• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان د هېرېدو له څنډو بېرته د نړۍوال پام منځ‌ټکي ته؛ تر سرلیک لاندې سېمپوزیم جوړ شو

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۷ GMT+۰

د افغانستان له خبریالانو د ملاټړ سازمان، "افغانستان د هېرېدو له څنډو بېرته د نړۍوال پام منځ‌ټکي ته" تر سرلیک لاندې په برلین کې خپل دوېم سېمپوزیم جوړ کړ. دغه یو ورځنۍ سېمپوزیمد ډسمبر پر ۴مه د خبريالانو ملاتړو سازمانونو او د جلاوطنه او نړۍوالو رسنيو د استازو په حضورکې جوړ شو.

په دغه سېمپوزیم کې چې د افغان او جلاوطنه رسنيو د وضعيت د ارزونې په تړاو جوړ شوی و، په افغانستان کې رسنيو او د ازادۍ اوسني بحران ته د نړۍوالې پاملرنې د جلبولو پر ارزښت، په افغانستان او درېيمو هېوادونو کې د افغان خبريالانو پر وړاندې د پرتو ننګونو او په کور د ننه د اوسنيو حاکمانو تر حاکميت لاندې د رسنيو پر وضعيت خبرې او بحثونه وشول.

100%

د افغانستان د خبریالانو د سازمان بنسټ ایښودونکي حامد عبیدي وایي، چې دغه سېمپوزیم په دوو پنلونو کې د افغانستان د وضعیت په هکله، له هېواده بهر د رسنیو د رول په تړاو، دا چې څنګه د افغان ولس غږ په نړۍوالو رسنیو کې خپور کړو او په بهر کې د افغاني رسنیو او نړۍوالو رسنیو تر منځ د همغږي په اړه بحث وشو.

ښاغلي عبیدي زیاته کړه: «په دې سېمپوزیم کې د ژورنالیزم په اخلاقو هم بحث وشو او یوه کمېټه جوړه شوه چې له هېواده بهر پر اخلاقي کوډونو کار وکړي.»

100%

دا سېمپوزيم د افغانستان رسنيو او جلاوطنه خبريالانو پر وړاندې د پرتو ننګونو پر څيړلو، د بيان پر ازادۍ د هېواد د اوسنيو شرایطو د‌ اغېز او اطلاعاتو ته په لاسرسي متمرکز و.

تېر کال د تلې په ۹مه نېټه د افغانستان د خبریالانو سازمان د په جرمني کې د بیان ازادۍ په اړه لومړنی سمپوزیم جوړ کړی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

جهاني افغانانو ته: دین باید د ملا له انحصار څخه وباسئ ځکه ملا نه غواړي خلک باسواده شي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۵ GMT+۰

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالباري جهاني د افغانستان انټرنشنل - پښتو په سپړنه خپرونه کې ویلي، که څوک په لیک او لوست پوهیږي نو کولی شي قران ولولي او ملا ته هېڅ اړتیا نه شته.

نوموړی وايي چې طالبان د زده کړو پر وړاندې د خشنو پالیسو له امله غواړي خلک خفه کړي او که طالبان په همدې دود روان وي، نو خامخا به له ولسي مقاومت سره مخ کیږي.

د جهاني په خبره، افغانان مسلمانان دي باید د قران او احادیثو پیروي وکړي، نه دا چې د هر ملا پیروي وکړي.

هغه زیاته کړه: "ما ټولو افغانانو ته ویلي چې دین د ملا له انحصار څخه باید وباسئ".

جهاني وايي چې که طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي اټکل کیږي چې څه موده وروسته به د هلکانو ښوونځي هم کنټرول کړي.

د جمهوري دولت دغه پخوانی چارواکی زیاتوي، چې که طالبان اصلاح نه شي، یو وخت به راشي چې د کابل ښار کې به یې یو ځل بیا خلک مړي په ډبرو ولي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو مشر په خپل یو تازه فرمان کې د نجونو پر مخ د طبي نیمه عالي زده کړو دروازې هم وتړلې.

دغه بندیز په افغانستان او بېرون پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د جرمني مخکینۍ صدراعظمه: د دوحې تړون په افغانستان کې د ځواک انډول بدل کړ

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۳ GMT+۰

د جرمني پخوانۍ صدراعظمه انګیلا میرکل د خپل کتاب فرایهایټ (ازادي) له خپرېدو وروسته د جرمني پارلمان د افغانستان د څېړنو کمیټې پر وړاندې حاضره شوه. دا ناسته د کمیټې وروستۍ غونډه وه چې په ۲۰۲۱ کال کې د تخلیې او بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د جرمني د چلند ارزونې ته ځانګړې شوې وه.

مېرکل دې غونډې ته په ډاګه کړه چې د دوحې تړون په افغانستان کې د ځواک انډول بدل کړ. هغې وويل، « له دغه تړون سره په افغانستان کې د واک انډول د هر چا لپاره ښکاره شو."

دغه تړون په پای کې طالبانو ته لاره هواره کړه چې په تاوتريخوالي سره واک ته ورسېږي.

مېرکل وويل چې متحدین، په ځانګړې توګه جرمني د امريکا د پرېکړو تابع وو. هغې زياته کړه، « متحدین د امريکا د ټاکل شوې تګلارې پر بنسټ عمل کولو باندې اړ وو».

د ځواکونو بېړنۍ او ګډه وډه وتنه او د طالبانو لاس ته د کابل لوېدل د دوحې تړون مستقيمې پایلې وې او له ناټو ځواکونو سره هم کافي چمتووالی نه و، چې له دغه ناورین سره مقابله وکړي.

د شين ګوند غړې، سارا ناني، مېرکل په دې ګرمه وبلله، چې د دوحې تړون خبرداری یې جدي ونه نیوه. هغې وويل: « د دوحې تړون بايد د انګیلا مېرکل لپاره يو قوي خبرداری وای».

مېرکل تاييد کړه چې هغې په افغانستان کې د جرمني ځواکونو قوماندان ته لارښوونه کړې وه چې د ۱۹۷۵ کال د سايګون د سقوط په څېر را ونه وځي.

مېرکل وویل چې که څه هم تړون د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاسلیک شوی و، خو د ثبات د تامین او د طالبانو د بیا واکمنېدو د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلی.هغې ومنله چې نړيوالې ټولنې د افغانستان د سياسي نظام د جوړولو په وړتیا کې ځان غښتلی ګڼلی و، خو د دې ټولنې د کلتوري او جوړښتي ستونزو تر اغېز لاندې پاتې شو.

میرکل، چې همدا اونۍ په واشنګټن ډي سي کې له خپل پخواني ملګري او د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما سره د خپل کتاب تبلیغ کاوه، خپل د شاهدۍ نوبت پنجشنبې ته ځنډولی و.

مېرکل: موخې ډېرې لوړې ټاکل شوې وې

مېرکل خپله شاهدي په دوستانه انداز پیل کړه اوویې پوښتل، « ایا زه کښېناستی شم؟».

هغې شاوخوا ۳۰ دقیقې خپله وینا وکړه، چې د جرمني د پوځ د وتلو بهیر یې پکې وستایه او ویې ویل: « مهالوېش په بشپړه توګه عملي شو او زه پرې ډېر خوښه وم.»

خو مېرکل دا هم ومنله چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د خپلو پراخو موخو د ترلاسه کولو توان ډېر اټکل کړی و.

د جرمني د میرکور رسنۍ د رپوټ له مخې، که څه هم هغې ټینګار وکړ چې د سپټمبر د ۱۱مې له پېښو وروسته د امریکا ملاتړ کول د سمې پرېکړې په توګه ویني، خو ویې ویل چې په دموکراسۍ، د ښځو د حقونو او د خبریالانو او سوداګرو د خوندیتوب په برخه کې یې خپل هدفونه نه دي ترلاسه کړي.

نوموړې وویل، « د فرهنګي توپیرونو اغېز له هغه څه ډېر و، چې ما اټکل کړی و».

هغې زیاته کړه، چې له بهره له فساد پاک ډموکراتیک سیستم جوړول ناممکنه و. هغې دا هم ومنله چې د افغانستان خلک د خپل حکومت پر وړاندې بې باوره وو، چې دا د بې ثباتۍ سبب شو.

د دوحې تړون او د امریکا انحصار

مېرکل د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون په اړه هم خبرې وکړې. دغه تړون امریکايي ځواکونو او د هغوی متحدینو ته د وتلو لاره هواره کړه، په داسې حال کې چې طالبانو ژمنه وکړه چې افغانستان به د ترهګرو ډلو لپاره پناه ځای نه ګرځي.

مېرکل وویل، له دې وروسته په افغانستان کې د واک د توازن بدلون هر چا ته څرګند شو او متحدین د امریکا د پرېکړو تابع پاتې شول.

د زرغون ګوند استازې، سارا ناني، په دې اړه پر میرکل نیوکه وکړه. هغې وویل: "د دوحې تړون باید د انګیلا مېرکل لپاره د خبرداري زنګ وای." هغې زیاته کړه: "مېرکل باید پوهېدلې وای چې دا تړون څه معنا لري او کومې مستقیمې پایلې لري."

د جرمني د میرکور رسنۍ د رپوټ له مخې، د افغانستان د څېړنې کمیټه هڅه کوي چې د ورته بحرانونو لپاره سپارښتنې وړاندې کړي، په ځانګړي ډول د تخلیې عملیاتو او بشري مرستو په برخه کې. د میرکور په باور، د میرکل شاهدي که څه هم یو څه ځوابونه وړاندې کړل، خو دا هم په ډاګه کوي چې د کمزورو هېوادونو د حکومتدارۍ او فساد ستونزې په اسانۍ نه شي حل کېدای.

په هلمند کې امر بالمعروف د تور حجاب پر پېر او پلور هم بنديز لګولی

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۴ GMT+۰

طالبانو په سویلي ولایتونو کې د خپلو بنديزونو په دوام دا ځل په هلمند کې دوکاندارانو ته خبرداری ورکړی، چې تور حجابونه دې نه پلوري او یوازې دې د ميرمنو لپاره چادرۍ وپلورل شي. په دغه ولایت کې امربالمعروف له ښځو هم غوښتي، چې د حجاب پر ځای دې شنې چادرۍ پرسر کړي.

د هلمند مرکز لښکرګاه څخه يو شمېر دوکاندارانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې له تېرې شنبې ورځې څخه د امر بالمعروف محتسبان پر دوکانونو ګرځي او د حجاب د نه پلورلو سپارښتنې کوي.

دوکانداران وایي، طالبانو ورڅخه غوښتي، چې پر تور حجاب لرونکو ښځو دې توکي نه پلوري.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د مې میاشتي پر اوومه نېټه په افغانستان کې د ښځو لپاره حجاب اجباري کړ او خبرداری يې ورکړ، چې سرغړوونکو ته به سزا ورکړل شي.

طالبانو هم هغه مهال د «شرعي حجاب» کولو لپاره ښځو ته ځینې سپارښتنې هم وړاندې کړې وې.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت ویلي و، چې که ښځې حجاب مراعت نه کړي «لومړي به د مېرمنې کور په نښه کړل شي، د هغې ولي ته به توصیه کيږي. په دویم ځل به ولي د دوی اړوند ریاست ته احضاريږي. په درېیم ځل به ولي درې ورځې حبس تېروي. په څلورم ځل به ولي محاکمو ته سپارل کيږي اومناسبه سزا به ويني.»

طالبان اوس تازه هڅه کوي، چې پر ښځو د حجاب پر ځای د چادرۍ پرسرکول لازمي کړي.

یو شمېر مېرمنې بیا چادري پردی فرهنګ یادوي او پر ښځو جبري کول یې د زندۍ په مانا یادوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

سرچینې: د طالبانو د چارو ادارې فرهنګي رییس له یوې ۱۶ کلنې پېغلې سره درېیم واده کړی

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۴ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یو شمېر سرچینو تایید کړه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رییس ملا رباني ناصح د ۱۱ سوه زره افغانیو په بدل له یوې ۱۶ کلنې پېغلې سره واده کړی دی.

د یادې کم عمرې جنۍ یو خپلوان وویل، چې ملا رباني ناصح د جنۍ پلار ته پېسې ورکړي او تازه یې د واده مراسم ترسره کړي دي.

یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې ملا رباني د خپل درېیم واده لپاره لوی محفل نه و نیولی او یوازې په خپلې کورنۍ کې یې یوه کوچنۍ میلمستیا تنظیم کړې وه.

د چارو ادارې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط د ملا رباني درېیم واده تایید کړی او ویلي یې دي، چې دغه طالب چارواکی تر دې مخکې د صحاب الله په نوم د یو تنکي هلک په ساتلو تورن شوی و، چې نوموړی هلک دا مهال د رباني د سکرتر په توګه د چارو ادارې په فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست کې دنده لري.

ملا رباني ناصح تر دې وړاندې د ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي و او د جمهوریت پر مهال د اچین لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال و، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته کې زخمي شوی و.

د طالب مشرانو د دویمو او درېیمو ودونو راپورونه په داسې مهال خپریږي، چې له دې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله د خپلې ډلې له غړو غوښتي وو، چې له دویمو او درېیمو ودونو خوداري وکړي.

د پاکستان پوځ له طالبانو نه د پاکستاني جنګیالیو خلاف د اقداماتو غوښتنه کړې

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوړپوړو چارواکو د یوې غونډې په ترڅ کې د پاکستاني طالبانو له خوا د افغان خاورې پر استعمال اندېښنه څرګنده کړې ده. په دې غونډه کې د پاکستان پوځي مشرانو ټینګار کړی، چې ترهګر د پاکستان خلاف د افغانستان خاوره کاروي.

دوی له طالبانو نه چې پر افغانستان واکمن دي، غوښتنه کړې، چې د دې ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه واخلي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر په مشرۍ په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قومانداني کې د قول اردوګانو د قوماندانانو او ځانګړو افسرانو په فورم کې له افغانستان نه په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې څرګندې شوې دي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، په کنفرانس کې د پاکستان پوځي چارواکو وویل چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د خپلو بریدونو لپاره افغان خاوره کاروي، چې دا د پاکستان د امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

دغو پوځي قوماندانانو ټینګار کړی، چې پاکستان تل له افغانستان څخه غوښتنه کړې چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدامات وکړي او هغوی ته دې خوندي پناه ځایونه نه ورکوي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، "دا مهمه ده چې افغانستان خپله خاوره د پاکستان ضد ترهګرو ته په واک کې ور نه کړي، ځکه دا چاره د دواړو هېوادونو امنیت ته زیان رسوي."

د پوځ د لوړپوړو چارواکو له قوله، افغانستان او پاکستان دواړه له مشترک امنیتي ګواښ سره مخ دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي او همکاری باید ډېره شي.

د کنفرانس په جریان کې، د پاکستان پوځ مشرانو وویل چې دوی به خپل ترهګرۍ ضد عملیاتو ته دوام ورکړي او په بلوچستان او نورو ګواښمنو سیمو کې به ترهګرې ډلې په نښه کړي.

د کنفرانس په پای کې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د پوځ د مسلکي روزنې، عملیاتي چمتووالي او د پاکستان د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره د پوځ پر ژمنتیا ټینګار کړی. هغه ویلي چې "موږ به هیڅکله د پاکستان د امنیت پر وړاندې ګواښ ته اجازه ورنه کړو او خپلې هڅې به دوامدارې کړو."

د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي چې ګني افغان خاوره د پاکستان د بې ثباتۍ لپاره کاریږي