په اتریش کې افغان سفیرې د طالب مشرانو د نیولو د حکم له مطرح کیدو هرکلی وکړ

په اتریش کې د افغانستان سفیرې منیژې باختري د هاګ محکمې د څارنوال په وروستۍ بیانیه کې د طالبانو د چارواکو د نیولو له غوښتنې هرکلی وکړ.

په اتریش کې د افغانستان سفیرې منیژې باختري د هاګ محکمې د څارنوال په وروستۍ بیانیه کې د طالبانو د چارواکو د نیولو له غوښتنې هرکلی وکړ.
نوموړې وایي، چې دا د جنسيتي توپیر او د افغان ښځو په وړاندې د سیستماتیک تاوتریخوالي له امله د طالبانو د ځواب ویلو لپاره اساسي اقدام دی.
مېرمن باختري د یکشنبې په ورځ پر اېکس لیکلي: «زه د چیلي، کاستاریکا، هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو له حکومتونو هرکلی کوم، چې نړۍوالې محکمې ته یې د افغانستان او په ځانګړې توګه د افغان ښځو سخت وضعیت وړاندې کړی دی.»د هاګ محکمې یو څارنوال تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ له یو شمېر افغان مېرمنو سره په کتنه کې ویلي، چې ډېر ژر به د افغانستان په اړه ښه خبرونه واوریدل شي.کریم خان هیله څرګنده کړې، چې د هاګ محکمې پرېکړې به «د افغانستان د مېرمنو دردونه څه نا څه را کم کړي.»څه موده وړاندې چیلي، کاستاریکا، هسپانیا، فرانسې، مکسیکو او لوکزامبورګ په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په تړاو قضیه د هاګ نړۍوالې محکمې ته لېږلې وه، او هغې محکمې هم ویلي و، چې دغه قضیه هغوی ته رسیدلې ده.تمه کېږي، چې دغه محکمه به د هغو طالب مشرانو د نیولو حکم صادر کړي، چې د ښځو پر ضد په «سیستماتیک تاوتریخوالي» او «په افغانستان کې پر حاکم جنسیتي اپارتایډ» کې لاس لري.د شنونکو په باور، که د هاګ محکمه د قضايي تعقیب پرېکړه وکړي، د طالبانو پر چارواکو به د جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو په څېر جدي تورونه ولګول شي او دا د طالب مشرانو شخصي امنیت اغېزمنوي او دوی به نور هم په نړۍواله کچه منزوي کړي.


د ملګرو ملتونو د ماشومان د ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، چې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې زرګونو اړمنو کورنیو سره د مرستو رسولو هڅې کوي.
د افغانستان لپاره د یونېسف سرپرست عبدالقادر د طالبانو تر واک لاندې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې له سرپرست نورالدین ترابي سره په کتنه کې وویل، چې د افغانستان په مرکزي او ختیځ زون کې به د روانې میاشتې تر وروستیو پورې ژمنۍ او روغتیایي بستې دې ادارې ته وسپارل شي، تر څو په اړمنو خلکو و ویشل شي.
د طالبانو تر واک لاندې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یونېسف د خدماتو د مسوول له قوله زیاته کړې، چې که څه هم یاده اداره د افغانستان په نهو ولایتونو کې ګودامونه لري، خو بیا هم هڅه کوي په یو شمېر نورو ولایتونو کې د راتلونکي لپاره د بېړنیو مرستو د رسولو په موخه ځیني نور ګودامونه هم جوړ کړي.
هغه وايي: «په راتلونکي کې زمونږ هڅه دا ده، چې ګودامونه په داسې ځایونو کې جوړ کړو، چې زیانمنونکو سیمو ته نږدې وي تر څو د بېړنۍ اړتیا پر وخت له خلکو سره ژر مرستې وشي.»
په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې دغه دولس ولایتونه کوم ولایتونه دي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان لپاره د یونېسف مشر په بېړنیو حالاتو کې د همکارۍ د چمتوالي اعلان کړی او دواړو لورو پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بېوزلۍ کچه لوړه شوې او د څو طبیعي پېښو له امله هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلک بهرنیو او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په همدې حال کې، ډېر شمېر مرستندویه ادارې د بودیجې له کمښت سره مخ دي.
څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې ۱۲،۴ مېلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري او په مېلیونونه نور افغانان د بېځایه کېدو ترڅنګ د لوږې د بېړني حالت سره مخامخ دي.
یادې ادارې ویلي، چې د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې د مېلیونونو وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ شوی دی.
دوی ویلي، چې د بودیجې کمښت په افغانستان کې د بشري مرستو پر لېږد منفي اغېزې کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان انټرنشنل پښتو د څیړنیز رپوټ په غبرګون کې ویلي چې ددوی په زندانونو کې هیڅ نوع شکنجه نشته او له ښځینه زندانیانو سره محتاطانه چلند کیږي او په ښځینه ماحول کې ساتل کیږي.هغه زیاته کړې، چې «د زندانیانو یوازې ساتنه او درملنه کیږي».
مجاهد اېنډیپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي « داسې زندانیان چې له زندان نه ووځي پروژه یي شکل پیدا کوي، یا څوک دوی غولوي او یا ځینې استخباراتي کړۍ ددوی ذهنیت داسې جوړوي چې د زندان پرمهال یې څه لیدلي هغه بد تعبیر کړي او په اړه یې ناسم معلومات انتقال کړي او د پروپاګند د وسیلې په توګه استفاده ترې کیږي ».
د طالبانو ویاند وايي چې د دوی په زندانونو کې هیڅ نوع شکنجه نشته او له ښځینه زندانیانو سره محتاطانه چلند کیږي او په ښځینه ماحول کې ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې « هیڅ ستونزه ورته نشته، د زندانیانو یوازې ساتنه او درملنه کیږي، نور شکنجه کیږي نه او ددې څوک اجازه هم نه لري. استخباراتي او د تحقیقاتو برخې هم له اجبار پرته څیړنې کوي».
انډیپنډنټ چې د افغانستان انټرنشل-پښتو رپوټ غورچاڼ یې خپور کړی، له یوه زنداني سره ټیلیفوني مرکه کړې ده.
مصطفی، چې د افغانستان مخکیني حکومت کې یې کار کاوه، پوهېده که د ناټو له ملاتړه برخمن حکومت سقوط وکړي، نو دی به مجبور شي له هېواده وتښتي. خو د نورو په څېر هغه هم ونه توانېد چې وتښتي او تېر کال د جولای په میاشت کې د طالبانو لاس ته ولوېد. طالبانو هغه له سپیو سره په یوه کوچنۍ پنجره کې بندي کړی و.
نوموړی وايي، «هغوی زه ونیولم، مخ ته یې پلاستیکي کڅوړه را واچوله، چې سا مې بنده کړي او لاسونه او پښې یې را وتړل». پر هغه تور و، چې د طالبانو له مخالفانو سره یې همکاري درلوده.
مصطفی د هغو ۳۸ کسانو له ډلې دی چې د افغانستان انټرنشنل څېړنیز راپور له لیکونکي سره یې مرکه کړې ده.
انډیپنډنټ وايي، دغه راپور هڅه کوي چې د طالبانو له خوا بندیانو ته د شکنجې او سیستماتیک بد چلند ادعاوې مستندې کړي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ ته وړاندې شوی.
د طالبانو ویاند ددغو زندانیانو د ادعاوو په تړاو ویلي چې « رسنۍ کولای شي راشي او زندانونه وګوري او له زندانیانو سره ازادې مرکې وکړي، بیا لیدلی شي چې وضعیت دلته څه ډول دی».
د افغانستان انټرنشنل - پښتو څیړنیز رپوټ چې د ۳۸ کسانو د مرکو او د ۱۲۱ رسمي غوښتنلیکونو د ارزونې پر بنسټ جوړ شوی، په دغو زندانونو کې د شکنجې ۳۱ بېلابېل ډولونه بیانوي.
افغانستان انټرنشنل – پښتو له ۹ مېرمنو او ۲۹ هغو نارینه وو سره خبرې کړې دي، چې په تېرو دریو کلونو کې یې د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې له یوې میاشتې تر ۲۶ میاشتو زندان تېر کړی.
هغه کسان چې په ولایتونو کې نیول شوي ۱۸ کسان یې له یو میاشتني زندان او شکنجې وروسته کابل ته لېږدولي او هلته بیا ځلي شکنجه شوي دي.
شپږو زنداني شویو د زندان پر مهال ۱۶ بېلابېلې شکنجې، ۱۹ کسانو د زندان پر مهال ۹ بېلابېلې شکنجې او پاتې دیارلسو تنو له دوو تر پنځو مختلفې شکنجې لیدلې دي.
په یادو ۳۸ کسانو کې پنځو کسانو ته د شکنجې پر مهال روغتون ته د وړلو اړتیا پېښه شوې، خو طالبانو یوازې دوه کسان روغتون ته وړي او د دریو کسانو درملنه د استخباراتو د ریاستونو په داخل کې شوې ده.
د رپوټ له مخې، ډېری بنديان له قانوني ثبوت پرته نیول شوي او له سختو بدني او ذهني کړاوونو سره مخ شوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ایران څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا پرې شوې ده. دغه شرکت د یکشنبې په ورځ وویل چې له ایران څخه وارداتي برېښنا په هغه هېواد کې د "تخنیکي ستونزو" له امله پرې شوې ده.
د طالبانو واک کې د افغانستان پرېښنا شرکت په خبرپاڼه کې، چې د لیندۍ پر ۱۸ مه خپره شوې ویل شوي، چې د دغه شرکت کارکوونکي او ایراني کارپوهان هڅه کوي، چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.
افغانستان د خپلې انرژۍ نږدې ۷۰ سلنه اړتیا له ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا له لارې پوره کوي.

د یکشنبې په ورځ په ننګرهار، بلخ او لوګر ولایتونو کې سلګونه کسان له سپینو بيرغونو سره سړکونو ته راوتلي وو او په سوريه کې يې د تحریر شام وسله والو له لوري د دمشق د نیولو بری ونمانځه. دغو کسانو په خپلو شعارونو کې له اسراييل څخه د فلسطين د ازادۍ غوښتنې هم کولې.
په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې طالبانو او د هغوي پلويانو د یکشنبې په ورځ پر خپلو اېکس پاڼو په سوريه کې د وسله والو د بري اړوند ويډيوګانې خپرې کړې او د ملاتړ تر څنګ يې خپلې خوښۍ ښودلې دي.
په ويډيوګانو کې معلوميږي، چې د ننګرهار په پښتونستان څلور لاره کې په زیات شمېر کسان د طالبانو له ترانو سره د سوريې د وسله والو په ملاتړ شعارونه ورکوي.
په لوګر کې د طالبانو په منځ کې يو کس د خپلو خبرو پر مهال وايي: « یا الله دغه ستره فتح، چې د شام مجاهدینو لاسته راوړه الله دې په خپل دربار کې قبوله او منظوره وګرځوي.»
نوموړي په خپلو خبرو کې له اسراييل څخه د فلسطين د ازادۍ هيله هم ښودلې ده.
د لوګر يو بل سپين ږیری د خبرو پر مهال زياتوي، چې «اسلام او قرآن ته تسلیم شوي او ټول «کفار» به په وينو رنګوو».
په بلخ کې د طالبانو د والي وياند حاجي زيد پر خپله اېکس پاڼه ليکي چې « بلخیان د روضې شمال ته د شام د فتحې د خوشحالي په پار راوتلي او یاده خوشحالي نمانځي.»
د یکشنبې په ورځ په لومړي ځل په خوست کې د طالبانو له خوا د سوریې یاغیانو خوښي ونمانځل شوه او وروسته په نورو ولایتونو کې هم خلک د همدې بريا د نمانځلو لپاره سړکونو ته را ووتل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په يوه اعلاميه کې د سوریې پر وروستیو بدلونونو خوښي ښودلې او د سوریې ولس او د تحریر الشام ډلې مشرتابه ته یې ددغه بري له امله مبارکي ویلې ده.
د یادونې وړ ده، چې د بشر الاسد د حکومت وسله والو مخالفانو نن یکشنبه سهار اعلان وکړ، چې په سوریه کې یې د اسد کورنی رژیم پرځولی دی.

د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو پر مهال د یکشنبې په ورځ لومړۍ لوبه کې د کابل استقلال لوبډلې د کابل جوانان پيروزي لوبډلې ته یو پر صفر ماته ورکړه. د همدې ورځې په دويمه سيالۍ کې بیا د هرات اټک انرژۍ لوبډلې د فاریاب خراسان لوبډله ۲ پر صفر ماته کړه.
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د څلورم پړاو سياليو په درېیمه ورځ په لومړۍ لوبه کې کابل استقلال لوبډلې یو پر صفر د کابل جوانان پيروزي لوبډلې ته ماته ورکړه او درې نومرې يې خپلې کړي.
د سيالۍ په ۶۰ مه دقیقه کې د کابل استقلال لوبډلې عبدالحسين صمدي یو ګول تر سره کړ او لوبډله یې تر بريا ورسوله.
د نن یکشنبې ورځې په دويمه لوبه کې د همدې سياليو اتلې د هرات اټک انرژۍ لوبډلې دوه پر صفر د فاریاب خراسان لوبډله ماته کړه.
د سياليو په ۳۲ مه دقیقه کې د هرات اټک انرژۍ په لوبډله کې محبوب حنفي او په ۷۸ مه کې خلیل احمد احمدي ګولونه تر سره کړل.
د هرات اټک انرژۍ لوبډله د افغانستان اتلانو لیګ د دویم او درېيم فصل اتلولي له ځان سره لري.
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبيږي.
په دې سياليو کې د کابل استقلال او جوانان پیروزي، د هرات اټک انرژي، صرافان او سرخ پوشان، د فراه ابو مسلم او عدالت، د بلخ موج ساحل، د سرپل خادم، کندهار عینو مېنه او د فاریاب خراسان او سرسبز یاشلر لوبډلې برخه لري.