلاف پراخ پوځي عملیات پیلوي.

اسلام اباد دغو عملیاتو ته د چین له سختو فشارونو وروسته زړه ښه کړی.

د بلوچستان تر لسو ډېرو ولسوالیو، کراچۍ او خیبر پښتونخوا کې پر چینایي او پاکستاني اهدافو د بلوڅ جنګیالیو وروستیو بریدونو پاکستان د ټي ټي پي او بلوڅ جنګیالیو ترمنځ د همکاریو له اړخه اندېښمن کړی او په دې باور دی چې دغه بریدونه د بلوڅ بېلتون پالو له مخکینیو څو لسیزو دودیزو جګړه ییزو تاکتیکونو سره متفاوت او ډېر مرګوني دي.

یوې سرچینې چې د بلوچستان چارې له نږدې څاري، افغانستان انټرنشنل ته وویل "داسې ښکاري چې اسلام اباد د چینایانو له لارې غواړي د بلوچستان له عملیاتو وړاندې د طالبانو د حکومت مشرتابه او تصمیم نیوونکې مرجع دې ته وهڅوي چې د ټي ټي پي او بلوڅانو د همکاریو، یا په قبایلي سیمو کې د پاکستاني جنګیالیو د عملیاتو د پراخېدو مخه ونیسي".

د پاکستان پوځ اندېښمن دی چې که په بلوچستان کې د بلوڅ جنګیالیو خلاف عملیات پیل کړي، په وزیرستان او قبایلي سیمو کې به پاکستاني طالبان او نورې وسله والې ډلې د سیمو د نیولو لپاره خپل بریدونه لا ډېر کړي.

سرچینه وایي، د ۲۰۲۲ کال په اگست کې په کندهار کې د پاکستاني طالبانو د قوماندان افتاب الله داوړ، چې په یاسر پړاکي مشهور و، له ترور وروسته پاکستاني امنیتي ادارو د کندهار او نیمروز پر لور پاملرنه ډېره کړې ده. گل بهادر ډلې د خپل دغه قوماندان په ترور کې ای ایس ای ښکیل بللی و.

پړاکي د جمهوري نظام له سقوط سره هممهاله په خوست کې د کې پي اېف ځواکونو د لسم کنډک وسلو ته لاسرسی پیدا کړی و.

د پاکستان امنیتي ادارو له دې وړاندې ادعا کړې چې بلوڅ جنګیاليو پرمختللې امریکایۍ وسلې ترلاسه کړې دي.

طالبانو تر اوسه کندهار ته د چینایي پلاوي سفر نه دی رسنیز کړی.

یاد چینایي پلاوي په کابل کې د طالبانو له دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سره هم خبرې کړې دي او کندهار ته یې د سفر زمینه د طالبانو ددفاع وزیر ملا یعقوب برابره کړې ده.

موټرچلوونکي: طالبان د کابل - جلال اباد پر لار د هر موټر پر سر د سړک جوړونې په نوم باج اخلي

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۰۲:۵۲ GMT+۰

د کابل - جلال اباد یو شمېر موټر چلوونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې طالبانو د سروبي په سیمه کې د کابل - جلال اباد پر لویه لار غرفې درولي او له دوی څه د موټر پر سر له اتیا افغانیو نیولې تر پنځه سوه افغانیو باج اخلي.

د کابل - جلال اباد د لارې یو موټر چلوونکي روزي خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په سروبي کې طالبانو د لویې لارې پر سر د پېسو اخیستو غرفې درولي دي او د کوچنیو پنځه نفري موټر پر سر اتیا افغانۍ، د فورنر، لکسس او مارسیډیز پر سر سل افغانۍ، د کاسټر او ملي بس پر سر یو نیم سل او د غټو لاریو پر سر ۵۰۰ افغانۍ اخلي.

روزي خان زیاتوي: "د ترافیکو مدیریت چې د موټر اسناد جوړوي د ښاروالۍ، ترافیکو او څلور ډوله نورې پېسې اخلي نو بیا څه اړتیا ده چې دلته بیا پېسې اخلي؟ معلومه خبره ده چې باج اخلي او ښه په زور یې اخلي".

نوموړی وايي چې له همدې امله دوی مجبور دي، چې د سورلیو کرایې لوړې کړي چې له امله یې د دوی چارې هم ټکنۍ دي.

انجینر سلطان چې فورنر موټر لري وايي، هره اونۍ باید له کابل څخه ننګرهار ته لاړ او بیرته کابل ته راشي خو د تګ او راتګ پر مهال ترې سل - سل افغانۍ اخیستل کیږي.

نوموړی وايي: " له دې به نور ظلم څه وي چې حکومت دې له جیبه په زور پېسې شکوي، خدمات نه شته یوازې زموږ له جیبونو پېسې ویستل دي".

د کابل ـ جلال اباد د لویې لارې یو شمېر نورو موټر چلوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د سړک جوړونې، ټرانسپورټ او حق‌العبور ترڅنګ په بېلابېلو نومونو څو ځایه پیسې اخېستل کېږي.

غفور خان چې د سورلیو موټر لري وايي چې څو ځله یې د طالبانو مسوولانو ته شکایت کړی خو تر اوسه یې د مخنیوي لپاره کوم عملي اقدام نه دی شوی.

نوموړی زیاتوي چې د د طالبانو په راتګ سره د سړک جوړونې، ټرانسپورټ او حق العبور په نامه پیسې یو ځل ورکول کېږي خو په سروبي کې تر یو ځل بیا اخیستل کیږي.

100%

په کابل کې د یوې ټرانسپورټي کمپنۍ مالک چې خپل مستعار نوم حاجي نقیب ښيي، وايي چې طالبان د لویو لاریو ډرېوران په عذابوي او په زور ترې پېسې اخلي او دوی مجبور دي چې په بېلابېلو نومونو طالبانو ته پېسې ورکړي.

نوموړي وویل: « حکومت ته خو د سړک پر سر د ترافیکو لپاره یو ځل د ترافیکو د اسنادو د اخیستو پر مهال پېسې ورکړل شوې دي نو بیا د څه پېسې اخلي؟ جالبه یې لا دا چې دا پېسې هېڅ کنټرول او د ثبت کوم ځانګړی میکانیزم نه لري، هېڅوک نه پوهیږي چې دا پېسې څوک اخلي؟ د چا جیب ته ځي؟ حساب کتاب یې شته او که نه؟»

100%

حاجي نقیب زیاتوي چې له تورخم څخه تر کابل پورې هره لویه لارۍ شپږ ځایه پېسې ورکوي، چې د جمهوریت پر مهال دوی یوازې دوه ځایه قانوني پېسې ورکولې.

دا لومړی ځل نه دی چې د سړک پر سر د طالبانو له باج اخیستنې موټرچلوونکو شکایت کړی، له دې وړاندې د کابل ـ کندهار لویې لارې ځینو موټر چلوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د سړک جوړونې، ټرانسپورټ او حق‌العبور ترڅنګ په بېلابېلو نومونو ترې څو ځایه پیسې اخېستل کېږي.

همدا راز شمال ته تلونکو او راتلونکو موټر چلوونکو هم په سالنګ کې د طالبانو له خوا له موټر چلوونکو څخه د باج له اخیستنې شکایت کړی و.

مایکل سمپل: له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له طالبانو د مسکو تمه بې ځایه ده

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پخواني مرستیال مایکل سمپل کابل ته د روسیې د لوړ پوړي پلاوي سفر ته په اشارې سره ویلي، مسکو تمه لري چې طالبان له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، خو د ده په وینا، ترهګرې ډلې د طالبانو په مېلمستونونو کې میشتې دي.

سمپل له افغانستان انټرنېشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو په استخباراتو کې یوه ځانګړې څانګه جوړه شوې چې له وسله والو او ترهګرو ډلو سره تماس ونیسي.

په روسیه کې د ایران د معاصرو مطالعاتو د مرکز مشر رجب صفروف ویلي، چې روسیه د افغانستان د وضعیت په اړه ډېره اندېښمنه ​​ده.

هغه زیاته کړه، طالبان نه یوازې دا چې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې توان نه لري، بلکې په ځینو مواردو کې یې د دغو ډلو د فعالیت په اړه بې پروايي کړې او یا یې هم ورسره همکاري کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دوشنبې په ورځ د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې وکتل. نوموړی په تیرو دریو کلونو کې د روسیې تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

دفاعي او امنیتي همکاري

له روسي پلاوي سره تر لیدنې وروسته طالب چارواکو په خپلو رسمي اعلامیو کې پر ترانزیتي-اقتصادي مسایلو زیات ټینګار کړی دی. د طالبانو د مرستیالانو او د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو په څرګندونو کې پر امنیتي او دفاعي مسایلو خبرې نه دي شوي.

خو مایکل سمپل په دې باور دی چې دغه سفر په اصل کې پر دفاعي او امنیتي مسلو ډیر تمرکز درلود.

هغه وویل: “روسیه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره طالبان تمویلوي، خو په حقیقت کې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پراختیا لپاره د طالبانو په استخباراتو کې یوه ځانګړې څانګه جوړه شوې ده.” هغه وايي: "ترهګر د طالبانو په مېلمستونونو کې اوسېږي او له دې ډلې څخه تنخوا ترلاسه کوي."

نوموړي دغه حالت د ټولو لپاره یوه ناورین وباله او ویې ویل، چې امریکا، روسیه او ایران له دې مسلې خبر دي.

طالبان او له ترهګرو ډلو ګټه پورته کول

سمپل زیاته کړه، چې طالبان د ترهګرو ډلو له شتون څخه د سیمې له هېوادونو سره د خپلو اړیکو په ګټه کار اخلي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پخواني استازي هم دې موضوع ته په اشارې سره وويل، چې په تېرو درېيو لسيزو کې بېلابېلو هېوادونو هڅه کړې، چې له طالبانو ګټه پورته کړي، خو تر اوسه نه دي بريالي شوي.

صفروف هم د سمپل څرګندونې تایید کړي او ویلي یې دي، چې طالبان له ترهګرو ډلو څخه د سیمې پر هیوادونو د فشار راوړلو لپاره کار اخلي ترڅو دغه هیوادونه وښيي چې دوی د طالبانو مرستې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د روسیې د حضور زیاتوالی

صفروف زیاته کړه، چې روسیه غواړي په افغانستان کې حضور ولري تر څو له افغانستان څخه د ګواښونو مخه ونیول شي. نوموړي دا هم ویلي، چې روسیه غواړي افغانستان د خپل سیاست په محور کې راولي.

صفروف وویل، چې په دې سفر سره روسیې لویدیځ ته دا پیغام ورساوه چې د اوکراین جګړې نه یوازې په نړۍوالو چارو کې د دغه هېواد نفوذ او دریځ کم کړی، بلکې د افغانستان په ګډون په نړۍوالو ډګرونو کې یې حضور او نفوذ زیات کړی دی.

هغه زیاته کړه: “روسیه به په هیڅ صورت امریکا او ناټو ته اجازه ورنکړي چې افغانستان ته ورشي او د دغه هیواد مدیریت په لاس کې واخلي.”

د منځنۍ اسیا دغه لوړپوړی کارپوه هم وايي، که روسیه په افغانستان کې نه وي، نور قدرتونه کولای شي له دغه هېواده په سیمه کې د ننګونو د رامنځته کولو لپاره کار واخلي. هغه زیاته کړه، چې افغانستان یو پراخ هېواد دی او په دغه هېواد کې د وضعیت کنټرول به ډېر ستونزمن وي.

د یو ټول شموله حکومت جوړول

د صفروف په وینا، مسکو په دې باور دی چې په واک کې د طالبانو د مخالفینو له شتون پرته د افغانستان امنیت او ثبات نه شي تامینیدای.

هغه دا هم وویل، چې د وسله والو طالبانو ګټې باید په پام کې ونیول شي او د هېواد په اداره کې دې ونډه واخلي. دغه روسي کارپوه په دې خواشیني څرګنده کړه چې طالبان د روسیې او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام نه کوي.

مایکل سمپل دا هم ویلي، چې کابل ته د بهرنیو چارواکو په ځانګړي ډول د لوړ پوړي روسي پلاوي سفر به د طالبانو پر ځان باور پیاوړی کړي او دا ډله به خپلو مخالفینو ته وايي: "موږ هیڅ چیرې نه ځو او دلته دایمي یو."

د هغه په ​​وينا، طالبان له نورو تمه لري، چې د دوی غوښتنې پوره کړي، خو په خپله دې برخه کې نرمښت نه ښيي.

د ملګرو ملتونو استازی وايي طالبانو ته باید قناعت ورکړل شي چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ هیوادونو ته په یوه پیغام کې ویلي، چې دوی باید داسې یوه لاره ولټوي چې طالبان قانع کړي چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

هغه زیاته کړه، چې هیوادونه باید یوه هر اړخیزه ستراتیژي غوره کړي چې جرمي عدالت په کې شامل وي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین له پیل سره سم، ریچارډ بینیټ د دوشنبې په ورځ په یو ویډیويي پیغام کې وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون «یو ظالمانه اخلاقي قانون دی چې پر ښځو او نجونو ظلمونه تقویه کوي».

په دغه قانون کې پر ښځو د پراخو بندیزونو سربېره د هغوی غږ هم د «عورت» په توګه تعریف شوی دی. همدارنګه له محرم پرته د ښځو ګرځیدل او په عمومي ټرانسپورټ کې له نارینه وو سره د ښځو یو ځای سفر کول هم منع دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، له دې قانون سره په عملي توګه ښځې له عمومي فضا څخه لرې کړل شوې دي.

طالبان ادعا کوي، چې دغه قانون د شریعت پر بنسټ جوړ شوی او نور هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

ریچارډ بینیټ وايي، چې طالبان پر ښځو سربېره د ټولنې پر ټولو برخو ظلم کوي، چې په کې لږکي، بېلابېل کلتوري سابقه لرونکي خلک او ان نارینه هم شامل دي.

هغه د افغانستان د راتلونکي لپاره د سولې او پخلاینې اړتیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د طالبانو په مقابل کې "یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ ته اړتیا ده چې جرمي عدالت پکې شامل وي".

د بینیټ په وینا، دا ستراتیژي باید د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په مشوره تنظیم شي.