سپینه ماڼۍ: بایډن د سوریې وضیعت له نږدې څاري

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبايډن او د هغه ډله د سوریې حالت له نږدې څاري. د بشرالاسد د حکومت تر پرځېدو سملاسي وروسته سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، چې د ولسمشر بایډن د سوریې وضیعت له نږدې څاري.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبايډن او د هغه ډله د سوریې حالت له نږدې څاري. د بشرالاسد د حکومت تر پرځېدو سملاسي وروسته سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، چې د ولسمشر بایډن د سوریې وضیعت له نږدې څاري.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند سین ساوېت پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې ولسمشر بایډن او د هغه ډله د سوریې وضیعت له نږدې څاري او بایډن له خپلو سیمه ییزو ملګرو سره په دوامداره اړیکه کې دی.
د بشرالاسد د حکومت وسله والو مخالفو نن یکشنبه سهار اعلان وکړ، چې په سوریه کې یې د اسد د کورنۍ رژیم پرځولی دی.
بل خوا تېره ورځ د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې د وضیعت په اړه د بایډن پر ادارې غږ کړی و، چې د سوریې جګړه په امریکا پورې تړاو نه لري او باید هیڅ لاسوهنه په کې ونه کړي.

د بشارالاسد د حکومت وسله والې مخالفې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې په سوریه کې یې د بشارالاسد د «کورنۍ حکومت پرځولی» دی.
د یکشنبې په سهار دمشق ته د بشارالاسد د وسله والو مخالفانو او له دمشق څخه د بشارالاسد تر وتلو وروسته د سوریي یاغیانو له لوري په خبري اژانسونو کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې «د سوریې خلکو د بشرالاسد حکومت نسکور کړ.»
همدارنګه د تحریر الشام مشر ابو محمد جولاني اعلان کړی، چې د رژیم د رسمي واک تر سپارلو د دغه هیواد عامه ادارې به د پخواني لومړي وزیر تر څارنې لاندې وي.
نوموړي په دمشق ښار کې ټولو پوځي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: «د پخواني لومړي وزیر تر څار لاندې د دولتي ادارو تر رسمي سپارلو دولتي ادارو ته له ورتګ څخه ډډه وکړئ.»
نوموړي په ښار کې پر بیځایه هوايي ډزو هم بندیز لګولی دی.
له دې وړاندې د سوریې لومړي وزیر محمد جلالي په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې هر هغه مشر سره چې د سوریې د خلکو له خوا ټاکل کېږي، همکارۍ ته ورسره چمتو دی.

د سوریې د حکومت د مخالفو ځواکونو یو قوماندان حسن عبدالغني اعلان وکړ، چې وسله والو یې د سوریې په مرکز کې د حمص ښار بشپړ کنټرول تر لاسه کړی دی.
د سوریې حکومتي ځواکونو له یوې ورځې څخه تر لږې جګړې وروسته د شنبې په ورځ د حمص مهم ښار پرېښود.
هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ښيي، چې زرګونه کسان د حمص په مرکز کې د «ساعت میدان» کې جشن نیولی او د بشارالاسد د نسکورېدو غوښتنه کوي.
تر دې مخکې، د حمص ښار مرکزي زندان د بشارالاسد د حکومت ضد وسله والو له لوري ونیول شو.
د سیمې اوسېدونکو رویټرز ته ویلي و، چې د سوریې د حکومت ځواکونه په حمص ښار کې د شاتګ په حال کې دي.

سي اېن اېن د شنبې په ورځ د سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد په دمشق کې حضور نه لري. سرچینو ویلي دي، چې د سوریې ولسمشر په هغو ځایونو کې چې مخکې اوسېده او یا لیدل کېده، نه دی لیدل شوی.
د سوریې د جمهوري ریاست دفتر له دمشق څخه د بشارالاسد وتل رد کړي دي.
ایراني چارواکو هم د بشار الاسد د تېښتې په اړه راپورونه رد کړي دي.
اخوا سي اېن اېن بیا د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې اسد په دمشق کې نه دی تر سترګو شوی.
باخبرو سرچینو سي اېن اېن ته ویلي، چې د سوریې ولسمشر د ښار په هغو ځایونو کې چې معمولا لیدل کېده، نه لیدل کېږي.
سرچینې زیاتوي، چې د جمهوري ریاست ساتونکي چې پخوا به په منظمه توګه د ولسمشر په استوګنځي کې ځای پر ځای ول اوس نه دي.
پرون داسې راپورونه خپاره شول چې د اسد کورنۍ روسیې ته تللې ده.
له دمشق څخه د بشارالاسد د وتلو اوازې په داسې حال کې دي، چې وسله وال د پرمختګ په حال کې دي.
د بشارالاسد د حکومت پر ضد وسله والو اعلان کړی، چې د دمشق شاوخوا سیمو ته نږدې شوي دي.
لا معلومه نه ده، چې اسد چېرته پناه اخیستې ده.
د امریکایي چارواکو د وړاندوینې له مخې، د بشار الاسد حکومت به تر څو ساعتونو او یا هم څو ورځو کې سقوط وکړي.
په ورته وخت کې ایراني چارواکو هغه راپورونه رد کړي، چې دمشق کې یې د سفارت کارکوونکي ورځیني فعالیتونه بند کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویانداسماعیل بقایي ټینګار وکړ: «دا ادعاوې حقیقت نه لری. په دمشق کې د ایران سفارت خپلو ورځینیو فعالیتونو ته دوام ورکوي.»

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغه هېواد د استازو د مجلس مشر او د سنا د مجلس سرپرست ته په یو لیک کې ویلي، چې د روسیې د تېري د مخنیوي په خاطر په اروپا کې تر ۸۰زرو ډېر امریکایي سرتېري ځای پر ځای شوي دي.
سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ دا لیک خپور کړ، چې په کې د جګړې لپاره د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو د ځای پرځای کولو په اړه تفصیل ورکړل شوی.
په دې لیک کې بایډن لیکلي: "زه د پوځ د سرقوماندان او اجراییوي رییس په توګه د خپل قانوني واک پر بنسټ په ټولو عملیاتو کې د امریکايي وسله والو ځواکونو د ګډون لارښوونه کوم."
د شپیګل اونیزې د لړم میاشتې په پای کې د محرمو اسنادو په حواله راپور ورکړ، چې جرمني د دغه هېواد په ختیځو سیمو کې د سلګونو زرو ناټو ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره پلان او چمتووالی نیولی دی، ځکه که روسیه سره جګړه پیلیږي دوی به هم اقدام وکړي.
په دې راپور کې ویل شوي چې برلین تمه لري چې د جرمني او د ناټو د نورو غړو هېوادونو شاوخوا اته سوه زره سرتېري د جرمني په خاوره کې ځای پرځای شي او د لویدیځ او مسکو ترمنځ د کړکېچ د زیاتیدو په صورت کې د روسیې له ګواښونو سره مقابله وکړي.
تر دې مخکې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین بریا د اروپا د امنیت لپاره حیاتي ګڼلې وه.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې اعلان کړی، چې پښتونخوا صوبه سږ کال د خونړیو بریدونو او سخت تاوتریخوالي شاهده ده. د رسمي شمېرو له مخې په پښتونخوا کې په يو کال کې ۶۳۶ ځله بريدونه شوي، چې په ترڅ کې يې ۲۷۵ کسان وژل شوي او ۴۶۰ نور ټپيان دي.
د دغه راپور له مخې، چې د لیندۍ په ١٧مه د شنبې په ورځ خپور شو، په وژل شويو کې ١٤٢ يې د امنيتي ځواکونو او ١٣٣ يې ملکي وګړي دي.
دغه راپور ښيي چې په دغو بریدونو کې ۲۱۴ پولیس او ۲۴۶ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په دې پېښو کې شپږ ځانمرګي بريدونه، د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې ١١٣ بمونو چاودنې او ٣٥٥ د ډزو بریدونه شامل دي.
دا بریدونه د پښتونخوا د سختو امنیتي ننګونو ښکارندویي کوي، چې لا هم د سخت دریځو ډلو د جګړې ډګر دی.
د دغې دولتي بنسټ راپور ښيي چې د یوه کال په اوږدو کې د پاکستان د پوځ له خوا عملیات شوي، چې په پایله کې یې ۲۴۶ «ترهګر» وژل شوي دي.
همدارنګه ۷۳۹ کسان د «ترهګریزو» کړنو په تور نیول شوي چې له دې جملې څخه ۲۹ تنه د مهمو هدفونو په توګه پیژندل شوي دي.
