د طالب او ترکي چارواکو ترمنځ ګډه سوداګریزه ناسته وشوه

د طالب او ترکي چارواکو له خوا د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه ګډه سوداګریزه ناسته جوړه شوه.

د طالب او ترکي چارواکو له خوا د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه ګډه سوداګریزه ناسته جوړه شوه.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې له بېلابېلو سکټورونو څخه ۷۰ افغاني شرکتونو او ۶۰ ترکي شرکتونو برخه اخیستې وه.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د معدني، ساختماني، طبي او خوراکي توکو او د پوښاک د تولید د برخې سوداګرو او متشبثینو ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غونډې ګډونوالو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې له پراختیا څخه د ملاتړ په څرګندولو سره د دواړو هېوادونو پر تاریخي اړیکو او د سوداګرۍ پر اهمیت او د شته ټرانزیټي او ټرانسپورټي ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې ترکیې له افغانستان او نورو اړونده هېوادونو سره د لاجوردو د لارې د فعالولو په تړاو خپل تیاري هم ښودلې ده.
د دغه وزارت په خبره، ترکي سوداګرو او پانګه والو د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو لکه زراعت، کانونو، انرژۍ، اسلامي بانکدارۍ او د سوداګرۍ اړوند حقوقي موضوعاتو، د دواړو هېوادونو د دوستۍ خونې د جوړولو، د نندارتونو د مرکز سره لېوالتیا ښودلې او د دې پروګرامونو د دوامداره کېدو غوښتنه کوي.
د دوی په وینا، ترکي چارواکو او سوداګرو هم په افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي و، چې دغه ډله هڅه کوي څو د ترکیې په ګډون بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر تېره اونۍ وویل، چې غواړي د اسلامي پانګونې او حلال تجارت له لارې له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره اغېزمنې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې جوړې او پیاوړې کړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته که څه هم د نړۍ هېڅ یو هېواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ترکیې په ګډون د سیمې ډېر شمېر هېوادونه بیا د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره ښې اړیکې لري.