د زنداني شویو له ډلې یوه تن چې د مزارشریف اوسېدونکی دی، منلې چې د مزارشریف د استخباراتو په ریاست کې د پوښتنو ګروېږنو پر مهال تر شدیدې شکنجې لاندې راغلی او پر مقعد یې د ټوپک میل داخل شوی.
د کبیر په مستعار نامه دغه کس زیاتوي چې د شپې پر مهال په خپل کور کې ویده و، چې طالب استخباراتو پرې چاپه وهلې او هغه یې ونیوه.
د هغه په خبره، طالب وسله والو لومړی د استخباراتو ریاست ته بوتلو او هلته یې د ازادۍ جبهې په تړاو له ده پوښتنې ګروېږنې پیل کړې. کبیر وايي چې دی په مزارشریف کې یو ساختماني شرکت لري او د ښاروالۍ په ګډون یو شمېر دولتي پروژې هم لري.
د هغه په خبره، د پوښتنو پر مهال ورته ویل شوي چې له دوی سره باید «د دوستم چل» وشي.
کبیر وویل: «د شکنجو او وهلو په جریان کې یې بار بار ویل چې تا څخه باید ایشچي جوړ کړو او په کونه دې ټوپک در ومنډو».
نوموړی وايي چې لا هم د ډاکتر تر درملنې لاندی دی او خپله عریضه یې د چارو ادارې د عرایضو ریاست ته سپارلې ده.
دغه زنداني شوی وايي، له پوره پلټنو وروسته هم طالبانو پر هغه دا ثبوت ونه موندچې دی د طالبانو له مخالفو وسله والو ډلو سره همکاري لري نو په همدې پار د طالبانو د چارو ادارې ته عارض شوی دی.
په ورته وخت کې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې زنداني شوې دوه مېرمنې دا مني چې د پوښتنو پر مهال یې د ښځینه وو له خوا د سینو څوکې مروړل کېدې.
دوی وايي، کله چې ترې پوښتنې کېدلې لومړی په څوکیو پورې تړل شوې او بیا د نارینه طالبانو پر وړاندې یې د سینو څوکې په متشدد انداز مروړل شوې.
د کابل د دشت برچي اوسېدونکې چې موږ یې په زهرا مستعار نوم یادوو، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویلچې د ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې په ۱۹مه نېټه په داسې مهال نیول شوې، چې د کابل ښار په څلورمه حوزه کې یې د خپلې ناروغې مور لپاره له درملتون څخه درمل اخستل.
نوموړې وايي چې له هغې سره یو ځای د درملتونڅښتن هم ونیول شو او پر دوی تور ولګېد چې نامشروع اړیکې لري.
د زهرا په خبره،د پولیسو حوزې ته تر وړلو وروسته د استخباراتو کارمندان هم راغلل او دوی ته یې د نامشروع اړیکو تر څنګ له نظامه د بغاوت دوسیه هم جوړه کړه.
زهرا وايي چې په زندان کې په دویمه شپه یوې ښځینه طالبې یې ټول بدن وکوت او د پوښتنو ګروېږنو پر مهال په څوکۍ پورې وتړل شوه.
نوموړې وايي چې په زندان کې بار بار ورته د «فاحشې» خطاب کېده او ورته ویل کېدل چې که اقرار ونه کړي نو په یو وخت به ورسره شپږ طالبان پرېوځي.
د زهرا په خبره، د ښځینه طالبې له خوا یې د طالبانو په مخ کې د سینو څوکې په لاسونو ومروړل شوې او دومره یې دردمنه کړه چې چغې یې وکړې.
نوموړې وویل: «دا شکنجه او ځورېدل ما په ټول عمر نه وو تجربه کړي، زما د سینو څوکو ته یې دومره زور ورکړ چې څو ورځې زما سینې خوږېدې او رنګ یې تور اوښتی و».
د هغې پلار وايي چې د طالبانو د جنايي قضیه یې په شپږ زره ډالر خلاصه کړه خو د استخباراتو ریاست طالبانو ورته ویل چې لور یې له نظامه د بغاوت لپاره خلک هڅوي او له بهرنیو پېسې اخلي.
زهرا ۳۷ ورځېوروسته له زندان نه بېرته خوشې شوې او اوسمهال پر کور ناسته ده.
له کوڅیو او ویښتو تړل
یوې زندانۍ دا منلې چې لومړی په څوکۍ کې تړل شوې او بیا یې وېښتو پورې وزن تړل شوی چې د شدید درد احساس یې کاوه.
یوې بلې زنداني شوې مېرمنې ویلي چې د طالب استخباراتو په زندان کې طالب وسله والو له ویښتو نیولې او پر ځمکه یې کش کړې او همدا راز څو ځله یې ویښته پورته تړل شوي چې نېږدې پنځه ساعته پر خپل ځای ولاړه وه.
د کمې ډوډۍ ورکول
په دې شکنجه کې چې تقریباً د طالبانو په ټولو استخباراتي زندانونو کې عامه ده، بندیانو ته لږ خواړه ورکول کیږي، چې د بدن د کمزورۍ او د لوږې د شدید احساس لامل ګرځي.
د زنداني شویو له ډلې یې ټولو دا منلې چې په زندان کې ورته درست خواړه نه ورکول کېدل او که به یې د خوراکي توکو غوښتنه کوله نو ناسم الفاظ ورته کارول کېدل.
یوه زندانې شوې مېرمن وايي چې شل ساعته یې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې خوراک نه و کړی او کله یې چې د خوراکي توکو غوښتنه کړې وه په ځواب کې یې طالب ساتونکي ورته ویلي و چې «دا دې د پلار کور نه دی».
د هلیکوپټر مېلمستیا
زندانیانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې ډول شکنجه کې بندیان په داسې حالت کې تړل کیږي چې لاسونه او پښې یې په شا او پړمخې حالت کې اچول شوي وي، چې د بدن سخت درد او زیان لامل ګرځي.
دا شکنجه د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې نسبتاً عامه او ډېره کارېدونکې ده، چې طالبان یې «د هېلکوپټر مېلمستیا» بولي.
۱۱ زندانیانو دا منلې چې د نیول کېدو پر مهال په دې دود تړل شوي او د ساعتونو – ساعتونو لپاره همداسې ساتل شوي دي.
بشپړ رپوټ دلته ولولئ: https://content.afintl.com/pa/afg-torture/index.html