په دې لېستونو کې لېدل کېږي چې له ۳ بست نیولې تر ۹ بست پورې یې کسان ګمارلي دي چې یوازې ټول د لوګر د مرکز پل علم اوسېدونکي دي او پخپله دا رییس هم د همدې سیمې دی.
دوی له نړۍوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د هېواد د کړکېچ د حل لپاره دې له دغه ایتلاف سره همکاري وکړي.
د افغانستان ژغورنې لپاره ملي اجماع د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۱۶مه) د مارشال عبدالرشید دوستم، احمد مسعود، محمد کریم خلیلي، عمر داوودزي، محمد محقق او عبدالرب رسول سیاف، صلاح الدین رباني او عطا محمد نور په ګډون د یو لړ انلاین مراسمو په ترڅ کې خپل شتون اعلان کړ.
یونس قانوني، راحله دوستم، سرور دانش، شاه جهان او عبدالحق شفق د دې اتحاد نور غړي دي.
په دې مراسمو کې پخواني جهادي مشر او د ملي مقاومت د عالي شورا غړي عبدالرب رسول سیاف له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې له طالبانو سره له خبرو ډډه وکړي.
هغه له طالبانو هم وغوښتل، چې د خلکو پر وړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د قومي ډلو، سیاسي ګوندونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
د امریکا سفارت د جبري او کم عمره ودونو شمېرې خطرناکې وبللې او وې ویل، چې افغان ښځې او نجونې عاجلو مرستو ته اړتیا لري. دغه سفارت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د کم عمره ودونو عوامل باید په نښه شی.
دغه سفارت دا هم ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون له تصویب سره د افغان ښځو او نجونو وضعیت خراب شوی دی.
تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د پنجشبې په ورځ ویلي و، چې د طالبانو له خوا د ښځو د خاموشولو له هڅو سربیره، امریکا لا هم د افغان ښځو غږ اوري او د هغوی د حقونو ملاتړ کوي. هغې د ښځو لپاره د کار او زده کړو د فرصتونو په رامنځته کولو هم ټینګار کړی و.