طالبانو په بدخشان کې لسګونه کسان د نشه یې توکو د کر په تور نیولي دي

طالبانو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د بدخشان ولایت کې یې څه باندې ۱۰۰ کسان د خشخاشو د کر په تور نیولي دي. په بدخشان کې د طالبانو د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې ادارې مشر شفیق الله حفیظي ویلي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به د دې ولایت ابتدایي محکمې ته وړاندې شي.