• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ له طالبانو نه د پاکستاني جنګیالیو خلاف د اقداماتو غوښتنه کړې

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوړپوړو چارواکو د یوې غونډې په ترڅ کې د پاکستاني طالبانو له خوا د افغان خاورې پر استعمال اندېښنه څرګنده کړې ده. په دې غونډه کې د پاکستان پوځي مشرانو ټینګار کړی، چې ترهګر د پاکستان خلاف د افغانستان خاوره کاروي.

دوی له طالبانو نه چې پر افغانستان واکمن دي، غوښتنه کړې، چې د دې ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه واخلي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر په مشرۍ په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قومانداني کې د قول اردوګانو د قوماندانانو او ځانګړو افسرانو په فورم کې له افغانستان نه په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې څرګندې شوې دي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، په کنفرانس کې د پاکستان پوځي چارواکو وویل چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د خپلو بریدونو لپاره افغان خاوره کاروي، چې دا د پاکستان د امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

دغو پوځي قوماندانانو ټینګار کړی، چې پاکستان تل له افغانستان څخه غوښتنه کړې چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدامات وکړي او هغوی ته دې خوندي پناه ځایونه نه ورکوي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، "دا مهمه ده چې افغانستان خپله خاوره د پاکستان ضد ترهګرو ته په واک کې ور نه کړي، ځکه دا چاره د دواړو هېوادونو امنیت ته زیان رسوي."

د پوځ د لوړپوړو چارواکو له قوله، افغانستان او پاکستان دواړه له مشترک امنیتي ګواښ سره مخ دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي او همکاری باید ډېره شي.

د کنفرانس په جریان کې، د پاکستان پوځ مشرانو وویل چې دوی به خپل ترهګرۍ ضد عملیاتو ته دوام ورکړي او په بلوچستان او نورو ګواښمنو سیمو کې به ترهګرې ډلې په نښه کړي.

د کنفرانس په پای کې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د پوځ د مسلکي روزنې، عملیاتي چمتووالي او د پاکستان د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره د پوځ پر ژمنتیا ټینګار کړی. هغه ویلي چې "موږ به هیڅکله د پاکستان د امنیت پر وړاندې ګواښ ته اجازه ورنه کړو او خپلې هڅې به دوامدارې کړو."

د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي چې ګني افغان خاوره د پاکستان د بې ثباتۍ لپاره کاریږي

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

جمهوري غوښتونکي نړۍوالو ته: په افغانستان کې له طالبانو سره تعامل وځنډوئ

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت په یوې اعلامیې کې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي او له امله یې له طالبانو سره هر ډول تعامل وځنډوئ.

دغه خوځښت زیاتوي، چې طالبانو د خپلو خشنو پالیسیو له مخې، ښوونځي تړلي، پوهنتونونو ته یې د نجونو د لاسرسي مخه نیولې ده او پر کار یې بندیز لګولی دی، چې دا پرېکړه د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ښکاره ټکر کې ده او د افغان نجونو او ښځو له اساسي حقونو څخه سرغړونه ده، چې د افغانستان د راتلونکي ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره جدي زیانونه رامنځته کوي.

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت په اعلامیه کې وايي، د تعلیم حق، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې او د ماشومانو د حقونو کنوانسیون له مخې یو اساسي حق ګڼل کېږي، د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز د دې نړۍوالو اصولو ښکاره نقض دی.

اعلامیه زیاتوي: " دا پرېکړه نه یوازې د افغان نجونو د زده کړې دروازې بندوي، بلکې د ټولنې د پرمختګ لپاره د ښځو ونډه هم له منځه وړي."

د جمهوري غوښتونکو خوځښت پر افغانانو غږ کړی، چې د خپلو اساسي حقونو د ساتلو لپاره یو موټی شي او زیاتوي، چې د دې وضعیت د حل لپاره د ټولو سیاسي شخصیتونو، مدني ټولنو او د نظر خاوندانو د ملي محور په جوړولو کې ګډ کار اړین دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپل نوي فرمان کې په افغانستان کې د نجونو په نیمه عالي طبي زده کړو هم بندیز ولګاوه، چې دې پرېکړې په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
د هبت الله له دې پرېکړه سره په ټول هېواد کې زرګونه ښځینه زده کړیالانې بې برخلیکه شوې.

د پاکستان حکومت پخوانی سفیر محمد صادق د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د پاکستان حکومت محمد صادق خان د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه وټاکه. صادق خان له۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ پورې په کابل کې د پاکستان سفیر پاتې شوی.

صادق د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر بېلابېلو څوکیو پاتې دی او د افغانستان په اړه پراخې تجربې لري.

هغه له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۴ پورې په کابل کې د پاکستان سفیر پاتې شوی او په بروکسل، بېجینګ او واشنګټن کې یې هم دندې ترسره کړې دي.

نوموړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په توګه له۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۰۸ پورې هم دنده ترسره کړې ده.

پر دې سربېره هغه د ۲۰۱۴ کال له مارچ نه تر ۲۰۱۶ کال اکتوبر پورې د پاکستان د ملي امنیت اړوند ادارې د سکرتر په توګه دنده ترسره کړې ده.

دا ګومارنه داسې مهال ترسره کیږي چې په دې وروستیو کې روسي او چینایي چارواکو کابل ته سفرونه درلودل او شپږ چینايي ډپلوماټان کندهار ته لاړل چې ددې ډلې له مشرتابه سره د اسلام اباد پیغام شریک کړي.

پاکستان له دې وړاندې ویلي و، چې په اوسمهالو شرایطو کې د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

د همدې اونۍ په اوږدو کې په کابل کې د پاکستان سفیر د طالبانو ددفاع له وزیر مولوي یعقوب سره وکتل او ویل کیږي چې د دواړو خواوو ترمنځ په اړیکو کې د تېر په پرتله بدلونونه راغلي دي.

طالبان وايي پاکستاني پولیسو شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیولي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې پاکستاني پولیسو په دې وروستيو کې د تحریک انصاف په لاريونونو کې د ګډون په تور شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نيولي او زنداني کړي دي. طالبان زياتوي، چې په دې لاريونونو کې افغانانو ګډون نه دی کړی خو پاکستاني پوليس د افغان کډوالو ځورولو ته دوام ورکوي.

تر دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې افغان کډوالو د تحریک انصاف په لاریونونو کې برخه اخستې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ۱۹ تنه افغان کډوال په اسلام اباد کې په لاریونونو کې د ګډون په تور نیول شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې ټول افغان کډوال باید د روان کال له ډسمبر میاشتې څخه په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه ولري، که نه له اسلام اباده به ایستل کيږي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي ، چې د اسلام اباد امنيتي ادارو د افغان کډوالو د نیولو لپاره پراخ عمليات پیل کړي او شاوخوا «۸۰۰ کسان» يې نيولي او زنداني کړي دي.

دغه وزارت لیکلي، چې په لاريونونو کې هیڅ افغان ګډون نه دی کړی.

طالبانو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې له افغان کډوالو دې سیاسي استفاده نه کوي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت په اسلام اباد کې له خپل سفارت څخه غوښتي، چې د پاکستان کورنيو چارو او سفران وزارتونو او د ملګرو ملتونو عالي کمېنشرۍ ته په ليکلې بڼه د بنديانو شمېر ورکړي او ژر تر ژر د هغوی د خوشي کېدو غوښتنه وکړي.

ویکي‌لیکس د افغانستان جګړې د راپورونو خوندي کولو لپاره د بټکواین بلاکچېن کاروي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۵۷ GMT+۰

ویکي‌لیکس د افغانستان جګړې راپورونو د تلپاتې خونديتابه لپاره د بټکواین بلاکچېن ته مخه کړې ده. دا راپورونه، چې له ۷۰زرو څخه زیات محرم اسناد لري، په ۲۰۱۰ کال کې د جولین اسانج له خوا خپاره شوي وو او د امریکا په مشرۍ د افغانستان جګړې د سختو حقایقو انځور وړاندې کوي.

د سپارتاکوس پروژه، چې نن پیل کېږي، ډاډ ورکوي چې دا اسناد به له سانسور څخه خوندي او د تل لپاره به لاسرسی ورته شونی وي.

د دې هڅې موخه د اسانج لپاره د مالي مرستې راټولول نه دي، بلکې د هغه میراث خوندي کول دي.

د افغانستان جګړې راپورونه، چې په اصل کې د چلسی مانینګ له خوا افشا شوي او ویکي‌لیکس خپاره کړي، د ملکي وګړو د تلفاتواو د «تلپاتې ازادۍ عملیاتو» د ستونزو په اړه حقایق بربنډ کړل. د بلاکچین له لارې د دې راپورونو د خوندي کولو موخه دا ده چې که د ویکي لیکس ویب‌پاڼه یا انټرنېټي ارشیف په نښه شي، دا اسناد به بیا هم د نړۍ له هر ګوټ څخه د لاسرسي وړ وي.

د جولین اسانج ورور او د اسانج کمپاین مشر ګبریل شپټون وویل ، « دا مالومات باید د تل لپاره پاتې شي».

د اورډینالز پروتوکول له لارې، معلومات پر "ساتوشي" (چې د بټکواین تر ټولو کوچنی واحد دی) لیکل کېږي، چې هغه بیا د بدلون وړ نه وي.

دا پروژه له بټکواین سره د اسانج د تاریخي اړیکې یو مهم سمبول دی.

په ۲۰۱۰ کال کې، ویکي لیکس د نړیوالې بانکدارۍ بندیز په ترڅ کې د مرستو راټولولو لپاره بټکواین وکاراوه، چې د دې ډیجیټل اسعارو د استعمال مهم پړاو ګڼل کیږي.

د بلاکچین د رپوټ له مخې، د اسانج اقداماتو د بټکواین په شهرت کې مرسته وکړه، خو د دې جوړوونکي ساتوشي ناکاموتو اندېښنې هم راپورته کړې.

هغه په ۲۰۱۰ کې پر بټکواین فورم ولیکل:« دا به ښه وه چې په بل ډول پام راواړول شي. ویکي‌لیکس د غومبسو ځاله خوځولې ده او اوس موږ د غومبسو په څېر برید سره مخ یو».

د کلونو په تېرېدو، بټکواین د ویکي‌لیکس د ملاتړ یوه مهمه وسیله پاتې شوې، چې د اسانج د حقوقي لګښتونو ( شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالرو) په پوښښ کې مرسته کوي.

د اسانج ورور شپټون وویل چې د نړیوالو بندیزونو پر وړاندې د ویکي‌لیکس د ژوندي پاتې کېدو لپاره د بټکواین کارونه د دې ډیجیټل اسعارو د سانسور ضد ماهیت یو ښکاره ثبوت دی.

د افغانستان جګړې راپورونه به د ډسمبر پر۱۲مه د اورډینالز په نوي بازار "ټریو" کې د پلور لپاره وړاندې شي.

د اورډینالز بوټ بنسټګر، ټوبي لیوس، وویل چې دا به "یوه تلپاتې تاریخي پروژه" وي.

د بلاکچین په باور، د دې نوښت لپاره د بلاکچېن کارول نه یوازې د ټکنالوژۍ یو پرمختګ دی، بلکې یو سیاسي بیان هم دی.

شپټون وویل: "د بټکواین ځواک دا دی چې د دولتي کچې بریدونو سره مقاومت وکړي او خپرونې دوامدارې وساتي."

د جرمني پارلماني کمېټه نن د افغان تخلیې په تړاو د انګیلا مرکل شاهدي اوري

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۵ GMT+۰

د جرمني مخکینۍ صدراعظمه انګیلامرکل نن ددغه هېواد د پارلمان یا بوندستاګ څیړنیزې کمیټې ته حاضره شوې، چې په درې ساعته غونډه کې له افغانستان نه په ۲۰۲۱ کال کې د جرمني ځواکونو او د هغوی د افغان همکارانو د تخلیې په تړاو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د څیړنو مرکزي پوښتنه داده، چې ولې د جرمني مشرتابه د دې ناورین د اټکل او د مخنیوي لپاره پوره تیاری نه درلود؟

منتقدان وایي چې دې تېروتنې زرګونه افغان سیمه‌ییز کارکوونکي او د هغوی کورنۍ، چې له جرمني ځواکونو سره یې کار کړی و، بې برخلیکه پرېښودل او د طالبانو رحم ته یې وسپارل.

جرمني رسنۍ هغه زړه بوږنوونکې صحنې چې افغانان پکې په کابل هوايي ډګر کې د الوتکو پر وزرونو ولاړ دي، د نړیوالې حافظې برخه او د لویدیزې مشرتابه د ناکامۍ تاریخي پېښه ګڼي.

د مرکل دفاع

څارونکي تمه نه لري چې مرکل به د خپل حکومت کومه جدي تېروتنه ومني. هغه به، چې په محتاطې او ځیرکې مشرې پېژندل کېږي، دا ناکامي احتمالا د نړیوالو ناسمو اټکلونو پایله وګڼي.

د کمېټې څېړونکي باورمن دي،چې د مرکل په تازه چاپ شوي کتاب کې یې د هغې د افغانستان تګلارې په اړه نوي مالومات موندلي، خو داسې ښکاري چې کتاب د دې موضوع په اړه ډېر کم څه وړاندې کوي.

د څیړنو موخه

که څه هم چې تمه نه کېږي په څیړنو کې به کومه لویه افشاګري وشي، خو دا بهیر ډېر مهم ګڼل کیږي.

دا د جرمني سیاسي نظام اړ باسي چې سختې پوښتنې مطرح کړي: ایا د ښه پلان جوړونې له لارې د بشري ناورین مخنیوی کېدای شوای؟ ایا استخباراتي او پوځي مشورې له پامه غورځول شوې وې؟

د جرمني رسنیو په باور، دغه بهیر د ډیموکراسۍ د حساب ورکونې پر اهمیت ټینګار کوي، حتا د هغو مشرانو لپاره چې له اوږدې مودې راهیسې له دفتره وتلي وي.

د مرکل لپاره، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال د اروپا د یوې ثابتې مشرې په توګه پېژندل کېده، د افغانستان دا کړکېچ د هغې په سیاسي میراث کې یوه نادره برخه ده.

د جرمني رسنیو د رپوټ له مخې، د دې څیړنو پایله کېدای شي د خلکو په نظر کې د مرکل انځور ډېر بدل نه کړي، خو هدف یې له تېروتنو څخه د زده کړې لپاره وضاحت او هڅول دي.

افغانستان له دریو کلونو راهیسې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دی. له ۲۰ کلونو وروسته د ناټو ځواکونو د ناڅاپي وتلو په اړه نیوکې تراوسه هم روانې دي.