• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ۳۴ ورځو بند وروسته د بادغیس رادیو مسول خوشی کړ

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۰ GMT+۰

د افغانستان د خبريالانو مرکز د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د طالبانو استخباراتو د بادغيس راډيو مسول عبدالرازق صديقي له ۳۴ ورځو بند وروسته خوشی کړ. نوموړی د بادغيس د وضعت او هلته د يوې خصوصي کمپنۍ د ښځينه کارکوونکو اړوند د راپورونو د نشر په تور بندي شوی و.

د افغانستان خبريالانو مرکز په يوې اعلاميه کې ویلي په کابل کې د طالبانو استخباراتو د لړم مياشتې په ۱۰ مه نېټه د بادغيس د سيمه ييزې راډيو مسول عبدالرازق د پوښتنو لپاره غوښتی او بیا يې زنداني کړی و.

د مرکز د مالوماتو له مخې، نوموړی نن د طالبانو د ښاري محکمې د امر له مخې خوشی شوی.

د خبريالانو دغه مرکز ویلي، چې طالبانو نوموړی د ځینو راپورونو د نشر په تور نیولی و.

«د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست هغه تورن کړی و چې د دې ولایت د وضعیت په اړه یې، په ځانګړې توګه د یوې خصوصي کمپنۍ د ښځینه کارکوونکو په اړه، راپورونه جوړ کړي او یاد راپورونه بهرنیو رسنیو هم خپاره کړي، چې د طالبانو د حکومت د اصولو خلاف عمل ګڼل شوی.»

د خبريالانو د ملاتړ دغه مرکز زياتوي، چې دامهال شپږ نور خبريالان لا هم د طالبانو په بند کې دې، چې څلور تنه یې له دوو تر پنځو کلونو په بند محکوم دي.

مرکز پر طالبانو ږغ کړی، چې د خبریالانو بنسټیزو او قانوني حقونو ته درناوی وکړي او په بند پاتې نور رسنیز کارکوونکي له قید او شرطه پرته ازاد کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

جلا وطنه افغان خبریالان: طالبان د ویډیويي رسنیو د فعالیت زغم نه لري

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۴ GMT+۰

په جلاوطنۍ کې افغان خبریالان وايي، د طالبانو له خوا د ارزو تلویزیون تړل د بشري حقونو د معیارونو خلاف کار او د ټولو ویډیويي رسنیو لپاره سور څراغ دی. په جلاوطنۍ کې مېشتو خبريالانو ويلي، «د طالبانو دغه اقدام وښوده، چې دغه ډله نور د ويډيويي رسنيو فعاليتونه نه شي زغملى.»

په اروپا او شمالي امریکا کې مېشتو افغان خبریالانو په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د خبريالانو د ملاتړ دغه سازمان یادونه کړې، چې د طالبانو وروستی اقدام په بهر کې د دغې ډلې «ملاتړو» ته یو څرګند پیغام لري او دوی باید د طالبانو اصلي څېره نړۍ ته ور وپيژني ترڅو خلک «د همدې پېړۍ د دې ډلې له شر خلاص شي.»

په جلاوطنۍ کې افغان خبریالان وايي، چې له یوې خوا طالبان د تېر حکومت د خوصوصي رسنیو پر وړاندې فشارونه او خنډونه جوړوي او له بلې خوا هڅه کوي، چې خپلې رسنۍ جوړې کړي.

د چهارشنبې په ورځ د طالبانو امربالمعروف او استخباراتو د ارزو تلویزیون دفتر وتاړه او یو شمېر کارکوونکي یې ونیول.

د طالبانو امربالمعروف وزارت پرون وويل، چې دا رسنۍ یې د «اسلامي ارزښتونو د ساتنې» په سبب تړلې ده.

هبت الله اخوندزاده په يوه اونۍ کې دوه ځلې د مخابرې له لارې د کندهار امنيتي وضعيت وڅاره

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۴ GMT+۰

تېره شپه د طالبانو مشر د کندهار ښار د بېلابيلو حوزو له مسولینو سره د مخابرې له لارې خبرې کړې او د امنيتي وضعت پوښتنه او څارنه یې کړې. هبت الله اخوندزاده په دغو خبر کې د حوزو مسولینو ته وايي: «خدای دي خیر درکړي، چې متوجه ياست، تاسې ماته او زه به تاسو ته دعاو کوم، خدای مو وساته.»

د دغو خبرو د ثبت یوه برخه افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې، چې هبت الله د حوزو له مسولينو سره لنډې خبري کوې او کارونو ته یې متوجه کوي.

هبت الله د مخابرې له لارې د کندهار د حوزو له مشرانو او د طالبانو د روزنيز مرکز له مشر سره دغه خبرې د پنجشنبې په شپه ناوخته کړې او د هغوې د پرسونل، ملګرو او ګزمو پوښتنه يې کړې.

د فاتح په نوم د طالبانو د پنځمي حوزې مسول هبت الله ته وايي: «شېخ صاحب، د الله څخه راضي يو او ټول ګزمې ته راوتلي يو، ټول ملګري ښه دي او دعاوي راته کوه.»

طالب مشر هم له خپلو جنګاليو د دعا غوښتنه کوي.

د سرچينو په خبره، د طالبانو مشر لا له وړاندي هڅه کوي، چې د خطر په وخت کې د کندهار امنيتي مسولينو له ملاتړه ځان ډاډه کړي.

سرچينو د همدې ږغ په لیږولو سره ويلي، چې طالب مشر دا هم غواړي وښیي، چې د دوی په منځ کې «همږغي، امر منل او یوالۍ» شته.

د تېرې جمعې په ورځ ماښام هم هبت الله اخوندزاده د کندهار د امنیتي وضعیت‌ په اړه د دغه ولایت د امنيت امر محمدولي شاه اغا او د امنيه قوماندانۍ د قرارګاه د ټولي قوماندان ذوالفقار سره د مخابرې له لارې د امنیتي وضعیت څارنه کړې وه.

په سیمه ییز سیاست د ټرمپ د ولسمشرۍ امکاني اغیز

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

د راتلونکې جنورۍ په شلمه ډونالډ ټرمپ د امریکا د اوه څلویښتم ولسمشر په توګه سوګند پورته کوي او په عملي ډول به د خپلې وظیفې چارې پیل کړي.

د نړۍ د یوه منل شوي زبر ځواک د سیاسي قدرت په راس کې د ولاړ رهبر په حیث د هغه د غوره کړیو پالیسیو اهمیت به تش تر امریکا محدود نه وي.
د هغه د سیاستونو اغیز به په ګړده نړۍ کې محسوسیږي، خو د اسیا په کومه برخه کې چې افغانستان، پاکستان ، ایران او نور هیوادونه پراته دي، دلته به د تاریخي، جغرافیايي او سراتیجیکو عواملو په وجه د امریکا په سیاست کې امکاني بدلونونه د نورو سیمو په مقایسه زیات اغیزناک وي.
د پاکستان او افغانستان د ضعیفو دولتي نظامونو په وجه امریکا تر یوې اندازې د دغو هیوادونو په داخلي چارو کې دخیله ده او د دوی اقتصاد، سیاسي سیستم او پوځي ځواک په تشکیل کې هم له ډیرې مودې راهیسې امریکا مهم نقش لوبولی دی، ځکه دلته سیاسي لوبغاړي او شنونکي د امریکا په سیاستونو کې راتلونکي بدلونونه ډیر په غور څاري، پښتو کې متل دی چې میږی ته پرخه هم باران دی.

که مونږ د افغانستان د ملي او ولسي ګټو د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره په دې مسله فکر وکړو، نو په زغرده ویلی شو چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ ګټه او د جو بایډن بایلات پخپله د افغانستان لپاره یو نسبي مثبت بدلون دی، ځکه جو بایډن له مودو مودو راهیسې د افغانستان او افغانانو په باره کې کلک منفي فکر او تعصب لرلی دی او په وار وار یې افغانستان ته سپکو سپورو ویلو نه خوند اخستی دی.
که د امریکا د ولسمشر د معاون او بیا د ولسمشر په حیث د هغه ویناګانې ولوستل شي، نو ډیر په ګرانه به په هغو کې د افغانستان او افغانانو باره کې د خیر خبره ومندل شي.
د دې خبرې مطلب هرګز دا نه دی چې ټرمپ به د افغانستان په باره کې د امریکا سیاست ته په اساسي توګه تغیر ورکړي او د افغانستان په ګټه به سیاست پیل کړي.
ټرمپ به هغه څه کوي چې د امریکا ملي ګټې او په خاصه توګه د غټو پانګه والو ګټې یې حکم کوي، خو دا توپیر به ضرور وي چې ټرمپ به په شخصي توګه د افغانستان په مقابل کې هغه عقده او تعصب نه لري چې بایډن درلود.
که څه هم له طالبانو سره د دوحې قراداد د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې امضا شوی و، خو د هغه د تطبیق پروسه د جو بایډن په دوره کې تر سره شوه.
د بایډن حکومت نه یوازې طالبانو ته په افغانستان باندې د هغوی د امارت تحمیلول اسان کړل، ورسره ورسره یې د هغوی سره د تعامل پروسه دوامداره او منظمه کړه.

د داعش پر ضد د مبارزې په نوم یې طالبانو ته د ډالرو د کڅوړو ورلیږل هیڅ یوه میاشت هم کنډو نه کړل.
د امریکا په تشویق اروپا او ځینی نوروسیمو کې بعضې هیوادونو د افغانستان سفارتونه طالبانو ته وسپارل، کیدای شي چې د دې ښیګړو په بدل کې طالبانو امریکا ته په ستراتیجیکو اړیکو کې داسې ګټه ور رسولې وي، چې مونږ ته معلومه نه ده، خو دا هم حقیقت دی چې د دریو کلونو نه زیات وخت کې طالبانو په افغانستان کې جینکۍ مکتبونو ته نه دې پرې ایښې.
په ښځو یې نه یوازې د کار، روزګار او ټولنیزو فعالیتونو دروازې تړلې، ورسره یې د ښځې د مخ په لیدل کیدو یا د هغې د غږ په اوریدل کیدو مطلق بندیز لګولی دی، چې دغه پالیسي اوس تر جنسیتي اپارتاید رسیدلې ده.
افغان ښځو د دغه جنسیتي استبداد په ضد په هیواد کې د ننه اوبهر ډیره په مېړانه مبارزه کړې ده، خو د بایډن حکومت د افغان ښځو د حقونو په غږ غوږ نه دی ګرولی.
هم دغه رنګه طالبانو د افغانستان د جمهوریت د دورې دولتي مامورین او په خاصه توګه د هغې دورې عسکر او صاحب منصبان په ګڼ شمیر وژلي دي، خو امریکا یا نورو غربي هیوادونه د طالبانو په ضد کوم ګام پورته کړی نه دی.
د ټرمپ د معاملې کلتور په نظر کې نیولو سره دا تخمین کیدای شي چې د هغه حکومت به له طالبانو سره د تعامل په بدل کې څه نه څه څرګنده اقتصادي یا سیاسي بیعه ترلاسه کړې وای او دا هم امکان وو چې د طالبانو له خوا دوحې د معاهدې د محتویاتو څخه سرغړونې ته امریکا څه عکس العمل ښودلی وی او امکان دی چې د دې نه وروسته دغه کارونه صورت ومومي.

د پاکستان جنرالواکي هم د ټرمپ د واکمنۍ نه یو لړ تشویشونه لري. د دوۍ غټ تشویش د ټرمپ او د هند د صدراعظم مودي ترمنځه نزدې اړیکې او ټرمپ په اداره کې د هندي نژاد امریکایانو شتون دی.
د دوی بله ژوره اندیښنه د پاکستان لپاره د امریکا او چین سره د پاکستان په مناسباتو کې د توازن ساتلو د ناممکن کیدلو تر حده ګران کار په باره کې ده او دغه مشکل د امریکا او چین تر منځ د شدیدې سیالۍ په وجه نور هم ګران شوی دی.
د پاکستان اقتصادي وضع دومره خرابه او بحراني ده چې د نړۍ د ډیرو هیوادونو او مالي موسسو نه یې پورونه اخستي دي.
هغه د پښتو متل پری سمون خوري چې د اسمان لاندې یې کور دی نو په دوی باندې یې پور دی، ځکه پاکستان د چین او امریکا دواړو قرضو او کومکونو ته اړتیا لري، خو د زبر ځواکونو پورونه او کومکونه د مفتو مال نه دی. دواړه بیلې بیلې او د یو او بل سره مخالفې غوښتنې لري.
که څه هم د افغانستان نه دخپلو پوځونو د ایستلو نه وروسته امریکا د پاکستان خدماتو ته د په خوا غوندې اړتیا نه لري، خو د ولسمشر جو بایډن د پاکستان سره څه نه څه مناسبات ساتلي وو، ولې پاکستاني جنرالان د ټرمپ نه ځکه ویره لري چې ټرمپ مخکې نه مخکې ویلي، چې هغه به د هغو امریکايي جنرالانو سره حساب کتاب کوي، د چا د بې غورۍ په وجه چې د افغانستان نه د وتلو په پروسه کې امریکايي عسکرو تلافات لیدلی یا د یوه ابر قدرت په حیث د امریکا حیثیت ضرر لیدلی دی.
په دې ټولو پروسو کې پاکستان هم ډیر دخیل و، نو ځکه دوی هم د بازپرس ویره لري او بل غټ تشویش دا دی چې ټرمپ به د چین سره د پاکستان د مخ په ژوریدونکو ستراتیجیکو او اقتصادي اړیکو هم یو سلسله پوښتنې ولري، په خاصه توګه چې کله د چین او امریکا تر منځ اقتصادي جنګ زور واخلي او امریکا په چین یو شمیر بندیزونه ولګوي، نو پاکستان لپاره به وضع ډیره مشکله او پیچیده شي.
په اوسني وخت کې د پاکستان د حکومت تر ټولو سرسخت مخالف عمران خان په امریکا کې ډیر قوي لابیګران لري، نو دلته ویره موجوده ده چې که د لابیګرانو او پاکستانی دایاسپوره د کار په نتیجه کې ټرمپ د عمران خان د بند نه د خوشي کیدو غوښتنه وکړي، نو پاکستان به څه کوي ؟
لوي درستیز جنرال عاصم منیر او صدراعظم شهباز شریف سعودي عربستان ته څو ځله شهزاده محمد بن سلمان ته د خواست کولو لپاره منډې وکړې چې هغه ټرمپ ته د پاکستان سفارش وکړي.
شهباز شریف په تیرو شپږو میاشتو کې د محمد بن سلمان لیدلو لپاره پنځه ځله سعودی عرب ته سفرونه کړي، چې د ټرمپ او پاکستان اړیکه ټینګه کړي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.


صالح امریکا ته له وربللو مننه کړې، خو وایي له خپلو مشرانو سره تر خبرو وروسته به پرېکړه کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۶ GMT+۰

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکایي چارواکو له خوا هغه هېواد ته له وربللو مننه کړې، او ویلي یې دي چې د خپلې ډلې له همکارانو سره تر مشورې وروسته به په دې اړه پرېکړه کوي.

امرالله صالح د پنجشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۵ مه) پخپله اېکس پاڼه لیکلي: «ما ته د خپلو مشرانو او همکارانو مشورې ارزښتناکې دي زه به ډېر ژر د دغو مشورو پایلې له تاسو سره شریکې کړم.»

نوموړي د امریکا د استازو جرګې، د غړي ټیم بورچټ له دغې بلنې مننه او ستاینه کړې او دا یې هم ویلي چې دغه سفر به د افغانستان په اړه هم ډېر ارزښتناک وي.

ښاغلي صالح دا هم ویلي چې: «تر هغې چې طالبان په افغانستان کې د واک پر ګدۍ ناست وي، نو امریکا نه شي خوندي کیدلای.»

تېره اونۍ د امریکا د استازړو جرګې غړي ټیم بورچټ، د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح ته بلنه ورکړه چې د افغانستان په اړه د خبرو اترو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

ښاغلي صالح ویلي: «زه د طالبانو پر ضد د سیاسي ډلو سره خبرو اترو ته زیات ارزښت ورکوم او دغه خبرې اترې د افغانستان د راتلونکې لپاره هم ارزښتناکې دي.»

تیم بورچټ د امریکا د استازو په جرګه کې د ټرمپ له پلویانو څخه دی، هغه تر دې وړاندې هم له واشنګټنه غوښتنه کړې وه چې د طالبانو له مخالفو ډلو څخه دې ملاتړ وکړي.

نوموړي د وږي په میاشت کې د «ویانا له بهیر» څخه د امریکا د ملاتړ په اړه هم یوه تګلاره د استازو جرګې ته وړاندې کړې وه. په هغې تګلاره کې له امریکا او نورو هېوادونو غوښتنه شوې وه چې د ویانا په غونډه کې دې برخه واخلي.

د هاګ محکمې څارنوال افغان مېرمنو ته ویلي چې د هغوی لپاره به په راتلونکي کې ښه زیری ولري

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د هاګ محکمې یو څارنوال د پنجشنبې په ورځ له یو شمېر افغان مېرمنو سره په کتنه کې ویلي چې ډېر ژر به د افغانستان په اړه ښه خبرونه واوري. کریم خان هیله څرګنده کړه چې د هاک محکمې پرېکړې به «د افغانستان د مېرمنو دردونه څه نا څه را کم کړي.»

کریم احمد خان روانه اونۍ هم د محکمې د غړو هېوادونو په ناسته کې ویلي و، چې ډېر ژر به د هغو کسانو د نیولو په اړه د پرېکړې غوښتنه کوي چې د بشري حقونو په سرغړونو تورن دي.

څه موده وړاندې چیلي، کاستاریکا، اسپانیا، فرانسې، مکسیکو او لوکزامبورګ په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په تړاو قضیه د هاګ نړیوالې محکمې ته لېږلې وه، او هغې محکمې هم ویلي و چې دغه قضیه هغوی ته رسیدلې ده.

داسې وړاندوینې شته چې دغه محکمه به د هغو طالب مشرانو د نیولو حکم صادر کړي چې د ښځو پر ضد په «سیستماتیک تاوتریخوالي» او «په افغانستان کې پر حاکم جنسیتي اپارتایډ» کې لاس لري.

کریم خان یو ځلې بیا د افغان مېرمنو سره په لېدنه کې د ځینو هېوادونو د غوښتنې په اړه وویل چې« تاسو به ډېر ژر د خپل هېواد په اړه ښه خبرونه واورئ.»

د بشري حقونو فعاله حوریه مصدق وایي، د هاګ محکمې جګپوړي څارنوال ویلي «هغه هیله من دی چې د محکمې پرېکړې به تر یوه حده د افغانستان د خلکو په تېره بیا د ښځو رنځونه را کم کړي، او هغه کسان چې د دغو رنځونو تر شا دي، هغوی به د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

د هاګ محکمې دغه څارنوال د طالب مشرانو د نومونو له اخیستلو ډډه وکړه، خو د دغې ډلې د سیاستونو له امله چې افغانې مېرمنې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې شوې، کریم خان یې په اړه وایي چې دوی به ټولې سرغړونې وڅیړي.

پخواني جرمونه

د پنجشنبې په ورځ یو شمېر افغان مېرمنو له کریم خان سره ولیدل. د دغې لیدنې کتنې یوه ګډونواله حوریې مصدق افغانستان انټرنشنل ته وویل چې نوموړې له هاګ محکمې څخه په افغانستان کې د هغو بشري جنایتونو او سرغړونو د څېړلو غوښتنه هم وکړه چې په تیرو شلو کالو کې دغلته تر سره شوي دي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د اسیا د برخې څیړونکې فرشتې عباسي هم د پنجشنبې په ورځ له کریم خان سره د افغان مېرمنو د ناستې عکس خپور کړی او لیکلي یې دي چې: «څارنوال به ډېر ژر د سرغړونکو د نیولو د حکم صادرولو غوښتنه وکړي.»

طالبانو د نړیوالو هغو غوښتنو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې چې له بشري حقونو څخه د سرغړونو لړۍ دې پای ته ورسوي او نجونو او مېرمنو بنسټیزو حقونو دې له هغوی څخه نه تروړي. دغې ډلې په تیرو درېیو کالو کې دغه سرغړونې نورې هم زیاتې کړې او د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره یې هغوی له ټولنې څنډې ته کړې دي.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو له بندیزه وروسته په پوهنتونونو کې هم افغانې نجونې له زده کړو منعه کړې او په تازه ګام کې یې د طبي زده کړو په موسسو کې د هغوی پر زده کړو بندیز ولګاوه چې دغه ګام هم په کور د ننه او هم بهر کې پراخه غبرګونونه له ځانه سره لرل.