اسلام اباد کې طالب سفیر د پاکستان د مشرانو جرګې له غړي سره پر سوداګریزو ننګونو خبرې وکړې

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د مشرانو جرګې له غړي سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې سوداګرۍ او ننګونو په اړه ږغیدلی.

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د مشرانو جرګې له غړي سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې سوداګرۍ او ننګونو په اړه ږغیدلی.
په اسلام اباد کې د طالبانو تر واګ لاندې د افغانستان سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې سردار احمد شکیب د پاکستان د مشرانو جرګې غړي او د دغه هېواد د مذهبي چارو پخواني وزیر محمد طلحه محمود سره په لیدنه کې د پاکستان او افغانستان پر سوداګریزو اړیکو، پانګه اچونه او د شته ننګونو د حل په موخه خبرې وکړې.
په اسلام اباد کې د طالبانو دغه استازی په داسې حال کې د پاکستان د مشرانو جرګې له غړي سره د سوداګرۍ د ننګونو په اړه لیدلي، چې تېره ورځ د پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې ټول ګوندیز کنفرانس پر ډیورنډ کرښه د ټولو سوداګریزو لارو د پرانېستلو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دا لارې د سیمې د سوداګرۍ لپاره مهمې دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان ایالتي حکومت پر افغان سوداګرۍ اضافي مالیات لګولي چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پخوا په پرتله زیانمنه شوې ده.