• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف: په غزه کې باید د ماشومان د ژوند ژغورنې د بهیر ملاتړ وشي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په غزه کې د ماشومانو لپاره خوندي ځای نه شته، ځکه چې په خبره یې بشري ناورین ډير شوی. یونېسف وايي، ژمي، بارانونو او چټګو بادونو په غزه کې د ماشومانو د ژوند شرایط نور هم سخت کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د یوه راپور په خپرولو سره وايي، د غزې په تړانګه کې د جګړې دوام د ماشومانو لپاره یو لوی ناورین رامنځته کړی.

دغه سازمان د فلسطین د روغتیا وزارت د وروستي اټکل له مخې ویلي، چې په غزه کې لږ تر لږه ۱۴۰۰۰ ماشومان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

دوی په خپل راپور کې ویلي دي، چې په غزه هیڅ خوندي ځای نه شته او د غزې ټول ماشومان د جګړې له دردناکو تجربو سره مخامخ شوي، چې منفي اغېزې به یې د ژوند تر پایه ورسره وي.

یاد سازمان ویلي، چې د اټکل له مخې ۱،۹ میلیونه خلک، چې د غزي له هرو لسو کسانو څخه ۹ تنه یې داخلي بیځایه شوي دي. او د بیځایه شویو کډوالو نیمايي هغه یې ماشومان دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د غزې اوسېدونکي چې ډیری یې ماشومان دي د اوبو، خوراکي توکو، سون توکو او درملو ته کافي لاسرسی نه لري، کورونه يې وران شوي دي او دوی له خپلو کورنیو څخه جلا شوي دي.

د راپور د معلوماتو له مخې، ډیری ماشومان څو ځله بې ځایه شوي، او کورونه، پلرونه او خپلوان یې له لاسه ورکړي دي او د ډيرو کمو امکاناتو په لرلو سره ژوند کوي.

یونېسف د نړۍ له مشرانو څخه غوښتنه کړې ده، چې په غزه کې باید سملاسي اوربند اعلان شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په کورمه کې له اوربند سره سره لا هم لارې د تګ راتګ پر مخ تړلې دي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۴۵ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا ایالت په کورمه ولسوالۍ کې د مذهبي وسله وال تاوتریخوالي د پای ته رسولو په موخه دوو جلا جلا امن جرګو خپلې هڅې پیل کړې. په کورمه کې دمګړۍ تر نامعلومې مودې اوربند اعلان شوی، خو لاهم لارې د تګ راتګ پر مخ بندې دي.

د خیبرپښتونخوا ایالت د کورمې ولسوالۍ څخه سرچینې وايي، یاده ولسوالۍ کې پر مساپر وړونکو موټرو د ډزو او له هغې وروسته د مذهبي شخړو له امله د رامنځته شوي وضعیت د هواري لپاره د دوو بېلابېلو جرګو له لوري د سولې د خبرو بهیر روان دی.

یوه لویه امن جرګه د ولسوالۍ او ایالتي حکومت په مرسته په کوهاټ کې، د هنګو او کوهاټ د مشرانو له لوري ترسره شوط.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دواړو قبیلو مشرانو د اوربند په اړه هوکړه کړې ده او تمه ده، چې یاده هوکړه به عملي شي.

همدارنګه د خیبرپښتونخوا او بلوچستان د قومي مشرانو جرګه “د پښتونو قامي جرګه” هم د طوري او بنګش قبیلو له مشرانو سره شپږ ورځې خبرې وکړې.

ځايي خبریالانو د دغې جرګې د غړو مفتي کفایت الله، ناصر خان کوکي خیل، شاهپور خان او حمید شیراني له قوله ویلي، له دواړو لوریو سره د مذاکراتو د لومړۍ برخې له بشپړېدو وروسته دوی د خبرو دویم پړاو پیلوي او تردې مهاله له دواړو لوریو سره د خبرو په پایله کې له اوربند پرته نور کوم پرمختګ نه دی راغلی.

په کورمه کې تر اوربند وروسته لا هم د ټل ـ پړاچنار لاره د تګ راتګ پر مخ بنده ده.

ځايي خبریالان وايي، چې په کورمه کې د روانو وضیعت له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلڅيو لاره هم د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د دوی په خبره د لارو د بندښت له امله د کورمې اوسیدونکي یو ځل بیا د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخ شوي دي.

سپینه ماڼۍ: بایډن د سوریې وضیعت له نږدې څاري

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۱۳ GMT+۰

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبايډن او د هغه ډله د سوریې حالت له نږدې څاري. د بشرالاسد د حکومت تر پرځېدو سملاسي وروسته سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، چې د ولسمشر بایډن د سوریې وضیعت له نږدې څاري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند سین ساوېت پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې ولسمشر بایډن او د هغه ډله د سوریې وضیعت له نږدې څاري او بایډن له خپلو سیمه ییزو ملګرو سره په دوامداره اړیکه کې دی.

د بشرالاسد د حکومت وسله والو مخالفو نن یکشنبه سهار اعلان وکړ، چې په سوریه کې یې د اسد د کورنۍ رژیم پرځولی دی.

بل خوا تېره ورځ د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې د وضیعت په اړه د بایډن پر ادارې غږ کړی و، چې د سوریې جګړه په امریکا پورې تړاو نه لري او باید هیڅ لاسوهنه په کې ونه کړي.

د بشارالاسد حکومت مخالفو وسله والو اعلان وکړ، چې د «د یوې کورنۍ حکومت یې راوپرځاوه»

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۳ GMT+۰

د بشارالاسد د حکومت وسله والې مخالفې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې په سوریه کې یې د بشارالاسد د «کورنۍ حکومت پرځولی» دی.

د یکشنبې په سهار دمشق ته د بشارالاسد د وسله والو مخالفانو او له دمشق څخه د بشارالاسد تر وتلو وروسته د سوریي یاغیانو له لوري په خبري اژانسونو کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې «د سوریې خلکو د بشرالاسد حکومت نسکور کړ.»

همدارنګه د تحریر الشام مشر ابو محمد جولاني اعلان کړی، چې د رژیم د رسمي واک تر سپارلو د دغه هیواد عامه ادارې به د پخواني لومړي وزیر تر څارنې لاندې وي.

نوموړي په دمشق ښار کې ټولو پوځي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: «د پخواني لومړي وزیر تر څار لاندې د دولتي ادارو تر رسمي سپارلو دولتي ادارو ته له ورتګ څخه ډډه وکړئ.»

نوموړي په ښار کې پر بیځایه هوايي ډزو هم بندیز لګولی دی.

له دې وړاندې د سوریې لومړي وزیر محمد جلالي په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې هر هغه مشر سره چې د سوریې د خلکو له خوا ټاکل کېږي، همکارۍ ته ورسره چمتو دی.

د سوريې د دولت ضد وسله والو اعلان وکړ چې د حمص ښار یې په بشپړه توګه نیولی دی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۴۰ GMT+۰

د سوریې د حکومت د مخالفو ځواکونو یو قوماندان حسن عبدالغني اعلان وکړ، چې وسله والو یې د سوریې په مرکز کې د حمص ښار بشپړ کنټرول تر لاسه کړی دی.

د سوریې حکومتي ځواکونو له یوې ورځې څخه تر لږې جګړې وروسته د شنبې په ورځ د حمص مهم ښار پرېښود.

هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ښيي، چې زرګونه کسان د حمص په مرکز کې د «ساعت میدان» کې جشن نیولی ​​او د بشارالاسد د نسکورېدو غوښتنه کوي.

تر دې مخکې، د حمص ښار مرکزي زندان د بشارالاسد د حکومت ضد وسله والو له لوري ونیول شو.

د سیمې اوسېدونکو رویټرز ته ویلي و، چې د سوریې د حکومت ځواکونه په حمص ښار کې د شاتګ په حال کې دي.

بشارالاسد ورک شوی دی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۴۵ GMT+۰

سي اېن اېن د شنبې په ورځ د سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد په دمشق کې حضور نه لري. سرچینو ویلي دي، چې د سوریې ولسمشر په هغو ځایونو کې چې مخکې اوسېده او یا لیدل کېده، نه دی لیدل شوی.

د سوریې د جمهوري ریاست دفتر له دمشق څخه د بشارالاسد وتل رد کړي دي.

ایراني چارواکو هم د بشار الاسد د تېښتې په اړه راپورونه رد کړي دي.

اخوا سي اېن اېن بیا د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې اسد په دمشق کې نه دی تر سترګو شوی.

باخبرو سرچینو سي اېن اېن ته ویلي، چې د سوریې ولسمشر د ښار په هغو ځایونو کې چې معمولا لیدل کېده، نه لیدل کېږي.

سرچینې زیاتوي، چې د جمهوري ریاست ساتونکي چې پخوا به په منظمه توګه د ولسمشر په استوګنځي کې ځای پر ځای ول اوس نه دي.

پرون داسې راپورونه خپاره شول چې د اسد کورنۍ روسیې ته تللې ده.

له دمشق څخه د بشارالاسد د وتلو اوازې په داسې حال کې دي، چې وسله وال د پرمختګ په حال کې دي.

د بشارالاسد د حکومت پر ضد وسله والو اعلان کړی، چې د دمشق شاوخوا سیمو ته نږدې شوي دي.

لا معلومه نه ده، چې اسد چېرته پناه اخیستې ده.

د امریکایي چارواکو د وړاندوینې له مخې، د بشار الاسد حکومت به تر څو ساعتونو او یا هم څو ورځو کې سقوط وکړي.

په ورته وخت کې ایراني چارواکو هغه راپورونه رد کړي، چې دمشق کې یې د سفارت کارکوونکي ورځیني فعالیتونه بند کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویانداسماعیل بقایي ټینګار وکړ: «دا ادعاوې حقیقت نه لری. په دمشق کې د ایران سفارت خپلو ورځینیو فعالیتونو ته دوام ورکوي.»