په کورمه کې د پښتون قومي جرګې وروسته اوربند ټینګ شوی، خو لویې لارې لاهم بندې دي

له کورمې ولسوالۍ څخه ځایي سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې له پېښوره ورغلې جرګه په خبرو او مرکو بوخته ده او د دواړو ښکېلو غاړو سره پر دایمي سولې او امن راوستو پر سر خبرې اترې کوي.