له ایران څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا پرې شوې ده

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ایران څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا پرې شوې ده. دغه شرکت د یکشنبې په ورځ وویل چې له ایران څخه وارداتي برېښنا په هغه هېواد کې د "تخنیکي ستونزو" له امله پرې شوې ده.