طالبان: په خوست او فاریاب ولایتونو کې ۷ تنه تورنو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې خبر ورکړی، چې په خوست او فاریاب ولایتونو کې یې اوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې خبر ورکړی، چې په خوست او فاریاب ولایتونو کې یې اوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
د دغې محکمې لهخوا په دوو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې دغه کسان یې د بېلابېلو جرمونو په تور محاکمه کړي دي.
د دغې محکمې په لومړۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې په خوست ولایت کی یې شپږو کسانو ته د «نامشروع اړیکو، دوکو او بډې اخیستلو» په جرم په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.په خبرپاڼه کې راغلي، چې ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې څلور مجرمين پر یوـ یو کال تنفیذي بند او ۳۵ - ۳۵ دُرو تعزیري سزا، یو مجرم پر دوه کاله تنفیذي بند او ۳۵ دُرو تعزیري سزا او شپږم مجرم پر یوه کال تنفيذي بند او (۳۹) دُرو تعزیري سزا محکوم کړی دی.د دغې محکمې لهخوا په دویمه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې یې هغه کس ته چې په «نامشروع اړیکو» تورن و؛ سزا ورکړې ده.په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ولایت کې ابتدایه محکمې نوموړی د ۳۹ درو ترڅنګ په درې کلن بند هم محکوم کړی دی.


په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته تر دا مهاله ۴۳ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې دغه زمرد ټولټال د ۲ مېلیونه، ۷۸۸ زره او ۹۴۰ امریکایي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.
د دغه اژانس په وینا، د دغو پلورل شویو زمردو ۲۷۸ زره ډالره عاید یې دولت ته رسېدلي دي.
دا مهال په پنجشېر ولایت کې له ۴۵۰ کانونو څخه زمرد استخراجېږي.
تر دې وړاندې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي و، په پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونه پېژندل شوي چې له دې ډلې ۴۵۰ یې د ملاهبت الله په ځانګړي فرمان د دغه ولایت خلکو ته ورکړل شوي او استخراج یې روان دی.
تر دې وړاندې هم طالبانو ویلي و، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په ۱۱ پړاونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو مېلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورلي دي.
تر ډېره بریده پر طالبانو نیوکې کېږي چې، دغه کانونه په نامسلکي توګه راباسي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وایي، چې په اسلام اباد کې د حکومت ضد لاریونونو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه د پاکستاني چارواکو دریځ له هغوی سره د ناوړه چلند او تاوتریخوالي نوې څپې راپورته کولی شي.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اغېز پرې باسي.
هغه زیاته کړې، چې د پاکستاني چارواکو لهخوا د افغان کډوالو ضد پالیسي به د پاکستان د کمزورې حکومتولۍ، بې ثباتۍ، د بشري حقونو سرغړونو او اقتصادي ناکامۍ ننګونې حل نه کړي.
د هغه په وینا، د پاکستان کورنیو ستونزو کې د افغان کډوالو ښکېلول د پاکستان پخوانۍ پالیسي ده او په وینا یې د پاکستان د حکومتولۍ کمزوري ده.
هغه دارنګه د څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو په برخه کې د پاکستان د خلکو له کوربهتوبه مننه کړې.
نوموړي د پاکستان له خلکو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان کډوالو ساتنه وکړي.
تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا کړې وه، چې د تحریک انصاف په لاریون کې افغانان هم شامل وو او ۱۲۰ تنه یې نیولي دي؛ خو د تحریک انصاف چارواکو دا ادعا رد کړه، چې ګواکې په لاریون کې افغانانو کډون درلود.
له بل پلوه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، په اسلام اباد کې افغانان د تحریک انصاف د احتجاج پر مهال نه؛ بلکې له عام بازار او شاوخوا سيمو څخه نيول شوي دي.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه نیول شوي افغانان ګواښل کېږي او له دې لارې ترې ویډیويي بیان اخیستل کېږي.
هغه زیاته کړې ده: «دغه افغانان ګواښل کېږي، که یې بیان ورکړ؛ نو ژر تر ژره به خوشې شي، که نه په یو درواغجنې قضیه کې به یې ونیسي او زندان ته به یې واچوي.»

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه شاوخوا ۱۹۶ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې.
دغه اژانس پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کورنۍ د افغانستان له څلورو لارو تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله راستنې شوې دي.
د دغه خبر له مخې، د دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې ۳۲ یې د تورخم له لارې، ۳۲ یې د سپین بولدک له لارې، ۳۵ یې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۹۷ یې د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
خو د دغو راستنو شویو د ټولټال شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي او دا هم نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په زور راستنې شوې او که په خپله خوښه.
دغه اژانس لیکلي، چې له دغې ډلې ۲۱ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او پر سلګونو کورنيو اړینې مرستې هم وېشل شوې دي.
له بل پلوه ایراني چارواکي وایي، چې د روان کال ترپایه به له دغه هېواده له دوو څخه تر دوه نیم مېلیونو پورې بې اسناده افغان کډوال واېستل شي.
تازه په پېښور کې سرچېنې وایي، چې په پېښور او شاوخوا سیمو کې یې له ۱۰۰ زیات افغانان نیولي دي.
د پېښور پولیس وایي، دغه افغانان وروسته له هغې ونیول شول چې پولیسو د امنیت او ټیکاو راوستو په موخه پراخ عملیات پیل کړل.
دوی دا رنګه ادعا کړې، چې د نیول شویو افغانانو سره یې وسلې او نشهیي توکي هم نیولي دي، خو افغان کډوال دا خبره نه مني.
هغوی وایي، هر کله چې په پاکستان سیاسي کړکېچ زیاتیږي ورسره پر افغان کډوالو فشار راوړل کېږي او دوی د تاریخ په اوږدو کې د سیاسي لانجو ګونجو قربانیان دي.

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال وایي، په هغه هېواد کې د ۸ زره بهرنیو بندیانو په ډله کې ګڼ شمېر یې افغانان دي. عسکر جلالیان ویلي، طالبانو ته یې د ۵۰۰ افغان بندیانو نوملړ سپارلی چې د هغوی د پېژنګلوي وروسته به دغه کسان افغانستان ته ولېږدول شي.
د ایران دغه چارواکي اېسنا خبري اژانس ته ویلي، چې افغانستان ته د بندیانو د لېږلو په لومړي پړاو کې به ۵۰۰ افغان بندیان ستانه کړای شي.
ښاغلی جلالیان وايي، چې د دغو بندیانو نوملړ یې طالبانو ته سپارلی او ایران دې ته په تمه دی چې طالبان دغه نوملړ تایید کړي چې دغه کسان افغانان دي او که نه.
نوموړی وايي، د دغو بندیانو په ډله کې یو شمېر یې په نغدي جریمو هم محکوم شوي او طالبان یې باید په اړه خپل دریځ څرګند کړي، چې د هغوی په اړه به څه پرېکړه کوي.
ښاغلی جلالیان وايي، په ایران کې افغانان تر ډېره «د نشهيي توکو په قاچاق، غلاغدیو، قتلونو او درغلیو» په تورونو تورن دي چې تر ټولو سخت یې «د نشهيي توکو قاچاق دی، چې په ایران کې ورته سخته سزا هم ټاکل شوې ده.»
عسکر جلالیان وايي، دوی په دې برخه کې د طالبانو غبرګون ته په تمه دي، کله چې هغوی ځواب ورکړ، دوی به د دغو بندیانو د لېږد پړاو هم پیل کړي.
نوموړي دا رنګه وویل، چې د افغان بندیانو د لېږد پر سر په کال ۱۳۸۵ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ هوکړه شوې وه.

په پېښور کې سرچېنې وایي، دغه افغانان وروسته له هغې ونیول شول چې پولیسو د امنیت او ټیکاو راوستو په موخه پراخ عملیات پیل کړل.
پولیس وایي، چې د نیول شویو کډوالو سره قانوني اسناد نه و او دوی به هغه کسان نیسي چې قانوني اسناد نه لري.
د پېښور د پولیسو مشر احسان شاه وایي، دغه عملیات په پېښور او شاوخوا سیمو کې د امنیت د ټینګښت په موخه پیل شوي دي.
د پېښور د پولیسو مشر که څه هم چې د نیول شویو افغانانو شمېر له ۱۰۰ زیات ښیي؛ خو دا هم وایي چې له ډېرو نیول شویو کسانو سره وسلې او نشهیي توکي هم نیول شوي دي.
خو په پېښور کې بیا یو شمېر د افغان کډوالو کورنیو افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، چې له ډېرو دغو نیول شویو کسانو سره په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم ول؛ خو پولیسو نیولي او په تاڼو کې یې بندیان کړي دي.
د پېښور تر څنګ په اسلام اباد کې هم له څو ورځو راهیسې افغان کډوال نیول شوي او تر اوسه یې برخلیک نه دی مالوم.