• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: په سوریه کې د خلکو جشن د طالبانو رژیم د ړنګېدو د نمانځنې په څېر دی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۹ GMT+۰

د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، په سوریه کې د بدلون د ورځې نمانځنه په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم د نسکورېدو په مناسبت د خلکو له خوښیو سره ورته ده. صالح وویل، دا جشن به بېرته افغانستان ته راګرځي خو د "طالبانو د ایستلو" بڼه به توپیر ولري.

د مخکیني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د یکشنبې په ورځ «د لیندۍ ۱۸مه» په سوریه کې د بشار الاسد حکومت د نسکوریدو او د دغه هیواد د خلکو د جشن او خوښیو په غبرګون کې وویل: «طالب ملېشې به یو ځل بیا زموږ له خاورې اېستل کېږي.»

دغه پخواني حکومتي چارواکي ومنله چې دا ځل به د «طالبانو د ایستلو» او د دې ډلې د ځای ناستي حکومت بڼه توپیر ولري.

په سوریه کې د بشارالاسد کورنۍ د نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګېدو او د دغه هېواد د ولسمشر د تېښتې په اړه ګنګوسو د سوریې او د افغانستان د پخواني حکومت د نسکورېدو د پرتلنې په اړه بحثونه راپارولي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په کنایه سره ویلي و چې که بشار ابوظبۍ ته تښتېدلی وي، دا ښه فرصت دی چې له اشرف غني سره روغبړ وکړي.

بل خوا د حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم هم د سوریې جګړه له افغانستان سره پرتله کړې او لیکلي یې دي چې د سوریې وضعیت د افغانانو لپاره لوی درس دی.

هغه ویلي چې د سوریې درس دا دی چې داخلي کړکېچونه باید بې حله پاتې نه شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د ټولګټو وزارت:له ۱۳ ساعتونو وروسته د سالنګونو لاره د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت چې د سالنګونو لاره تېره شپه د سختو واورو ورېدو له امله د تګ راګ پرمخ تړل شوې وه او نن سهار بېرته د کوچنیو مساپر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.

یاد وزارت د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سالنګونو لویه لاره چې تېره شپه ۹:۱۰ دقیقې د تېزې واوري د ورښت، دوامداره توپان او د لیدلو د ساحې د کموالي له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار د ټولګټو وزارت له لوري د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دمکړۍ یاده لاره یوازې له شمال څخه د جنوب لوري د کوچنیو مساپر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوې ده او تمه ده، چې د ورځې په اوږدو کې به له جنوب څخه د شمال لوري ته هم د کوچنیو موټرونو پر مخ پرانیستل شي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې دمګړۍ په سالنګونو کې د واوري ورښت دریدلی، خو لا هم توپان جریان لري.

یاد وزارت ویلي، چې په سالنګونو کې له ۶ څخه تر ۲۵ سانتي مترو پورې واوره وریدلئ او د سالنګونو د ساتنې ادارې کارکوونکي په واورینو سیمو کې د وسایطو لپاره د لارې د پرانیستلو په موخه په خاورې او مالګو شیندلو بوخت دي.

یاد وزارت له موټر چلونکو څخه غوښتنه کړې، چې د سالنګونو له لارې څخه د تیریدو پر مهال دې د موټرو لپاره ځنځیر او ګرم ژمني توکي له ځان سره ولري.

د سالنګ تونل د افغانستان شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له مرکز کابل او سوېلي او ختیځو ولایتونو سره نښلوي، چې له سختو لوړو غرنیو لارو تېرېږي.
که څه هم مخکیني حکومت او اوس طالبانو دغه لاره په ځلونو رغولې ده، خو بیا هم د ژمي په رارسېدو سره ډېر کله دغه لارې د واورو له امله تړل کېږي.

د ترکیې پولیسو د ۲۷ افغان ماشومانو په ګډون ۶۰ کډوال نیولي دي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۲۷ GMT+۰

د ترکیې ساحلي ګارد د ۲۷ افغان ماشومانو په ګډون شاوخوا ۶۰ کډوال نیولي دي. نیول شوي کسان د بهرنیو وګړو د ایستلو مرکز ته لیږدول شوي دي. په یوه بله پېښه کې اوه افغان وګړي د «انساني قاچاق» په تور نیول شوي دي.

ترکي رسنیو د شنبې په ورځ د دغه هیواد د ساحلي ګارد په حواله راپور ورکړ چې د دغو کډوالو د لیږدیدونکي کښتۍ د اینجن د خرابۍ خبر له ترلاسه کولو وروسته یې هغوی «ژغورلي» دي.

د ترکیې پولیسو اوه تنه افغان وګړي د هغو کډوالو د ساتلو په تور نیولي دي چې دغه هیواد ته په «ناقانونه» ډول ننوتلي وو.

ترکیې د ایران او پاکستان په څېر په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د پېژندنې او شړلو بهیر ګړندی کړی، او په وروستیو میاشتو کې یې سلګونو افغان کډوال نیولي او شړلي دي.

پر دې سربیره د ترکیې د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو په هکله د تاوتریخوالي ډیر راپورونه هم ورکړل شوي دي.

ترکیه دا مهال د شاوخوا ۲۰ زرو کسانو د ځایولو ۳۲ د بیرته ستنیدونکو مرکزونه لري، چې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکا په وینا «د ایستلو په برخه کې زموږ ترټولو لوی زیربنا ځواک دی.»

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره: طالبانو د ښځو پاتې فرصتونه هم له منځه یوړل

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۳۸ GMT+۰

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د طبي انسټېټوتونو د تړلو په غبرګون کې وویل، چې طالبانو د ښځو لپاره لږ پاتې فرصتونه هم له منځه یوړل.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې د شنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د نرسنګ او قابله ګۍ په زده کړو پر ښځو بندیز د ښځو د زده کړې او کارموندنې په برخه کې هغه پاتې لږ فرصتونه هم له منځه یوړل.

هغې خبرداری ورکړ، چې دا پرېکړه «د انسانانو ژوند په خطر کې اچوي.»

اسټرالیا، جرمني، هالنډ او کاناډا د لومړنیو هېوادونو په ډله کې وو، چې اعلان یې وکړ چې د عدالت نړۍوالې محکمې ته به د طالبانو پرضد دعوه وکړي.

د نړۍ څه باندې ۲۰ هېوادونو د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ د هغې پرېکړې ملاتړ کړی، چې د عدالت په نړۍواله محکمه کې به طالبان محاکمه کړي.

په دې وروستیو کې د جرمونو نړۍوالې محکمې وویل، چې په افغانستان کې به د ښځو د جنسیتي ځورونې په اړه څېړنې کوي او ډېر ژر به یې پایلې خپرې کړي.

د دې محکمې لوى څارنوال کريم خان په دې وروستيو ورځو کې له يو شمېر فعالو مېرمنو سره وکتل او هغوى ته يې ډاډ ورکړ، چې ښه خبرونه پر لار دي.

تېره اوونۍ د طالبانو مشر د ښځو او نجونو لپاره د طبي روزنیزو انسټېټوتونو مرکزونه وتړل.

دغه پرېکړه له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوه.

په کابل کې طالب چارواکو د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا سفارت شارژدافیره: د طالبانو د مشر وروستۍ پرېکړه په هېڅ کولتور کې د دفاع وړ نه ده

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۳ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره وايي، چې د طالبانو د مشر له لوري د طبي بنسټونو د تړلو پرېکړه په هېڅ ژبه، مذهب او کولتور کې د دفاع وړ نه ده.

کرن ډېکر وویل، چې د طالبانو مشر، چې پخوا یې پر نجونو د زده کړو بندولو سره د افغانستان راتلونکې له ګواښ سره مخ کړې، له خپلې دغې پرېکړې سره د افغانستان راتلونکې په بشپړه توګه له منځه وړي.

هغې ټینګار وکړ: «کندهار لا دمخه د معلمۍ او انجنیرې څانګو کې د نجونو د زده کړو مخه نیولې وه چې له دې سره یې د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کړې وه او اوس دا چې نجونې ډاکټرانې یا نرسانې شي د دې مخنیوي سره د افغانستان راتلونکې په بشپړه توګه له منځه وړي.»

د امریکا د سفارت شارژدافیرې د سې شنبې په ورځ پر اېکس خبرداری ورکړ، چې د طالبانو وروستۍ پرېکړه به د افغانستان د ټولو خلکو د کړاو سبب شي، ځکه چې د دې په وینا، میندې به خپل ژوند له لاسه ورکړي او نوي ماشومان به ونه زیږي.

کرن ډېکر ټینګار وکړ: «دا پریکړه باید لغوه شي ترڅو د نا ضروري درد او رنځ څخه مخنیوی وشي.»

مېرمن ډېکر د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو هڅو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: "له هغه څه سره چې دوی په کور دننه کوي، په بهر کې د دې ډلې ډیپلوماسۍ ته ارزښت ورکول ګران کار دی."

د طالبانو مشر ملا هبت الله په دې وروستیو کې د ښځو لپاره د طبي موسسو د تړلو پرېکړه کړې ده. دغه پرېکړه په نړۍواله کچه له پراخو غصه ناکو غبرګونونو سره مخ شوې ده. ملګرو ملتونو، اروپايي هېوادونو، امریکا او بریتانیا په متفقه توګه دغه پرېکړه غندلې ده.

د دې پرېکړې له اعلان وروسته افغان نجونو او مېرمنو وویل، چې دوی خپله وروستۍ هیله هم له لاسه ورکړې ده.

په فرانکفورټ کې افغان معترضینو له طالبانو وغوښتل چې د نجونو د زده کړو مخه دې نه نیسي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۶ GMT+۰

یو شمېر افغانانو د نجونو د زده کړو په ملاتړ نن د جرمني په فرانکفورټ کې لاریون وکړ. معترضین له طالبانو غواړي، چې د نجونو د زده کړو مخنیوی و نه کړي.

دغو معترضینو دغه راز په نړۍوالو غږ وکړ، چې د افغان نجونو د زده کړو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
دغه لاریونونه په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده تېره اونۍ د یو فرمان په ترڅ کې د هېواد په ټولو طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
د طالبانو دغې پرېکړې په کور دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

100%


دا په داسې حال کې ده، چې نن بیا د هېواد په یخو سیمو کې د زرګونو نجونو د شپږم ټولګي وروستۍ ازموینه وه.
د کابل پوهنتون پخواني استاد محبوب شاه محبوب افغان نجونو ته په اشارې سره په خپل اېکس کې له طالبانو پوښتنه کړې: «دوی څه ګناه کړې؟‏ که ګناه همدا وي، چې د دوی ذات ښځه دی؛ نو موږ هر یو د یوې - یوې ګنهګارې مور اولادونه یو.»
نوموړي همداراز زیاته کړې: «‏نن په یخو سیمو کې د زرګونو نجونو د شپږم ټولګي وروستۍ ازموینه وه، دا کوچنۍ فرښتې یوازې د دې لپاره ژاړي چې نور نه شي کولی چې زده کړې وکړي.»
اخوا یو شمېر دیني عالمان هم د ښځو د زده کړو پر دوام ټینګار کوي او وایي، چې په اسلام کې د ښځو پر زده کړو هېڅ ډول بندیز او ممانعت نه شته.
د مسلمانو عالمانو د نړۍوال اتحاد غړی فضل الهادي وزین وایي، چې د اسلام له نظره ښځې د نارینه و په شان او د خپلې غوښتنې پر اساس حق لري، څو هر هغه علم چې حرام نه وي، ترلاسه کړي.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «پاچا، امیر او یا هم ولسمشر هېڅ یو یې حق نه لري، چې ښځې له یو مشخص علمي بهیر څخه منع کړي.»
د نوموړي په خبره، ښځې حق لري څو په شرعیاتو، طب، انجینیرۍ، اقتصاد، ادبیاتو، کمپیوټر ساینس، روان درملنې او نورو برخو کې زده کړې وکړي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته لومړۍ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځيو، بیا پر پوهنتونونو او اوس هم پر طبي انسټیټیوټونو بندیزونه لګولي دي.
سره له دې چې د افغانانو په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو په وار - وار سره له دې ډلې غوښتي، چې د ښځو پروړاندې سخت دریځ بند کړي، خو طالب چارواکي وایي، چې دوی د اسلامي قوانینو او شریعت پربنسټ چارې پرمخ بیایي.