په ډیلي کې شاوخوا ۴۰ ښوونځیو ته د بمي چاودنو ګواښ شوی دی

د هندي رسنۍ اې اېن ای خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ په ډیلي کې شاوخوا ۴۰ ښوونځیو ته د برېښنالیک له لارې د بمي چاودنو ګواښ شوی دی. د دغو ګواښونو له ترلاسه کېدو وروسته پولیسو په ټولو ښوونځيو کې پلټنې پیل کړې دي.