د اوکراین او غزې له جګړو د روسيې، امریکا او اسراییل د وسلو د تولید شرکتونو ډېره ګټه کړې ده

د استهکولم د نړۍوالې سولې د څېړنیزې موسسې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د وسلو د تولید د لویو شرکتونو عواید ۴،۲ سلنه زیات شوي و.

د استهکولم د نړۍوالې سولې د څېړنیزې موسسې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د وسلو د تولید د لویو شرکتونو عواید ۴،۲ سلنه زیات شوي و.
د اوکراین او غزې له جګړو تر ټولو ډېره ګټه د روسيې، امریکا او اسراییل د وسلو د تولید شرکتونو کړې ده
د استهکولم د نړۍوالې سولې د څېړنیزې موسسې د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د وسلو د تولید د لویو شرکتونو عواید ۴،۲ سلنه زیات شوي و.د دې راپور له مخې، د غزې او اوکراین د جګړو له امله د سلو لویو تسلیحاتي شرکتونو عواید ۶۳۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.د یادې موسسې په راپور کې راغلي، چې د اوکراین او غزې له جګړو څخه تر ټولو ډېره ګټه روسي، امریکایي او اسراییلي شرکتونو کړې ده.د دې راپور پربنسټ، د نړۍ د ۱۰۰ شرکتونو په منځ کې په امریکا کې مېشتو ۴۱ تسلیحاتي شرکتونو ۳۱۷ میلیارد ډالر عواید کړي دي، چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۲،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.د استهکولم د نړۍوالې سولې د څېړنیزې موسسې راپور کې زیاته شوې ده، چې د نړۍ په دغو ۱۰۰ شرکتونو کې د منځنۍ ختیځ ۶ شرکتونو ۱۸ سلنه پرمختګ کړی او په ټوله کې یې ۱۹،۶ میلیارد ډالره ترلاسه کړي دي. دغه راز ویل کېږي، چې د غزې د جګړو له پیل راهیسې په اسراییل کې د درېیو تسلیحاتي شرکتونو عاید ۱۳،۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.اخوا د روسیې د دوو لویو شرکتونو عاید هم څلویښت سلنه زیات شوی، چې ۲۵،۵ میلیارد ډالره اټکل شوی دی.د استهکولم د نړۍوالې سولې د څېړنیزې موسسې په راپور کې راغلي، چې نویو غوښتنو ته بیا د کوچنیو شرکتونو تولید بسنه کوي.اخوا ځینې لوی شرکتونه لکه د امریکا مېشت لاکهیډ مارټین او آرټياکس چې په پېچلو او اوږدمهاله قراردادونو کې ښکېل وو، د عوایدو کموالی ثبت کړی دی.دا په داسې حال کې ده، چې تر ټولو کم عواید بیا د اروپا تسلیحاتي صعنت کړی دی.د دوی عاید په ۲۰۲۳ کال کې ۱۳۳ میلیارد ډالره چې ۰،۲ سلنه ښودل شوی بلل شوی دی.که څه هم په ۲۰۲۴ کال کې د غزې جګړو زور واخیست او د لبنان جګړې هم ورسره اضافه شوې او دغه راز د اوکراین جګړې هم دوام لري، د کییف لوېدیځو کتحدینو تر ټولو ډېرې وسلې او مهمات اوکراین ته ورکړل.سربېره پر دې، د ناټو د اروپایي غړو پروړاندې د روسیې د ګواښونو په زیاتېدو سره، اروپایي هېوادونو د خپل دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره ډېره بودیجه مصرف کړې ده.په لرې ختیځ کې، تایوان هڅه کوي چې له امریکا څخه زیاتې وسلې او الوتکې ترلاسه کړي.په ورته وخت کې د ایران او اسراییل د پوځي ټکر خطر تهران دې ته هڅولی، چې روسي سوخو-۳۵ جنګي الوتکې او اس-۴۰۰ توغندي تولید او واخلي.