• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طبي مرکزونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز؛ د طالبانو د روغتیا وزیر پر «دودیز طب» ټینګار وکړ

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۶ GMT+۰

په طبي انستیتوتونو کې د نجونو د زده کړې د بندیز اړوند د طالبانو له حکم وروسته، د دغې ډلې د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د «دودیز طب» پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي چین ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالبانو سره د «دوديز طب» په برخه کې د دغه هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د دوشنبې په ورځ په طبي انستیتوتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

طالب چارواکو د دغه بنديز د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

په تیرو دريو کلونو کې طالبانو تر شپږم ټولګي لوړ د نجونو پر زده کړو او پوهنتونونو ته د هغوی پر تګ هم بندیز لګولی دی.

د نجونو پر وړاندې د طبي زده کړو د مرکزونو تړل د نړیوالو سازمانونو له سخت غبرګون سره مخ شوي او له طالبانو غوښتل شوي، چې ژر تر ژره دغه بندیز لغو کړي.

اروپايي اتحادیې خبرداری ورکړی، چې په طبي انستیتوتونو کې د ښځو منع کول له بشري حقونو «وحشتناکه سرغړونه» ده.

په ورته وخت کې د طالبانو د روغتیا وزارت د چارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۴ مه) ويلي، چې نورجلال جلالي چین ته تللی او هلته یې د دودیز طب په نړیوال کنفرانس کې وینا کړې ده.

نوموړي په خپله وينا کې د دوديز طب په برخه کې د روغتيا نړيوال سازمان او د شانګهای د همکارۍ سازمان همکاري مهمه وبلله.

د طالبانو د روغتیا وزیر دا هم وویل: «په افغانستان کې دودیز طب باید معیاري شي او د عصري درملو یوه برخه پکې شامله شي او د هغو کسانو لپاره باید یو معیاري نصاب چمتو شي چې لیوالتیا لري.»

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د طالبانو د عامې روغتیا په وزارت کې د دودیز طب امريت جوړ شوی دی.

د دغه امريت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی «په دې څانګه کې د ډاکټرانو د کارونو او تګلارو د ښه والي او سمون لپاره کار کوي.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

اروپایي اتحادیې د افغان ښځو او نجونو پر طبي زده کړو د طالبانو تازه بندیز وغنده

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۰

اروپایي اتحادیې د طالبانو وروستی ګام، چې پر ښځو او نجونو یې طبي زده کړې بندې کړې په سختو ټکو وغنده او دا یې له بشري حقونو جدي سرغړونه او د جنسیتي برابرۍ پر وړاندې یو لوی ګوزار وباله.

اروپایي اتحادیې د چارشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې اندېښنه څرګنده کړه چې دغه پالیسي به د افغانستان بشري ناورین لا پسې ژور کړي او د افغانانو کړاوونه به نور هم زیات کړي.

اعلامیه وايي، "دا پرېکړه یو ځل بیا د بنسټیزو بشري حقونو خلاف یو بوږنوونکی ګام او د ښځو زده کړو پر وړاندې نه توجیه کېدونکی برید دی".

اروپایي اتحادیې د ښځو د زده کړو او کاري ځواک کې د هغوی د ګډون پر ارزښت ټینګار کړی او دا یې د هر ملت د ځان‌بسیاینې او پرمختګ لپاره مهم بللی.

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې دا تبعیضي پالیسي بېرته واخلي او د نړیوالو قوانینو په اډانه کې ژمنو ته درناوی وکړي، په ځانګړي ډول ټولو افغانانو ته د زده کړو او اساسي روغتیا برابر لاسرسی ډاډمن کړي.

اعلامیه زیاتوي، "اروپایي اتحادیه د افغان ښځو او نجونو او هغو ټولو کسانو ملاتړ ته ژمنه ده چې په دوامداره توګه یې حقونه نقض کېږي".

د طالبانو مشر په یوه تازه ګام کې په افغانستان کې د ښځو پر طبي زده کړو او د روغتیاپالنې پر انسټیټیوټونو بندیز لګولی، چې په کوردننه او بهر یې ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

روسیې کابل ته د بشري مرستو بار الوتکه واستوله

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۳ GMT+۰

د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت یوې الوتکې (ایل-۷۶) د چارشنبې په سهار کابل ته۲۸ ټنه بشري مرستې ورسولې. د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت رسنیز دفتر وايي، چې دا د روان کال په اوږدو کې افغانستان ته د مسکو د مرستو پنځمه جوپه ده.

یاد وزارت وايي، « د وزارت ځانګړې الوتکې د افغانستان د خلکو لپاره پنځمه جوپه بشري مرستې ورسولې».

د دې مرستو ډېره برخه خوراکي توکي دي.

تاس خبري اژانس وايي، چې دغه بشري مرستې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرمان او د بیړنیو حالاتو وزیر الکساندر کورینکوف د لارښوونو پر بنسټ ترسره شوې، چې د افغانستان له کړکېچن وضعیت سره د مرستې ژمنتیا څرګندوي.

روسیه په داسې حال کې کابل ته بشري مرستې لیږي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له د دوامدارې اقتصادي بې‌ثباتۍ او نړیوالې انزوا سره مخ دی.

طالبان: له ایران او پاکستانه شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۵۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه شاوخوا ۱۹۶ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې.

دغه اژانس پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کورنۍ د افغانستان له څلورو لارو تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله راستنې شوې دي.
د دغه خبر له مخې، د دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې ۳۲ یې د تورخم له لارې، ۳۲ یې د سپین بولدک له لارې، ۳۵ یې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۹۷ یې د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
خو د دغو راستنو شویو د ټولټال شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي او دا هم نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په زور راستنې شوې او که په خپله خوښه.
دغه اژانس لیکلي، چې له دغې ډلې ۲۱ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې او پر سلګونو کورنيو اړینې مرستې هم وېشل شوې دي.
له بل پلوه ایراني چارواکي وایي، چې د روان کال ترپایه به له دغه هېواده له دوو څخه تر دوه نیم مېلیونو پورې بې اسناده افغان کډوال واېستل شي.
تازه په پېښور کې سرچېنې وایي، چې په پېښور او شاوخوا سیمو کې یې له ۱۰۰ زیات افغانان نیولي دي.

د پېښور پولیس وایي، دغه افغانان وروسته له هغې ونیول شول چې پولیسو د امنیت او ټیکاو راوستو په موخه پراخ عملیات پیل کړل.

دوی دا رنګه ادعا کړې، چې د نیول شویو افغانانو سره یې وسلې او نشه‌یي توکي هم نیولي دي، خو افغان کډوال دا خبره نه مني.
هغوی وایي، هر کله چې په پاکستان سیاسي کړکېچ زیاتیږي ورسره پر افغان کډوالو فشار راوړل کېږي او دوی د تاریخ په اوږدو کې د سیاسي لانجو ګونجو قربانیان دي.

د ایران د عدلیې وزارت وايي، په ایران کې د اته زره بهرنیو بندیانو له ډلې ډېر یې افغانان دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۰ GMT+۰

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال وایي، په هغه هېواد کې د ۸ زره بهرنیو بندیانو په ډله کې ګڼ شمېر یې افغانان دي. عسکر جلالیان ویلي، طالبانو ته یې د ۵۰۰ افغان بندیانو نوملړ سپارلی چې د هغوی د پېژنګلوي وروسته به دغه کسان افغانستان ته ولېږدول شي.

د ایران دغه چارواکي اېسنا خبري اژانس ته ویلي، چې افغانستان ته د بندیانو د لېږلو په لومړي پړاو کې به ۵۰۰ افغان بندیان ستانه کړای شي.

ښاغلی جلالیان وايي، چې د دغو بندیانو نوملړ یې طالبانو ته سپارلی او ایران دې ته په تمه دی چې طالبان دغه نوملړ تایید کړي چې دغه کسان افغانان دي او که نه.

نوموړی وايي، د دغو بندیانو په ډله کې یو شمېر یې په نغدي جریمو هم محکوم شوي او طالبان یې باید په اړه خپل دریځ څرګند کړي، چې د هغوی په اړه به څه پرېکړه کوي.

ښاغلی جلالیان وايي، په ایران کې افغانان تر ډېره «د نشه‌يي توکو په قاچاق، غلاغدیو، قتلونو او درغلیو» په تورونو تورن دي چې تر ټولو سخت یې «د نشه‌يي توکو قاچاق دی، چې په ایران کې ورته سخته سزا هم ټاکل شوې ده.»

عسکر جلالیان وايي، دوی په دې برخه کې د طالبانو غبرګون ته په تمه دي، کله چې هغوی ځواب ورکړ، دوی به د دغو بندیانو د لېږد پړاو هم پیل کړي.

نوموړي دا رنګه وویل، چې د افغان بندیانو د لېږد پر سر په کال ۱۳۸۵ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ هوکړه شوې وه.

په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې ۲۸۳ سلنه زیاتې شوې دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۱ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان د سې شنبې په ورځ ویلي، چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې ۲۸۳ سلنه زیاتې شوې دي.

د دغه سازمان بېړنۍ کمېټې په خپله څلوېښتمه غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو په هغه دریځ اندېښنه وښوده، چې له مخې یې په دغه هېواد کې د پولیو واکسین کمپاین کوراکور بند شوی او یوازې د جوماتونو له لارې ماشومانو ته د دغه واکیسن څاڅکې څڅول کېږي.

دغې کمېټې ویلي، چې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې د افغانستان په سویلي سیمو کې د ۲۰۲۳ کال راوروسته ډېرې شوې دي.

د پولیو د ویروس په اړه بېړنۍ کمېټې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په شپږمه نېټه د روغتیا د نړۍوال سازمان د مشر په مشرۍ کې ناسته وکړه.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د بیان له مخې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، د پولیو ویروس د مثبتو نمونو له مخې په ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې په دغه ویروس د اخته ماشومانو شمېر ۸۴ ته رسېدلی، چې دغه شمېر په ۲۰۲۳ کال کې ۶۲ پېښې ثبتې شوې وې.

دغه سازمان دا رنګه ویلي:« پخوا چې د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین کوراکور تطبیقېده؛ نو پام وړ پرمختګونه یې لرل، خو د ۲۰۲۴ کال راهیسې په افغانستان دغه کمپاین په سیمه‌ییز کمپاین بدل شوی دی.»

د روغتیا نړۍوال سازمان د بېړنۍ کمېټې کورا کور د پولیو کمپاین په بندولو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې «سیمه‌ییز کمپاینونه په افغانستان کې ټول ماشومان تر پوښښ لاندې نه شي راوستلای، په تېره بیا ماشومې نجونې، چې دا کار کولای شي د پولیو پېښو په ډېروالي کې ناوړه اغېز پرې باسي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو ستنېدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د مېشتېدنو دغه نوې لړۍ هم کولای شي چې دغه ناروغي په کور د ننه او هم نورو هېوادونو ته پراخه کړي.

کمیټې ویلي، چې د خپلې وروستۍ غونډې وروسته یې په ګوزڼ د اخته ماشومانو ۵۱ تازه پېښې ثبتې کړي چې له ډلې یې ۱۷ په افغانستان او ۳۴ یې په پاکستان کې وې.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې د دغو شمېرو له مخې ویلای شي چې په افغانستان کې پر دغې ناروغۍ ۲۸۳ سلنه زیاته شوې او په پاکستان کې بیا دغه سلنه په کال ۲۰۲۳ کې ۵۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

ګڼ شمېر ماشومان د پاکستان په قبایلي سیمو کې د نا امنیو له امله له واکسینه بې برخې شوي.

دغه سازمان وايي، د همدغو نا امنیو له امله دوی خپلو هغو موخو ته نه دي رسېدلي چې په دغو سیمو کې یې د پولیو ویروس د لمنځه تلو لپاره یې ټاکلې وې.