• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو امربالمعروف مرستیال: موږ یوازنی اسلامي نظام یو چې ټوله اسلامي نړۍ را باندې ویاړي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د طالبانو امربالمعروف وزارت پوځي مرستيال د بریتانیا د ديني عالمانو د لس کسيزه پلاوي سره د ليدني پرمهال ویلي، «اسلامي امارت یوازنی اسلامي نظام دی چې ټوله اسلامي نړۍ پرې ویاړي.»

د طالبانو امربالمعروف وزارت د شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې د دوی د پوځي مرستيال سعيد احمد شهيد خېل او د بريتانيا څخه د دیني عالمانو د لس کسيزې ډلې د ليدنې خبر وکری.

د طالبانو د دغه وزارت پوځي مرستيال له راغلو ديني عالمانو غوښتي، چې د دوی رښتنی انځور او ديني واقعیتونه نړۍ ته وښیي.

په اعلاميه کې د بريتانيا د ديني عالمانو له قوله لیکل شوي، چې «اسلامي امت د امارت په راتګ» خوښ او ډاډه دي.

دوی لیکلي: « له ډېرو کلونو راهیسې مسلمانانو داسې انګېرله، چې اسلامي امت یتیم دی، خو د اسلامي امارت پر راتګ موږ ډاډ ترلاسه کړ چې اسلامي امت اوس غمخواره لري او پرې ډاډه دي.»

تر اوسه د بريتانيا ديني عالمانو په د دې ليدنې په اړه څه نه دي ویلي.

د اسلامي هېوادونو ترڅنګ د نړۍ هيڅ هېواد طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.

ډېرو اسلامي هېوادونو د بشري حقونو اړوند د طالبانو پر سرغړونو نيوکې کړي او له دغه ډلې يې غوښتي، چې له خلکو سره د توند چلند څخه لاس واخلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان د نږدې نیم میلیارد افغانیو په ارزښت د کابل هرات پر لار ۱۴ جوماتونه جوړوي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند وايي چې د ۴۶۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل هرات پر لاره د ۱۴ نویو جوماتونو د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه جوماتونه د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم پر اساس د ټولګټو وزارت له خوا جوړېږي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند اشرف حق شناس نن شنبې « د لیندۍ۱۷مه» په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د کندهار ـ هرات لویې لارې په اږدو کې د دې ۱۴ جوماتونه څخه یې شپږ جوماتونه د کابل ـ کندهار او اته نور یې د کندهار ـ هرات ترمنځه غځیدلي سرک په اږدو کې جوړېږي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي چې د دې جوماتونو چارې یې بېلابېلو ساختماني شرکتونو ته ورکړي دي.

دوی زیاتوي چې د پیل شوو جوماتونو چارې به د یوه کال موده کې بشپړې شي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله د یو فرمان پر اساس چې په ټول هېواد کې د هر ۷۰ کېلو مېټره واټن ترمنځه به یو یو جومات جوړوي.

طالبان وايی د لویو لارو په اږدو کې په ټول هېواد کې ۷۵ جوماتونه له محراب سره جوړېږي.

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي چې د هرات جومات لپاره درې جریبه ځمکه ځانګړې شو ده، چې په یو وخت سره به ۳۰۰ لمونځ کوونکي ځایولی شي، چې له دې جملي څخه ۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ تنه بیا ښځینه لمونځ کوونکو ته په جلا توګه د اوس او لمانځه ادا کولو لپاره ځایونه په پام کې نیول شوي دي.

د افغانستان پر لويو لارو د استراحت، ډوډۍ خوړلو او شپې تېرولو مجهز او عصري ځايونه ډېر کم دي، چې زيات مهال پر دې لارو تلوونکي کسان د ستونزو سره مخ وي.

افغان فوټبال لیګ کې ابومسلم، خدیم ته ماتې ور کړه، عدالت او سرسبز یاشلر لوبه سره مساوي کړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۸ GMT+۰

د افغانستان فوټبال فدراسيون له لوري د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو پر مهال د شنبې په ورځ لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم لوبډلې سرپل خدیم اف سي ته درې پر يو ماتې ورکړه. د سياليو دويمه لوبه د فراه عدالت او فاریاب سرسبزیاشلر لوبډلو ترمنځ ۲ پر ۲ مساوي پای ته ورسېده.

د فراه ابومسلم لوبډله، چې تر ډېره د سياليو د قهرمانۍ هڅه کوي په خپل ترکيب کې د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ بهرني لوبغاړي هم له ځان سره لري.

دغې لوبډلې په بريا د سياليو پيل وکړ او په خپله لومړۍ لوبه کې يې درې امتيازونه تر لاسه کړل.

د فراه ابومسلم لوبډله کې افریقايي لوبغاړي ایمانويل یاغر، لوبډلمشر امان الله سرداري او جبار شيرزي ګولونه وکړل.

د همدې سياليو د شنبې د ورځي دويمه لوبه د فراه عدالت او فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلو ترمنځ ۲ پر ۲ مساوي پای ته ورسېده.

په همدې سيالۍ سره دواړو لوبډلو یو یو امتياز تر لاسه کړ.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سيالۍ د جمعې په ورځ په هرات ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

طالبان د افغانستان په هکله د نړیوال بانک وروستی راپور له حقیقت لرې بولي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان د اقتصادي وضعت په اړه د نړیوال بانک وروستۍ موندنې له حقیقته لرې بللې او دغه راپور يې رد کړی. طالبانو ويلي، چې د دوی په واکمنۍ کې پرمختيايي پروژې لکه د کانونو اېستل، د لویو لارو او پلونو رغول او نورې زياتې بنسټيزې چارې روانې دی.

نړيوال بانک د دسمبر مياشتي په لومړیو کې په خپل راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصادي حالت لا هم ټکنی دی او زياته وده یې نه ده کړې.

نړيوال بانک ويلي په افغانستان کې د بې کارۍ کچه لوړه، د زېربنایي پروژو کارونه ولاړ او پانګونه محدوده شوې ده.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال دفتر د شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې د نړيوال بانک د ردغه اپور پر ردولو سربېره ویلي، چې په بېلابيلو برخو کې پرمختګونه شوي او يوازي د ستر مقياس کانونو په برخه کې يې شاوخوا ۴۱۵ ميليارده افغانۍ کورنۍ او بهرنۍ پانګونه جذب کړې ده.

د نړيوال بانک په نشر شوي راپور کې د کورني ناخالص توليد ودې، د بهرنيو اسعارو پر واندې د افغانۍ ارزښت او صادراتو کچې ثابت پاتې کېدو، د کورنيو عوایدو د ټاکل شوي هدف ترلاسه کېدو، د خوراکي توکو بیو ټيټېدو او د کورني صنعت او بانکي سکټور کې شوي پرمختګونه کم ياد کړي.

خو طالبان بیا په خپله اعلاميه کې وايي، چې د نړيوال بانک له لوري په بېلابيلو برخو کې وړاندي شوي د ودې سلنه او پرمختګونه تر دې لوړ دي.

طالبانو له نړيوالو غوښتي، چې د حقایقو په واقعي درک له افغانستان سره مثبت تعامل وکړي، تر څو په افغانستان کې اقتصادي برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شي.

په کابل کې د طالبانو استخباراتو د برېښنا شرکت له کارکوونکو «موبایلونه او لپټاپونه یووړل»

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۷ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ځینو کارمنانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دې ډلې استخبارانو ترې «موبایلونه او لپټاپونه یووړل.» سرچینې وايي رسنیو کې پرلپسې د دې ادارې د فساد سندونو خپرېدو پسې د عبدالباري عمر په غوښتنه پر برېښنا شرکت چاپه واچول شوه.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ځینو کارکوونکو نن « د لیندۍ۱۶مه» وویل چې تېره پنجشنبه د طالبانو استخباراتو برېښنا شرکت کلابند کړی و.

عیني شاهدان وايي استخباراتو د شرکت د کارکوونکو په ځانګړي ډول د بشري سرچینو ادارې له ټولو کارمنانو موبایلونه ور سره یووړل.

د طالبانو استخباراتو د برېښنا شرکت کارکوونکو ته ویلي چې موبیلونه او اداري لېپټاپونه به په مکمل ډول وڅېړل شي ترڅو هغه کسان پیدا کړي چې د دې ادارې د فساد اسناد یې رسنیو ته لېږلي دي.

د افغانستان د برښنا شرکت یو کارمن« نن شنبې هم د طالبانو اسخباراتو برېښنا شرکت کلابند کړی او د ټولو شعبو او دفترونو کمپیوټرونو کې دفتري او یاهم شخصي اېمیلونه ګوري ترڅو معلومه کړی چې له دې ادارې څوک سندونه بهر ته باسي»

ځیني کارکوونکي وايي چې دوی په موبایلونو کې شخصی انځورونه او ویډیوګانې هم لري چې دا د دوی پر شخصي حریم تېری دی.

دوی زیاتوی استخبارات د طالبانو د برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر په شخصی غوښتنه دا څېړنه پیل کړې ده، ځکه څو ورځې وړاندې هغه لېستونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول چې د طالبانو د برېښنا رییس عبدالباري عمر ۴۰ نژدې خپلوان ګمارلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت کې روان فساد

100%
100%

افغانستان انټرنشنل د هغو لېستونو کاپي هم ترلاسه کړې ده، چې د افغانستان د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو رییس عبدالباري عمر د دې ادارې په بېلابیلو پوسټونو کې شاوخوا ۴۰ نژدې خپلوان ګمارلي دي.

په دې لېستونو کې لېدل کېږي چې له ۳ بست نیولې تر ۹ بست پورې یې کسان ګمارلي دي چې یوازې ټول د لوګر د مرکز پل علم اوسېدونکي دي او پخپله دا رییس هم د همدې سیمې دی.

د طالبانو سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دې لېستونو خپرېدو سره د اوسني رییس عبدالباري عمر په اړه په کابل کې د طالبانو تر منځه بحثونه جوړ شوي دي.

د سرچینې په وینا« په ټولنیزو رسنیو کې د برېښنا شرکت کې د ګمارنو د لېستونو د خپرېدو له امله عبدالباري عمر له استحباراتو غوښتنه کړې ده چې د دې اداري د کاروونکو ټول موبایلونه او اداري کمپیوټرونه وکتل شي ترڅو معلومه شي چې څوک دغه سندونه له دې ادارې بهر کوي»

افغانستان انټرنشنل پښتو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند بېلابېل د فساد سندونه خپاره کړي دي.

یو له دغو راپونو د برېښنا شرکت له خوا د بډو بدل کې د برېښنا د ۸۲ نويو لګول شویو ټرانسفرمرونو لېست هم دی.

په دغه راپور کې راغلي و چې کابل کې د برېښنا پر کمښت سربېره بیا هم طالبانو دغه ټرانسفرمرونه فابریکو او سوداګریزو وداینو ته لګولي.

د افغانستان انټرنشنل د بل راپور له مخې چې د اسنادو له مخې جوړ شوی و، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر، د ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان خلاف کمارنې کړې دي.

سرچینې: طالبانو د کابل په "شنه زون" کې په مسافرخونو کې د شپې پر پاتې کېدو بندیز لګولی دی

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۲۵ GMT+۰

ځايي سرچينې وايي، چې د طالبانو استخباراتو د کابل "شنه زون" ته څېرمه په هوټلونو او مسافر خونو کې د شپې پاتې کېدل منع کړي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو ویلي، چې دغه بنديز يې د امنيتي دلايلو له امله لګولی دى.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو د دې بندیز د لاملونو په اړه توضیحات نه دي ورکړي.

د بلال سروري په نوم یو خبریال هم پر اېکس پاڼې د کابل په شنه سیمه کې د بندیز په اړه لیکلي دي.

په هغه عکس کې چې هغه پر اېکس پاڼې خپور کړی، لیدل کیږي چې د مسافرخونو د دهلیز پر یو دیوال لیکل شوي دي: «د امنیتي لاملونو له امله، میلمانه نه شي کولی په خونه کې شپه تېره کړي.»

مخکې له دې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شي، د امريکا په ګډون د بهرنيو هېوادونو سفارتونه او د نړۍوالو بنسټونو او موسسو دفترونه د کابل په شنه زون کې وو. په دې سیمه کې ولسمشرۍ ماڼۍ، د دفاع، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونه هم موقعیت لري.