سرچینې: سوېلي وزیرستان کې د کور د چت غورځېدو په پېښه کې یو پلار او دوه زامن مړه شوي

له سوېلې وزیرستانه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تېره شپه د سره راغه په سیمه کې د یوه کور د چت غورځېدو له امله یو پلار او دوه زامن یې مړه شوي. ویل کیږي، په پېښه کې مړه شوي ماشومان د پنځو او اوو کلونو په عمر وو.