د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره: طالبانو د ښځو پاتې فرصتونه هم له منځه یوړل

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د طبي انسټېټوتونو د تړلو په غبرګون کې وویل، چې طالبانو د ښځو لپاره لږ پاتې فرصتونه هم له منځه یوړل.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د طبي انسټېټوتونو د تړلو په غبرګون کې وویل، چې طالبانو د ښځو لپاره لږ پاتې فرصتونه هم له منځه یوړل.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې د شنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د نرسنګ او قابله ګۍ په زده کړو پر ښځو بندیز د ښځو د زده کړې او کارموندنې په برخه کې هغه پاتې لږ فرصتونه هم له منځه یوړل.
هغې خبرداری ورکړ، چې دا پرېکړه «د انسانانو ژوند په خطر کې اچوي.»
اسټرالیا، جرمني، هالنډ او کاناډا د لومړنیو هېوادونو په ډله کې وو، چې اعلان یې وکړ چې د عدالت نړۍوالې محکمې ته به د طالبانو پرضد دعوه وکړي.
د نړۍ څه باندې ۲۰ هېوادونو د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ د هغې پرېکړې ملاتړ کړی، چې د عدالت په نړۍواله محکمه کې به طالبان محاکمه کړي.
په دې وروستیو کې د جرمونو نړۍوالې محکمې وویل، چې په افغانستان کې به د ښځو د جنسیتي ځورونې په اړه څېړنې کوي او ډېر ژر به یې پایلې خپرې کړي.
د دې محکمې لوى څارنوال کريم خان په دې وروستيو ورځو کې له يو شمېر فعالو مېرمنو سره وکتل او هغوى ته يې ډاډ ورکړ، چې ښه خبرونه پر لار دي.
تېره اوونۍ د طالبانو مشر د ښځو او نجونو لپاره د طبي روزنیزو انسټېټوتونو مرکزونه وتړل.
دغه پرېکړه له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوه.
په کابل کې طالب چارواکو د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.


د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره وايي، چې د طالبانو د مشر له لوري د طبي بنسټونو د تړلو پرېکړه په هېڅ ژبه، مذهب او کولتور کې د دفاع وړ نه ده.
کرن ډېکر وویل، چې د طالبانو مشر، چې پخوا یې پر نجونو د زده کړو بندولو سره د افغانستان راتلونکې له ګواښ سره مخ کړې، له خپلې دغې پرېکړې سره د افغانستان راتلونکې په بشپړه توګه له منځه وړي.
هغې ټینګار وکړ: «کندهار لا دمخه د معلمۍ او انجنیرې څانګو کې د نجونو د زده کړو مخه نیولې وه چې له دې سره یې د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کړې وه او اوس دا چې نجونې ډاکټرانې یا نرسانې شي د دې مخنیوي سره د افغانستان راتلونکې په بشپړه توګه له منځه وړي.»
د امریکا د سفارت شارژدافیرې د سې شنبې په ورځ پر اېکس خبرداری ورکړ، چې د طالبانو وروستۍ پرېکړه به د افغانستان د ټولو خلکو د کړاو سبب شي، ځکه چې د دې په وینا، میندې به خپل ژوند له لاسه ورکړي او نوي ماشومان به ونه زیږي.
کرن ډېکر ټینګار وکړ: «دا پریکړه باید لغوه شي ترڅو د نا ضروري درد او رنځ څخه مخنیوی وشي.»
مېرمن ډېکر د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو هڅو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: "له هغه څه سره چې دوی په کور دننه کوي، په بهر کې د دې ډلې ډیپلوماسۍ ته ارزښت ورکول ګران کار دی."
د طالبانو مشر ملا هبت الله په دې وروستیو کې د ښځو لپاره د طبي موسسو د تړلو پرېکړه کړې ده. دغه پرېکړه په نړۍواله کچه له پراخو غصه ناکو غبرګونونو سره مخ شوې ده. ملګرو ملتونو، اروپايي هېوادونو، امریکا او بریتانیا په متفقه توګه دغه پرېکړه غندلې ده.
د دې پرېکړې له اعلان وروسته افغان نجونو او مېرمنو وویل، چې دوی خپله وروستۍ هیله هم له لاسه ورکړې ده.

یو شمېر افغانانو د نجونو د زده کړو په ملاتړ نن د جرمني په فرانکفورټ کې لاریون وکړ. معترضین له طالبانو غواړي، چې د نجونو د زده کړو مخنیوی و نه کړي.
دغو معترضینو دغه راز په نړۍوالو غږ وکړ، چې د افغان نجونو د زده کړو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
دغه لاریونونه په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده تېره اونۍ د یو فرمان په ترڅ کې د هېواد په ټولو طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
د طالبانو دغې پرېکړې په کور دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نن بیا د هېواد په یخو سیمو کې د زرګونو نجونو د شپږم ټولګي وروستۍ ازموینه وه.
د کابل پوهنتون پخواني استاد محبوب شاه محبوب افغان نجونو ته په اشارې سره په خپل اېکس کې له طالبانو پوښتنه کړې: «دوی څه ګناه کړې؟ که ګناه همدا وي، چې د دوی ذات ښځه دی؛ نو موږ هر یو د یوې - یوې ګنهګارې مور اولادونه یو.»
نوموړي همداراز زیاته کړې: «نن په یخو سیمو کې د زرګونو نجونو د شپږم ټولګي وروستۍ ازموینه وه، دا کوچنۍ فرښتې یوازې د دې لپاره ژاړي چې نور نه شي کولی چې زده کړې وکړي.»
اخوا یو شمېر دیني عالمان هم د ښځو د زده کړو پر دوام ټینګار کوي او وایي، چې په اسلام کې د ښځو پر زده کړو هېڅ ډول بندیز او ممانعت نه شته.
د مسلمانو عالمانو د نړۍوال اتحاد غړی فضل الهادي وزین وایي، چې د اسلام له نظره ښځې د نارینه و په شان او د خپلې غوښتنې پر اساس حق لري، څو هر هغه علم چې حرام نه وي، ترلاسه کړي.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «پاچا، امیر او یا هم ولسمشر هېڅ یو یې حق نه لري، چې ښځې له یو مشخص علمي بهیر څخه منع کړي.»
د نوموړي په خبره، ښځې حق لري څو په شرعیاتو، طب، انجینیرۍ، اقتصاد، ادبیاتو، کمپیوټر ساینس، روان درملنې او نورو برخو کې زده کړې وکړي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته لومړۍ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځيو، بیا پر پوهنتونونو او اوس هم پر طبي انسټیټیوټونو بندیزونه لګولي دي.
سره له دې چې د افغانانو په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو په وار - وار سره له دې ډلې غوښتي، چې د ښځو پروړاندې سخت دریځ بند کړي، خو طالب چارواکي وایي، چې دوی د اسلامي قوانینو او شریعت پربنسټ چارې پرمخ بیایي.

د جمهوریت پرمهال د ننګرهار وروستی والي ضیالحق الحق امرخېل وايي په تېرو دریو کلونو کې د طالب چارواکو یو تکراري بحث له نړیوالو سره ښه اړیکي لرل دي. امرخېل په دې باور دی چې د بیروني مشروعیت لپاره لومړی ګام د داخلي مشروعیت راخپلول دي.
ښاغلي امرخېل نن شنبې «د لیندۍ۱۷مه» په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي، چې ولس حاشيې ته ټېل وهل شوی.
امرخېل نیوکه کړې، چې د ولس مشروع غوښتنې نه اوریدل کیږي چې دې حالت یو ستر واټن رامنځته کړی.
ضیاالحق امرخېل لیکلي:«موږ وینو چې د هغو حکومتونو د اعتبار تله درنده ده چې د خپل ولس اعتبار یې راخپل کړی.»
دغه پخوانی چارواکی چې اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند کوي په ټینکار سره وايي، چې د ولس باور په زور او رعب نه ترلاسه کیږي، بلکې د هغوی د غوښتنو په پوره کولو او هغوی ته په اهمیت ورکولو حاصلېږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير عبدالکریم خرم ویلي، چې افغانان دې له سوريې زدکړه وکړي او کورنۍ نارضایتۍ دې ناحله نه پرېږدي. نوموړي ويلي، چې د هېوادونو واکمنان دې لومړۍ له خپل ملت سره سوله وکړي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير عبدالکريم خرم د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۷ مه) پر خپله اېکس پاڼه د سوريې کورنۍ جګړې ته په اشارې لیکلي: « معلومه نه ده، چې د سوريې حکومت به پاته شي او که سقوط وکړي.»
د خرم په خبره، چې په سوریه کې اوسنۍ وضعت د افغانانو لپاره یو لوی درس دی او په هيڅ صورت باید داخلي ناراضايتي ناحله پاته نه شي.
نوموړي زياته کړې، چې په ۲۰۰۱ کال کې د بن کنفرانس کې د هغه وخت د حکومت مخالفان یا طالبان له پامه غورځول شوي و.
خرم د هغو هېوادونو لپاره، چې په انزوا کې پاته دي او داخلي ستونزې يې نه دي حل کړې دا ډول موضوعات د خطر یو زنګ بللی.
هغه لیکلي: « دا د هغو هېوادونو لپاره، چې په انزوا کې دي او د نژدې او ليرو هېوادو متضادي ګټي لري د مداخلې لپاره بهانې جوړي او خطرناک دي.»
نوموړی وايي، چې د بشارالاسد د راپرځېدو په صورت کې معلومه نه ده، چې سوريه په کوم حالت کې پاته شي؛ ځکه د همدې رژيم په وړاندي تر ۶۰ زياتې کوچنۍ او لویې مخالفې ډلې د بیلابیلو تمايلاتو له مخې سره یو شوې دي.
د سوریې په حلب ښار کې د سوریې د پوځ او د حزب تحریر الشام ډلې وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي، چې د روسیې او سوریې هوايي ځواکونو د بشارالاسد د مخالفو وسله والو د شړلو لپاره هوايي بریدونه هم پیل کړي دي.
مخالفو وسلهوالو په حلب کې د ولسمشر بشارالاسد کور نیولی دی.
د بشارالاسد مخالفین د پرمختګ په حال کې دي.
تحریر الشام د پنجشنبې په مازدیګر د حما ښار کنټرول هم ترلاسه کړی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د پنجشنبې په ماښام د سوریې د پوځ څه باندې ۲۰۰پوځي موټرې د حما له سویلي څنډو څخه حمص ته په شا شوي دي.
سرچينو ویلي، چې تحرير الشام د حما پر مرکزي زندان کنټرول خپل کړی او سیاسي بندیان یې خوشي کړي دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت پوځي مرستيال د بریتانیا د ديني عالمانو د لس کسيزه پلاوي سره د ليدني پرمهال ویلي، «اسلامي امارت یوازنی اسلامي نظام دی چې ټوله اسلامي نړۍ پرې ویاړي.»
د طالبانو امربالمعروف وزارت د شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې د دوی د پوځي مرستيال سعيد احمد شهيد خېل او د بريتانيا څخه د دیني عالمانو د لس کسيزې ډلې د ليدنې خبر وکری.
د طالبانو د دغه وزارت پوځي مرستيال له راغلو ديني عالمانو غوښتي، چې د دوی رښتنی انځور او ديني واقعیتونه نړۍ ته وښیي.
په اعلاميه کې د بريتانيا د ديني عالمانو له قوله لیکل شوي، چې «اسلامي امت د امارت په راتګ» خوښ او ډاډه دي.
دوی لیکلي: « له ډېرو کلونو راهیسې مسلمانانو داسې انګېرله، چې اسلامي امت یتیم دی، خو د اسلامي امارت پر راتګ موږ ډاډ ترلاسه کړ چې اسلامي امت اوس غمخواره لري او پرې ډاډه دي.»
تر اوسه د بريتانيا ديني عالمانو په د دې ليدنې په اړه څه نه دي ویلي.
د اسلامي هېوادونو ترڅنګ د نړۍ هيڅ هېواد طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.
ډېرو اسلامي هېوادونو د بشري حقونو اړوند د طالبانو پر سرغړونو نيوکې کړي او له دغه ډلې يې غوښتي، چې له خلکو سره د توند چلند څخه لاس واخلي.