افغان شیعه روحاني: ایران له افغان کډوالو د سون توکو په توګه کار اخلي

د افغانستان شیعه روحاني ایت الله رحیمي سیغاني بامیاني د سوریې په جګړو کې د ګډون لپاره په ایران کې د یو شمېر مېشتو افغانانو پر لېوالتیا نیوکه کوي.

د افغانستان شیعه روحاني ایت الله رحیمي سیغاني بامیاني د سوریې په جګړو کې د ګډون لپاره په ایران کې د یو شمېر مېشتو افغانانو پر لېوالتیا نیوکه کوي.
هغه وایي: «د سوریې په جګړو کې د افغانانو ګډون جهاد نه، بلکې یرغل دی.»
نوموړي ویلي، چې ایران د سوریې په جګړو کې له افغان کډوالو د سون توکو په توګه کار اخلي.بامیاني د یکشنبې په ورځ د یوې ویډيو په خپرولو سره همداراز زیاته کړ: «ایران له افغان کډوالو د سون توکو په توګه کار اخلي او وروسته بیا د جاسوس، چپاولګر، بې هویت او ترهګر په نوم یې له دې هېواده باسي.»د سوریې د جګړو له پیلېدو سره د ایران سپاه پاسدارانو د افغان شیعه کډوالو په جوړښت د فاطمیون لښکر رامنځته کړ، څو د بشارالاسد له حکومته دفاع وکړي.نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د تحریر الشام ملېشو په تېرو څو ورځو کې د سوریې دویم لوی ولایت حلب ونیوو.تمه کېږي، چې ایران د بشارالاسد د حکومت د دفاع په موخه سوریې ته شیعه پوځیان واستوي.ایت الله بامیاني وایي، چې د سوریې د بیا ځلې جګړو له پیلېدو راهیسې افغان کډوال له نوموړي څخه پوښتنه کوي، چې ایا کولی شي د سوریې په جګړو کې برخه واخلي او که نه.هغه د دې کسانو د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «هېڅ یو افغان حق نه لري چې د بهرنیانو د ګټو لپاره د افغانستان ملي ګټې له ګواښ سره مخ کړي.»نوموړي په ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته په خطاب کې وویل: «نور حق نه لری چې د فاطمیون او زینبیون لښکر جوړ کړی.»ښاغلي بامیاني همداراز وویل، چې بهرنیان د افغانانو له ساده ګۍ څخه ناوړه استفاده کوي او د فاطمیون او زینبیون په جوړولو سره تراوسه د سوریې په جګړو کې ۱۵ زره افغانان وژل شوي او لسګونه نور تري دي.هغه خبرداری ورکړ، چې د سوریې په جګړو کې د افغانانو ګډون به د افغانستان پر وړاندې د نورو هېوادونو د تحریک لامل شي.د سوریې کورنۍ جګړې چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې، ایران او روسیې د بشارالاسد له حکومته پراخ ملاتړ وکړ.د دغه جګړو له پیلېدو سره ایران سلګونه افغان کډوال د سوریې جګړو ته ولېږل، چې د زیات شمېر افغانانو د وژل کېدو، تري تم کېدو او د معلول کېدو لامل شو.