• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو ځینې مخالفو مشرانو سیاسي ټلواله جوړه کړه

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۱۹ GMT+۰

د طالبانو ځینې مخالفو مشرانو د «افغانستان د ژغورنې ملي اجماع» په نوم سیاسي ایتلاف جوړ کړ. مارشال دوستم، احمد مسعود، کریم خلیلي، عمر داوودزی، رحمت الله نبیل، محقق، رسول سیاف، اسماعیل خان، تادین خان، صادق مدبر، صلاح الدین رباني او عطا محمد نور د دغه ایتلاف مهمې څېرې دي.

یونس قانوني، راحله دوستم، سرور دانش، شاه جهان او عبدالحق شفق د دې اتحاد نور غړي دي.

«د افغانستان د ژغورنې ملي اجماع» د جمعې په ورځ په یوه مجازي غونډه کې د دغه ایتلاف د غړو په شتون سره خپل موجودیت اعلان کړ.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا راستنیدو وروسته، څو نظامي جبهې او د طالبانو ضد سیاسي جریانونه جوړ شول.

په افغانستان کې دننه او بهر سیاسي ډلو په وار وار له طالبانو غوښتي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل کړي؛ خو طالبانو دا غوښتنې رد کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنري: په افغانستان کې د ښځو په طبي زدکړو بندیز دې لغوه شي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري د طالبانو له لوري په طبي موسسو کې د نجونو پر زدکړو د بندیز غبرګون کې ویلي، دا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو یو بل مستقیم ګزار دی او دې سره طالبان د افغانستان راتلونکی برمته کوي. دې ادارې د دې بندیز د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو له لوري طبي موسسو ته د نجونو پر تګ بندیز ته د غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې په خصوصي طبي موسسو کې په ټولګیو کې د ګډون بندیز د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د حاکمو چارواکو لخوا یو بل مستقیم ګوزار دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې دا د طالبانو له لورې تبعیضي اقداماتو په اوږده لړۍ کې وروستۍ اقدام دی، چې ښځې او نجونې د زدکړو، کار او د ژوند نورو برخو کې په نښه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو دغه ګام د افغانستان د راتلونکي د برمته کولو په مانا بللی دی.

په اعلامیه کې کې ویل شوي، چې د طالبانو په دې اقدام سره به د ښځو او نجونو ژوند په ډيرو برخو کې له خطر سره مخ شي.

یادې ادارې ویلي، چې لوړو زدکړو ته د نجونو د رسیدو همدا یوازینۍ پاتې لاره وه او د طالبانو له لورې یې په مخنیوی سره به د قابلو، نرسانو او ډاکټرانو کمښت به نور هم ډير شي.

دوی وايي، دا پریکړه به روغتیایی پاملرنې ته د میرمنو او نجونو ناڅرګند لاسرسی محدود کړي، ځکه چې نارینه روغتیايي کارکوونکي د محرم پرته د میرمنو درملنې منع دي.

اعلامیه زیاتوي، چې افغانستان لا دمخه په نړۍ کې د میندو د مړینې ترټولو لوړه کچه لري او د روغتیا په برخه کې د ښځو شتون خورا مهم دی.

د ملګرو ملتونو د دغه ادارې په خبره په افغانستان کې دا ټول اقدامات د نارینه وو لخوا په ښکاره ډول د عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو د اېستلو په موخه ترسره کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک پر طالب چارواکو غږ کړی چې دغه ناوړه اقدام دې لغوه کړي.

نوموړی وایی، اوس د دې وخت دی چې د ښځو او نجونو بشري حقونه د افغانستان د بشري حقونو د نړیوالو مکلفیتونو سره سم تامین شي.

د تهران پولیس وايي، هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیول کيږي او له ایران ایستل کيږي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۵ GMT+۰

د تهران د پولیسو مشر عباس علي محمدیان وايي، هره ورځ له ۷۰۰ تر ۸۰۰ افغان کډوال په پلازمېنه کې نیول کېږي او له ایران ایستل کېږي. هغه وویل ۷۰ زره بې اسناده کډوال ایستل شوي او څه باندې ۷۰ زره نور کډوال په خپله خوښه له تهران وتلي او خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

عباس علي محمدیان د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۱۶ مه) نېټه رسنیو ته وویل، چې د پلازمېنې پولیسو د کډوالو د تنظیمولو د پلان له مخې ۱۷۰ زره کسان نیولي او له ایران څخه یې ایستلي دي.

د ایران دغه چارواکي زياته کړې: «که نن په ښار او تفریحی سیمو او په تیره بیا د ازادۍ په څلورلارې کې د کډوالو کم شمیر وينئ نو دا د بهرنيو اتباعو په راغونډولو کې د پولیسو د هلو ځلو له امله دی.»

د تهران د پولیسو مشر هم کارګمارونکو ته خبرداری ورکړی، چې د بې اسنادو کډوالو ګمارل جرم دی او که د اسنادو سره کډوال پر کار کيږي، نو باید له بشپړو روغتیایي ازموینو تېر شوي وي.

عباس علي محمدیان ټینګار وکړ، چې د کډوالو د راټولولو پلان په پرله پسې ډول عملي کیږي او د ژمنې سره سم به د کال تر پایه د ایستل شویو کسانو شمیر دوه میلیونو تنو ته ورسیږي.

طالبانو له ۳۴ ورځو بند وروسته د بادغیس رادیو مسول خوشی کړ

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۰ GMT+۰

د افغانستان د خبريالانو مرکز د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د طالبانو استخباراتو د بادغيس راډيو مسول عبدالرازق صديقي له ۳۴ ورځو بند وروسته خوشی کړ. نوموړی د بادغيس د وضعت او هلته د يوې خصوصي کمپنۍ د ښځينه کارکوونکو اړوند د راپورونو د نشر په تور بندي شوی و.

د افغانستان خبريالانو مرکز په يوې اعلاميه کې ویلي په کابل کې د طالبانو استخباراتو د لړم مياشتې په ۱۰ مه نېټه د بادغيس د سيمه ييزې راډيو مسول عبدالرازق د پوښتنو لپاره غوښتی او بیا يې زنداني کړی و.

د مرکز د مالوماتو له مخې، نوموړی نن د طالبانو د ښاري محکمې د امر له مخې خوشی شوی.

د خبريالانو دغه مرکز ویلي، چې طالبانو نوموړی د ځینو راپورونو د نشر په تور نیولی و.

«د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست هغه تورن کړی و چې د دې ولایت د وضعیت په اړه یې، په ځانګړې توګه د یوې خصوصي کمپنۍ د ښځینه کارکوونکو په اړه، راپورونه جوړ کړي او یاد راپورونه بهرنیو رسنیو هم خپاره کړي، چې د طالبانو د حکومت د اصولو خلاف عمل ګڼل شوی.»

د خبريالانو د ملاتړ دغه مرکز زياتوي، چې دامهال شپږ نور خبريالان لا هم د طالبانو په بند کې دې، چې څلور تنه یې له دوو تر پنځو کلونو په بند محکوم دي.

مرکز پر طالبانو ږغ کړی، چې د خبریالانو بنسټیزو او قانوني حقونو ته درناوی وکړي او په بند پاتې نور رسنیز کارکوونکي له قید او شرطه پرته ازاد کړي.

جلا وطنه افغان خبریالان: طالبان د ویډیويي رسنیو د فعالیت زغم نه لري

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۴ GMT+۰

په جلاوطنۍ کې افغان خبریالان وايي، د طالبانو له خوا د ارزو تلویزیون تړل د بشري حقونو د معیارونو خلاف کار او د ټولو ویډیويي رسنیو لپاره سور څراغ دی. په جلاوطنۍ کې مېشتو خبريالانو ويلي، «د طالبانو دغه اقدام وښوده، چې دغه ډله نور د ويډيويي رسنيو فعاليتونه نه شي زغملى.»

په اروپا او شمالي امریکا کې مېشتو افغان خبریالانو په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د خبريالانو د ملاتړ دغه سازمان یادونه کړې، چې د طالبانو وروستی اقدام په بهر کې د دغې ډلې «ملاتړو» ته یو څرګند پیغام لري او دوی باید د طالبانو اصلي څېره نړۍ ته ور وپيژني ترڅو خلک «د همدې پېړۍ د دې ډلې له شر خلاص شي.»

په جلاوطنۍ کې افغان خبریالان وايي، چې له یوې خوا طالبان د تېر حکومت د خوصوصي رسنیو پر وړاندې فشارونه او خنډونه جوړوي او له بلې خوا هڅه کوي، چې خپلې رسنۍ جوړې کړي.

د چهارشنبې په ورځ د طالبانو امربالمعروف او استخباراتو د ارزو تلویزیون دفتر وتاړه او یو شمېر کارکوونکي یې ونیول.

د طالبانو امربالمعروف وزارت پرون وويل، چې دا رسنۍ یې د «اسلامي ارزښتونو د ساتنې» په سبب تړلې ده.

هبت الله اخوندزاده په يوه اونۍ کې دوه ځلې د مخابرې له لارې د کندهار امنيتي وضعيت وڅاره

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۴ GMT+۰

تېره شپه د طالبانو مشر د کندهار ښار د بېلابيلو حوزو له مسولینو سره د مخابرې له لارې خبرې کړې او د امنيتي وضعت پوښتنه او څارنه یې کړې. هبت الله اخوندزاده په دغو خبر کې د حوزو مسولینو ته وايي: «خدای دي خیر درکړي، چې متوجه ياست، تاسې ماته او زه به تاسو ته دعاو کوم، خدای مو وساته.»

د دغو خبرو د ثبت یوه برخه افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې، چې هبت الله د حوزو له مسولينو سره لنډې خبري کوې او کارونو ته یې متوجه کوي.

هبت الله د مخابرې له لارې د کندهار د حوزو له مشرانو او د طالبانو د روزنيز مرکز له مشر سره دغه خبرې د پنجشنبې په شپه ناوخته کړې او د هغوې د پرسونل، ملګرو او ګزمو پوښتنه يې کړې.

د فاتح په نوم د طالبانو د پنځمي حوزې مسول هبت الله ته وايي: «شېخ صاحب، د الله څخه راضي يو او ټول ګزمې ته راوتلي يو، ټول ملګري ښه دي او دعاوي راته کوه.»

طالب مشر هم له خپلو جنګاليو د دعا غوښتنه کوي.

د سرچينو په خبره، د طالبانو مشر لا له وړاندي هڅه کوي، چې د خطر په وخت کې د کندهار امنيتي مسولينو له ملاتړه ځان ډاډه کړي.

سرچينو د همدې ږغ په لیږولو سره ويلي، چې طالب مشر دا هم غواړي وښیي، چې د دوی په منځ کې «همږغي، امر منل او یوالۍ» شته.

د تېرې جمعې په ورځ ماښام هم هبت الله اخوندزاده د کندهار د امنیتي وضعیت‌ په اړه د دغه ولایت د امنيت امر محمدولي شاه اغا او د امنيه قوماندانۍ د قرارګاه د ټولي قوماندان ذوالفقار سره د مخابرې له لارې د امنیتي وضعیت څارنه کړې وه.