• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبانو د کابل په "شنه زون" کې په مسافرخونو کې د شپې پر پاتې کېدو بندیز لګولی دی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۲۵ GMT+۰

ځايي سرچينې وايي، چې د طالبانو استخباراتو د کابل "شنه زون" ته څېرمه په هوټلونو او مسافر خونو کې د شپې پاتې کېدل منع کړي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو ویلي، چې دغه بنديز يې د امنيتي دلايلو له امله لګولی دى.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو د دې بندیز د لاملونو په اړه توضیحات نه دي ورکړي.

د بلال سروري په نوم یو خبریال هم پر اېکس پاڼې د کابل په شنه سیمه کې د بندیز په اړه لیکلي دي.

په هغه عکس کې چې هغه پر اېکس پاڼې خپور کړی، لیدل کیږي چې د مسافرخونو د دهلیز پر یو دیوال لیکل شوي دي: «د امنیتي لاملونو له امله، میلمانه نه شي کولی په خونه کې شپه تېره کړي.»

مخکې له دې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شي، د امريکا په ګډون د بهرنيو هېوادونو سفارتونه او د نړۍوالو بنسټونو او موسسو دفترونه د کابل په شنه زون کې وو. په دې سیمه کې ولسمشرۍ ماڼۍ، د دفاع، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونه هم موقعیت لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

حنیف اتمر وايي د طالبانو مشر غواړي په افغانستان کې د ټولو خیریه بنسټونو د فعالیت مخه ونیسي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۵۰ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر د «رسمي او نا رسمي سرچینو» په حواله ادعا کوي، چې د طالبانو مشر په هېواد کې د ټولو خیریه بنسټونو د فعالیت د بندولو پرېکړه کړې ده. هغه وايي؛ که دغه پرېکړه عملي شي، په افغانستان کې به "يو ستر او نه هېرېدونکى ناورين" پيل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۱۶مه) پر اېکس لیکلي: «له کندهار څخه د رسمي او نا رسمي سرچینو څخه ډېر خواشینونکي خبرونه ترلاسه شوي. ویل کیږي چې د طالبانو مشر له مخالفتونو سربیره په هېواد کې د ټولو خیریه موسسو د تړلو پرېکړه کړې ده.»

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې هبت الله اخندزاده د طالبانو له کابینې غوښتي چې ټولې نا دولتي ادارې وتړي.

حنیف اتمر د دغې پرېکړې د پایلو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره دا «وحشتناکه» وبلله او خبرداری یې ورکړ، چې دا عمل به د میلیونونو افغانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا، د سیمې له هېوادونو، د اسلامي همکاریو له سازمان او افغان سیاستوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د میلیونونو زیانمنو شویو وګړو د خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.

خو ښاغلي اتمر د خپلو مالوماتي سرچینو په اړه وضاحت نه دی ورکړی او نه یې د خپلو څرګندونو د ثابتولو لپاره کوم سند وړاندې کړی.

تر اوسه وسله والو طالبانو او د دې ډلې تر واک لاندې ادارو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت یو شمېر خیریه بنسټونو ته د "ناقانونه" فعالیتونو له امله تړلي وو.

دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې میلیونونه خلک پر بشري مرستو متکي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، سږ کال ۲۳،۷ میلیونه افغانان چې ۵۲ سلنه یې ښځې او نجونې دي، عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو د مخالفو مشرانو د غونډې پای؛ م.م. باید له طالبانو سره بې ګټې خبرې پای ته ورسوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د مخالفو ډلو مشرانو سیاسي ایتلاف «د افغانستان ژغورنې لپاره ملي اجماع» د جوړیدو غونډه کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له طالبانو سره د بې ګټو خبرو له دوام څخه ډډه وکړي.

دوی له نړۍوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د هېواد د کړکېچ د حل لپاره دې له دغه ایتلاف سره همکاري وکړي.

د افغانستان ژغورنې لپاره ملي اجماع د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۱۶مه) د مارشال عبدالرشید دوستم، احمد مسعود، محمد کریم خلیلي، عمر داوودزي، محمد محقق او عبدالرب رسول سیاف، صلاح الدین رباني او عطا محمد نور په ګډون د یو لړ انلاین مراسمو په ترڅ کې خپل شتون اعلان کړ.

یونس قانوني، راحله دوستم، سرور دانش، شاه جهان او عبدالحق شفق د دې اتحاد نور غړي دي.

په دې مراسمو کې پخواني جهادي مشر او د ملي مقاومت د عالي شورا غړي عبدالرب رسول سیاف له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې له طالبانو سره له خبرو ډډه وکړي.

هغه له طالبانو هم وغوښتل، چې د خلکو پر وړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د قومي ډلو، سیاسي ګوندونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د افغانستان د ملي یووالي ګوند مشر محمد محقق په خپلو خبرو کې وویل، چې دغه اجماع له هغو کسانو جوړه ده، چې د دوحې په خبرو کې یې حقونه له پامه غورځول شوي دي.

د افغانستان ژغورنې د ملي جبهې غړي عطا محمد نور هم د سیاسي ګوندونو او جریانونو پر یووالي ټینګار وکړ او وې ویل: «په اوسني وخت کې تر یو چتر لاندې د ټولو جریانونو راغونډېدل له اوسني کړکېچ څخه د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار ده.»

د افغانستان د ملي غورځنګ ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم په دې مراسمو کې له خلکو وغوښتل چې له دغه ایتلاف څخه ملاتړ وکړي. نوموړي په افغانستان کې د ښځو او نجونو ناوړه وضعیت ته په اشارې سره له ټولو مشرانو، روڼ اندو، علماوو او خلکو وغوښتل چې د هېواد د ژغورنې لپاره کار وکړي.

ویل کیږي چې دغې اجماع لږ تر لږه ۳۰سازمانونه او سیاسي جریانونه تر یو چتر لاندې راټول کړي دي.

د دغه ايتلاف له خوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي اجماع په اهدافو کې د طالبانو پر ضد د ځواکونو تحرک، نړۍوالې ټولنې ته د دغې ډلې د ماهيت روښانه کول او د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د نړۍوالې او سيمه ييزې ارادې د رامنځته کولو هڅې شاملې دي.

د دغه اعلامیې له مخې، له ترهګرۍ سره مبارزه، خلکو ته د حاکمیت سپارل، د یو فعاله مشارکت تضمین او د اساسي قانون مسوده د دغه ایتلاف له نورو موخو څخه دي.

«د افغانستان د ژغورنې ملي اجماع» د جمعې په ورځ په یوه مجازي غونډه کې د دغه ایتلاف د غړو په شتون سره خپل موجودیت اعلان کړ.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا راستنیدو وروسته، څو نظامي جبهې او د طالبانو ضد سیاسي جریانونه جوړ شول.

په افغانستان کې دننه او بهر سیاسي ډلو په وار وار له طالبانو غوښتي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل کړي؛ خو طالبانو دا غوښتنې رد کړې دي.

د امریکا سفارت: په افغانستان کې پر زده کړو بندیز د کم عمر ودونه ۲۵ سلنه زیات کړي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي، چې په دغه هیواد کې پر زده کړو بندیز د مخکې له وخته او کم عمره کسانو د ودونو کچه ۲۵سلنه لوړه کړې ده. دغه سفارت وویل، چې اټکلونه ښيي چې ۲۸،۷سلنه افغان مېرمنې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوي دي.

په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۱۶مه) د جنسیټ پر بنسټ د تاوتریخوالي پر ضد د دوه اوونیز کمپاین په ترڅ کې وویل، چې په سلو کې ۹،۶ افغان ښځې تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوي دي. دغه سفارت ویلي، چې افغان مېرمنې او نجونې د کم عمر او اجباري ودونو مستحقې نه دي.

دغه سفارت زیاته کړه، چې د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي څخه پورته د ښځینه زده کونکو په زده کړو بندیز په افغانستان کې د ماشوم زیږون کچه ۴۵ سلنه لوړه کړې. د امریکا د سیاسي نمایندګۍ په وینا، په کم عمر کې واده کولو او د ماشوم زیږول د ښځو پر زیان سربیره، د ټولنې اقتصاد او ټولنیزو مسایلو ته صدمه رسوي.

د امریکا سفارت د جبري او کم عمره ودونو شمېرې خطرناکې وبللې او وې ویل، چې افغان ښځې او نجونې عاجلو مرستو ته اړتیا لري. دغه سفارت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د کم عمره ودونو عوامل باید په نښه شی.

دغه سفارت دا هم ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون له تصویب سره د افغان ښځو او نجونو وضعیت خراب شوی دی.

تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د پنجشبې په ورځ ویلي و، چې د طالبانو له خوا د ښځو د خاموشولو له هڅو سربیره، امریکا لا هم د افغان ښځو غږ اوري او د هغوی د حقونو ملاتړ کوي. هغې د ښځو لپاره د کار او زده کړو د فرصتونو په رامنځته کولو هم ټینګار کړی و.

اسلام اباد کې طالب سفیر د پاکستان د مشرانو جرګې له غړي سره پر سوداګریزو ننګونو خبرې وکړې

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۵ GMT+۰

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د مشرانو جرګې له غړي سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې سوداګرۍ او ننګونو په اړه ږغیدلی.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واګ لاندې د افغانستان سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې سردار احمد شکیب د پاکستان د مشرانو جرګې غړي او د دغه هېواد د مذهبي چارو پخواني وزیر محمد طلحه محمود سره په لیدنه کې د پاکستان او افغانستان پر سوداګریزو اړیکو، پانګه اچونه او د شته ننګونو د حل په موخه خبرې وکړې.

په اسلام اباد کې د طالبانو دغه استازی په داسې حال کې د پاکستان د مشرانو جرګې له غړي سره د سوداګرۍ د ننګونو په اړه لیدلي، چې تېره ورځ د پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې ټول ګوندیز کنفرانس پر ډیورنډ کرښه د ټولو سوداګریزو لارو د پرانېستلو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دا لارې د سیمې د سوداګرۍ لپاره مهمې دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان ایالتي حکومت پر افغان سوداګرۍ اضافي مالیات لګولي چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پخوا په پرتله زیانمنه شوې ده.

طالبانو د ناروې له خوا د دې ډلې له حکومت سره د اړیکو پر کمولو خپګان وښود

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۱ GMT+۰

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د ناروې دولت پر هغه پرېکړه خپګان ښودلی، چې له افغان مېرمنو سره د دغې ډلې د چلند له امله د دوی استازي نه مني او ډیپلوماټیک اړیکي ور سره کموي. طالبانو د ناروې له شاهي دولت غوښتي، چې دا ډول پرېکړې بايد «د هېوادونو په داخلي چارو پورې ونه تړل شي.»

له افغان مېرمنو او نجونو سره د طالبانو د کړونو په غبرګون کې ناروې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د طالبانو له لوري هر ډول معرفي شوی استازی به ونه مني.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې د ناروې دولت پر دې پرېکړې خواشني ښودلې او ویلي یې دي، چې د متقابل تفاهم او احترام پر بنسټ دیپلوماتیکه ښکيلتيا تاثير لري.

طالبانو کونسلي خدمتونو ته لاس رسی د هر وګړي حق ګڼلی او زياتوي: «موږ ټول لوري جدي هڅوو، چې دې اصل ته د نړيوالو همکاريو په روحیه لومړيتوب ورکړي.»

خو طالبان په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې د پخواني حکومت استازي نه مني او پر کارونو یې محدوديتونه زيات کړي.

په ناروې کې د افغانستان د سفارت چارې د پخواني حکومت د چارواکو له لوري مخ ته وړل کېدلې، چې د سپتمبر په ۱۲ مه د طالب چارواکو په غوښتنه وتړل شو.

طالبان د ۱۴۰۰ کال په زمري مياشت کې پر افغانستان واکمن شول، چې د څه باندي درېيو کلنو په تېرېدو تر اوسه هيڅ یوه هېواد په رسميت نه دي پېژندلي.