• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سراج الدین حقاني نیوکه: داسې فکر مه کوئ چې که څوک زما خبره نه مني اسمان نه پرې ړنګیږي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۷ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د کابل په ارغندۍ کې په یوه عامه غونډه کې په تلویحي ډول پر هبت الله او طالب مشرانو نیوکې وکړې او ویې ویل چې "داسې فکر به نه کوئ چې نه له نن وروسته زه واکمن یم، که زما خبره څوک مني ودې یې مني او که نه یې مني هیڅ اسمان نه پرې ړنګیږي."

حقاني وویل، « تاسې د خدای پر وړاندې مسوول یئ او خدای به له تاسې پوښتنه کوي».

دغه طالب وزیر د طالبانو پر ځینو داخلي چلندونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې «د دین استازیتوب باید داسې نه وي چې موږ یې یوازې خپل ځان ته انحصار کړو. موږ باید خلک دین ته راوبولو او نږدې کړو، لکه څنګه چې پیغمبر په عفوې او بښنې سره خلک اسلام ته جلب کړل.»

په همدې حال کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر او هبت الله اخندزاده ته نږدې کس ندا محمد ندیم په خپلو خبرو کې ویلي څوک چې پر طالبانو نیوکې کوي کافر او مرتد دي.

حقاني دا هم وویل: "موږ باید داسې ونه وایو چې خلک فاسد دي، موږ باید دوی اصلاح کړو او له ارتداد څخه یې وژغورو، ځکه چې موږ حاکمان یو. هغه ټینګار وکړ، چې که خلک کفر او فساد ته ور نږدې شي، دا د واکمنانو کمزوري څرګندوي.

حقاني وویل چې واکمنانو ته په کار نه ده، چې کمفکره او کم ظرفیته عادتونه خپل کړي او پر خلکو یې وتپي.

هغه وویل چې له دین نه باید داسې استازولي ونه شي، چې یواځې د ځان حق ګڼل شي او په ځان پورې یې منحصر کړي.

حقاني وايي، د اسلام پیغمبر چې چاته بښنه کوله، تر هغه وروسته یې نه له چا سره محاسبه کړې نه یې چاته طعنې ورکړې او دا کوم نسبت چې پر ملا او طالب پروت دی، باید دا نسبت بدنام نه شي.

هغو د طالبانو په ادارو کې مادیاتو ته په اشاره وویل چې « پرون مو چې د ډرون مقابله کړلای شوه، نن ولې د چوکۍ او مادیاتو مقابله نه شو کولای، اوس موږ په دین کې غږیږو خو مادیاتو او خواهشاتو ته نه شو ټینګیدلای».

حقاني د طالبانو تېرو او اوسنيو ننګونو ته په اشارې سره وويل: « زموږ ملت له سختو ازموينو سره مخ شوى او دا دين د خلکو په قربانيو سره دې مقام ته رسېدلى دى.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال دي چې له دې وړاندې هم نوموړي په غیر مستقیم ډول د ملا هبت الله د فرمانونو او خپلسریو مخالفت کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

یو بندي افغانستان انټرنشنل ته: په مزار شریف کې طالبانو ویرولم چې د «ایشچي» لوبه درسره کوو

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۰

یو شمېر پخوانیو بندیانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د شکنجو او ګرویږنو پرمهال ویرولي چې له دوی سره به ددوستم او ایشچي معامله وشي.یو تن بندي وايي چې لا هم د ډاکتر تر درملنې لاندی دی او خپله عریضه یې د طالبانو د چارو ادارې د عرایضو ریاست ته سپارلې ده.

د زنداني شویو له ډلې یوه تن چې د مزارشریف اوسېدونکی دی، منلې چې د مزارشریف د استخباراتو په ریاست کې د پوښتنو ګروېږنو پر مهال تر شدیدې شکنجې لاندې راغلی او پر مقعد یې د ټوپک میل داخل شوی.

د کبیر په مستعار نامه دغه کس زیاتوي چې د شپې پر مهال په خپل کور کې ویده و، چې طالب استخباراتو پرې چاپه وهلې او هغه یې ونیوه.

د هغه په خبره، طالب وسله والو لومړی د استخباراتو ریاست ته بوتلو او هلته یې د ازادۍ جبهې په تړاو له ده پوښتنې ګروېږنې پیل کړې. کبیر وايي چې دی په مزارشریف کې یو ساختماني شرکت لري او د ښاروالۍ په ګډون یو شمېر دولتي پروژې هم لري.

د هغه په خبره، د پوښتنو پر مهال ورته ویل شوي چې له دوی سره باید «د دوستم چل» وشي.

کبیر وویل: «د شکنجو او وهلو په جریان کې یې بار بار ویل چې تا څخه باید ایشچي جوړ کړو او په کونه دې ټوپک در ومنډو».

نوموړی وايي چې لا هم د ډاکتر تر درملنې لاندی دی او خپله عریضه یې د چارو ادارې د عرایضو ریاست ته سپارلې ده.

دغه زنداني شوی وايي، له پوره پلټنو وروسته هم طالبانو پر هغه دا ثبوت ونه موندچې دی د طالبانو له مخالفو وسله والو ډلو سره همکاري لري نو په همدې پار د طالبانو د چارو ادارې ته عارض شوی دی.

په ورته وخت کې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې زنداني شوې دوه مېرمنې دا مني چې د پوښتنو پر مهال یې د ښځینه وو له خوا د سینو څوکې مروړل کېدې.

دوی وايي، کله چې ترې پوښتنې کېدلې لومړی په څوکیو پورې تړل شوې او بیا د نارینه طالبانو پر وړاندې یې د سینو څوکې په متشدد انداز مروړل شوې.

د کابل د دشت برچي اوسېدونکې چې موږ یې په زهرا مستعار نوم یادوو، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویلچې د ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې په ۱۹مه نېټه په داسې مهال نیول شوې، چې د کابل ښار په څلورمه حوزه کې یې د خپلې ناروغې مور لپاره له درملتون څخه درمل اخستل.

نوموړې وايي چې له هغې سره یو ځای د درملتونڅښتن هم ونیول شو او پر دوی تور ولګېد چې نامشروع اړیکې لري.

د زهرا په خبره،د پولیسو حوزې ته تر وړلو وروسته د استخباراتو کارمندان هم راغلل او دوی ته یې د نامشروع اړیکو تر څنګ له نظامه د بغاوت دوسیه هم جوړه کړه.

زهرا وايي چې په زندان کې په دویمه شپه یوې ښځینه طالبې یې ټول بدن وکوت او د پوښتنو ګروېږنو پر مهال په څوکۍ پورې وتړل شوه.

نوموړې وايي چې په زندان کې بار بار ورته د «فاحشې» خطاب کېده او ورته ویل کېدل چې که اقرار ونه کړي نو په یو وخت به ورسره شپږ طالبان پرېوځي.

د زهرا په خبره، د ښځینه طالبې له خوا یې د طالبانو په مخ کې د سینو څوکې په لاسونو ومروړل شوې او دومره یې دردمنه کړه چې چغې یې وکړې.

نوموړې وویل: «دا شکنجه او ځورېدل ما په ټول عمر نه وو تجربه کړي، زما د سینو څوکو ته یې دومره زور ورکړ چې څو ورځې زما سینې خوږېدې او رنګ یې تور اوښتی و».

د هغې پلار وايي چې د طالبانو د جنايي قضیه یې په شپږ زره ډالر خلاصه کړه خو د استخباراتو ریاست طالبانو ورته ویل چې لور یې له نظامه د بغاوت لپاره خلک هڅوي او له بهرنیو پېسې اخلي.

زهرا ۳۷ ورځېوروسته له زندان نه بېرته خوشې شوې او اوسمهال پر کور ناسته ده.

له کوڅیو او ویښتو تړل

یوې زندانۍ دا منلې چې لومړی په څوکۍ کې تړل شوې او بیا یې وېښتو پورې وزن تړل شوی چې د شدید درد احساس یې کاوه.

یوې بلې زنداني شوې مېرمنې ویلي چې د طالب استخباراتو په زندان کې طالب وسله والو له ویښتو نیولې او پر ځمکه یې کش کړې او همدا راز څو ځله یې ویښته پورته تړل شوي چې نېږدې پنځه ساعته پر خپل ځای ولاړه وه.

د کمې ډوډۍ ورکول

په دې شکنجه کې چې تقریباً د طالبانو په ټولو استخباراتي زندانونو کې عامه ده، بندیانو ته لږ خواړه ورکول کیږي، چې د بدن د کمزورۍ او د لوږې د شدید احساس لامل ګرځي.

د زنداني شویو له ډلې یې ټولو دا منلې چې په زندان کې ورته درست خواړه نه ورکول کېدل او که به یې د خوراکي توکو غوښتنه کوله نو ناسم الفاظ ورته کارول کېدل.

یوه زندانې شوې مېرمن وايي چې شل ساعته یې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې خوراک نه و کړی او کله یې چې د خوراکي توکو غوښتنه کړې وه په ځواب کې یې طالب ساتونکي ورته ویلي و چې «دا دې د پلار کور نه دی».

د هلیکوپټر مېلمستیا

زندانیانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې ډول شکنجه کې بندیان په داسې حالت کې تړل کیږي چې لاسونه او پښې یې په شا او پړمخې حالت کې اچول شوي وي، چې د بدن سخت درد او زیان لامل ګرځي.

دا شکنجه د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې نسبتاً عامه او ډېره کارېدونکې ده، چې طالبان یې «د هېلکوپټر مېلمستیا» بولي.

۱۱ زندانیانو دا منلې چې د نیول کېدو پر مهال په دې دود تړل شوي او د ساعتونو – ساعتونو لپاره همداسې ساتل شوي دي.

بشپړ رپوټ دلته ولولئ: https://content.afintl.com/pa/afg-torture/index.html

طالبانو تحریر الشام ډلې ته پر دمشق د تسلط مبارکي وویله

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې د سوریې پر وروستیو بدلونونو خوښي ښودلې او د سوریې ولس او د تحریر الشام ډلې مشرتابه ته یې ددغه بري له امله مبارکي ویلې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي چې « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې وروستۍ پرمختیاوې چې په ترڅ کې يې د جگړې او بې ثباتۍ عامل له منځه ولاړ او پلازمینه دمشق د هيئت تحرير الشام په مشري د سوريې د ولس لاس ته ولوېده، د یاد حرکت قیادت او ولس ته مبارکي وايي او هيله څرگندوي چې د انقلاب پاتې پړاوونه په داسې ډول مدیریت کړي چې د یوه امن، متحد او باثباته نظام خاوند شي».

طالبانو په دې اعلامیه کې هیله ښودلې چې د واک د لېږد بهير داسې پرمخ ولاړشي چې په پايله کې يې د سوريې ټول ولس پرې راټول شي.

اعلامیه وايي، دوی هیله لري « د یوه داسې اسلامي نظام د بنسټ ډبره کېښودل شي چې له هر ډول توپیر او غچ پرته او د عمومي عفوې تگلارې خپلولو سره د سوریې ټول ولس راټول کړي».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، نوي واکمنان باید د نړۍ له هيوادونو سره داسې مثبت سیاست غوره کړي چې سوريه د بهرنيو لوریو د منفي سياليو له گواښه وژغوري.

د طالبانود بهرنيو چارو وزارت په سوریه کې له ټولو ښكېلو بهرنيو لوريو غوښتي، چې په خپل منځ کې او هم له نويو واکمنو سره د مثبت تعامل او همکاريو سياست غوره کړي.

طالبان داسې مهال د سوریې نویو واکمنو ته دا مشورې ور کوي، چې په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته دې ډلې په کوردننه پر خلکو، په ځانګړې توګه ښځو ګڼ بندیزونه لګولي، واک یې انحصار کړی او له نړۍ سره یې تراوسه اړیکې نه دي رغېدلې.

څیړنیز رپوټ: ۱۷ زندانیان وايي چې طالبانو په زندان کې له پښو را ځړولي وو

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۸ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل د ځانګړي رپوت له مخې، د طالبانو د استخباراتو زندانونو کې بندیان له پښو راځړول کیږي او په کوچینو پنجرو کې ساتل کیږي. ۱۷ زنداني شویو دا منلې چې د استخباراتو په زندان کې له پښو راځوړند شوي او په لښتو او لرګیو وهل شوي دي.

دوو زنداني شویو ویلي چې له ځوړندېدو وروسته یې په خوله کې اوبه ور اچول شوې او په زوره د څښلو امر پرې شوی او که یې نه څښلې په لښتو یې وهلي دي.

په دې شکنجه کې د ډېرو اوبو څښل د دې لامل کیږي چې اوبه پر پوزې بېرته راووځي او د ډېر شدید درد لامل ګرځي.

د بغلان د پلخمري اوسېدونکی حبیب الله چې د طالب استخباراتو په ۰۹۸ ریاست کې یې د پوښتنو پر مهال پښه ماته شوې، وايي چې په پخواني جمهوري نظام کې یې دنده ترسره کړې وه او د طالبانو د استخباراتو له خوا د خیرخانې په کوتل کې ونیول شو.

نوموړی وايي چې پر ده د طالبانو له نظام څخه د بغاوت تور و او د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې د شکنجې پر مهال له پښو ځوړند شوی و او بیا د ډېرو وهلو له امله یې پښه ماته شوې ده.

حبیب الله وايي چې له پښې ماتېدو وروسته د استخباراتو ریاست روغتون ته انتقال شو او په پښه کې یې سیخ ورتېر کړ.

د حبیب الله پلار چې دوکاندار دی، وايي، زوی یې له نږدې یو کال زندان وروسته خوشی شو خو پښه یې لا هم ژوبله ده او نه شي کولی په عادي ډول د ژوند چارې سرته ورسوي.

هغه وايي چې څو ځله یې د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ ته عریضې ورکړې خو چا یې په اړه کوم مثبت ځواب ورنه کړ.

یو زنداني شوي دا منلې چې د پوښتنو پر مهال ۳۲ ساعته په یوه کوچنۍ پنجره کې اچول شوی و، چې څملاستلی او درېدلی پکې نه شوای.

د لغمان ولایت دغه اوسېدونکی وايي چې د ۱۴۰۲ کال په جوزا میاشت کې په لغمان کې د طالب استخباراتو له خوا ونیول شو او له نیول کېدو سره سم د هوښیارو سپینو(K-9) په پنجره کې واچول شو.

نوموړی د لغمان پر دریو ولسوالیو سربېره د کابل د دوو ولسوالیو د جمهوري دورې ولسوال هم پاتې شوی دی.

دغه زنداني شوی وايي چې طالبانو پرې تور پورې کړی و چې دی د طالبانو پر ضد فعالیتونو کې لاس لري. هغه وايي چې له ۱۷ میاشتو زندان وروسته بېرته خوشې شو.

دغه راز ۲۹ زندانیانو دا منلې چې د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې په تیاره خونه کې ساتل شوي او نه یې شول کولی چې یو متر وړاندې څه وویني.

پنځو زنداني شویو ویلي چې په تیاره خونه کې په لوړ غږ نامجهول شور او ځوږ هم پرې اورول کېده چې له ذهني اړخه یې شکنجه کړي وو.

بشپړ رپوټ دلته ولولئ: https://content.afintl.com/pa/afg-torture/index.html

طالبانو په خوست کې د سوریې د یاغیانو بری ونمانځه

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۷ GMT+۰

د خوست لپاره د طالبانو ویاند وايي، نن یو شمېر کسانو په خوست کې د سوریې د یاغیانو بری ونمانځه. له خوست څخه خپرو شویو ویډیوګانو کې د طالبانو وسله وال او د دې ډلې تر واک لاندې نظامي موټر ښکاري، چې د خوښۍ ډزې کوي او د طالبانو بیرغونه پکې رپیږي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو والي ویاند مستغفر ګربز نن یکشنبه «د لیندۍ ۱۸مه» پر خپل اېکس لیکلي چې په خوست کې راټول شوي کسان په دمشق کې د خپلو «مومنو رجالو» بریا نمانځي.

ګربز زیاتوي چې په دغو مراسمو کې تکبیرونه زمزمه کېدل او د اسلامي نظام په ویاړ او بریا یې شعارونه بدرګه کول.

طالبانو له دې وړاندې اعلان کړی و، چې پر ځايي وخت له درې نیمو بجو څخه د تحریر شام وسله والو د دمشق د سترې فتحې او بري په مناسبت مراسم نیول شوي دي.

خوست لومړی ولایت دی چې د طالبانو له خوا پکې د سوریې یاغیانو خوښي نمانځل کېږي.

که څه هم په ټولنیزو شبکو کې طالبانو او د دوی پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې د سوریې یاغیانو د بري لپاره پراخ تبلیغات کول، خو تر دې دمه دې ډلې په رسمي ډول د سوریې یاغیانو بري په اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.

د یادونې وړ ده، چې د بشر الاسد د حکومت وسله والو مخالفانو نن یکشنبه سهار اعلان وکړ، چې په سوریه کې یې د اسد کورنی رژیم پرځولی دی.

د طالبانو زندان کې شکنجه شوی بندي: طالبانو ټوله شپه د اوبو په یخ بیلر کې درولی وم

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۶ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د څیړنیز رپوټ له مخې، طالبان زنداني شوي کسان د اقرار لپاره په یخو اوبو کې دروي. د خوشال په نوم یوه بندي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په لومړۍ شپه د طالبانو له خوا د اوبو په یخ بیلر کې درول شوی و او په زور اقرار ته مجبورېده.

په دې شکنجه کې بندیان په یخو اوبو کې ډوبوي، یا د بدن ځینې برخې یې په یخو اوبو کې ډوبوي، چې د شدیدې یخنۍ او درد لامل ګرځي.

دریو زنداني شویو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په اوبو کې د ډوبېدو پر مهال بې هوښه شوي او کله چې په هوښ راغلي بیا شکنجه شوي دي.

د کابل د خېرخانې اوسېدونکی چې موږ یې په خوشحال مستعار نوم یادوو، وايي، د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۷مه نېټه په کابل کې په خپل کور کې د طالب استخباراتو په چاپه کې نیول شوی و.

نوموړی وايي چې د نیول کېدو پر مهال طالب وسله والو په وسلو وواهه او له هغه وروسته نه دی پوی شوی چې کوم ځای ته یې وړی دی.

هغه زیاتوي چې له درېیو شپو او ورځو نامعلوم برخلیک وروسته په دې پوی شو چې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې دی، خو پر دې نه پوهېده چې کوم ریاست کې زنداني دی.

خوشحال وايي چې په څلورمه شپه ترې طالبانو پوښتنې ګروېږنې پیل کړې او پر ده تور و چې له داعش – خراسان ډلې سره همکاري لري.

نوموړی زیاتوي چې په لومړۍ شپه د طالبانو له خوا د اوبو په یخ بیلر کې درول شوی و او په زور اقرار ته مجبورېده.

خوشحال وايي چې طالب استخباراتي پوښتونکو یې څو ځله سر هم په اوبو کې ډوب کړ او د سابندولو هڅه یې کوله.

د خوشحال د تره زوی چې د کابل په یوه خصوصي ښوونځي کې معلم دی افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې نږدې ۲۱ ورځې یې په خوشحال پسې پلټنه وکړه او وروسته معلومه شوه چې د استخباراتو په ۴۹۸ ریاست کې چې په ۰۹۸ ریاست مشهور دی، زنداني دی.

نوموړی وايي چې له ۷۳ ورځو وروسته طالب استخباراتو هغه بېرته خوشې کړ.

په شنو لښتو وهل

د افغانستان انټرنشنل د رپوټ له مخې، د طالبانو د استخباراتو په ریاستونو کې بندیان په لښتو یا لرګیو په دوامدار ډول وهل کیږي، چې بدن یې ورسره ټپي کیږي. په دا ډول شکنجه کې زندانیان په لاسونو، پښو، ملا او کوناټیو وهل کیږي.

په دې شکنجه کې لومړی د ونو شنې لښتې په اوبو کې اچول کیږي او وروسته د یوې ناټاکل شوې اندازې له مخې لسګونه لښتې پوښتنخونې ته وړل کیږي او د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال زنداني پرې وهي.

د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار اوسېدونکی چې موږ یې د عطاالله په مستعار نوم یادوو واييچې د روان ۱۳۰۴ ل کال د زمري په ۱۷مه نېټه په جلال اباد ښار کې داسې مهال نیول شوی، چې غوښتل یې له خپل کار ځای څخه کور ته لاړ شي.

نوموړی وايي چې لومړی د طالب استخباراتو له خوا د هغه سر ته یوه توره کڅوړه ور واچول شوه او بیا د استخباراتو ریاست ته یووړل شو.

د عطاالله په وینا،د استخباراتو په ریاست کې په لومړۍ شپه په لښتو او ډانګونو ووهل شو او پر ده تور و، چې له بهرنیو رسنیو سره یې همکاري کړې ده.

نوموړی وروسته له سل ورځني زندان څخه بېرته خوشې شوی خو دا مهال د درملنې لپاره پېښور ته تللی دی.

د عطاالله یو همکار افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې طالب استخباراتو عطاالله تر هغه له ځان سره ساتلی و، چې د بدن ټپونه یې ښه شول او د شکنجې نښې یې ورکې شوې خو د سر ټپونه یې وروسته له خوشې کېدو هم معلومېدل.

د برېښنا شاکونه

د افغانستان انټرنشنل د رپوټ له مخې، بندیانو ته په بدن یا ځانګړو برخو باندې برېښنايي شاکونه ورکول کیږي، چې شدید درد او د بدن غړو د شل کېدو لامل ګرځي.

د زندانیانو په وینا، د برېښنا شاکونه د ولو په منځ، په دواړو ورنونو او د پښو په غټو ګوتو کې ورکول کیږي چې پر شدید درد سربېره ذهني ګنګستیا رامنځته کوي.

د دغو زنداني شویو له ډلې یوې مېرمنې ویلي چې د برېښنا شاکونو پر مهال بې هوښه شوې او بې وخته ښځینه میاشتینۍ ناروغي یې پیل شوې وه.

د پروان یوه اوسېدونکې چې موږ یې د فرشتې په مستعار نوم یادوو، وايي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ په دویمه نېټه د شپې پر مهال د سرحوض په سیمه کې د ازادۍ جبهې له خوا د پخواني ډګروال جیلاني پر کور چې دا مهال پکې یو طالب قوماندان اوسېده، برید وشو.

نوموړې وايي چې له برید وروسته طالبان د دوی سیمې ته ورغلل او ټول کورونه یې تالاشي کړل او په دې جریان کې یې د نوموړې کور هم تالاشي کړ.فرشته چې یوه پخوانۍ څارنواله ده، وايي،طالبانو نوموړې له خپل ۱۳ کلن زوی سره ونیوله او د استخباراتو ریاست ته یې یوړه.

نوموړې وايي چې له شپږو ورځو رواني شکنجې وروسته یې کابل ته ولېږدوله او په لومړۍ شپه په لښتو ووهل شوه، د طالب وسله والو له خوا پرې د وسلو ګوزارونه وشول او په دویمه شپه برېښنايي شاکونه ورکړل شول.

فرشته زیاتوي چې پر دې له ازادۍ جبهې سره د اړیکو تور و او طالبانو ورته ویل چې په خپل کور کې یې د ازادۍ جبهې غړو ته ځای ورکړی و.

نوموړې وايي چې د شپې پر مهال یې د برېښنايي شاکونو یوې ځانګړې خونې ته ولېږدوله او لومړی وګواښل شوه چې که د ازادۍ جبهې د غړو په اړه معلومات ور نه کړي نو برېښنايي شاکونه به ورکړي.

هغه زیاتوي چې له ګواښونو وروسته یې د نوموړې د پښو غټو ګوتو پورې د برېښنايي شاکونو لینونه وتړل او څو پرلپسې شاکونه یې ورکړل.فرشتې وویل چې وروسته بیا پر خپل ځان نه ده پوهه شوې او کله چې له بې هوښۍ راپورته کېده بې وخته میاشتنۍ ناروغي یې هم پیل شوې وه.

د فرشتې په وینا، د زندان پر مهال یې له زوی احوال نه درلود خو کله چې له ۴۱ ورځو زندان وروسته کور ته لاړه خبره شوه چې زوی یې له اوو ورځو زندان وروسته خوشې شوی او په کور کې دی.

د هغې زوی افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د زندان پر مهال ورته ویل شوي وو چې مور یې د ازادۍ جبهې وسله والو ته جاسوسي کوي او ښايي د جاسوسۍ په تړاو اعدام شي.

فرشته دا مهال په کابل کې د خپل پلار په کور کې اوسي او له خپلې خور سره یو ځای د هغې د پلار د اچارو د جوړولو په کارخونه کې کار کوي.

بشپړ رپوټ دلته ولولئ: https://content.afintl.com/pa/afg-torture/index.html