په دې شکنجه کې بندیان په یخو اوبو کې ډوبوي، یا د بدن ځینې برخې یې په یخو اوبو کې ډوبوي، چې د شدیدې یخنۍ او درد لامل ګرځي.
دریو زنداني شویو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په اوبو کې د ډوبېدو پر مهال بې هوښه شوي او کله چې په هوښ راغلي بیا شکنجه شوي دي.
د کابل د خېرخانې اوسېدونکی چې موږ یې په خوشحال مستعار نوم یادوو، وايي، د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۷مه نېټه په کابل کې په خپل کور کې د طالب استخباراتو په چاپه کې نیول شوی و.
نوموړی وايي چې د نیول کېدو پر مهال طالب وسله والو په وسلو وواهه او له هغه وروسته نه دی پوی شوی چې کوم ځای ته یې وړی دی.
هغه زیاتوي چې له درېیو شپو او ورځو نامعلوم برخلیک وروسته په دې پوی شو چې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې دی، خو پر دې نه پوهېده چې کوم ریاست کې زنداني دی.
خوشحال وايي چې په څلورمه شپه ترې طالبانو پوښتنې ګروېږنې پیل کړې او پر ده تور و چې له داعش – خراسان ډلې سره همکاري لري.
نوموړی زیاتوي چې په لومړۍ شپه د طالبانو له خوا د اوبو په یخ بیلر کې درول شوی و او په زور اقرار ته مجبورېده.
خوشحال وايي چې طالب استخباراتي پوښتونکو یې څو ځله سر هم په اوبو کې ډوب کړ او د سابندولو هڅه یې کوله.
د خوشحال د تره زوی چې د کابل په یوه خصوصي ښوونځي کې معلم دی افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې نږدې ۲۱ ورځې یې په خوشحال پسې پلټنه وکړه او وروسته معلومه شوه چې د استخباراتو په ۴۹۸ ریاست کې چې په ۰۹۸ ریاست مشهور دی، زنداني دی.
نوموړی وايي چې له ۷۳ ورځو وروسته طالب استخباراتو هغه بېرته خوشې کړ.
په شنو لښتو وهل
د افغانستان انټرنشنل د رپوټ له مخې، د طالبانو د استخباراتو په ریاستونو کې بندیان په لښتو یا لرګیو په دوامدار ډول وهل کیږي، چې بدن یې ورسره ټپي کیږي. په دا ډول شکنجه کې زندانیان په لاسونو، پښو، ملا او کوناټیو وهل کیږي.
په دې شکنجه کې لومړی د ونو شنې لښتې په اوبو کې اچول کیږي او وروسته د یوې ناټاکل شوې اندازې له مخې لسګونه لښتې پوښتنخونې ته وړل کیږي او د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال زنداني پرې وهي.
د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار اوسېدونکی چې موږ یې د عطاالله په مستعار نوم یادوو واييچې د روان ۱۳۰۴ ل کال د زمري په ۱۷مه نېټه په جلال اباد ښار کې داسې مهال نیول شوی، چې غوښتل یې له خپل کار ځای څخه کور ته لاړ شي.
نوموړی وايي چې لومړی د طالب استخباراتو له خوا د هغه سر ته یوه توره کڅوړه ور واچول شوه او بیا د استخباراتو ریاست ته یووړل شو.
د عطاالله په وینا،د استخباراتو په ریاست کې په لومړۍ شپه په لښتو او ډانګونو ووهل شو او پر ده تور و، چې له بهرنیو رسنیو سره یې همکاري کړې ده.
نوموړی وروسته له سل ورځني زندان څخه بېرته خوشې شوی خو دا مهال د درملنې لپاره پېښور ته تللی دی.
د عطاالله یو همکار افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې طالب استخباراتو عطاالله تر هغه له ځان سره ساتلی و، چې د بدن ټپونه یې ښه شول او د شکنجې نښې یې ورکې شوې خو د سر ټپونه یې وروسته له خوشې کېدو هم معلومېدل.
د برېښنا شاکونه
د افغانستان انټرنشنل د رپوټ له مخې، بندیانو ته په بدن یا ځانګړو برخو باندې برېښنايي شاکونه ورکول کیږي، چې شدید درد او د بدن غړو د شل کېدو لامل ګرځي.
د زندانیانو په وینا، د برېښنا شاکونه د ولو په منځ، په دواړو ورنونو او د پښو په غټو ګوتو کې ورکول کیږي چې پر شدید درد سربېره ذهني ګنګستیا رامنځته کوي.
د دغو زنداني شویو له ډلې یوې مېرمنې ویلي چې د برېښنا شاکونو پر مهال بې هوښه شوې او بې وخته ښځینه میاشتینۍ ناروغي یې پیل شوې وه.
د پروان یوه اوسېدونکې چې موږ یې د فرشتې په مستعار نوم یادوو، وايي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ په دویمه نېټه د شپې پر مهال د سرحوض په سیمه کې د ازادۍ جبهې له خوا د پخواني ډګروال جیلاني پر کور چې دا مهال پکې یو طالب قوماندان اوسېده، برید وشو.
نوموړې وايي چې له برید وروسته طالبان د دوی سیمې ته ورغلل او ټول کورونه یې تالاشي کړل او په دې جریان کې یې د نوموړې کور هم تالاشي کړ.فرشته چې یوه پخوانۍ څارنواله ده، وايي،طالبانو نوموړې له خپل ۱۳ کلن زوی سره ونیوله او د استخباراتو ریاست ته یې یوړه.
نوموړې وايي چې له شپږو ورځو رواني شکنجې وروسته یې کابل ته ولېږدوله او په لومړۍ شپه په لښتو ووهل شوه، د طالب وسله والو له خوا پرې د وسلو ګوزارونه وشول او په دویمه شپه برېښنايي شاکونه ورکړل شول.
فرشته زیاتوي چې پر دې له ازادۍ جبهې سره د اړیکو تور و او طالبانو ورته ویل چې په خپل کور کې یې د ازادۍ جبهې غړو ته ځای ورکړی و.
نوموړې وايي چې د شپې پر مهال یې د برېښنايي شاکونو یوې ځانګړې خونې ته ولېږدوله او لومړی وګواښل شوه چې که د ازادۍ جبهې د غړو په اړه معلومات ور نه کړي نو برېښنايي شاکونه به ورکړي.
هغه زیاتوي چې له ګواښونو وروسته یې د نوموړې د پښو غټو ګوتو پورې د برېښنايي شاکونو لینونه وتړل او څو پرلپسې شاکونه یې ورکړل.فرشتې وویل چې وروسته بیا پر خپل ځان نه ده پوهه شوې او کله چې له بې هوښۍ راپورته کېده بې وخته میاشتنۍ ناروغي یې هم پیل شوې وه.
د فرشتې په وینا، د زندان پر مهال یې له زوی احوال نه درلود خو کله چې له ۴۱ ورځو زندان وروسته کور ته لاړه خبره شوه چې زوی یې له اوو ورځو زندان وروسته خوشې شوی او په کور کې دی.
د هغې زوی افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د زندان پر مهال ورته ویل شوي وو چې مور یې د ازادۍ جبهې وسله والو ته جاسوسي کوي او ښايي د جاسوسۍ په تړاو اعدام شي.
فرشته دا مهال په کابل کې د خپل پلار په کور کې اوسي او له خپلې خور سره یو ځای د هغې د پلار د اچارو د جوړولو په کارخونه کې کار کوي.
بشپړ رپوټ دلته ولولئ: https://content.afintl.com/pa/afg-torture/index.html