• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په فرانکفورټ کې افغان معترضینو له طالبانو وغوښتل چې د نجونو د زده کړو مخه دې نه نیسي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۶ GMT+۰

یو شمېر افغانانو د نجونو د زده کړو په ملاتړ نن د جرمني په فرانکفورټ کې لاریون وکړ. معترضین له طالبانو غواړي، چې د نجونو د زده کړو مخنیوی و نه کړي.

دغو معترضینو دغه راز په نړۍوالو غږ وکړ، چې د افغان نجونو د زده کړو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
دغه لاریونونه په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده تېره اونۍ د یو فرمان په ترڅ کې د هېواد په ټولو طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
د طالبانو دغې پرېکړې په کور دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

100%


دا په داسې حال کې ده، چې نن بیا د هېواد په یخو سیمو کې د زرګونو نجونو د شپږم ټولګي وروستۍ ازموینه وه.
د کابل پوهنتون پخواني استاد محبوب شاه محبوب افغان نجونو ته په اشارې سره په خپل اېکس کې له طالبانو پوښتنه کړې: «دوی څه ګناه کړې؟‏ که ګناه همدا وي، چې د دوی ذات ښځه دی؛ نو موږ هر یو د یوې - یوې ګنهګارې مور اولادونه یو.»
نوموړي همداراز زیاته کړې: «‏نن په یخو سیمو کې د زرګونو نجونو د شپږم ټولګي وروستۍ ازموینه وه، دا کوچنۍ فرښتې یوازې د دې لپاره ژاړي چې نور نه شي کولی چې زده کړې وکړي.»
اخوا یو شمېر دیني عالمان هم د ښځو د زده کړو پر دوام ټینګار کوي او وایي، چې په اسلام کې د ښځو پر زده کړو هېڅ ډول بندیز او ممانعت نه شته.
د مسلمانو عالمانو د نړۍوال اتحاد غړی فضل الهادي وزین وایي، چې د اسلام له نظره ښځې د نارینه و په شان او د خپلې غوښتنې پر اساس حق لري، څو هر هغه علم چې حرام نه وي، ترلاسه کړي.
نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «پاچا، امیر او یا هم ولسمشر هېڅ یو یې حق نه لري، چې ښځې له یو مشخص علمي بهیر څخه منع کړي.»
د نوموړي په خبره، ښځې حق لري څو په شرعیاتو، طب، انجینیرۍ، اقتصاد، ادبیاتو، کمپیوټر ساینس، روان درملنې او نورو برخو کې زده کړې وکړي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته لومړۍ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځيو، بیا پر پوهنتونونو او اوس هم پر طبي انسټیټیوټونو بندیزونه لګولي دي.
سره له دې چې د افغانانو په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو په وار - وار سره له دې ډلې غوښتي، چې د ښځو پروړاندې سخت دریځ بند کړي، خو طالب چارواکي وایي، چې دوی د اسلامي قوانینو او شریعت پربنسټ چارې پرمخ بیایي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ضیاالحق امرخېل طالبانو ته: د بیروني مشروعیت لپاره لومړی ګام د داخلي مشروعیت خپلول دي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۱ GMT+۰

د جمهوریت پرمهال د ننګرهار وروستی والي ضیالحق الحق امرخېل وايي په تېرو دریو کلونو کې د طالب چارواکو یو تکراري بحث له نړیوالو سره ښه اړیکي لرل دي. امرخېل په دې باور دی چې د بیروني مشروعیت لپاره لومړی ګام د داخلي مشروعیت راخپلول دي.

ښاغلي امرخېل نن شنبې «د لیندۍ۱۷مه» په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي، چې ولس حاشيې ته ټېل وهل شوی.

امرخېل نیوکه کړې، چې د ولس مشروع غوښتنې نه اوریدل کیږي چې دې حالت یو ستر واټن رامنځته کړی.

ضیاالحق امرخېل لیکلي:«موږ وینو چې د هغو حکومتونو د اعتبار تله درنده ده چې د خپل ولس اعتبار یې راخپل کړی.»

دغه پخوانی چارواکی چې اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند کوي په ټینکار سره وايي، چې د ولس باور په زور او رعب نه ترلاسه کیږي، بلکې د هغوی د غوښتنو په پوره کولو او هغوی ته په اهمیت ورکولو حاصلېږي.

عبدالکریم خرم: افغانان دې له سوریې زدکړه وکړي او کورنۍ نارضایتۍ دې بې حله نه پرېږدي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۵ GMT+۰

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير عبدالکریم خرم ویلي، چې افغانان دې له سوريې زدکړه وکړي او کورنۍ نارضایتۍ دې ناحله نه پرېږدي. نوموړي ويلي، چې د هېوادونو واکمنان دې لومړۍ له خپل ملت سره سوله وکړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير عبدالکريم خرم د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۷ مه) پر خپله اېکس پاڼه د سوريې کورنۍ جګړې ته په اشارې لیکلي: « معلومه نه ده، چې د سوريې حکومت به پاته شي او که سقوط وکړي.»

د خرم په خبره، چې په سوریه کې اوسنۍ وضعت د افغانانو لپاره یو لوی درس دی او په هيڅ صورت باید داخلي ناراضايتي ناحله پاته نه شي.

نوموړي زياته کړې، چې په ۲۰۰۱ کال کې د بن کنفرانس کې د هغه وخت د حکومت مخالفان یا طالبان له پامه غورځول شوي و.

خرم د هغو هېوادونو لپاره، چې په انزوا کې پاته دي او داخلي ستونزې يې نه دي حل کړې دا ډول موضوعات د خطر یو زنګ بللی.

هغه لیکلي: « دا د هغو هېوادونو لپاره، چې په انزوا کې دي او د نژدې او ليرو هېوادو متضادي ګټي لري د مداخلې لپاره بهانې جوړي او خطرناک دي.»

نوموړی وايي، چې د بشارالاسد د راپرځېدو په صورت کې معلومه نه ده، چې سوريه په کوم حالت کې پاته شي؛ ځکه د همدې رژيم په وړاندي تر ۶۰ زياتې کوچنۍ او لویې مخالفې ډلې د بیلابیلو تمايلاتو له مخې سره یو شوې دي.

د سوریې په حلب ښار کې د سوریې د پوځ او د حزب تحریر الشام ډلې وسله‌ والو ترمنځ نښتې روانې دي، چې د روسیې او سوریې هوايي ځواکونو د بشارالاسد د مخالفو وسله ‌والو د شړلو لپاره هوايي بریدونه هم پیل کړي دي.

مخالفو وسله‌والو په حلب کې د ولسمشر بشارالاسد کور نیولی دی.

د بشارالاسد مخالفین د پرمختګ په حال کې دي.

تحریر الشام د پنجشنبې په مازدیګر د حما ښار کنټرول هم ترلاسه کړی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د پنجشنبې په ماښام د سوریې د پوځ څه باندې ۲۰۰پوځي موټرې د حما له سویلي څنډو څخه حمص ته په شا شوي دي.

سرچينو ویلي، چې تحرير الشام د حما پر مرکزي زندان کنټرول خپل کړی او سیاسي بندیان یې خوشي کړي دي.

د طالبانو امربالمعروف مرستیال: موږ یوازنی اسلامي نظام یو چې ټوله اسلامي نړۍ را باندې ویاړي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د طالبانو امربالمعروف وزارت پوځي مرستيال د بریتانیا د ديني عالمانو د لس کسيزه پلاوي سره د ليدني پرمهال ویلي، «اسلامي امارت یوازنی اسلامي نظام دی چې ټوله اسلامي نړۍ پرې ویاړي.»

د طالبانو امربالمعروف وزارت د شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې د دوی د پوځي مرستيال سعيد احمد شهيد خېل او د بريتانيا څخه د دیني عالمانو د لس کسيزې ډلې د ليدنې خبر وکری.

د طالبانو د دغه وزارت پوځي مرستيال له راغلو ديني عالمانو غوښتي، چې د دوی رښتنی انځور او ديني واقعیتونه نړۍ ته وښیي.

په اعلاميه کې د بريتانيا د ديني عالمانو له قوله لیکل شوي، چې «اسلامي امت د امارت په راتګ» خوښ او ډاډه دي.

دوی لیکلي: « له ډېرو کلونو راهیسې مسلمانانو داسې انګېرله، چې اسلامي امت یتیم دی، خو د اسلامي امارت پر راتګ موږ ډاډ ترلاسه کړ چې اسلامي امت اوس غمخواره لري او پرې ډاډه دي.»

تر اوسه د بريتانيا ديني عالمانو په د دې ليدنې په اړه څه نه دي ویلي.

د اسلامي هېوادونو ترڅنګ د نړۍ هيڅ هېواد طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.

ډېرو اسلامي هېوادونو د بشري حقونو اړوند د طالبانو پر سرغړونو نيوکې کړي او له دغه ډلې يې غوښتي، چې له خلکو سره د توند چلند څخه لاس واخلي.

طالبان د نږدې نیم میلیارد افغانیو په ارزښت د کابل هرات پر لار ۱۴ جوماتونه جوړوي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند وايي چې د ۴۶۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل هرات پر لاره د ۱۴ نویو جوماتونو د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه جوماتونه د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم پر اساس د ټولګټو وزارت له خوا جوړېږي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند اشرف حق شناس نن شنبې « د لیندۍ۱۷مه» په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د کندهار ـ هرات لویې لارې په اږدو کې د دې ۱۴ جوماتونه څخه یې شپږ جوماتونه د کابل ـ کندهار او اته نور یې د کندهار ـ هرات ترمنځه غځیدلي سرک په اږدو کې جوړېږي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي چې د دې جوماتونو چارې یې بېلابېلو ساختماني شرکتونو ته ورکړي دي.

دوی زیاتوي چې د پیل شوو جوماتونو چارې به د یوه کال موده کې بشپړې شي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله د یو فرمان پر اساس چې په ټول هېواد کې د هر ۷۰ کېلو مېټره واټن ترمنځه به یو یو جومات جوړوي.

طالبان وايی د لویو لارو په اږدو کې په ټول هېواد کې ۷۵ جوماتونه له محراب سره جوړېږي.

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي چې د هرات جومات لپاره درې جریبه ځمکه ځانګړې شو ده، چې په یو وخت سره به ۳۰۰ لمونځ کوونکي ځایولی شي، چې له دې جملي څخه ۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ تنه بیا ښځینه لمونځ کوونکو ته په جلا توګه د اوس او لمانځه ادا کولو لپاره ځایونه په پام کې نیول شوي دي.

د افغانستان پر لويو لارو د استراحت، ډوډۍ خوړلو او شپې تېرولو مجهز او عصري ځايونه ډېر کم دي، چې زيات مهال پر دې لارو تلوونکي کسان د ستونزو سره مخ وي.

افغان فوټبال لیګ کې ابومسلم، خدیم ته ماتې ور کړه، عدالت او سرسبز یاشلر لوبه سره مساوي کړه

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۸ GMT+۰

د افغانستان فوټبال فدراسيون له لوري د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو پر مهال د شنبې په ورځ لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم لوبډلې سرپل خدیم اف سي ته درې پر يو ماتې ورکړه. د سياليو دويمه لوبه د فراه عدالت او فاریاب سرسبزیاشلر لوبډلو ترمنځ ۲ پر ۲ مساوي پای ته ورسېده.

د فراه ابومسلم لوبډله، چې تر ډېره د سياليو د قهرمانۍ هڅه کوي په خپل ترکيب کې د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ بهرني لوبغاړي هم له ځان سره لري.

دغې لوبډلې په بريا د سياليو پيل وکړ او په خپله لومړۍ لوبه کې يې درې امتيازونه تر لاسه کړل.

د فراه ابومسلم لوبډله کې افریقايي لوبغاړي ایمانويل یاغر، لوبډلمشر امان الله سرداري او جبار شيرزي ګولونه وکړل.

د همدې سياليو د شنبې د ورځي دويمه لوبه د فراه عدالت او فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلو ترمنځ ۲ پر ۲ مساوي پای ته ورسېده.

په همدې سيالۍ سره دواړو لوبډلو یو یو امتياز تر لاسه کړ.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سيالۍ د جمعې په ورځ په هرات ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې.