له ۱۹۶۲ کال راهیسي د لومړي ځل لپاره د فرانسې د لومړي وزیر میشل بارنیه حکومت په پارلمان کې د نه باور رایې ترلاسه کولو له امله تېره ورځ سقوط وکړ او بارنیه له دې څخه یوه ورځ وروسته استعفا ورکړه.
د بارنیه له استعفا او په فرانسه کې د سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو وروسته په دغه هېواد کې د ښوونکو په ګډون د دولتي کارکوونکو د ډلو له خوا اعتصابونه پیل شو.
د ښوونکو اتحادیې او د دولتې دفترونو د کارمندانو یوې ډلې د پنجشنبې په ورځ اعتصاب وکړ او د پاریس په ګډون د فرانسې په لسګونو ښارونو کې یې لاریونونه او اعتصابونه وکړل.
د دغو اعتصابونو او لاریونونو په پایله کې د احتمالي ګډوډۍ له امله د هوايي ډګر د الوتنو شمېر کم شوی دی.
د حکومت په وړاندې د نه باور د رايې د تصويب په بهير کې د ولسي جرګې د کيڼ اړخي او ښي اړخي استازي سره يو ځای شول.
د الیزه ماڼۍ اعلان وکړ، چې مکرون به د پنجشنبې په ماښام په یوې ټلویزیوني وینا کې خلکو ته د وضعیت په هکله اطمینان ورکه.
کیڼ اړخي افراطي ګوند "نافرمانه فرانسه" په حکومت باندې د نه باور له رایې وروسته سمدستي د مکرون د استعفا غوښتنه وکړه.
د اساسي قانون له مخې، مکرون به تر ۲۰۲۷ کال پورې په خپله دنده پاتې وي او د اساسي قانون له نظره، د فرانسې د لومړي وزیر پر حکومت د نه باور رایه د ولسمشر پر دریځ هېڅ اغېز نه لري. نو له همدې امله مکرون باید د دې بحران لپاره لنډمهاله حل لار ومومي.
د هغه یو انتخاب دا دی چې یو تکنوکرات حکومت جوړ کړي چې د هېواد اداره په موقتي توګه پرته له کوم ځانګړي سیاسي پلان څخه په غاړه واخلي.