د اسد ځای څرګند نه دی د حکومت له سقوط څو ساعته وروسته د سوریې لومړي وزیر محمد غازي جلالي وویل چې حکومت چمتو دی واک یوې انتقالي ادارې ته وسپاري. جلالي چې له اسد سره یې اړیکې پرې شوې، په یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې یاغیان یې د دمشق له دفتره فور سیزن هوټل ته لېږدوي.
د بشار الاسد ځای لا تر اوسه نه دی څرګند او ځینې راپورونه وايي چې هغه د یکشنبې په ورځ له سوریې وتلی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر، رامي عبدالرحمن تایید کړه چې اسد له دمشق نه الوتی دی. د متحده عربي اماراتو چارواکو ویلي چې نوموړی دغه هېواد ته نه دی ورغلی.
دیاغیانو پرمختګ مخالفو ځواکونو چې د هیئت تحریر الشامډلې له خوا رهبري کیږي، په تېرو دوو اونیو کې بې سارې بریاوې ترلاسه کړې. د حلب، حماه او حمص ښارونه په څو ورځو کې سقوط شول، ځکه د سوریې پوځ چې له جګړې کمزوری شوی و، د یاغیانو د فشارونو ته تم نه شو. د دې ډلې مشر ابو محمد الجولاني هڅه کړې چې د دې ډلې انځور بیا جوړ کړي، له القاعدې سره اړیکې پرې کړي، سخت دریځي چارواکي ګوښه کړي او د تکثریت او مذهبي زغم منلو ژمنه وکړي.
د نومبر له ۲۷مې راهیسې د یاغیانو پرمختګونه په وروستیو کلونو کې تر ټولو ستر وو. روسیه، ایران او د لبنان حزب الله وسله والې ډلې، چې د پاڅون په اوږدو کې یې د اسد مهم ملاتړ کړی و، په وروستیو ورځو کې یې نوموړی یوازې پریښود، [ یا اسد نه غوښتل نور پر هغوی تکیه وکړي].
د نړیوال کړکیچ ډلې لوړ پوړی سلاکار او د سوریې د ډلو کارپوه دارین خلیفه وویل: "جولاني تاریخ جوړ کړی او په ملیونونو سوریایي خلکو کې یې هیلې راپارولي دي، خو هغه او یاغیان اوس له یوې سختې ننګونې سره مخامخ دي".
د خلیج هیواد قطر چې د سیمې یو مهم منځګړی دی، د شنبې په ورځ ناوخته د سوریې په اړه د اتو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو د بیړنۍ غونډې کوربه و. په دې غونډه کې ایران، سعودي عربستان، روسیه او ترکیه شامل وو.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د لومړي وزیر سلاکار ماجد بن محمد الانصاري خبریالانو ته وویل چې دوی د تحریر الشام په ګډون "په سیمه کې د ټولو خواوو د ښکیلتیا" پر اړتیا موافقه کړې او دا چې اصلي اندیښنه "ثبات " او خوندي لیږد دی".
د خیبرپښتونخوا ایالت د کورمې ولسوالۍ څخه سرچینې وايي، یاده ولسوالۍ کې پر مساپر وړونکو موټرو د ډزو او له هغې وروسته د مذهبي شخړو له امله د رامنځته شوي وضعیت د هواري لپاره د دوو بېلابېلو جرګو له لوري د سولې د خبرو بهیر روان دی.
یوه لویه امن جرګه د ولسوالۍ او ایالتي حکومت په مرسته په کوهاټ کې، د هنګو او کوهاټ د مشرانو له لوري ترسره شوط.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دواړو قبیلو مشرانو د اوربند په اړه هوکړه کړې ده او تمه ده، چې یاده هوکړه به عملي شي.
همدارنګه د خیبرپښتونخوا او بلوچستان د قومي مشرانو جرګه “د پښتونو قامي جرګه” هم د طوري او بنګش قبیلو له مشرانو سره شپږ ورځې خبرې وکړې.
ځايي خبریالانو د دغې جرګې د غړو مفتي کفایت الله، ناصر خان کوکي خیل، شاهپور خان او حمید شیراني له قوله ویلي، له دواړو لوریو سره د مذاکراتو د لومړۍ برخې له بشپړېدو وروسته دوی د خبرو دویم پړاو پیلوي او تردې مهاله له دواړو لوریو سره د خبرو په پایله کې له اوربند پرته نور کوم پرمختګ نه دی راغلی.
په کورمه کې تر اوربند وروسته لا هم د ټل ـ پړاچنار لاره د تګ راتګ پر مخ بنده ده.
ځايي خبریالان وايي، چې په کورمه کې د روانو وضیعت له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلڅيو لاره هم د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د دوی په خبره د لارو د بندښت له امله د کورمې اوسیدونکي یو ځل بیا د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخ شوي دي.