د پاکستان حکومت پخوانی سفیر محمد صادق د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

د پاکستان حکومت محمد صادق خان د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه وټاکه. صادق خان له۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ پورې په کابل کې د پاکستان سفیر پاتې شوی.

د پاکستان حکومت محمد صادق خان د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه وټاکه. صادق خان له۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ پورې په کابل کې د پاکستان سفیر پاتې شوی.
صادق د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر بېلابېلو څوکیو پاتې دی او د افغانستان په اړه پراخې تجربې لري.
هغه له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۴ پورې په کابل کې د پاکستان سفیر پاتې شوی او په بروکسل، بېجینګ او واشنګټن کې یې هم دندې ترسره کړې دي.
نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه له۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۰۸ پورې هم دنده ترسره کړې ده.
پر دې سربېره هغه د ۲۰۱۴ کال له مارچ نه تر ۲۰۱۶ کال اکتوبر پورې د پاکستان د ملي امنیت اړوند ادارې د سکرتر په توګه دنده ترسره کړې ده.
دا ګومارنه داسې مهال ترسره کیږي چې په دې وروستیو کې روسي او چینایي چارواکو کابل ته سفرونه درلودل او شپږ چینايي ډپلوماټان کندهار ته لاړل چې ددې ډلې له مشرتابه سره د اسلام اباد پیغام شریک کړي.
پاکستان له دې وړاندې ویلي و، چې په اوسمهالو شرایطو کې د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه لیدل کیږي.
د همدې اونۍ په اوږدو کې په کابل کې د پاکستان سفیر د طالبانو ددفاع له وزیر مولوي یعقوب سره وکتل او ویل کیږي چې د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو کې د تېر په پرتله بدلونونه راغلي دي.


د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې پاکستاني پولیسو په دې وروستيو کې د تحریک انصاف په لاريونونو کې د ګډون په تور شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نيولي او زنداني کړي دي. طالبان زياتوي، چې په دې لاريونونو کې افغانانو ګډون نه دی کړی خو پاکستاني پوليس د افغان کډوالو ځورولو ته دوام ورکوي.
تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې افغان کډوالو د تحریک انصاف په لاریونونو کې برخه اخستې وه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ۱۹ تنه افغان کډوال په اسلام اباد کې په لاریونونو کې د ګډون په تور نیول شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې ټول افغان کډوال باید د روان کال له ډسمبر میاشتې څخه په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه ولري، که نه له اسلام اباده به ایستل کيږي.
د طالبانو کډوالو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي ، چې د اسلام اباد امنيتي ادارو د افغان کډوالو د نیولو لپاره پراخ عمليات پیل کړي او شاوخوا «۸۰۰ کسان» يې نيولي او زنداني کړي دي.
دغه وزارت لیکلي، چې په لاريونونو کې هیڅ افغان ګډون نه دی کړی.
طالبانو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې له افغان کډوالو دې سیاسي استفاده نه کوي.
د طالبانو کډوالو چارو وزارت په اسلام اباد کې له خپل سفارت څخه غوښتي، چې د پاکستان کورنيو چارو او سفران وزارتونو او د ملګرو ملتونو عالي کمېنشرۍ ته په ليکلې بڼه د بنديانو شمېر ورکړي او ژر تر ژر د هغوی د خوشي کېدو غوښتنه وکړي.

ویکيلیکس د افغانستان جګړې راپورونو د تلپاتې خونديتابه لپاره د بټکواین بلاکچېن ته مخه کړې ده. دا راپورونه، چې له ۷۰زرو څخه زیات محرم اسناد لري، په ۲۰۱۰ کال کې د جولین اسانج له خوا خپاره شوي وو او د امریکا په مشرۍ د افغانستان جګړې د سختو حقایقو انځور وړاندې کوي.
د سپارتاکوس پروژه، چې نن پیل کېږي، ډاډ ورکوي چې دا اسناد به له سانسور څخه خوندي او د تل لپاره به لاسرسی ورته شونی وي.
د دې هڅې موخه د اسانج لپاره د مالي مرستې راټولول نه دي، بلکې د هغه میراث خوندي کول دي.
د افغانستان جګړې راپورونه، چې په اصل کې د چلسی مانینګ له خوا افشا شوي او ویکيلیکس خپاره کړي، د ملکي وګړو د تلفاتواو د «تلپاتې ازادۍ عملیاتو» د ستونزو په اړه حقایق بربنډ کړل. د بلاکچین له لارې د دې راپورونو د خوندي کولو موخه دا ده چې که د ویکي لیکس ویبپاڼه یا انټرنېټي ارشیف په نښه شي، دا اسناد به بیا هم د نړۍ له هر ګوټ څخه د لاسرسي وړ وي.
د جولین اسانج ورور او د اسانج کمپاین مشر ګبریل شپټون وویل ، « دا مالومات باید د تل لپاره پاتې شي».
د اورډینالز پروتوکول له لارې، معلومات پر "ساتوشي" (چې د بټکواین تر ټولو کوچنی واحد دی) لیکل کېږي، چې هغه بیا د بدلون وړ نه وي.
دا پروژه له بټکواین سره د اسانج د تاریخي اړیکې یو مهم سمبول دی.
په ۲۰۱۰ کال کې، ویکي لیکس د نړیوالې بانکدارۍ بندیز په ترڅ کې د مرستو راټولولو لپاره بټکواین وکاراوه، چې د دې ډیجیټل اسعارو د استعمال مهم پړاو ګڼل کیږي.
د بلاکچین د رپوټ له مخې، د اسانج اقداماتو د بټکواین په شهرت کې مرسته وکړه، خو د دې جوړوونکي ساتوشي ناکاموتو اندېښنې هم راپورته کړې.
هغه په ۲۰۱۰ کې پر بټکواین فورم ولیکل:« دا به ښه وه چې په بل ډول پام راواړول شي. ویکيلیکس د غومبسو ځاله خوځولې ده او اوس موږ د غومبسو په څېر برید سره مخ یو».
د کلونو په تېرېدو، بټکواین د ویکيلیکس د ملاتړ یوه مهمه وسیله پاتې شوې، چې د اسانج د حقوقي لګښتونو ( شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالرو) په پوښښ کې مرسته کوي.
د اسانج ورور شپټون وویل چې د نړیوالو بندیزونو پر وړاندې د ویکيلیکس د ژوندي پاتې کېدو لپاره د بټکواین کارونه د دې ډیجیټل اسعارو د سانسور ضد ماهیت یو ښکاره ثبوت دی.
د افغانستان جګړې راپورونه به د ډسمبر پر۱۲مه د اورډینالز په نوي بازار "ټریو" کې د پلور لپاره وړاندې شي.
د اورډینالز بوټ بنسټګر، ټوبي لیوس، وویل چې دا به "یوه تلپاتې تاریخي پروژه" وي.
د بلاکچین په باور، د دې نوښت لپاره د بلاکچېن کارول نه یوازې د ټکنالوژۍ یو پرمختګ دی، بلکې یو سیاسي بیان هم دی.
شپټون وویل: "د بټکواین ځواک دا دی چې د دولتي کچې بریدونو سره مقاومت وکړي او خپرونې دوامدارې وساتي."

د جرمني مخکینۍ صدراعظمه انګیلامرکل نن ددغه هېواد د پارلمان یا بوندستاګ څیړنیزې کمیټې ته حاضره شوې، چې په درې ساعته غونډه کې له افغانستان نه په ۲۰۲۱ کال کې د جرمني ځواکونو او د هغوی د افغان همکارانو د تخلیې په تړاو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
د څیړنو مرکزي پوښتنه داده، چې ولې د جرمني مشرتابه د دې ناورین د اټکل او د مخنیوي لپاره پوره تیاری نه درلود؟
منتقدان وایي چې دې تېروتنې زرګونه افغان سیمهییز کارکوونکي او د هغوی کورنۍ، چې له جرمني ځواکونو سره یې کار کړی و، بې برخلیکه پرېښودل او د طالبانو رحم ته یې وسپارل.
جرمني رسنۍ هغه زړه بوږنوونکې صحنې چې افغانان پکې په کابل هوايي ډګر کې د الوتکو پر وزرونو ولاړ دي، د نړیوالې حافظې برخه او د لویدیزې مشرتابه د ناکامۍ تاریخي پېښه ګڼي.
د مرکل دفاع
څارونکي تمه نه لري چې مرکل به د خپل حکومت کومه جدي تېروتنه ومني. هغه به، چې په محتاطې او ځیرکې مشرې پېژندل کېږي، دا ناکامي احتمالا د نړیوالو ناسمو اټکلونو پایله وګڼي.
د کمېټې څېړونکي باورمن دي،چې د مرکل په تازه چاپ شوي کتاب کې یې د هغې د افغانستان تګلارې په اړه نوي مالومات موندلي، خو داسې ښکاري چې کتاب د دې موضوع په اړه ډېر کم څه وړاندې کوي.
د څیړنو موخه
که څه هم چې تمه نه کېږي په څیړنو کې به کومه لویه افشاګري وشي، خو دا بهیر ډېر مهم ګڼل کیږي.
دا د جرمني سیاسي نظام اړ باسي چې سختې پوښتنې مطرح کړي: ایا د ښه پلان جوړونې له لارې د بشري ناورین مخنیوی کېدای شوای؟ ایا استخباراتي او پوځي مشورې له پامه غورځول شوې وې؟
د جرمني رسنیو په باور، دغه بهیر د ډیموکراسۍ د حساب ورکونې پر اهمیت ټینګار کوي، حتا د هغو مشرانو لپاره چې له اوږدې مودې راهیسې له دفتره وتلي وي.
د مرکل لپاره، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال د اروپا د یوې ثابتې مشرې په توګه پېژندل کېده، د افغانستان دا کړکېچ د هغې په سیاسي میراث کې یوه نادره برخه ده.
د جرمني رسنیو د رپوټ له مخې، د دې څیړنو پایله کېدای شي د خلکو په نظر کې د مرکل انځور ډېر بدل نه کړي، خو هدف یې له تېروتنو څخه د زده کړې لپاره وضاحت او هڅول دي.
افغانستان له دریو کلونو راهیسې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دی. له ۲۰ کلونو وروسته د ناټو ځواکونو د ناڅاپي وتلو په اړه نیوکې تراوسه هم روانې دي.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مني، چې په یاوان ولسوالۍ کې امو سیند ته د موټر لويدو له کبله شپږ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. طالبانو ویلي، چې تراوسه د پېښې یوازې یو جسد موندل شوی.
د بدخشان د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح الله امیري د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵ مه) رسنيو ته وويل، چې دغه کسان په یو لنډ کروزر ډوله موټر کې سپاره وو او د نسي ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
اميزي زياتوي، چې دوی د بدخشان مرکز فیض اباد ته روان وو، چې موټر يې سيند ته لویدلی.
د طالبانو دغه سيمه ييز مسوول وايي چې د وژل شويو کسانو د جسدونو د موندلو لپاره د ژغورنې عمليات روان دي.
ذبیح الله اميري ویلي، چې ټپیان يې د شهر بزرګ ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.
په تېرو دريو اونيو کې دا درېيم ځل دى، چې د نسي او فيض اباد ولسواليو ترمنځ پر سړک د مسافرو موټر سيند ته لوېږي.
له دې مخکې سیمه ییزو سرچینو (د ليندۍ پر ۸ مه) تایید کړې وه، چې له دوو اونیو څخه په کمه موده کې د بدخشان په کوکچې سیند کې د دوو موټرو د لوېدو او ټکر له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي.
سرچینې هغه مهال ویلي و، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د نهو کسانو جسدونه لادرکه دي.

اروپايي ټولنې اعلان وکړ، چې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو د کمولو په موخه یې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته ۱۵.۸ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. دغه ټولنه وايي، له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره ۸۵،۱ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ (د ليندۍ ۱۵ مه) په یوه اعلاميه کې لیکلي، چې د خوړو له نړیوال پروګرام سره مرسته به د طبیعي پېښو او اقلیمي تغییراتو پر وړاندې د افغانانو مقاومت پیاوړی کړي.
دې ټولنې ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د اقلیمي تغییراتو او د خوړو خوندیتوب په برخه کې مرستو ته ژمن دي.
اروپايي ټولنه وايي، سږ کال په افغانستان کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۱۶۰ زره کسان او تر ۲۰ زره ډېر کورونه زیانمن شوي او زرګونه هکتاره ځمکه ویجاړه شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د استنادي دیوالونو او کانالونو په جوړولو سره به د افغانستان د خلکو پر ژوند د اقلیمي تغییراتو ویجاړوونکې اغیزې کمې شي.
د خوړو نړیوال پروګرام د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې د ساړه موسم په رارسیدو سره به په افغانستان کې یو پر څلورمه برخه کورنۍ د خوړو له کمښت سره مخ شي.
دغه سازمان ویلي، چې د دغو کورنیو وروستۍ هیله د خوړو نړیوال پروګرام دی او دغه پروګرام د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره ۶۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
له بلې خوا نړیوالو مرستندویه سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د افغانستان یو پر درېیمه برخه نفوس به د ژمي په موسم کې د لوږې له خطر سره مخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام او د ماشومانو د ژغورنې صندوق د اټکلونو له مخې، په راتلونکو دریو میاشتو کې به افغان ماشومان د ژوند له ناوړه شرایطو سره مخ شي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی و، چې دا مهال څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.