کرزي پر طالبانو غږ کړی، چې په طبي موسسو کې د نجونو پر زدهکړو لګېدلی بندیز سملاسي لرې کړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زدهکړو د لګېدلي بندیز په اړه اندېښنه ښودلې او پر طالبانو یې غږ کړی، چې په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زدهکړو لګېدلي بندیزونه سملاسي لرې کړي.





